• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اوکراین ولسمشر وايي له امریکا سره د کانونو پر تړون هوکړه شوې

۸ کب ۱۴۰۳ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۵، ۱۵:۵۹ GMT+۰

اوکراین د چارشنبې په ورځ وویل، چې امریکا ته د ولادیمیر زیلینسکي له سفر مخکې، واشنګټن ته د دغه هېواد د ځینو کاني سرچینو د عایداتو سپارلو «لومړنۍ» موافقې ته رسیدلي دي.

دا تړون د اوکراین لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قوي ملاتړ ډاډمن کېدو لپاره مهم دی، ځکه ټرمپ په ​​اوکراین کې د روسیې د جګړې د ژر پای ته رسولو په لټه کې دی.

د امریکا او روسیې خبرې به، چې تر دې دمه یې کیېف له دې موضوع څخه ایستلی، د پنجشنبې په ورځ پیل شي.

زیلینسکي د یاد تړون په اړه یوې خبري ناستې ته وویل:«زما لپاره اصلي خبره دا ده چې موږ پوروړي نه یو. په تړون کې نه ۵۰۰ ملیارد ډالر، نه ۳۵۰ او نه هم ۱۰۰ میلیارد ډالر پور شته، ځکه دا به غیر عادلانه وای.»

ټرمپ دا تړون د جګړې پر مهال کیېف ته د ملیاردونو ډالرو مرستې د بیرته ورکولو په توګه یاد کړی دی، خو زیلینسکي د کانونو د حقونو په بدل کې د امنیتي تضمینونو غوښتنه کړې وه، خو دا لا څرګنده نه ده چې ایا دا غوښتنې شوې او که نه.

زیلینسکي وايي:«دا تړون له امریکا سره زموږ د لویو تړونونو یوه برخه ده. دا تړون د راتلونکو امنیتي تضمینونو برخه کیدای شي ... تړون، تړون دی. دا تړون کېدای شي لویه بریا وي یا کېدای شي په خاموشۍ سره تصویب شي، لویه بریا له ولسمشر ټرمپ سره زموږ خبرو پورې اړه لري.»

د اوکراین لومړی وزیر ډینیس شمیحال وايي، چې د وروستي شوي تړون له مخې د امنیتي تضمینونو ترلاسه کولو لپاره به واشنګټن د اوکراین د هڅو ملاتړ ته ژمن وي، خو امریکایانو پخپله د امنیت ژمنې نه دي وړاندې کړې.

د تړون یوه کاپي چې رویټرز لیدلې پکې ویل شوي:«د امریکا حکومت د اوکراین د هغو هڅو ملاتړ کوي چې د تلپاتې سولې د رامنځته کولو لپاره اړین امنیتي تضمینونه ترلاسه کړي.»

شمیال په ټلویزیوني تبصرو کې د تړون په اړه ویلي، چې کیېف به له ټولو اړوندو دولتي طبیعي زیرمو او شتمنیو څخه د ترلاسه شويو ټولو عوایدو ۵۰ سلنه خوندي کړي.

د نوموړي په وینا، دا پيسې به د امریکا او اوکراين تر ګډ کنټرول لاندې صندوق ته لاړې شي او زياته يې کړه چې د صندوق د کنټرول په اړه هيڅ پرېکړه د کيېف له موافقې پرته نشي کېدای.

سره له دې چې د اوکراین د کانونو د تړون په اړه بحثونه روان دي، واشنګټن او مسکو دوه اړخیزې خبرې اترې پیلوي.

