په فراه ولایت کې د یوه ماین په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او یو ټپي دی

په فراه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، چې د دغه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او یو بل ژوبل دی.

په فراه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، چې د دغه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او یو بل ژوبل دی.
دغه ریاست پر اېکس پاڼه کاږلي، د ګلستان ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال عزیزاحمد سیرت ویلي چې دغه پېښه تېره ورځ تر غرمې وړاندې پر ۱۱ بجو د ګلستان ولسوالۍ په دهک کلي کې د یوه پخواني ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
نوموړي زياته کړې، دغه ماین د یوه کور دننه له تېرو جګړو پاتې و چې تېره ورځ یې چاودنه وکړه.
ښاغلي سیرت دارنګه ویلي، چې د دغه ماین په چاودنه کې ۳ ګاوندي کورونه هم ويجاړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» (د سلواغې په ۱۵مه نېټه) ویلي و، چې افغانستان لاهم په چاودېدونکو توکو ککړ هېواد دی او له ۳.۳ مېلیون څخه ډېر خلک د ګواښونکو سیمو په یو کیلومترۍ کې مېشت دي.
اوچا پر اېکس پاڼه کاږلي، چې ناچاوده توکي هره میاشت له ۵۵ کسانو ژوند اخلي او یا یې هم ټپیانوي.
د اوچا په خبره، د دغو قربانیانو ۸۰ سلنه یې ماشومان دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف بیا وایي، چې په تېر ۲۰۲۴ کال کې له ۵۰۰ څخه ډېر ماشومان د ناچاودو وسلو یا د جګړې د پاتې شونو ناچاوده توکو د چاودلو له امله وژل شوي او یا هم سخت ټپیان شوي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپانه کې ویلي، چې د یاد وزارت وزیر مولوي نور جلال جلالي په افغانستان کې د چین له سفیر ژاو شېنګ سره کتلي. خبرپاڼه زیاتوي، چې طالبانو د چین له سفیر څخه په روغتیايي برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د چین له سفیر سره په دې لیدنه کې د کندهار میرویس سیمهییز روغتون ودانۍ د بیا رغونې، د خدمتونو پراختیا، سنتي طب او راډیولوژي برخو کې د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د ساري ناروغیو پېښو ته د رسېدنې په موخه د وسایلو، درملو او واکسینو په برابرولو خبرې اترې شوې دي.
بلخوا په افانستان کې د چین سفارت هم په خپله ویبپاڼه دا خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چې چین به له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
دغه لیدنه په داسې حال کې کېږي، چې د افغانستان روغتیایي وضعیت په ورستیو کلونو کې د جګړو، اقتصادي بحران او د طبیعي منابعو د کمښت له امله له جدي ستونزو سره مخ دی.
د روان کال په پیل کې د روغتيا نړیوال سازمان ویلي وو، چې په افغانستان کې د طالبانو بیا ځلې واکمنېدو سره د دغه هېواد روغتيايي نظام له جدي ننګونو سره مخ دی.
د روغتیا نړيوال سازمان يې لامل د بهرنیو بسپنو او مرستو درېدل بللي وو. دغه سازمان ويلي وو، چې هغه سیستم چې په ټول هېواد کې مېلیونونو وګړو ته روغتيايي خدمتونه برابروي، کارکوونکي يې په میاشتو د معاش له نشتوالي ځورېدلي او روغتيايي بنسټونه د درملو، تېلو او خوړو له کمبود سره مخ شوي.
څه موده وړاندې د لانسېټ معتبرې روغتیايي خپرنۍ هم په یوه راپور کې ویلي وو، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې له روغتيايي سکتور سره په کېدونکو مرستو کې ځنډ په تېرو دوو لسیزو کې د روغتیا په برخه کې لاسته راوړنې د له منځه تګ له ګواښ سره مخ کړې.

