• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د شاوخوا درې مېلیارده افغانیو په ارزښت ۲۷ پروژې منظورې شوي

۷ کب ۱۴۰۳ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۱۱ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې د دغې ډلې د رییس‌لوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون د درې مېلیارده افغانیو په ارزښت د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور کړي دي.

دغه معاونیت د سې‌شنبه په ورځ (د کب ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې چې د طالبانو د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ۷ نور قردادونه تعدیل کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په مرمرینه ماڼۍ کې د یوې غونډې پرمهال پر ۳۷ پروژو بحث شوی چې ۲۷ منظور، ۷ تعدیل او په تدارکاتي بهیر کې دوه نورې پروژې د شته ستونزه له امله ځنډېدلي دي، خو یادې ډلې د ځنډېدلو پروژو د لامل په تړاو جزییات نه دي ورکړي.

‏د خبرپاڼې له مخې، په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د کابل ښار په ختیځه برخه کې د ترانسپورټي ترمینل جوړول، په کابل کې د جمهوریت روغتون د پاتې چارو بشپړول، د هرات د پاشدان او د فراه د بخش اباد بندونو د پاتې چارو بشپړول، د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او پاملرنې پروژې بشپړول شامل دي.

همدازار، د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم بند د تفصیلي ډیزاین پروژې پيل، له کابله کندهار ته د برېښنا پایو، سب سټېشنونو جوړولو او لین غځولو پروژې بشپړول، له کجکي بنده کندهار ښار ته د برېښنا مزي غځولو پروژې پيل، په یو شمېر نورو ولایتونو کې د برېښنا په برخه کې د شته پروژو د پاتې چارو بشپړول او د کابل ښار یوشمېر داخلي سړکونو جوړول هم شامل دي، چې د طالبانو له خوا تمویلېږي.

د یادونې ده، چې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت څه موده مخکې هم د درې مېلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۷ پروژو د قراردادونو د منظورۍ خبر ورکړی و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو استخباراتو د ماشومانو د زده کړو فعال وزیر خان له کوره وړی

۷ کب ۱۴۰۳ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۴۳ GMT+۰

د ماشومانو د زده کړو فعال وزیرخان نږدې خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې نوموړی تېره دوشنبه له خپل کور څخه د طالبانو استخباراتو وړی دی. د وزیر خان خپلوان وايي چې هغه په بتخاک سیمه کې د قومي مشرانو په مشوره د ماشومانو لپاره وړیا د زده کړو ټولګی جوړ کړی و.

د وزیر خان خپلوان زیاتوي چې نوموړي کم عمره ماشومانو او نجونو ته په وړیا ډول د ابتدایي مضامینو املا، سیرت النبي او نصابي کتابونو تدریس کاوه.

وزیر خان د قومي مشرانو له لارې څو ځله هڅه کړې وه، چې دغه ټولګی د طالبانو تر واک لاندې ادارو سره رسمي کړي خو هغوي یوازې ژمنه کړې وه.

خپلوان یې همدراز زیاتوي چې وزیر خان له نیولو یوه میاشت مخکې د بغلان استخباراتو هم غوښتی و.

د وزیر خان کورنۍ وايي، چې د ټیلیفوني اړیکې پرمهال د طالبانو استخباراتو ته هغه ویلي چې دی حاضر دی په کابل کې د طالبانو استخباراتو ریاست ته ورشي خو هغوی له کور څخه لاس تړلی نامعلوم ځای ته انتقال کړی دی.

وزیر خان خپلوان وايي:«موږ له طالبانو غواړو چې وزیر خان ژر تر ژره خوشی کړي. کاش دولت ورته اول ویلي وای چې دا کار مه کوه، خو دولت خپله د ښوونځي د رسمي کېدو ژمنې کولې خو رسمې یې نه کړ او بالاخره استخباراتو ځان سره په یوه ناسم ډول بوتلو.»

وزیر خان خپله محصل دی او د ورځې یې دوه نیم ساعته ماشومانو ته درس ورکاو.

تر اوسه پورې د ماشومانو د زده کړو فعال وزیر خان د نیول کېدو په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.

په فراه کې د ورښتونو او نېزونو له کبله ۲۱ تنه مړه او ۶ نور ټپيان دي

۷ کب ۱۴۰۳ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۲۵ GMT+۰

په فراه ولایت کې طالب چارواکي وايی، چې د دغه ولایت په قلعه کاه ولسوالۍ کې د زيات باران او سيلابونو له کبله ۲۱ کسان مړه شوي او ۶ نور ټپیان دي. د طالبانو ولایتي مسولينو ويلي، چې په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.

په فراه کې د طالبانو د پيښو پر وړاندې د مبارزې اوچمتووالي ادارې رییس محمد اسراییل سیار د سې شنبې په ورځ سیمه یيزو رسنيو ته وویل، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر کسان غره ته د تفریح لپاره تللي وو، چې د زيات باران او سیلابونو له کبله بند پاتې شوي وو.

نوموړی وايي، د دغو کسانو د ژغورلو لپاره دوی ته له سيمې نه پر وخت خبر نه و ورکړل شوی.

په فراه کې د طالبانو امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، چې له سيمې څخه د مړو او ټپيانو د انتقالولو لپاره د دوی يوه ډله سیمې ته رسېدلې ده.

په کندهار کې هم د سختو ورښتونو له امله د یوه کور چت پرېوتی، چې له کبله يې درې ماشومان او یوه ښځه مړه شوي او درې نور کسان ټپیان دي.

