د کانګرس غړی: افغانستان ته د بهرنیو مرستو لویه برخه د طالبانو او القاعده ډلې لاس ته لوېږي

د امریکا د ولسي جرګې غړی ټېم بورچېټ افغانستان ته په اونیزه توګه د ۴۰ مېلیون ډالریزې کڅوړې پر لېږد په نیوکې سره ویلي، چې ډېری وخت بهرنۍ مرستې د طالبانو او القاعده ډلې لاس ته لوېږي. هغه ویلي، چې د بشري مرستو په نوم پیسې ترهګرو ته ورکړل کیږي.