په هلمند ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خبر ورکړی، چې په هلمند کې د سېلابونو له امله شپږ تنه مړه شوي او لس نور ټپیان دي. دغه ریاست ویلي، چې په مړو شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د دغه ریاست د مالوماتو له مخې، دغه سېلابونه په مرکز لښکرګاه، ګرشک، سنګین، موسی کلا، نوزاد او باباجي ولسوالیو کې راوتلي دي.
دغه ریاست زیاته کړې، چې تر شلو ډېرې کورنۍ د سېلابونو د ګواښ له امله خوندي ځای ته لېږدول شوې دي.
ځایي خلک بیا وایي، ښایي د دغو سېلابونو له امله د مرګژوبلې شمېره لوړه شي.
له بل پلوه د کندهار ځایي خلک وایي، چې په شاولیکوټ ولسوالۍ کې یو موټر اوبو وړی چې په کې سپاره دوه کسان مړه شوي دي.
له دغې پېښې وروسته په کندهار کې د طالبانو نوي امنیه قوماندان امر کړی، چې امنیتي مسوولان دې چا ته اجازه نه ورکوي چې له بې احتیاطۍ کار واخلي او په ډېرو اوبو کې د اوبو هاخوا د اوښتو هڅه وکړي.
تېره ورځ هم په فراه ولایت کې طالب چارواکو ویلي و، چې د دغه ولایت په قلعه کاه ولسوالۍ کې د شړکنده باران او سېلابونو له کبله ۲۱ کسان مړه شوي او ۶ نور ټپیان دي.
د طالبانو ولایتي مسوولانو ويلي، چې په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
په کندهار ولایت کې هم تېره ورځ د سختو ورښتونو له امله د یوه کور چت پرېوتی و، چې له کبله يې درې ماشومان او یوه ښځه مړه شوې وه او درې نور کسان ټپیان وو.
له تېرو څو ورځو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې بارانونه او سخت سېلابونه راوتلي، چې د ځاني زيان تر څنګ یې مالي زيانونه هم اړولي دي.
له بل پلوه وړمه ورځ د طالبانو د هواپوهنې ادارې خبر ورکړی و، چې (د کب په ۷مه نېټه) ۳۲ ولایتونو کې د واورې، باران او سېلابونو د راوتو اټکل شوی دی.

د امریکا د ولسي جرګې غړی ټېم بورچېټ افغانستان ته په اونیزه توګه د ۴۰ مېلیون ډالریزې کڅوړې پر لېږد په نیوکې سره ویلي، چې ډېری وخت بهرنۍ مرستې د طالبانو او القاعده ډلې لاس ته لوېږي. هغه ویلي، چې د بشري مرستو په نوم پیسې ترهګرو ته ورکړل کیږي.
ښاغلی بورچېټ «د امریکا د خلکو مالیې ته د ترهګرو د نه لاسرسي» په برخه کې د لایحې د تصویبولو لپاره هڅه کوي.
د استازو جرګې د بهرنیو چارو او څار برخې دغه غړي د سې شنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، چې د امریکا د خلکو د مالیې له پیسو دغه ۴۰ مېلیون ډالریزه کڅوړه د ځانګړو جېټ الوتکو له لارې طالبانو ته رسېږي.
د تنسي ایالت دغه استازي وویل، چې د امریکا ۴۰ مېلیون ډالري کڅوړه د افغانیو سره د تبادلې لپاره طالبانو ته د (لیلام) لپاره ورکول کېږي او طالبان بیا دغه پیسې نادولتي سازمانونو ته ورکوي چې باید د دغو پیسو مالیات ورکړي.
هغه وویل: «هر کله چې نادولتي سازمانونه پېسې لګوي، طالبان ترې خپله برخه اخلي. کله هم چې پیسې د افغانیو سره تبادله کېږي، طالبان ترې خپله برخه اخلي. طالبان دارنګه ټاکي، چې کوم کسان بهرنۍ مرستې ترلاسه کولای شي، چې ډېری وخت دغه کسان یاهم طالبان وي او یا القاعده.»
