په ټایلنډ کې د بس اوښتو پېښه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شوي دي

د چهارشنبې په ورځ په ختیځ ټایلنډ کې د یوه بس اوښتو پېښه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شوي او ۲۳ نور ټپیان دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه بس هغه مهال واوښت کله یې، چې بریکونه له کاره ولوېدل.