• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هسپانیا پولیسو د انساني قاچاق کوونکو ډله نیولې او ۴۸ ښځې یې ترې ژغورلې دي

۷ کب ۱۴۰۳ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۵، ۰۸:۳۲ GMT+۰

د سي‌بي‌ایس نیوز، د راپور له مخې، د هسپانیا پولیسو د دغه هېواد په سویل ختیځ الیکانت کې د انساني قاچاق کوونکو یوه ډله نیولې او له هغوی یې ۴۸ ښځې ژغورلې دي. خبر زیاتوي، چې د ژغورل شویو ښځو ډیره برخه د کولمبیا او وینزویلا اوسیدونکې دي.

په خبر کې راغلي، چې پولیسو په دغو عملیاتو کې ۴۸ ښځې، د جنسي کاروبار د درېیو اډو په ګډون له اتو په نښه شویو ځایو څخه ژغورلې دي.

پولیسو زیاته کړې، چې دغه ښځې له سوېلي امریکا څخه هسپانیا ته د دندو په درواغجنو ژمنو راوستل شوې وې.

ویل کیږي چې د دې ډلې مشري یو تن هسپانیایي سړي او دوه کولمبیايي میرمنو کوله، چې په تیر کال کې یې تر زرو زیاتې ښځې تښتولې وې.

پولیسو دا هم ویلي، چې یادې میرمنې د پاک‌کارۍ او ښکلا په برخو کې د کار کولو په ژمنې هسپانیا ته راستول شوې وې، خو پرځای یې، «کلبونو ته وړل شوې وې، چیرې چې ترې یوازې جنسي ګټه اخیستل کېده.»

د الیکانت پولیسو ویلي، چې د «بشپړ جبري جنسي تیري» تر څنګ، دغه ښځې په دوامداره توګه د ویډیوي څار لاندې وې او اجازه نه ورکول کېده، چې په ورځ کې له دوو ساعتونو ډیر له خپلو کورونو څخه ووځي.

پولیسو دغه عملیات د یکشنبې په ورځپه الیکانت او مرسیا سیمو کې ترسره کړي. چې د درېیو کلبونو بندولو په ګډون یې ۱۷ ځایونه ضبط کړي او همداشان یې له یادې ډلې وسلې، ۱۵۰۰۰۰ یورو نغدې او په بانکي حسابونو کې ۹۳۸۰۰۰ یورو کنګل کړې دي.

د الیکانت د پولیسو په وینا، ټولټال شپږ بندیان له محاکمې مخکې په توقیف کې وو، او پاتې نور په ضمانت خوشې شوي.

د ملکیت مدیران او ټکسي چلوونکي چې ښځې به یې نورو ځایونو ته لېږدولې هم په نیول شویو کسانو کې شامل دي

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د سعودي عربستان او متحده ایالاتو دفاع وزیرانو د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۲۲:۲۴ GMT+۰

د امریکا دفاع وزیر پیټ هیګسیټ د دوشنبې په ورځ په پنټاګون کې د سعودي عربستان د دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان کوربه و. دواړو دفاع وزیرانو په دوه اړخیزه همکارۍ خبرې کړي.

د سعودي د دفاع وزارت په وینا، د شهزاده خالد د رسمي سفر موخه د واشنګټن او ریاض ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او همدارنګه د متقابلو علاقې وړ برخو په اړه خبرې کول وو.

له غونډې مخکې خبریالانو له هیګسیټ څخه وپوښتل شو، چې ایا امریکا به د ایران له خوا د برید په وړاندې د سعودي عربستان دفاع کې مرسته وکړي؟

نوموړي وویل: «دا هغه موضوع ده چې موږ به یې نن په اړه خبرې وکړو. ایران په سیمه کې یوه لویه اندېښنه ده. سعودي عربستان یو ښه ملګری دی او دا هغه څه دي چې موږ به پرې خبرې وکړو.»

د راپورونو له مخې، شهزاده خالد تمه لري چې د ورځې په وروستیو کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت له سلاکار مایک والټز سره هم وګوري.

ناټو د اوکراین د جګړې د درېیمې کلیزې په مناسبت یو ځل بیا له دغه هېواد څخه ملاتړ اعلان کړ

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۲۲:۱۰ GMT+۰

د ناټو عمومي منشي د دوشنبې په ورځ د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د درېیمې کلیزې په مناسبت له اوکراین سره د پوځي اتحاد پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د ناټو عمومي منشي مارک روت په خپل اېکس کې لیکلي: "ناټو به د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي او ترڅنګ به یې د عادلانه او تلپاتې سولې" د یقیني کولو لپاره ودرېږي.»

روت وویل، چې ناټو د وسلو، تجهیزاتو او روزنې په ورکولو سره "د روسیې د وحشیانه تېرې جګړې په اوږدو کې د ازادۍ د اور سوځولو لپاره" د اوکراین ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه: «اروپایي متحدین چمتو دي، چې خپله برخه ترسره کړي چې په دې کې د قوي امنیتي ضمانتونو او لا زیاتې مالي مرستې شاملې دي».