دغه د کانګرس غړی دارنګه طالبان خپل هغه «دښمنان» ګڼي، چې له مسیحیانو او یهودانو کرکه لري او له ښځو سره «د حیوان په څېر چلند کوي.»
«د امریکا د خلکو مالیې ته د ترهګرو د نه لاسرسي» لایحه د روان کال په چنګاښ میاشت کې د امریکا د تنسي ایالت استازي ټېم بورچېټ په هڅو د امریکا د استازو جرګې لهخوا تصویب شوه.
دغه لایحه د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ (د کب په ۶مه نېټه) د سناتور ټېم شي هي لهخوا د امریکا مشرانو جرګې ته وړاندې شوه.
په مشرانو جرګه کې د دغې لایحې له تصویب سره ښایي ټرمپ هم هغه توشیح کړي.
د دغې لایحې له مخې، د امریکا حکومت به اړ وي چې د دغه هېواد مرستو ته د طالبانو لاسرسی بند کړي.
دغه لایحه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه غواړي، چې راپور ورکړي چې د امریکا سربېره کومو هېوادونو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال له افغانستان سره مرستې کړې دي.
دارنګه په دې لایحه کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزارته هم غوښتل شوي، چې نور هېوادونه وهڅوي؛ ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی مرستې خو به د طالبانو لاس ته نه لوېږي.
امریکا له تېرو څه باندې درېیو کلونو راهیسې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته تر ۳ مېلیارد ډالرو ډېرې پیسې لېږلې دي.
خو په جمهوري غوښتونکو کې نیوکه کوونکي په دې باور دي، چې د دغو مرستو یوه برخه د طالبانو جېبونو ته «چې د هغوی له نظره د امریکا ضد یوه ترهګره ډله ده» ورځي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پلټونکې ادارې هم د روان کال په غبرګولې میاشت کې اعلان وکړ، چې د امریکا همکارو موسسو طالبانو ته له ۱۰ مېلیون ډالرو ډېر مالیات ورکړي دي.

د انګلنډ کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر جاس بټلر په افغانستان کې د ښځو د روان وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، په دغه هېواد کې ښځې له ناوړه حالت سره مخ دي. نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ په لاهور کې د یوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.
بټلر له خبریالانو سره د خبرو پرمهال ویلي، چې له افغانستان سره د لوبې ترسره کول د انګلستان د کرېکټ بورډ پرېکړه ده.
هغه زیاته کړې، چې د انګلستان او افغانستان ترمنځ لوبه به افغان مېرمنو ته هیله ور وبښي او په دغه ډول سختو شرایطو کې به د دوی لپاره د تفریح لامل شي.
په دغې خبري ناسته کې بیا د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمتالله شهیدي وویل: «ټول غواړي، چې د افغانستان د کرېکټ ښځینه لوبغاړي هم وشي کولای، کرېکټ وکړي.»
خو هغه د برېتانیا لهخوا د افغانستان سره د لوبې د پرېکون په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ لوبغاړي یو او یوازې هغه څه چې په لوبغالي کې کېږي پرې کار کولای شو، سیاست زموږ په واک کې نه دی.»
ورته مهال د افغانستان د ښځینهو کرېکټ ملي لوبډلې غړې فېروې امیري هم له سکای نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې په اتلانو جام کې د افغانستان او برېتانیا ترمنځ د لوبې پرېکون «د افغانستان د ښځو پر وضعیت کوم اغېز» نه کوي.
د هغې په وینا، د برېتانیا لهخوا د لوبې سره پرېکون یوه مناسبه حل لار نه ده.
د برېتانیا د کرېکټ ملي لوبډله د اتلانو جام په یوې حساسه لوبه کې نن چهارشنبه (د کب ۸مه) د افغانستان پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي.