پر همدغه مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، چې د پنجشنبې په ورځ په استانبول کې خبرې اترې به د دوه اړخیزو شخړو د حل په اړه وي او د دواړو لوریو ترمنځ د دغو خبرو اترو یوه برخه به د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه وي.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ تېره ورځ خبریالانو ته وویل، چې زیلینسکي غواړي د جمعې په ورځ واشنګټن ته ورشي څو یو «ډېر لوی تړون» لاسلیک کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د جرمني واکمن ګوند د ټاکنو له بریالي ګوند سره پر ایتلافي حکومت خبرې پیلوي

۸ کب ۱۴۰۳ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۴۸ GMT+۰

د جرمني سوسیال دیموکرات ګوند (SPD) د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی به د فریدریښ مېرڅ په مشرۍ محافظه‌کار ګوند سره د احتمالي ائتلاف لپاره خبرې پیل کړي، خو ټینګار یې وکړ چې د دوی ملاتړ به اتومات نه وي.

دسوسیال دیموکرات ګوند غړو په ټاکنو کې له بدو پایلو وروسته د خپل نوي پارلماني رییس لارس کلینګبایل د ټاکلو لپاره غونډه وکړه.

تراوسه روښانه نه ده، چې ایس پي ډي واکمن ګوند به له سوسیال مسیحي ډیموکراټ اتحادیې سره په کومو شرایطو ایتلاف کوي، خو داسې ښکاري چې ګټیالی ګوند له دې پرته بل غوره انتخاب نه لري.

پانګوال دا څاري چې ایس پي ډي به د حکومت جوړولو لپاره د کومو شرطونو غوښتنه وکړي، او ایا ګوندونه به د دفاعي بودجې د زیاتوالي او پور اخیستلو محدودیت د نرمولو په تړاو یوه توافق ته ورسېږي که نه.

اقتصادپوهان او پانګوال د دې غوښتنه کوي چې د پور محدودیت کمزوری شي، څو د اروپا تر ټولو لوی اقتصاد له اقتصادي کمزورتیا راووځي.

د پارلمان شمېرې ښيي چې ایس پي ډي تر ټولو مهم متحد دی، چې کولی شي د مېرڅ له محافظه‌کار ګوند سره ائتلاف جوړ کړي خو د دواړو ګوندونو تر منځ د ټاکنیزو سیالیو له کبله اختلافات زیات شوي دي.

کلینګبایل وویل، چې دوی چمتو دي ژر تر ژره خبرې پیل کړي او د ملي امنیت، کار او ټولنیزو خدمتونو په اړه بحث وکړي، خو ټینګار یې وکړ چې مېرڅ باید تضمین ورکړي چې مذاکرات به موثر وي.

هغه زیاته کړه، « موږ د خپلو پوځیانو د پیاوړتیا غوښتونکي یو. موږ غواړو په هیواد کې د پانګونې اندازه زیاته شي، ځکه چې اوسنی وضعیت بسنه نه کوي».

مېرڅ د ټاکنو پر مهال یوازې ۲۸.۵ سلنه رایې ترلاسه کړې، چې دا د هغه لپاره یو ضعیف اکثریت بلل کېږي.

د افراطي ښی او کیڼ اړخو ګوندونو د رایو زیاتوالي د نوي حکومت جوړول لا سخت کړي دي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، د عامه افکارو سروې ښيي، چې ۴۹ سلنه جرمنیان د پور محدودیت نرمول غواړي، په داسې حال کې چې یوازې ۲۸ سلنه خلک د دې مخالف دي.

مېرڅ لا دمخه د پور محدودیت د بدلون احتمال رد کړی او ویلي یې دي چې د دفاعي بودجې لپاره د میلیاردونو یورو ځانګړې بودیجه برابرول «سخت » دي.

ټرمپ د امریکا د اقامې ۵ میلیون ډالري «طلايي کارتونه» اعلان کړل

۸ کب ۱۴۰۳ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۳۷ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوي زرین «ګولډن کارت»اقامې د پلور پلانونه اعلان کړل، چې بیه به یې ۵ میلیونه ډالر وي.

ټرمپ وویل چې د دې لوړبیې اقامې خرڅلاو به د کارونو فرصتونه برابر کړي او د امریکا ملي پور به کم کړي.

ټرمپ د سپینې ماڼۍ په اوول خونه کې خبریالانو ته وویل، « موږ د پلور لپاره طلایي کارت لرو. تاسې ګرین کارډ لرئ، دا ګولډن کارډ دی. موږ به پر دې کارت ۵ میلیونه ډالر قیمت کېږدو».