نوموړی زیاتوي، لکه څنګه چې د اوکراین جګړه څلورم کال ته ننوځي، د نړۍوال تحرک بدلول د احتمالي حل وړاندیز کوي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د جګړې د پای ته رسولو کمپاین یې پېل کړی، په مستقیم ډول یې روسیه ښکېل کړې، خو اروپایي هېوادونه او خپله اوکراین یې څنګ ته کړي دي.

د ډونالډ ټرمپ دغه کمپاین په ټوله اروپا کې سخت غبرګونونه راپارولي دي.

په عین حال کې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په ناټو کې د غړیتوب لپاره هڅو ته دوام ورکړی او ټینګار کوي، چې اوکراین د تلپاتې سولې لپاره د ناټو امنیتي تضمین ته اړتیا لري.

د روسیې د جګړې د درېیمې کلیزې په مناسبت د ګڼو اروپايي هېوادونو مشران او د اروپايي ټولنې لوړپوړي چارواکي د ملاتړ څرګندولو لپاره په پلازمېنه کیف کې راټول شوي وو.

د ټرمپ ادارې اشاره کړې، چې د اوکراین د ناټو هیله او د اوکراین سرحدونو د بېرته ترلاسه کولو هیلې ناشونې دي.

افغان اېواک: پخواني امریکایي سرتېري دې د افغان کډوالو د لېږد ځنډېدو په تړاو اعتراض وکړي

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۳۶ GMT+۰

امریکا متحده‌ایالاتو ته د افغان کډوالو د لېږد «افغان اېواک» بنسټ په یوه پرانېستي لیک کې په افغانستان کې له پخوانیو جنګېدلو امریکایي سرتېرو څخه غوښتي، چې د ټرمپ د پرېکړې پر وړاندې اعتراض وکړي.

نوموړي بنسټ د ټرمپ دا اقدام په افغانستان کې د امریکا د افغان همکارانو لپاره «قصدي خیانت او سپکاوی» بللی دی.

افغان اېواک چې له ۲۵۰ ټیمونو جوړ شوی اېتلافي بنسټ دی، په دې وروستیو کې د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ فشار ډېر کړی، څو امریکا ته د شاوخوا ۲۰۰ افغانانو د لېږد پر بهیر لګېدلی ځنډ لغوه کړي.

د دغه بنسټ مسوول شان وېنډایور پخوانیو امریکایي سرتېرو ته په یوه پرانېستي لیک کې زیاته کړې: «دا وضعیت د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د [امریکا] له نامسوولانه وتلو څخه هم ډېر بد دی. دا کومه تصادفی پېښه نه ده او نه هم کومه تېروتنه ده، بلکې یو انتخاب دی او دا له هغو کسانو سره قصدي خیانت دی چې موږ یې د ملاتړ ژمنه کړې ده.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر سپینې ماڼۍ له واکمنېدو وروسته، د یو اجراییوي فرمان په صادرېدو سره د کډوالو د بیا مېشتېدنې پروګرام لغوه کړ، چې پر بنسټ یې دغه هېواد ته د ټولو افغانانو الوتنې وځنډېدې.

دغه راز رویټرز د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ټرمپ حکومت د بهرنیو چارو په وزارت کې د امریکا همکارانو د کډوالو بیا مېشتیدنې مسوول دفتر هم وتړي.

ورته مهال، پي‌بي‌اېس نیوز په یوه راپور کې ویلي، چې افغان اېواک بنسټ په افغانستان کې له پخوانیو جنګېدلو امریکايي سرتېرو غوښتي، چې خپل غږ پورته کړي او په کانګرېس کې له خپلو استازو سره اړیکه ونیسي، څو د ټرمپ پر ادارې فشار راوړي چې دا پرېکړه بېرته واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا حکومت د دغه هېواد پوځ د پخوانیو افغان ژباړونکو او نورو همکارانو د امریکا د لېږد بهیر د لا ډېرو امنیتي پلټنو تر وخته ځنډولی؛ خو اوس داسې لیدل کېږي، چې د ټرمپ ټیم د دغو افغان کډوالو د لېږد بشپړه لغوه‌کېدو ته لېواله دی.

د یادونې ده، چې یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي تېره ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ښايي متحده‌ایالات د هېوادونو پر بنسټ د افغان کډوالو د ځانګړو ویزو غوښتونکو په ګډون د کډوالۍ پروګرامونه ودروي.

د هغه په ​​وینا، ټاکل شوې چې ټرمپ یو اجراییوي فرمان صادر کړي او په‌کې د کورني امنیت او بهرنیو چارو له وزارتونو څخه وغواړي، څو د مارچ تر ۲۱مې د خپلو فعالیتونو په تړاو راپور وړاندې کړي.

