• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

احمد مسعود: د دوحې بهیر ناکام شوی او ویانا خلکو ته د درناوي وړ یوازنی بهیر دی

۷ کب ۱۴۰۳ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۵۹ GMT+۰

د افغانستان د مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود وايي، چې د دوحې بهیر له ناکامۍ وروسته یوازینی بهیر چې د افغانانو باور او پام یې ځانته را اړولی دی، د ویانا بهیر دی.

نوموړي دغه بهیر په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ترلاسه‌کېدو لپاره یوه مناسبه لار بللې ده.

مسعود تېره ورځ له هډسن انسټېټیوټ سره په یوه مرکه هیله‌مندي ښودلې، چې د هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو ډېر استازي به د ویانا بهیر په راتلونکو ناستو کې ګډون وکړي.

هغه زیاته کړې: «د دوحې بهیر له ناکامۍ سره، ویانا وکولای شول چې د افغانانو باور، درناوی او ملاتړ راجلب کړي او په ټول هېواد کې د بېلابېلو ډلو ترمنځ د یووالي د رامنځته‌کېدو لپاره د یوې مناسبې لارې په توګه کار وکړي.

د افغانستان د مقاومت په نوم جبهې مشر ادعا کړې، چې د ویانا بهیر له باور او لازم ظرفیت څخه برخمن دی او له نړۍوال ملاتړ سره به د تلپاتې سولې د ترلاسه‌کېدو لپاره پر یو واقعي جوړښت بدل شي.

احمد مسعود وړاندې وايي، چې د امریکا د مرستو بندیز پر طالبانو قوي اغېزه کړې او په وینا یې، دغې ډلې په تېرو درېیو کلونو کې له نړۍوالو مرستو ناوړه ګټه اخیستې، خو اوس د دغو سرچینو په بندېدو سره، د دوی ترمنځ داخلي شخړې ډېرې شوې دي.

له دې وړاندې د افغانستان د مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود له افغانستان انټرنشنل سره په یوې مرکې کې ویلي و، چې که طالبان د ټاکنو، سولې او عدالت اصولو ته غاړه کېږدي، چمتو دی څو خبرې ورسره وکړي.

د یادونې ده، چې د ویانا غونډه د تېرې اونۍ د سې‌شنبې او چهارشنبې پر ورځو د احمد مسعود او یاسین ضیا په ګډون د طالبانو د لسګونو مخالفو سیاسي څېرو په حضور کې د اتریش په ویانا ښار کې جوړه شوې وه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر: د بهرنیانو برمته‌کول د طالبانو «کاروبار» دی

۷ کب ۱۴۰۳ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۵، ۲۲:۳۸ GMT+۰

په افغانستان کې د امریکا متحده‌ایالاتو پخوانی سفیر رایان کروکر د طالبانو له خوا د دوو برېټانويانو نیول‌‌‌ کېدو ته په غبرګون کې وايي، چې برمته‌کول د دغې ډلې د «کاروبار» یوه برخه ده.

کروکر د سې‌شنبې په ورځ (د کب ۷مه) اېنډیپېنډېنټ ته زیاته کړې: «برمته‌کول د طالبانو د کاروبار یوه برخه ده. دوی پخوا هم خلک برمته کړي او له دې وروسته هم دا کار کوي.»

ورته مهال، د لندن د کېنګز کالج یوه لوړپوړي څېړونکي هم ویلي، چې طالبان له برېټانیا څخه د باج‌اخیستنې په لټه کې دي.

هغه خبرداری ورکړی، چې د برېټانوي یوې جوړې نیول کېدل، قانون ته د طالبانو د نه‌درناوي یوه ښکاره بېلګه ده او دا بهرنیانو ته خبرداری دی چې ښايي هر څوک د دغې ډلې هدف وګرځي.

ډېپلوماټان او کارپوهان وايي، چې د دوو برېټانویانو نیول‌ کېدل پر برېټانیا د فشار راوړلو یوه هڅه ده.

همداراز، د لندن د کېنګز کالج د جګړې د مطالعاتو مرکز یوه لوړپوړي غړي ډېوېډ لیوېن هم د طالبانو دغه حرکت «په بشپړ ډول له سپکاوي ډک» چلند او د ښځو پر وړاندې «ناوړه» اقدام بللی دی.

