• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمدصادق د جرمني له شارژدافیر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

۸ کب ۱۴۰۳ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۳۱ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د افغانستان لپاره د جرمني له شارژدافیر رولف رین هارډ سره د افغانستان په اړه د نړۍوالې ټولنې د شته ننګونو په تړاو خبرې کړې دي. دغه خبرې تېره ورځ په اسلام اباد کې د یوې لیدنې پرمهال شوې دي.

ښاغلي محمدصادق د دغې لیدنې د تصویرونو په خپرولو سره پر اېکس پاڼه کاږلي: «موږ په سیمه کې د وروستیو بدلونونو او د افغانستان په برخه کې د نړۍوالې ټولنې د مهمو ننګونو په اړه ژورې خبرې وکړې.»
هغه زیاته کړې، چې په دغې لیدنه کې دواړو خواوو د افغانانو لپاره د نړۍوالې همکارۍ او د دوامداره بشري ملاتړ پر اهمیت هوکړه وکړه.

د پاکستان استازي له‌خوا د افغانانو د بشري ملاتړ د دوام خبرې اترې داسې مهال کېږي، چې تازه پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد حکومت پلان لري څو د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړي او په دغه پړاو کې شاوخوا ۸۰۰ زره کسان د بې ځایه‌کېدو له ګواښ سره مخ دي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې تر نیمایي ډېر وګړي یې بشري مرستو ته اړ دي.
د ټرمپ له‌خوا افغانستان ته د مرستو ځنډېدل په افغانستان کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او د ډېرو پروژو او مرستندویه دفترونو د تړل کېدو او یاهم د بودجې د کمښت له امله د کارکوونکو د کمولو له امله زیات شمېر کسان وزګار شوي دي.

تېرکال له پاکستانه افغانستان ته ورغلي ګڼ کډوال له هم د کډوالو په بنډغالو کې شپې سبا کوي او لاتراوسه سرپناه نلري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیلوي

۸ کب ۱۴۰۳ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۴۶ GMT+۰

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد حکومت پلان لري څو د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړي او په دغه پړاو کې شاوخوا ۸۰۰ زره کسان د بې ځایه‌کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د رسمي اسنادو پر بنسټ، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت افغان کډوالو ته د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۳۱مې پورې وخت ورکړی، څو دغه هېواد پرېږدي.

دمکړۍ، شاوخوا ۸۰۰زره افغان کډوال په پاکستان کې د اې‌سي‌سي په نوم د استوګنې په لنډمهاله کارټونو ژوند کوي.

د راپورونو له مخې، د هغو افغانانو د استوګنې موده چې غواړي درېیم هېواد ته لاړ شي، د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې پورې غځول شوې؛ خو د ۲۰۲۵ کال تر سپټمبر پورې له بل هېواده د ویزې د نه‌‌ترلاسه کولو په صورت کې هغوی هم ناقانونه کډوال ګڼل کېږي او له له دغه هېواده به و اېستل شي.

سربېره پردې، هغه افغان کډوال چې د مارچ له ۳۱مې وروسته ویزې ته په تمه دي، نور به په اسلام‌اباد کې د پاتې‌کېدو او اوسېدو اجازه ونه لري او افغانستان ته له ستنېدو دمخه به نورو ښارونو ته ولېږدول شي.

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر د دغې پرېکړې د پلي‌کېدو د ډاډمنتیا د ترلاسه‌کېدو لپاره د هرو ۱۵ ورځو په ترڅ کې له امنیتي بنسټونو څخه د راپورونو د سپارنې غوښتنه کړې ده.

په پاکستان کې افغان کډوال تر ناوړه شرایطو لاندې ژوند کوي.

د پولیسو دوامداره ځورول، د شپې له خوا نیول، د ویزې او استوګنې د نوي کولو لګښتونه او له دغه هېواده د اېستلو ګواښ، افغان کډوالو ته لویې اندېښنې راپارولي دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته سلګونه زره افغانان ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته کډوال شوي، چې په‌کې ګڼ شمېر هغه کسان هم شامل دي چې له دغې ډلې څخه د وېرې او ګواښونو له امله کډوالۍ ته اړ شوي دي.

په داسې حال کې چې نړۍوالو سازمانونو په وار-وار له پاکستانه غوښتي، څو د افغان کډوالو پر وړاندې له روان ناوړه چلند څخه لاس واخلي، خو سربېره پر دې هم دغه هېواد د هغوی د اېستلو بهیر ته زور ورکړی دی.

