ناټو د اوکراین د جګړې د درېیمې کلیزې په مناسبت یو ځل بیا له دغه هېواد څخه ملاتړ اعلان کړ

د ناټو عمومي منشي د دوشنبې په ورځ د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د درېیمې کلیزې په مناسبت له اوکراین سره د پوځي اتحاد پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د ناټو عمومي منشي د دوشنبې په ورځ د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د درېیمې کلیزې په مناسبت له اوکراین سره د پوځي اتحاد پر ملاتړ ټینګار وکړ.
د ناټو عمومي منشي مارک روت په خپل اېکس کې لیکلي: "ناټو به د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي او ترڅنګ به یې د عادلانه او تلپاتې سولې" د یقیني کولو لپاره ودرېږي.»
روت وویل، چې ناټو د وسلو، تجهیزاتو او روزنې په ورکولو سره "د روسیې د وحشیانه تېرې جګړې په اوږدو کې د ازادۍ د اور سوځولو لپاره" د اوکراین ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړه: «اروپایي متحدین چمتو دي، چې خپله برخه ترسره کړي چې په دې کې د قوي امنیتي ضمانتونو او لا زیاتې مالي مرستې شاملې دي».
نوموړی زیاتوي، لکه څنګه چې د اوکراین جګړه څلورم کال ته ننوځي، د نړۍوال تحرک بدلول د احتمالي حل وړاندیز کوي.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د جګړې د پای ته رسولو کمپاین یې پېل کړی، په مستقیم ډول یې روسیه ښکېل کړې، خو اروپایي هېوادونه او خپله اوکراین یې څنګ ته کړي دي.
د ډونالډ ټرمپ دغه کمپاین په ټوله اروپا کې سخت غبرګونونه راپارولي دي.
په عین حال کې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په ناټو کې د غړیتوب لپاره هڅو ته دوام ورکړی او ټینګار کوي، چې اوکراین د تلپاتې سولې لپاره د ناټو امنیتي تضمین ته اړتیا لري.
د روسیې د جګړې د درېیمې کلیزې په مناسبت د ګڼو اروپايي هېوادونو مشران او د اروپايي ټولنې لوړپوړي چارواکي د ملاتړ څرګندولو لپاره په پلازمېنه کیف کې راټول شوي وو.
د ټرمپ ادارې اشاره کړې، چې د اوکراین د ناټو هیله او د اوکراین سرحدونو د بېرته ترلاسه کولو هیلې ناشونې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې خبرداری ورکړ، چې د اوکراین جګړې د درېیمې نړۍوالې جګړې لامل کېدای شي.
ټرمپ په خپلو خبرو کې یو ځل بیا ادعا وکړه، چې کولی شي د اوکراین جګړې په څو اونیو کې پای ته ورسوي.
نوموړي له مکرون سره خبرې اترې د اوکراین د جګړو په پای ته رسېدو کې یو بل ګام وباله او زیاته یې کړه: «مکرون موافق دی چې د اوکراین د جګړو لګښت او بار باید پر اروپا وي. هغه وویل، چې اروپا باید د اوکراین د اوږدمهاله امنیت د تضمین په برخه کې مرکزي رول ولري.»
له دې سره، په دغه ګډ کنفرانس کې بیا د فرانسې ولسمشر د سولې په بهیر کې د اوکراین پر امنیتي تضمین او دغه راز د دې هېواد د ملي حاکمیت پر درناوي ټينګار وکړ.
امانویل مکرون واشنګټن ته سفر کړی دی، ترڅو ټرمپ متقاعد کړي چې له روسیې سره د سولې په مذاکراتو کې د اوکراین او اروپا غوښتنې هم په پام کې ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا دفاع وزیر ویلي و چې اوکراین باید په ناټو کې د غړیتوب او د دې هېواد د له لاسه وتلو سیمو د بېرته ترلاسه کولو تمه و نه لري.