نوموړي د بهرنیانو د برمته‌کولو سیاست د باج‌اخیستنې لپاره یو تکتیک بللی او ټینګار یې کړی، چې طالبانو په تېرکال کې یو ډېر بد او ځپونکی چلند غوره کړی دی.

په همدې حال کې د پیټر رینولډز کارکوونکو د هغه د روغتیا په تړاو اندېښمن دي.

د هغه یو کارکوونکی زیاتوي: «که پیټر او باربي سملاسي خوشې نه شي، ښايي پيټر خپل ژوند له لاسه ورکړي ځکه چې هغه درملو ته اړتیا لري او طالبان ورته د لاسرسي اجازه نه ورکوي.»

د یادونې ده، چې طالبانو یوه برېټانیانوي جوړه ۷۵ کلنه باربي او ۷۹ کلن پیټر رینولډز د الوتکې د کارونې له امله بندي کړې ده.

اوتنبایوا: په افغانستان کې د اقتصادي ودې او کارو بارونو لپاره د کوچنیو مالي تمویل مهم دی

۷ کب ۱۴۰۳ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۲۰ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک له مشر نور احمد‌اغا سره په لیدنه کې د اقتصادي ودې او کارو بارونو د غوړېدو په برخه کې د کوچنیو مالي تمویلاتو رول مهم وباله او په دې برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک د سې شنبه په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې ناسته کې احمد‌اغا وویل: «د افغانستان بانک ژمن دی چې په افغانستان کې کوچني مالي تمویلات وده وکړي او په دې وسیله د هېواد په ټولو برخو کې هېوادوال له دې مالي خدمتونو څخه برخمن شي.»

دواړه لوري په داسې حال کې پر کوچنیو مالي ملاتړ او تمویل ټینګار کوي، چې طالبان په دې وروستیو کې د ډونالډ ټرمپ له لوري د نغدي کڅوړو تر بندېدو وروسته له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ دي او خپل د ځپل شوي اقتصاد د ښه کولو لپاره هېڅ فرصت له لاسه نه ورکوي.

کوچني مالي تمویلات هغه خدمتونه دي، چې په پرمختللو هېوادونو کې د اقتصادي ودې، کاري فرصتونو، او خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره ډېر مهم بلل کېږي.

دا سیستم کوچنیو سوداګرو، کروندګرو، او کسبګرو ته د وړو پورونو او مالي اسانتیاوو برابرولو ته زمینه برابروي.

په افغانستان کې د کوچنیو مالي تمویلاتو پروګرامونه د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې هم موجود وو، خو اوس د مالي بندیزونو، د بانکي نظام د محدودیتونو او د نړۍوالو مرستو د کمېدو له امله سخت اغېزمن شوي.

د ملګرو ملتونو د یادې استازې او د افغانستان بانک د مشر ترمنځ دا لیدنه ښيي، چې طالبان هڅه کوي د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره نړۍوالو بنسټونو ته د همکارۍ پیغام ورکړي، تر څو لږ تر لږه د کوچنیو مالي تمویلاتو سیستم بېرته فعال شي.

طالبان: د شاوخوا درې مېلیارده افغانیو په ارزښت ۲۷ پروژې منظورې شوي

۷ کب ۱۴۰۳ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۱۱ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې د دغې ډلې د رییس‌لوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون د درې مېلیارده افغانیو په ارزښت د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور کړي دي.

دغه معاونیت د سې‌شنبه په ورځ (د کب ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې چې د طالبانو د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ۷ نور قردادونه تعدیل کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په مرمرینه ماڼۍ کې د یوې غونډې پرمهال پر ۳۷ پروژو بحث شوی چې ۲۷ منظور، ۷ تعدیل او په تدارکاتي بهیر کې دوه نورې پروژې د شته ستونزه له امله ځنډېدلي دي، خو یادې ډلې د ځنډېدلو پروژو د لامل په تړاو جزییات نه دي ورکړي.

‏د خبرپاڼې له مخې، په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د کابل ښار په ختیځه برخه کې د ترانسپورټي ترمینل جوړول، په کابل کې د جمهوریت روغتون د پاتې چارو بشپړول، د هرات د پاشدان او د فراه د بخش اباد بندونو د پاتې چارو بشپړول، د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او پاملرنې پروژې بشپړول شامل دي.