احمد مسعود: د دوحې بهیر ناکام شوی او ویانا خلکو ته د درناوي وړ یوازنی بهیر دی

۷ کب ۱۴۰۳ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۵۹ GMT+۰

د افغانستان د مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود وايي، چې د دوحې بهیر له ناکامۍ وروسته یوازینی بهیر چې د افغانانو باور او پام یې ځانته را اړولی دی، د ویانا بهیر دی.

نوموړي دغه بهیر په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ترلاسه‌کېدو لپاره یوه مناسبه لار بللې ده.

مسعود تېره ورځ له هډسن انسټېټیوټ سره په یوه مرکه هیله‌مندي ښودلې، چې د هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو ډېر استازي به د ویانا بهیر په راتلونکو ناستو کې ګډون وکړي.

هغه زیاته کړې: «د دوحې بهیر له ناکامۍ سره، ویانا وکولای شول چې د افغانانو باور، درناوی او ملاتړ راجلب کړي او په ټول هېواد کې د بېلابېلو ډلو ترمنځ د یووالي د رامنځته‌کېدو لپاره د یوې مناسبې لارې په توګه کار وکړي.

د افغانستان د مقاومت په نوم جبهې مشر ادعا کړې، چې د ویانا بهیر له باور او لازم ظرفیت څخه برخمن دی او له نړۍوال ملاتړ سره به د تلپاتې سولې د ترلاسه‌کېدو لپاره پر یو واقعي جوړښت بدل شي.

احمد مسعود وړاندې وايي، چې د امریکا د مرستو بندیز پر طالبانو قوي اغېزه کړې او په وینا یې، دغې ډلې په تېرو درېیو کلونو کې له نړۍوالو مرستو ناوړه ګټه اخیستې، خو اوس د دغو سرچینو په بندېدو سره، د دوی ترمنځ داخلي شخړې ډېرې شوې دي.

له دې وړاندې د افغانستان د مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود له افغانستان انټرنشنل سره په یوې مرکې کې ویلي و، چې که طالبان د ټاکنو، سولې او عدالت اصولو ته غاړه کېږدي، چمتو دی څو خبرې ورسره وکړي.

د یادونې ده، چې د ویانا غونډه د تېرې اونۍ د سې‌شنبې او چهارشنبې پر ورځو د احمد مسعود او یاسین ضیا په ګډون د طالبانو د لسګونو مخالفو سیاسي څېرو په حضور کې د اتریش په ویانا ښار کې جوړه شوې وه.

په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر: د بهرنیانو برمته‌کول د طالبانو «کاروبار» دی

۷ کب ۱۴۰۳ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۵، ۲۲:۳۸ GMT+۰

په افغانستان کې د امریکا متحده‌ایالاتو پخوانی سفیر رایان کروکر د طالبانو له خوا د دوو برېټانويانو نیول‌‌‌ کېدو ته په غبرګون کې وايي، چې برمته‌کول د دغې ډلې د «کاروبار» یوه برخه ده.

کروکر د سې‌شنبې په ورځ (د کب ۷مه) اېنډیپېنډېنټ ته زیاته کړې: «برمته‌کول د طالبانو د کاروبار یوه برخه ده. دوی پخوا هم خلک برمته کړي او له دې وروسته هم دا کار کوي.»

ورته مهال، د لندن د کېنګز کالج یوه لوړپوړي څېړونکي هم ویلي، چې طالبان له برېټانیا څخه د باج‌اخیستنې په لټه کې دي.

هغه خبرداری ورکړی، چې د برېټانوي یوې جوړې نیول کېدل، قانون ته د طالبانو د نه‌درناوي یوه ښکاره بېلګه ده او دا بهرنیانو ته خبرداری دی چې ښايي هر څوک د دغې ډلې هدف وګرځي.

ډېپلوماټان او کارپوهان وايي، چې د دوو برېټانویانو نیول‌ کېدل پر برېټانیا د فشار راوړلو یوه هڅه ده.

همداراز، د لندن د کېنګز کالج د جګړې د مطالعاتو مرکز یوه لوړپوړي غړي ډېوېډ لیوېن هم د طالبانو دغه حرکت «په بشپړ ډول له سپکاوي ډک» چلند او د ښځو پر وړاندې «ناوړه» اقدام بللی دی.

نوموړي د بهرنیانو د برمته‌کولو سیاست د باج‌اخیستنې لپاره یو تکتیک بللی او ټینګار یې کړی، چې طالبانو په تېرکال کې یو ډېر بد او ځپونکی چلند غوره کړی دی.

په همدې حال کې د پیټر رینولډز کارکوونکو د هغه د روغتیا په تړاو اندېښمن دي.