ټرمپ، چې د خپل دویمې دورې په لومړیتوبونو کې یې د میلیونونو ناقانونه کډوالو ایستل اعلان کړي، وویل چې نوی کارت به د امریکا تابعیت ته د رسیدو لاره وي.

هغه وویل، « ډېر خلک غواړي زموږ هېواد ته راشي او دوی به دلته کار وکړای شي، دندې رامنځته کړي او شرکتونه جوړ کړي، دا به د شتمنو خلکو لپاره وي».

ټرمپ زیاته کړه چې د کارت خرڅلاو به په شاوخوا دوو اونیو کې پیل شي.

هغه زیاته کړه، « موږ ښایي تر یو میلیون پورې کارتونه وپلورو. موږ یې ټول حقوقي اړخونه برابر کړي دي».

ټرمپ، چې د خپل کاروباري ژوند په اوږدو کې یې هوټلونه جوړ کړي، وویل چې ټول غوښتونکي به جدي ارزول کېږي.

خو کله چې ترې وپوښتل شول روسي شتمن کسان هم کولای شي دا کارت واخلي، هغه یې امکان رد نه کړ: «امکان لري. زه ځینې روسي اولیګارشان پېژنم چې ډېر ښه خلک دي. امکان لري». ټرمپ وویل، « هغوی اوس دومره شتمن نه دي لکه پخوا، خو زه فکر کوم چې دا ۵ میلیونه ډالر به ورکړای شي».

یوشمېر روسي اولیګارشان د اوکراین جګړې له امله د لویدیځ له بندیزونو سره مخ دي.

د امریکا د سوداګرۍ وزیر هاورډ لټنیک، چې د ټرمپ تر څنګ ولاړ و، وویل: « موږ کولای شو چې دا پیسې د ملي پور د کمولو لپاره وکاروو».

ټرمپ، چې د برانډ جوړولو سابقه لري، حتا وړاندیز وکړ چې نوی کارت ممکن د ده په نوم هم ونومول شي.

هغه زیاته کړه، « یو چا راته وویل، چې ایا موږ کولی شو دې ته د ټرمپ طلایي کارت ووایو؟ ما ورته وویل، که مرسته کوي، نو د ټرمپ نوم پرې کېږدئ».

د کریملین ویاند: روسیه او امریکا د نورو خبرو لپاره تیاری نیسي

۸ کب ۱۴۰۳ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۲۴ GMT+۰

کریملین د چارشنبې په ورځ وویل چې د تېرې اونۍ د جګپوړو چارواکو د لیدنې او د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د ټیلیفوني خبرو اترو د دوام لپاره د کارپوهانو کچې خبرو اترو لپاره چمتووالی روان دی.

د کریملین ویاند دیمیتري پېسکوف یو ځل بیا تایید کړه چې د ټرمپ او پوتین ترمنځ د حضوري ملاقات لپاره تفاهم شته، خو تر اوسه د دې لیدنې د ځای او وخت په اړه جزئیات نشته.

هغه وویل چې که اړتیا وه دواړه مشران بیا هم د ټلیفون له لارې خبرې کولی شي، خو دا مهال داسې کوم پلان نشته.

هغه وویل، « اړیکې د بهرنیو چارو وزارتونو له لارې د کارپوهانو په کچه چمتو کېږي».

ټرمپ هیله ښودلې چې ژر تر ژره د روسیې او اوکراین ترمنځ اوربند ته لاره هواره کړي.

د هغه چټک اقدامات، چې د جوبایډن د پخوانۍ ادارې پالیسي بېرته بدلوي، د کیېف او د هغه د اروپایي متحدانو اندېښنې راپارولې چې دوی به له پامه وغورځول شي.

پوتین ویلې دي چې د امریکا او روسیې لومړنۍ خبرې به د مسکو او واشنګټن ترمنځ د باور پر بیا رغولو متمرکزې وي.