همدازار، د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم بند د تفصیلي ډیزاین پروژې پيل، له کابله کندهار ته د برېښنا پایو، سب سټېشنونو جوړولو او لین غځولو پروژې بشپړول، له کجکي بنده کندهار ښار ته د برېښنا مزي غځولو پروژې پيل، په یو شمېر نورو ولایتونو کې د برېښنا په برخه کې د شته پروژو د پاتې چارو بشپړول او د کابل ښار یوشمېر داخلي سړکونو جوړول هم شامل دي، چې د طالبانو له خوا تمویلېږي.

د یادونې ده، چې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت څه موده مخکې هم د درې مېلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۷ پروژو د قراردادونو د منظورۍ خبر ورکړی و.

د طالبانو استخباراتو د ماشومانو د زده کړو فعال وزیر خان له کوره وړی

۷ کب ۱۴۰۳ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۴۳ GMT+۰

د ماشومانو د زده کړو فعال وزیرخان نږدې خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې نوموړی تېره دوشنبه له خپل کور څخه د طالبانو استخباراتو وړی دی. د وزیر خان خپلوان وايي چې هغه په بتخاک سیمه کې د قومي مشرانو په مشوره د ماشومانو لپاره وړیا د زده کړو ټولګی جوړ کړی و.

د وزیر خان خپلوان زیاتوي چې نوموړي کم عمره ماشومانو او نجونو ته په وړیا ډول د ابتدایي مضامینو املا، سیرت النبي او نصابي کتابونو تدریس کاوه.

وزیر خان د قومي مشرانو له لارې څو ځله هڅه کړې وه، چې دغه ټولګی د طالبانو تر واک لاندې ادارو سره رسمي کړي خو هغوي یوازې ژمنه کړې وه.

خپلوان یې همدراز زیاتوي چې وزیر خان له نیولو یوه میاشت مخکې د بغلان استخباراتو هم غوښتی و.

د وزیر خان کورنۍ وايي، چې د ټیلیفوني اړیکې پرمهال د طالبانو استخباراتو ته هغه ویلي چې دی حاضر دی په کابل کې د طالبانو استخباراتو ریاست ته ورشي خو هغوی له کور څخه لاس تړلی نامعلوم ځای ته انتقال کړی دی.

وزیر خان خپلوان وايي:«موږ له طالبانو غواړو چې وزیر خان ژر تر ژره خوشی کړي. کاش دولت ورته اول ویلي وای چې دا کار مه کوه، خو دولت خپله د ښوونځي د رسمي کېدو ژمنې کولې خو رسمې یې نه کړ او بالاخره استخباراتو ځان سره په یوه ناسم ډول بوتلو.»

وزیر خان خپله محصل دی او د ورځې یې دوه نیم ساعته ماشومانو ته درس ورکاو.

تر اوسه پورې د ماشومانو د زده کړو فعال وزیر خان د نیول کېدو په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.

په فراه کې د ورښتونو او نېزونو له کبله ۲۱ تنه مړه او ۶ نور ټپيان دي

۷ کب ۱۴۰۳ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۲۵ GMT+۰

په فراه ولایت کې طالب چارواکي وايی، چې د دغه ولایت په قلعه کاه ولسوالۍ کې د زيات باران او سيلابونو له کبله ۲۱ کسان مړه شوي او ۶ نور ټپیان دي. د طالبانو ولایتي مسولينو ويلي، چې په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.

په فراه کې د طالبانو د پيښو پر وړاندې د مبارزې اوچمتووالي ادارې رییس محمد اسراییل سیار د سې شنبې په ورځ سیمه یيزو رسنيو ته وویل، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر کسان غره ته د تفریح لپاره تللي وو، چې د زيات باران او سیلابونو له کبله بند پاتې شوي وو.

نوموړی وايي، د دغو کسانو د ژغورلو لپاره دوی ته له سيمې نه پر وخت خبر نه و ورکړل شوی.

په فراه کې د طالبانو امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، چې له سيمې څخه د مړو او ټپيانو د انتقالولو لپاره د دوی يوه ډله سیمې ته رسېدلې ده.

په کندهار کې هم د سختو ورښتونو له امله د یوه کور چت پرېوتی، چې له کبله يې درې ماشومان او یوه ښځه مړه شوي او درې نور کسان ټپیان دي.

له تېرو څو ورځو راهیسې د افغانستان په بیلابيلو سيمو کې بارانونه او سخت سیلابونه راوتلي، چې د ځاني زيان تر څنګ یې مالي زيانونه هم اړولي دي.‏