د یادولو ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو څو ورځې وړاندې په ریاض کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره ولیدل.
واشنګټن او مسکو د اوکراین د جګړې د حل پر لور لومړني ګامونه اخیستي.
دغو خبرو چې د اوکراین او اروپایي چارواکو له ګډون پرته ترسره شوې، د کیېف او متحدینو ترمنځ اندېښنې پارولې.

امریکا متحدهایالاتو ته د افغان کډوالو د لېږد «افغان اېواک» بنسټ په یوه پرانېستي لیک کې په افغانستان کې له پخوانیو جنګېدلو امریکایي سرتېرو څخه غوښتي، چې د ټرمپ د پرېکړې پر وړاندې اعتراض وکړي.
نوموړي بنسټ د ټرمپ دا اقدام په افغانستان کې د امریکا د افغان همکارانو لپاره «قصدي خیانت او سپکاوی» بللی دی.
افغان اېواک چې له ۲۵۰ ټیمونو جوړ شوی اېتلافي بنسټ دی، په دې وروستیو کې د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ فشار ډېر کړی، څو امریکا ته د شاوخوا ۲۰۰ افغانانو د لېږد پر بهیر لګېدلی ځنډ لغوه کړي.
د دغه بنسټ مسوول شان وېنډایور پخوانیو امریکایي سرتېرو ته په یوه پرانېستي لیک کې زیاته کړې: «دا وضعیت د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د [امریکا] له نامسوولانه وتلو څخه هم ډېر بد دی. دا کومه تصادفی پېښه نه ده او نه هم کومه تېروتنه ده، بلکې یو انتخاب دی او دا له هغو کسانو سره قصدي خیانت دی چې موږ یې د ملاتړ ژمنه کړې ده.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر سپینې ماڼۍ له واکمنېدو وروسته، د یو اجراییوي فرمان په صادرېدو سره د کډوالو د بیا مېشتېدنې پروګرام لغوه کړ، چې پر بنسټ یې دغه هېواد ته د ټولو افغانانو الوتنې وځنډېدې.
دغه راز رویټرز د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ټرمپ حکومت د بهرنیو چارو په وزارت کې د امریکا همکارانو د کډوالو بیا مېشتیدنې مسوول دفتر هم وتړي.
ورته مهال، پيبياېس نیوز په یوه راپور کې ویلي، چې افغان اېواک بنسټ په افغانستان کې له پخوانیو جنګېدلو امریکايي سرتېرو غوښتي، چې خپل غږ پورته کړي او په کانګرېس کې له خپلو استازو سره اړیکه ونیسي، څو د ټرمپ پر ادارې فشار راوړي چې دا پرېکړه بېرته واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا حکومت د دغه هېواد پوځ د پخوانیو افغان ژباړونکو او نورو همکارانو د امریکا د لېږد بهیر د لا ډېرو امنیتي پلټنو تر وخته ځنډولی؛ خو اوس داسې لیدل کېږي، چې د ټرمپ ټیم د دغو افغان کډوالو د لېږد بشپړه لغوهکېدو ته لېواله دی.
د یادونې ده، چې یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي تېره ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ښايي متحدهایالات د هېوادونو پر بنسټ د افغان کډوالو د ځانګړو ویزو غوښتونکو په ګډون د کډوالۍ پروګرامونه ودروي.
د هغه په وینا، ټاکل شوې چې ټرمپ یو اجراییوي فرمان صادر کړي او پهکې د کورني امنیت او بهرنیو چارو له وزارتونو څخه وغواړي، څو د مارچ تر ۲۱مې د خپلو فعالیتونو په تړاو راپور وړاندې کړي.

پاکستان او اذربایجان هوکړه کړې چې د دوه اړخیزو پروژو په برخو کې خپلمنځي پانګونه تر دوه میلیارد ډالرو پورې پراخه کړي. دا پریکړه د دوشنبې په ورځ د باکو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د پاکستان د لومړي شهباز شریف او د اذربایجان د ولسمشر الهام علی یف ترمنځ په خبرو اترو کې وشوه.