پېسکوف د امریکا او اوکراین ترمنځ د کاني توکو د احتمالي تړون په اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه، خو د جمعې په ورځ له ټرمپ سره د اوکراین د ولسمشر لیدنې ته په اشاره یې وویل، « ایا دا به د یاد شوي تړون د لاسلیک لپاره وي، یا د بل څه لپاره، دا به وروسته معلومه شي. تر اوسه په دې اړه رسمي اعلامیه نشته».

یوې سرچینې چې د تړون د مسودې له محتوا سره اشنا ده، رویټرز ته ویلي چې د امریکا له لوري د امنیتي تضمینونو یا د وسلو د دوامداره بهیر یادونه پکې نه ده شوې، بلکې یوازې دا وایي چې متحده ایالات غواړي اوکراین « ازاد، خپلواک او خوندي» وي.

د اسراییل نوی شرط: د فلسطیني بندیانو د خوشې کولو لپاره ۴ جسدونه پرته له مراسمو راوسپارئ

۸ کب ۱۴۰۳ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۹:۴۴ GMT+۰

وای نېټ خبري اژانس د یوه اسراییلي چارواکي له حوالې ویلي، اسراییل هغو هېوادونو ته چې له حماس سره د اوربند په تړون کې منځګړیتوب کوي ویلي چې دوی به د شنبې په ورځ ۶۰۲ فلسطیني بندیان خوشې کړي؛ خو د بندیانو د خوشې کولو لپاره یې شرط اېښی.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې اسراییل له حماس غوښتي، چې د اسراییلي یرغمل شویو کسانو جسدونه دې له مراسمو پرته وروسپاري او د پخوا په څېر دې د تابوتونو سره مراسم نه ترسره کوي.

حماس تېره ورځ د اسراییلي ماشوم کیفر بیباس او د هغه د څلور کلن ورور ایریل بیباس مړي سره صلیب ته وسپارل.

دغه دوه ماشومان تر ټولو کوچني یرغمل شوي کسان وو، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مې د حماس په برید کې له اسراییل وتښتول شول.

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ته د جسدونو د سپارلو مراسم داسې وو، چې د یرغمل شویو ماشومانو عکسونو سره څلور تور تابوتونه اېښودل شوي وو.

د دغه جسدونو تر شا پر دېوال یو پوسټر لګېدلی و چې په کې لیکل شوي و:« جګړې ته راستنېدل د خپلو بندیانو تابوتونو ته د بېرته راستنېدو سره برابر دي، چې د اوسني اوربند کمزورتیا او د بلې جګړې احتمال په ګوته کوي.»

د جسدونو له سپارلو وروسته په اسراییل کې د نتنیاهو په کورنۍ نیوکې زیاتې شوې، د هغه د ټلوالې افراطي غړو د اوربند له هوکړې سره مخالفت وکړ او دغه کار یې حماس ته د یو ډول امتیاز ورکول یاد کړي دي.

اسراییل هم د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دوی به د راتلونکې شنبې په ورځ د اسراییلي یرغمل شویو په بدل کې د سلګونو فلسطیني بندیانو خوشې کول تر هغه وځنډوي؛ څو چې د راتلونکو یرغمل شویو خوشې کول نه وي تضمین شوي.

بلخوا حماس اعلان کړی، چې د اوربند د لومړي پړاو په بشپړولو سره به راتلونکې اونۍ د څلورو اسراییلي وګړو جسدونه وسپاري.

له دې وروسته به تر ۶۰ زیات یرغمل شوي د حماس په ولکه کې پاتې شي، چې نیمایي یې ژوندي دي.

دا لا څرګنده نه ده، چې ایا دغه ډله به له مراسمو پرته د مړو د ژر سپارلو لپاره د اسراییل شرط ومني که نه؟

دغې ډلې تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، تر هغو به د هوکړې پر دویم پړاو خبرې ونه کړي؛ څو چې اسراییل خپلې ژمنې نه وي پوره کړې او فلسطینیان یې نه وي خوشې کړي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د سیمې لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیو وېټکالف د یکشنبې په ورځ وویل چې واشنګټن تمه لري په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند دویم پړاو پیل شي.