اذربایجان ته د شهباز شریف سفر؛ دوه اړخیزه پانګونه به دوه میلیارده ډالرو ته لوړه شي

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۴۳ GMT+۰

پاکستان او اذربایجان هوکړه کړې چې د دوه اړخیزو پروژو په برخو کې خپلمنځي پانګونه تر دوه میلیارد ډالرو پورې پراخه کړي. دا پریکړه د دوشنبې په ورځ د باکو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د پاکستان د لومړي شهباز شریف او د اذربایجان د ولسمشر الهام علی یف ترمنځ په خبرو اترو کې وشوه.

د پاکستان د دولتي راډيو د رپوټ له مخې، لومړي وزیر شهباز شریف د اذربایجان د ولسمشر الهام علي یف سره په کډه خبري ناسته کې وویل، چې په پاکستان کې ټول سیاسي ګوندونه د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستۍ د لا پیاوړتیا لپاره متحد دي.

شهباز شریف وویل، د پاکستان او اذربایجان ترمنځ صمیمانه او دوستانه اړیکې باید اقتصادي ډګر ته هم وغځول شي.

شهباز شریف زیاتوي چې د خپلي منځي سوداګرۍ د زیاتولو په تړاو ننني یادښتونه او هغه تړونونه چې د روان کال د اپریل په وروستیو کې به لاسلیک شي د دواړو هېوادونو لپاره به ډیرې ښې ګټې ولري.

شهباز شریف وویل:«چې پاکستان او اذربایجان دواړه باید خپلې دفاعي اړیکې لوړې کچې ته لوړې کړي.»

د اذربایجان ولسمشر الهام علی یف وویل، چې دوی به د یوې میاشتې په اوږدو کې د نړیوال اتصال، انرژۍ، اقتصاد او کانونو سکتورونو په اړه د ټولو تړونونو د نهایی کولو په اړه بحث وکړي.

هغه وویل، چې نن موږ لس تفاهم لیکونه لاسلیک کړل چې د راتلونکې همکارۍ لپاره به یو ښه چوکاټ رامنځته کړي.

د اذربایجان ولسمشر د خبرو اترو په جریان کې وویل چې د خپلې سوداګرۍ په برخه کې زیاتوالی راولي.

د چین ولسمشر د اوکراین د جګړې د کلیزې درشل کې له پوتین سره "بې حده شراکت"تایید کړ

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۱۹ GMT+۰

د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هڅو سره هممهاله د چین ولسمشر شي جنپینګ له روسي سیال ولادیمیر پوتین سره ټلیفوني خبرو کې "بې حده شراکت" تایید کړی دی. د دواړو ولسمشرانو نننۍ خبرې پر اوکراین د روسیې د یرغل له دریمې کلیزې سره برابرې دي.

رویټرز خبري اژانس وايي، د شي جنپینګ او ولادیمیر پوتین دا خبرې په داسې مهال دي چې د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره ډونالډ ټرمپ د چټک تړون لپاره فشار زیاتوي.

د ښاغلي ټرمپ دې هڅو دا اندېښنه زیاته کړې چې واشنګټن په دغه تړون کې بریالیتوب سره د مسکو او بېجنیګ ترمنځ واټن زیاتولی او د نړۍ له دویم ستر اقتصاد سره پر سیالۍ تمرکز کولی شي.

داسې ښکاري چې د شي جنپینګ دا ټلیفون د ورته اندېښنو د لرې کولو لپاره وي، چې پکې دواړو مشرانو د مسکو او بېجنګ پر "اوږدمهالي اتحاد" ټینګار کړی چې کوم دریم لوری به یې "اغېزمن نه کړي."

د چین دولتي رسنۍ وايي، "د چین او روسیې اړیکې ځواکمنه کورنۍ محرکه قوه او بې جوړې ستراتیژیک ارزښت لري، چې نه د نورو اغېزمنول غواړي او نه هم له نورو اغېزمنېږي."

دا رسني د شي جنپینګ له قوله لیکي: "د چین او روسیې بهرنۍ پالیسۍ او د ستراتیژیو پراختیا اوږدمهالې ده. دواړه هېوادونه ښه ګاونډیان دي او سره بېلېدلی نه شي."

شي جنپینګ د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د وروستیو پرمختیاوو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې د روسیې او نورو لورو له خوا د دې کړکېچ د خمتولو لپاره د مثبتو هڅو په لیدو خوشال دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې په ټاکنیزو هڅو کې یې د اوکراین کړکېچ د اوارولو ژمنې کولې، د کیف او اروپايي ټولنې په شاته کولو له روسیې سره تېره اونۍ خبرې وکړې.

ښاغلي ټرمپ د دې کړکېچ د پیلولو پړه هم د اوکراین پر ولسمشر ولادیمیر زلسنکي اچولې او ویلي یې دي، چې بیا ټاکنو سره دې نوموړی له واک لرې او بل چا ته دې قدرت وسپارل شي.

د ښاغلي زلنسکي بې واکه کېدل د اوکراین کړکېچ د حل لپاره د مسکو یوه مهمه غوښتنه ده.

ولادیمیر زلنسکي هم پرون ویلي که هېواد ته یې سوله راځي، نو په دې شرط له واک لرې کېږي چې اوکراین به د ناټو غړی کېږي.