د پاکستان د دولتي راډيو د رپوټ له مخې، لومړي وزیر شهباز شریف د اذربایجان د ولسمشر الهام علي یف سره په کډه خبري ناسته کې وویل، چې په پاکستان کې ټول سیاسي ګوندونه د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستۍ د لا پیاوړتیا لپاره متحد دي.
شهباز شریف وویل، د پاکستان او اذربایجان ترمنځ صمیمانه او دوستانه اړیکې باید اقتصادي ډګر ته هم وغځول شي.
شهباز شریف زیاتوي چې د خپلي منځي سوداګرۍ د زیاتولو په تړاو ننني یادښتونه او هغه تړونونه چې د روان کال د اپریل په وروستیو کې به لاسلیک شي د دواړو هېوادونو لپاره به ډیرې ښې ګټې ولري.
شهباز شریف وویل:«چې پاکستان او اذربایجان دواړه باید خپلې دفاعي اړیکې لوړې کچې ته لوړې کړي.»
د اذربایجان ولسمشر الهام علی یف وویل، چې دوی به د یوې میاشتې په اوږدو کې د نړیوال اتصال، انرژۍ، اقتصاد او کانونو سکتورونو په اړه د ټولو تړونونو د نهایی کولو په اړه بحث وکړي.
هغه وویل، چې نن موږ لس تفاهم لیکونه لاسلیک کړل چې د راتلونکې همکارۍ لپاره به یو ښه چوکاټ رامنځته کړي.
د اذربایجان ولسمشر د خبرو اترو په جریان کې وویل چې د خپلې سوداګرۍ په برخه کې زیاتوالی راولي.

د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هڅو سره هممهاله د چین ولسمشر شي جنپینګ له روسي سیال ولادیمیر پوتین سره ټلیفوني خبرو کې "بې حده شراکت" تایید کړی دی. د دواړو ولسمشرانو نننۍ خبرې پر اوکراین د روسیې د یرغل له دریمې کلیزې سره برابرې دي.
رویټرز خبري اژانس وايي، د شي جنپینګ او ولادیمیر پوتین دا خبرې په داسې مهال دي چې د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره ډونالډ ټرمپ د چټک تړون لپاره فشار زیاتوي.
د ښاغلي ټرمپ دې هڅو دا اندېښنه زیاته کړې چې واشنګټن په دغه تړون کې بریالیتوب سره د مسکو او بېجنیګ ترمنځ واټن زیاتولی او د نړۍ له دویم ستر اقتصاد سره پر سیالۍ تمرکز کولی شي.
داسې ښکاري چې د شي جنپینګ دا ټلیفون د ورته اندېښنو د لرې کولو لپاره وي، چې پکې دواړو مشرانو د مسکو او بېجنګ پر "اوږدمهالي اتحاد" ټینګار کړی چې کوم دریم لوری به یې "اغېزمن نه کړي."
د چین دولتي رسنۍ وايي، "د چین او روسیې اړیکې ځواکمنه کورنۍ محرکه قوه او بې جوړې ستراتیژیک ارزښت لري، چې نه د نورو اغېزمنول غواړي او نه هم له نورو اغېزمنېږي."
دا رسني د شي جنپینګ له قوله لیکي: "د چین او روسیې بهرنۍ پالیسۍ او د ستراتیژیو پراختیا اوږدمهالې ده. دواړه هېوادونه ښه ګاونډیان دي او سره بېلېدلی نه شي."
شي جنپینګ د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د وروستیو پرمختیاوو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې د روسیې او نورو لورو له خوا د دې کړکېچ د خمتولو لپاره د مثبتو هڅو په لیدو خوشال دی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې په ټاکنیزو هڅو کې یې د اوکراین کړکېچ د اوارولو ژمنې کولې، د کیف او اروپايي ټولنې په شاته کولو له روسیې سره تېره اونۍ خبرې وکړې.