پاکستان د بنسټپالنې او تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره نوې تګلاره وړاندې کړې

۸ کب ۱۴۰۳ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۲۵ GMT+۰

الجزیرې په یوه مطلب کې لیکلي، چې پاکستان له «بنسټپالنې او تاوتریخوالي» سره د مبارزې لپاره یوه نوې تګلاره وړاندې کړې، چې هدف یې د احتمالي وسیلو په کارولو سره د بنسټپالنې او تاوتریخوالي ډېرېدو په وړاندې مبارزه بلل شوې ده.

دغه تګلاره، چې په پوځي تاکتیکونو سربېره، د ښوونځیو په نصاب کې بدلون او د ټولنیزو رسنیو په کنټرول راڅرخي، داسې مهال را وړاندې کېږي، چې په پاکستان کې تاوتریخوالی او وژونکي وسله وال بریدونه مخ پر زیاتېدو دي.

د یادې تګلارې لومړی ګام، «بیا کتنه» ده چې د تعلمي نصاب اصلاح، د ځوانانو او نفوذ لرونکو لکه ښوونکو او مذهبي مشرانو ښکیلول، چې په ټولنیزو رسنیو کې د بنسټپالنې او افراطیت پر ضد ملي روایت غښتلی کړي.

په اسلام اباد کې د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز ویلي، ۲۰۲۴ کال په نږدې یوه لسیزه کې د پاکستان لپاره ترټولو خونړی کال و.

د دغه مرکز شمېرې ښيي، چې ۲۰۲۴کال پاکستان کې په بریدونو کې ۲۵۲۶ کسان وژل شوي، چې شاوخوا ۷۰۰یې امنیتي ځواکونه، تر ۹۰۰ ډیر ملکي وګړي او شاوخوا ۹۰۰ وسله وال شامل دي.

یاد څېړنیز مرکز زیاتوي، چې د دغو بریدونو ډیره برخه د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي له‌خوا ترسره شوي.

د پاکستان د ملي پراختیا او څېړنو مرکز یو غړی، ډاکټر دایب ګیلاني، الجزیرې تلویزون ته ویلي، چې پاکستان دغې تګلاره ته ورته ډیر نور چوکاټونه هم تر دې وړاندې رامنځته کړي وو، خو په دغې نوې تګلاره کې بدلون دا دی، چې په ټولنه کې د بنسټپالنې او تاوتریخوالي پر ضد مبارزه کوي، ترڅو د افراطیت د زیاتوالي مخه ونیسي.

ښاغلي ګیلاني، الجزیرې سره په یوه وروستۍ مرکه کې ویلي:«د ترهګرۍ پر وړاندې تش په نامه جګړې موږ ته دا ښودلې، چې یوازې پوځي عملیات دوامداره تګلاره نه ده، او دا لنډمهاله لاسته راوړنې دي.»

ښاغلی ګیلاني وایي، چې د بنسټپالنې او افراطیت پر ضد ملي پالیسي په ۲۰۱۹ کال کې چمتو شوې وه، خو په هېواد کې سیاسي بې ثباتي د دې لامل شوه، چې تر۲۰۲۴ کال پورې یاده پالیسي وځنډوي، او په تېر ډیسمبر کې د لومړي وزیر شهباز شریف کابینې تصویب کړه.

ډیری د سیاسي چارو شنوونکي وایي، د پاکستان د دې تګلارې جزیات خورا ګټور دي،خو د پوځ د مشرتابه د امر لاندې پلي کول به یې ستونزمن وي.

کارپوهان په دې باور دي، چې د بنسټپالنې او ترهګرۍ ضد تګلاره، لکه څنګه چې ښکاري یو نوی پلان دی، خو په حقیقت کې دا د تېرو تګلارو د دوام یوه لړۍ ده.