د هغه یو کارکوونکی زیاتوي: «که پیټر او باربي سملاسي خوشې نه شي، ښايي پيټر خپل ژوند له لاسه ورکړي ځکه چې هغه درملو ته اړتیا لري او طالبان ورته د لاسرسي اجازه نه ورکوي.»

د یادونې ده، چې طالبانو یوه برېټانیانوي جوړه ۷۵ کلنه باربي او ۷۹ کلن پیټر رینولډز د الوتکې د کارونې له امله بندي کړې ده.

د پاکستان لومړی وزیر د اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه ازبکستان ته لاړ

۷ کب ۱۴۰۳ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۵۹ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف له ازبکستان او منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه د دوه ورځیني رسمي سفر لپاره تاشکند ته تللی دی.

دغه وزارت په خپل بیان کې زیاته کړې، چې شریف د سې‌شنبه په ورځ (د کب ۷مه) ازبکستان ته له رسېدو سره سم د دغه هېواد د لومړي وزیر عبدالله عارف‌اوف له هرکلي سره شوی دی.

ورته مهال، شهباز شریف د اېکس‌پاڼې له لارې په پیغام کې د ازبکستاني چارواکو له هرکلي څخه د مننې ترڅنګ لیکلي دي: «ازبکستان چې د منځنۍ اسیا تاج ګڼل کېږي، له خپلو تاریخي ښارونو، بې‌ساري هنر او غوره معمارۍ سره تاریخ ته ژوند بخښي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د بیان پر بنسټ، شهباز شریف به د دغه سفر په ترڅ کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره وګوري او د دوه‌اړخیزو همکاریو په تړاو به خبرې‌اترې وکړي.

سیمه‌ییزې اړیکې، اقتصاد، سوداګري، پانګونه، انرژي، دفاع او امنیت، سیمه‌ییز ثبات او زده‌کړې د دې خبرو‌اترو اصلي محورونه بلل کېږي.

له شهباز شریف سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په ګډون د پاکستان د کابیني لوړپوړي چارواکي ملتیا کوي.

د یادونې ده، چې پاکستان او ازبکستان په وروستیو کلونو کې خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي.

په ۲۰۲۳زېږدیز کال کې دواړو هېوادونو د ۱ مېلیارد ډالرو په ارزښت سوداګریز تړون لاسلیک کړ او د صنعتي همکارۍ د لارې نقشې د جوړونې په ګډون یې د نورو همکاریو پلانونه هم جوړ کړي دي.

اوتنبایوا: په افغانستان کې د اقتصادي ودې او کارو بارونو لپاره د کوچنیو مالي تمویل مهم دی

۷ کب ۱۴۰۳ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۲۰ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک له مشر نور احمد‌اغا سره په لیدنه کې د اقتصادي ودې او کارو بارونو د غوړېدو په برخه کې د کوچنیو مالي تمویلاتو رول مهم وباله او په دې برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک د سې شنبه په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې ناسته کې احمد‌اغا وویل: «د افغانستان بانک ژمن دی چې په افغانستان کې کوچني مالي تمویلات وده وکړي او په دې وسیله د هېواد په ټولو برخو کې هېوادوال له دې مالي خدمتونو څخه برخمن شي.»

دواړه لوري په داسې حال کې پر کوچنیو مالي ملاتړ او تمویل ټینګار کوي، چې طالبان په دې وروستیو کې د ډونالډ ټرمپ له لوري د نغدي کڅوړو تر بندېدو وروسته له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ دي او خپل د ځپل شوي اقتصاد د ښه کولو لپاره هېڅ فرصت له لاسه نه ورکوي.

کوچني مالي تمویلات هغه خدمتونه دي، چې په پرمختللو هېوادونو کې د اقتصادي ودې، کاري فرصتونو، او خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره ډېر مهم بلل کېږي.

دا سیستم کوچنیو سوداګرو، کروندګرو، او کسبګرو ته د وړو پورونو او مالي اسانتیاوو برابرولو ته زمینه برابروي.

په افغانستان کې د کوچنیو مالي تمویلاتو پروګرامونه د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې هم موجود وو، خو اوس د مالي بندیزونو، د بانکي نظام د محدودیتونو او د نړۍوالو مرستو د کمېدو له امله سخت اغېزمن شوي.

د ملګرو ملتونو د یادې استازې او د افغانستان بانک د مشر ترمنځ دا لیدنه ښيي، چې طالبان هڅه کوي د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره نړۍوالو بنسټونو ته د همکارۍ پیغام ورکړي، تر څو لږ تر لږه د کوچنیو مالي تمویلاتو سیستم بېرته فعال شي.