ښاغلي ټرمپ د دې کړکېچ د پیلولو پړه هم د اوکراین پر ولسمشر ولادیمیر زلسنکي اچولې او ویلي یې دي، چې بیا ټاکنو سره دې نوموړی له واک لرې او بل چا ته دې قدرت وسپارل شي.
د ښاغلي زلنسکي بې واکه کېدل د اوکراین کړکېچ د حل لپاره د مسکو یوه مهمه غوښتنه ده.
ولادیمیر زلنسکي هم پرون ویلي که هېواد ته یې سوله راځي، نو په دې شرط له واک لرې کېږي چې اوکراین به د ناټو غړی کېږي.

د جرمني له فدرالي پارلماني ټاکنو وروسته ددغه هېواد سياسي نقشه بدله شوې، ځکه افراطي ښي اړخي ګوند اې اېف ډي پام وړ بری ترلاسه کړی، په داسې حال کې چې مرکزي کیڼ اړخی سوسیال ډیموکراټ ګوند (SPD) یوه تاریخي ماته تجربه کوي.
د جرمني د ټاکنو فدرالي مرکز خپرې شوې لومړنۍ پایلې ښیي چې مرکزي ښۍ اړخې مسیحي ډیموکراټیک اتحادیه (CDU) په ۱۶۴ څوکيو سره د بوندسټاګ تر ټولو لوی ګوند وګرځید، چې د ۲۰۲۱ کال د ټاکنو په پرتله یې ۱۲ څوکۍ زیاتې کړې. خو ترټولو هیښوونکی بری داې اېف ډي ښي اړخي ګوند دی، چې په ۱۵۲څوکيو سره چې۶۹ پکې نوې څوکۍ دي، د جرمني په سیاست کې ځان د یوه نوي ستر ځواک په توګه ثابتوي.
د سوسیال ډیموکراټ ګوند چې د صدراعظم اولاف شولڅ تر مشرۍ لاندې دی، تر ټولو خرابې پایلې تجربه کړې او یوازې ۱۲۰ څوکۍ یې وګټلې او۸۶ څوکۍ یې له لاسه ورکړې. زرغون ګوند هم درزونه ولیدل او۳۳ څوکۍ یې له لاسه ورکړې او یوازې ۸۵ څوکۍ ورپاتې شوې. په همدې حال کې، ازاد ډیموکراټیک ګوند (FDP) په۳۳ سلنه رایو سره له زوال سره مخ شوی، چې دا یې د پارلمان د راتلونکي په اړه پوښتنې راولاړوي.

د ایتلاف پېچلتیاوې
د سوسیال مسیحي ګوندونو اتحادیې (CDU/CSU) چې مشري یې مېرڅ کوي، ۲۰۸، د مېرمن الیس وایدل په مشرۍ ښي اړخي افراطي ګوند (AfD) ۱۵۲ څوکۍ، د اولاف شولڅ په مشرۍ سوسیال ډیموکراټ ګوند (SPD) ۱۲۰ څوکۍ، د روبرت هاوبیک په مشرۍ زرغون ګوند ۸۵ څوکۍ او کیڼ ګوند (Die Linke) ، چې هایدي رایخینک او یان فان اکن یې مشري کوي، ۶۴څوکۍ ګټلې دي.
د افغانستان انټرنشنل پښتو د څارونکي ټیم ارزونې ښيي، چې د ټاکنو پاشلې پایلې د جرمني د راتلونکي حکومت د جوړېدو چارې ټکنۍ او سختوي.
