رویټرز خبري اژانس وايي، د شي جنپینګ او ولادیمیر پوتین دا خبرې په داسې مهال دي چې د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره ډونالډ ټرمپ د چټک تړون لپاره فشار زیاتوي.
د ښاغلي ټرمپ دې هڅو دا اندېښنه زیاته کړې چې واشنګټن په دغه تړون کې بریالیتوب سره د مسکو او بېجنیګ ترمنځ واټن زیاتولی او د نړۍ له دویم ستر اقتصاد سره پر سیالۍ تمرکز کولی شي.
داسې ښکاري چې د شي جنپینګ دا ټلیفون د ورته اندېښنو د لرې کولو لپاره وي، چې پکې دواړو مشرانو د مسکو او بېجنګ پر "اوږدمهالي اتحاد" ټینګار کړی چې کوم دریم لوری به یې "اغېزمن نه کړي."
د چین دولتي رسنۍ وايي، "د چین او روسیې اړیکې ځواکمنه کورنۍ محرکه قوه او بې جوړې ستراتیژیک ارزښت لري، چې نه د نورو اغېزمنول غواړي او نه هم له نورو اغېزمنېږي."
دا رسني د شي جنپینګ له قوله لیکي: "د چین او روسیې بهرنۍ پالیسۍ او د ستراتیژیو پراختیا اوږدمهالې ده. دواړه هېوادونه ښه ګاونډیان دي او سره بېلېدلی نه شي."
شي جنپینګ د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د وروستیو پرمختیاوو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې د روسیې او نورو لورو له خوا د دې کړکېچ د خمتولو لپاره د مثبتو هڅو په لیدو خوشال دی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې په ټاکنیزو هڅو کې یې د اوکراین کړکېچ د اوارولو ژمنې کولې، د کیف او اروپايي ټولنې په شاته کولو له روسیې سره تېره اونۍ خبرې وکړې.
ښاغلي ټرمپ د دې کړکېچ د پیلولو پړه هم د اوکراین پر ولسمشر ولادیمیر زلسنکي اچولې او ویلي یې دي، چې بیا ټاکنو سره دې نوموړی له واک لرې او بل چا ته دې قدرت وسپارل شي.
د ښاغلي زلنسکي بې واکه کېدل د اوکراین کړکېچ د حل لپاره د مسکو یوه مهمه غوښتنه ده.
ولادیمیر زلنسکي هم پرون ویلي که هېواد ته یې سوله راځي، نو په دې شرط له واک لرې کېږي چې اوکراین به د ناټو غړی کېږي.