د کانګو لومړۍ وزیره: کانګو کې له جنورۍ میاشتې راهیسې، جګړو کې شاوخوا ۷‌ زره کسان وژل شوي

د کانګو د ډیموکراټیک جمهوریت لومړۍ وزیرې د دوشنبې په ورځ په جینیوا کې د بشري حقونو شورا د لوړې کچې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، چې له جنورۍ میاشتې راهیسې شاوخوا ۷۰۰۰ کسان د دغه هېواد په ختیځ کې په جګړو کې وژل شوي دي.