د ټاکنو پایلو ته په کتو داسې ښکاري چې د سوسیال مسیحي ګوندونو اتحادیه او سوسیال ډیموکراټ ګوند به ګډ حکومت جوړ کړي، ځکه له زرغون ګوندسره ایتلاف د اکثریت د ترلاسه کولو لپاره کافي نه دی. فریدریښ مېرڅ له اې اېف ډي سره د هر ډول همکارۍ امکان رد کړی. د اې ایف ډي مشرې الیس وایدل پر مېرڅ له نیوکو سره سره، چې ددوی انتخاباتي شعارونه یې کاپي کړل، ایتلافي حکومت ته چمتووالی ښودلی.
فریدریښ مېرڅ اوس د جرمني راتلونکی صدراعظم ګڼل کېږي، خو اولاف شولڅ به د نوي حکومت تر جوړېدو پورې په خپل موقف پاتې شي. مېرڅ اعلان کړی چې غواړي تر اپرېل میاشتې پورې نوی حکومت جوړ کړي.

د ۲۰۲۵ ټاکنو له مخې، د بوندستاګ له ټولو ۶۳۰څوکيو څخه د حکومت جوړولو لپاره ۳۱۶ څوکیو ته اړتیا ده. سوسیاال مسیحي دیموکراتان ۲۰۸ څوکۍ لري، په داسې حال کې چې سوسیال ډیموکراټ ګوند ۱۲۱ څوکۍ ترلاسه کړې دي. دا ترکیب اکثریت ته رسېږي، خو د سوسیال مسیحي ډیموکراټانو او زرغون ګوند یوځای کېدل ممکن نه دي، ځکه زرغون ګوند یوازې ۸۵څوکۍ لري.
د جرمني د پارلمان د اصلاحاتو له امله، د بونډسټاګ کچه اوس ۶۳۰ څوکيو ته راکمه شوې، چې له پخواني جوړښت څخه ۱۰۰ څوکۍ کمې دي. دا بدلون د اضافي څوکيو او جبراني استازو د لرې کولو له لارې ترسره شوی، چې پخوا د پارلمان د لویوالي لامل ګرځېده. له دې وروسته یوازې هغه نوماندان پارلمان ته داخليدای شي، چې ګوند یې د دویمې رایې (Zweitstimme) له مخې کافي ملاتړ ترلاسه کړی وي.
د سوسیال مسیحي ډیموکرات اتحادیې مشر فریدریښ مېرڅ پرون په یوه بحث کې وویل، چې غواړي یوازې له یوه ګوند سره ایتلاف وکړي، خو که سوسیال ډیموکراټ ګوند ایتلاف ته چمتو نه شي، د رایو پاشلتیا ته په پام دوه ګوندیز ایتلاف ممکن نه دی او د تېر په څېر به یو درې ګوندیز ایتلاف جوړیږي. که مېرڅ پر خپله خبره دریږي او درې ګوندي ایتلاف نه کوي او له اې ایف ډي سره هم ایتلاف ته زړه نه ښه کوي، بیا اړ دي چې له سره ټاکنې وکړي.
د ښي اړخو را اوچتېدل
د جرمني ټاکنو کې ۸۲،۵ سلنه ګډون ثبت شوی، چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله ۶،۲ سلنه زیاتوالی ښیي.
د اې اېف ډي پیاوړی ر ول دا ښکارندويي کوي چې د دودیزو ګوندونو له غبرګونونو سره سره پرمخ روان دی، په ځانګړې توګه په ختیز جرمني کې، چېرې چې د دغه ګوند پاپولیسټ، کډوالۍ ضد پروګرامونه په دوامداره توګه ملاتړ ترلاسه کوي.

د ۲۰۲۵کال انتخاباتو پایلې په مختلفو ختیزو ایالتونو کې د رایو نوې لارې په ګوته کوي، چیرې چې اې ایف ډي پام وړ نفوذ کړی، په داسې حال کې چې دودیز ګوندونه لکه اېس پي ډي او اېف ډي پي له درنو زیانونو سره مخامخ شوي.
