د بېځایه شویو نړۍوال سازمان: پاکستان دې له ګواښ سره مخ افغانان له دغه هېواده نه شړي

د بېځایه شویو نړۍوال سازمان په پاکستان کې د افغان ښځو د حقونو فعالې او خبریالې فهیمه زاهد دروازي پر نیول کېدو اندېښنه څرګنده کړه. دغه سازمان دارنګه د پاکستان له حکومته غوښتي، هغه کسان دې نه شړي، چې افغانستان ته تر ستنېدو وروسته یې ژوند له ګواښ سره مخ کېږي.