دغه لوبه نن د کابل په وخت د ماسپښین په ۱:۳۰ بجه د پاکستان په کوربتوب د لاهور په قذافي کرېکټ لوبغالي کې پیلېږي.

د بېځایه شویو نړۍوال سازمان په پاکستان کې د افغان ښځو د حقونو فعالې او خبریالې فهیمه زاهد دروازي پر نیول کېدو اندېښنه څرګنده کړه. دغه سازمان دارنګه د پاکستان له حکومته غوښتي، هغه کسان دې نه شړي، چې افغانستان ته تر ستنېدو وروسته یې ژوند له ګواښ سره مخ کېږي.
فهیمه زاهد دروازي تېره ورځ د اسلام اباد په باره کهو سیمه کې د پولیسو لهخوا ونیول شوه.
دغه سازمان پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د هغې او د نورو افغان کډوالو د نیولو او له پاکستانه یې د شړلو مسله یوه «جدي ستونزه» ده، چې د پام وړ نړۍوال نیوکې یې هم راپارولې دي.
په دغه یادښت کې راغلي، په وروستیو میاشتو کې پاکستان د افغان کډوالو د بېرته ستنولو هڅې ګړندۍ کړې دي چې له امله یې د هغو کسانو ترمنځ پراخه وېره رامنځته شوې چې په افغانستان کې د طالبانو له ځورونې تښتېدلي دي.
د دغه سازمان راپورونه ښیي، چې په وروستیو کې په پاکستان کې افغان کډوال د نیونې، ځورونې او د شړلو له ګواښونو سره مخ شوي دي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې د دغو کډوالو په ډله کې د مدني ټولنو فعالینو، ژورنالیستانو او د ښځو د حقونو فعالانو په ګډون ډېر هغه نور کسان هم شامل دي؛ که چیرې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته ستانه شي، نو ژوند یې له سخت ګواښ سره مخ کېږي.
په دغه لیکنه کې دارنګه راغلي: «د فهیمه زاهد دروازي قضیه هغه ګواښ ته اشاره کوي، چې په پاکستان کې افغان کډوال ورسره مخ دي. د ښځو د حقونو د فعالې او خبریالې په توګه افغانستان ته د هغې جبري ستنېدل کولای شي، هغه د سختې ځورونې سره مخ کړي.»
دغه سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې فهیمه زاهد دروازي ژر تر ژره خوشې کړي او د هغې خوندیتوب ډاډمن کړي.
دغه سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ وځنډوي او له نړۍوالو سازمانونو سره همکاري وکړي؛ ترڅو دوی ته اړین خوندیتوب او ملاتړ چمتو کړي.
د دغه یادښت په وروستۍ کرښه کې راغلي، د بشري حقونو درناوی او هغو کسانو ته پناه ورکول چې له ځورونې څخه تښتي؛ هغه بنسټیز مسوولیتونه دي، چې پاکستان یې باید درناوی وکړي.
تر دې څو ورځې وړاندې د پاکستان حکومت د ښځو د حقونو یوه بله فعاله زهرا موسوي هم په اسلام اباد کې د خپل زوی سره یې یوځای نیولې وه، چې لا یې هم برخلیک روښانه نه دی.
له بل پلوه تازه پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد حکومت پلان لري څو د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړي او په دغه پړاو کې شاوخوا ۸۰۰ زره کسان د بېځایه کېدو له ګواښ سره مخ دي.
د راپورونو له مخې، د هغو افغانانو د استوګنې موده چې غواړي درېیم هېواد ته لاړ شي، د ۲۰۲۵ کال د جون میاشتې تر ۳۰مې پورې غځول شوې؛ خو د ۲۰۲۵ کال تر سپټمبر پورې له بل هېواده د ویزې د نه ترلاسه کولو په صورت کې هغوی هم ناقانونه کډوال ګڼل کېږي او له دغه هېواده به و اېستل شي.