په تورینګن کې، اې ایف ډي په لومړیو رایو کې ۳۸.۷ سلنه ترلاسه کړې، چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله ۱۵سلنه زیاتوالی ښیي. په دویمو رایو کې هم دغه ګوند بریا ترلاسه کړې، چې ۳۸.۶سلنه یې ترلاسه کړې او ۱۴.۶ سلنه زیاتوالی ښیي. په دې سیمه کې د اې ایف ډي بریا د ختیز جرمني په سابقه کې د دوی د اغیز پراختیا څرګندوي.
په تورینګن کې، چې په تاریخي لحاظ د اېس پي ډي ګوند قوي مرکز ګڼل کېده، د اېس پي ډي لپاره دا ټاکنې ویروونکې وې، ځکه په لومړیو رایو کې یې یوازې ۱۰.۰سلنه ترلاسه کړې، چې ۱۳.۷سلنه کمښت ښيي. په دویمو رایو کې یې یوازې ۸.۸سلنه ترلاسه کړې، چې ۱۴.۷ سلنه کمښت ښیي.
سي ډي یو دلته په لومړیو رایو کې ۲۰.۶ سلنه ترلاسه کړې، چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله یوازې لږ ۰.۳ سلنه کمې وې. مګر په دویمو رایو کې دوی په۱۸.۶ سلنه په ښه ځای کې دي.
په بل اړخ کې، دي لېنکه ګوند په تورینګن کې یوڅه نفود وموند، چې په لومړیو رایو کې یې ۱۵.۹ سلنه او په دویمو رایو کې ۱۵.۲ سلنه ترلاسه کړې، چې ۳.۷ سلنه زیاتوالی ښیي.
د سوسیال ډیموکراتانو ماتې
په نورو فدرالي ایالتونو لکه زارلنډ، زاکسن انهالت او شلیسویګ هولشټاین کې هم ورته تمایلات څرګند شول. اې اېف ډې په دغو ایالتونو کې هم پاموړ رایې ترلاسه کړې دي.
په زارلنډ کې داېس پي ډي په لومړیو او دویمو رایو کې پام وړ کموالی راغلی، په داسې حال کې چې اې ایف ډي په دویمو رایو کې ۲۱.۶ سلنه ترلاسه کړې، چې پام وړ زیاتوالی ښيي. په زاکسن انهالت او شلیسویګ هولشټاین کې هم د اې ایف ډي قوي وده لیدل شوې، په داسې حال کې چې اېس پي ډي اواېف ډي پي له درنو زیانونو سره مخ شوي دي.
زرغون ګوند، چې په ملي کچه یې پام وړ شهرت ترلاسه کړی، په ځینو ایالتونو کې پام وړ کمې رایې ترلاسه کړې، لکه تورینګن او زارلنډ کې، خو په ځینو نورو سیمو کې یې ښې رایې ترلاسه کړې دي.
مسیحي دیموکراتیکه اتحادیه د بادن وورتمبرګ تر ټولو ځواکمن ګوند ثابت شوی، چې د لومړنیو رایو ۳۶.۰ سلنه او د دویمو رایو ۳۱.۶ سلنه یې تر لاسه کړې او دا د ۲۰۲۱ کال انتخاباتو په پرتله لوی پرمختګ ښیي. اې اېف ډي هم دلته لس سلنه پرمختګ کړی، او ۱۹.۴ سلنه لومړنۍ رایې او ۱۹.۸ سلنه دویمې رایې لري.
له بلې خوا سوسیال ډیموکراتیک ګوند یا ایس پي ډي او زرغون ګوند زیانونه ولیدل. داېس پي ډي لومړنۍ رایې ۱۵.۸ سلنه او دویمې رایې ۱۴.۲ سلنه ته راټیټې شوې، په داسې حال کې چې زرغون۱۴.۰ سلنه او ۱۳.۶ سلنه ترلاسه کړې.
په بادن وورتمبرګ کې د رایه اچوونکو ګډون ۸۳.۴ سلنه و، چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله ۵.۶ سلنه زیاتوالی ښیي.