له تېرو څو ورځو راهیسې د افغانستان په بیلابيلو سيمو کې بارانونه او سخت سیلابونه راوتلي، چې د ځاني زيان تر څنګ یې مالي زيانونه هم اړولي دي.‏

د الوتنو بیا پیل؛ جرمني له اسلام اباد نه ۱۵۵ افغانان برلېن ته ولېږدول

۷ کب ۱۴۰۳ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۲۳ GMT+۰

د جرمني حکومت، چې د ټاکنیزو منډو ترړو په اوج کې یې د افغان کډوالو دوه الوتنې لغو کړي وې، نن په یوه چارټر الوتکه کې۱۵۵ افغانان له اسلام اباد نه برلین ته را لیږدولي دي. د افغان کډوالو بل پرواز به د مارچ په لومړیو کې له پاکستان نه جرمني ته ورسېږي.

د جرمني ویلټ ورځپاڼه د حکومتي سرچینو له قوله وايي،چې دغه الوتکه د سې شنبې پر سهار ۱۰:۱۵ د برلین په هوایي ډګر کې کښېناستلې ده.

دې الوتکې په دوبۍ کې توقف کړی و، ځکه له پاکستان نه جرمني ته مستقیمې الوتنې نشته.

د بیلډ ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، د افغان کډوالو بله الوتنه به د مارچ په لومړیو کې له پاکستان نه جرمني ته ورسېږي.

په الوتکه کې د هغو افغانانو تر څنګ، چې پناه غوښتونکي دي، هغه کسان هم شامل دي چې د جرمني لپاره یې په افغانستان کې کار کړی و او د « محلي همکارانو» په نوم یادېږي.

د جرمني د محافظه‌کار مسیحي ډیموکراټ اتحاد یوه اجرایوي مشر تورسټن فري ویلي: « ددې پر ځای چې افغانان بېرته واستوو، حکومت لا نور کډوال راولي».

په جرمني کې د چړو له څو بریدونو وروسته د افغان کډوالو پر راتګ سیاسي بحثونو شدت اخیستی.

د جرمني په ټاکنو کې د کډوالو مساله تر ټولو حساسه او رایه ګټونکې موضوع وه. د بریالي شوي ګوند نوماند فریدریښ مېرڅ ویلي، چې دی به د افغان کډوالو د انتقال پروګرام ودروي.

پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف ایران ته لاړ

۷ کب ۱۴۰۳ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۱۲ GMT+۰

څو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف ایران ته سفر کړی دی.

سیاف ته نږدې کسانو وویل چې هغه به د افغانستان د وضعیت او د شخړې د حل کولو په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړې او په ایران کې له میشتو افغان ډلو سره به وګوري.

یوه پخواني والي او د سیاف نږدې ملګري افغانستان انټرنشنل ته وویل چې یاد جهادي مشر د اسلامي جمهوریت په بلنه ایران ته تللی.

د سیاف زوی، حبیب الرحمن سیاف تایید کړه چې پلار یې له هند څخه ایران ته تللی دی.

ټرمپ په اوکراین کې چټک اوربند غواړي، مکرون «کمزورې هوکړه» نه غواړي

۷ کب ۱۴۰۳ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۵۷ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د اوکراین د جګړې په تړاو جدي اختلافات څرګند کړل، چې د واشنګټن او اروپا ترمنځ د ټرمپ د چټک اوربند د هڅو پر سر د نظر اختلافات لا ژوروي.

که څه هم دواړو مشرانو د کلونو له نږدې اړیکو څخه په ګټه اخیستو ظاهراً دوستانه فضا رامنځته کړه، مکرون په ډاګه کړه چې د اوکراین د جګړې په اړه له ټرمپ سره مهم اختلافات لري.

ټرمپ، چې تېره اونۍ یې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ته د «ډیکټاتور» خطاب کړی و، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د ورته لقب له ورکولو ډډه وکړه. برعکس، مکرون وویل، « روسیه ښکاره یرغلګر دی».

د رویټرز د رپوټ له مخې، مکرون له ټرمپ سره په ګډه خبري ناسته کې وویل، « ولسمشر پوتین سولې ته درناوی نه‌دی کړی».

ټرمپ د اوکراین او روسیې ترمنځ د چټک اوربند د ترتیبولو هیله وښوده او ویې ویل، چې که جوړجاړی وشي، دی حاضر دی مسکو ته له پوتین سره د لیدو لپاره لاړ شي.بل‌خوا مکرون یو پړاویز دریځ غوره کړ، چې اوربند، امنیتي تضمینونه او د سولې یوه دوامداره هوکړه پکې شامله وي. هغه وویل، « موږ سوله غواړو، خو کمزورې هوکړه نه غواړو».

سره له اختلافاتو، دواړو مشرانو ومنله، چې د سولې له توافق وروسته باید د اروپا سوله ساتی ځواک ځای پر ځای شي. مکرون روښانه کړه، « دغه ځواک به د جګړې برخه نه وي، بلکې یوازې د سولې د تضمین لپاره به حضور ولري». ټرمپ وویل، پوتین هم دا مفکوره منلې ده.

ټرمپ د اوکراین د منرالونو د عوایدو په تړاو وویل، چې هدف یې د بایډن ادارې د وسلو د لګښت جبرانول دي.

زیلینسکي تېره اونۍ د واشنګټن دا غوښتنه رد کړه، چې اوکراین باید د خپلو معادنو له عوایدو ۵۰۰ میلیارده ډالر ورکړي، ځکه تر اوسه ورته کافي امنیتي تضمینونه نه‌دي ورکړل شوي.

د برېتانیا صدراعظم کیر سټارمر هم پلان لري، چې دا اونۍ له ټرمپ سره وګوري.