په بایرین ایالت کې د سیمې دودیز ګوند مسیحي سوسیال اتحادیې خپل واک ټینګ کړی او د لومړنیو رایو ۴۱.۲ سلنه او د دویمو رایو ۳۷.۲سلنه یې تر لاسه کړې، چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله لوی زیاتوالی ښیي.
اې اېف ډي هم په بایرن کې ۹ سلنه پرمختګ کړی، چې د لومړنیو رایو ۱۷.۴ سلنه او د دویمو رایو ۱۹ سلنه برخه ښيي.

دلته اېس پي ډي خورا ستر زیان ولید، چې د لومړنیو رایو سلنه یې۱۲.۸او د دویمو رایو سلنه یې۱۱.۶ته راټیټه شوې.
کیڼ ګوند (Die Linke) د برلین په سیاسي ډګر کې تر ټولو مخکښ ګوند ثابت شوی، چې د لومړنیو رایو ۲۱.۸ سلنه او د دویمو رایو ۱۹.۹ سلنه یې ترلاسه کړې، چې د ۲۰۲۱ کال انتخاباتو په پرتله د پام وړ پرمختګ ښیي.اې اېف ډي هم دلته پرمختګ وکړ، چې د لومړنیو رایو ۱۵.۲ سلنې ته ورسېد.
په برانډنبرګ کې اې اېف ډي په ۲۰۲۵ کال کې د لومړنیو رایو ۳۴.۵ سلنه او د دویمو رایو ۳۲.۵ سلنه ترلاسه کړې، چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله ستره بریا ده. ایس پي ډي دلته د لومړنیو رایو له مخې۲۰.۵ سلنې او د دویمو رایو له مخې۱۴.۸سلنې ته راټیټ شوی.
اېس پي ډي په بریمن کې هم پام وړ زیان لیدلی دی، چې د لومړنیو رایو له مخې۲۷.۵ سلنه(-۵.۷ سلنه) او د دویمو رایو له مخې۲۳.۱ سلنه(-۸.۳ سلنه) ته راټیټ شوی دی. له دې سره سره، ایس پي ډي لا هم په دغه ایالت کې تر ټولو ځواکمن ګوند دی.اې اېف ډي دلته پام وړ نفوذ کړی، چې د لومړنیو رایو له مخې۱۵.۲ سلنه (+۸.۶ سلنه) او د دویمو رایو له مخې ۱۵.۱ سلنه (+۸.۲ سلنه) ډېروالی ښيي.
اېس پي ډي لا هم په هامبورګ کې تر ټولو ځواکمن ګوند پاتې دی، خو په ۲۰۲۵ کال بونډسټاګ انتخاباتو کې یې پام وړ زیان ولید.
په هیسن کې مسیحي ډیموکراتیک اتحادیه (CDU) په ښه ځای کې ده، په لومړنیو او دویمو رایو کې یې ښې رایې ترلاسه کړې. په ورته وخت کې اېس پي ډي او زرغون ګوندونو پام وړ زیانونه لیدلي او اې اېف ډي د پراختیا شاهد دی. اې اېف ډي د میکلنبورګ-فورپومرن د ټولو رایو تر ټولو لویه برخه ترلاسه کړې.
نیدرزاکسن د سیاسي منظرې د پام وړ بدلون شاهد و. سي ډي یو دلته پرمختګ کړی او ایس پي ډي زیانمن شوی. په زاکسن انهالټ کې اې اېف ډي د لوی ګوند په توګه راڅرګند شوی، په داسې حال کې چې اېس پي ډي له پام وړ کمښت سره مخ دی.اې اېف ډي د لومړنیو رایو ۳۸.۸سلنه (+۱۸.۶ سلنه) او د دویمو رایو ۳۷.۱ سلنه (+۱۷.۵ سلنه) برخه ترلاسه کړې.
