په اعلامیه کې عبدالحق ثاني له قوله لیکل شوي:«د حق له لاره هیڅکله نه پریږدو، دا ګواښونه او چاودنې موږ له خپل موخې نه شي راګرځولی. تر څو چې د حقاني کورنۍ یو کس هم ژوندی وي، تر هغه به د سمیع الحق لاره تعقیبږي.»
د حقانیه دارالعلوم په اعلامیه کې پر مولانا حامدالحق د برید د پلټونو او د عاملینو پر نیول باندې ټینګار شوی.
مولانا حامدالحق د مولانا سمیع الحق زوی او د طالبانو په معنوي پلار مشهور و.
له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۷ پورې د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړی و او د خپل پلار تر ترور وروسته په ۲۰۱۸ کال کې د «جمعیت علمای اسلام (س)» مشري یې هم پر غاړه واخیسته.
په سیاست کې ونډه او د پاکستان دفاع
مولانا حامدالحق د «پاکستان دفاع شورا» چې د مذهبي او جهادي ډلو لکه «جماعت الدعوه او اهل سنت والجماعت» ایتلاف مشري یې هم کوله.
دغه شورا په ۲۰۱۱ کال کې د هغو پاکستاني عسکرو تر وژلو وروسته فعاله شوه، چې د امریکايي ځواکونو لهخوا د افغانستان او پاکستان پر پوله وژل شوي وو.
که څه هم شورا د مولانا سمیع الحق تر ترور وروسته غیرفعاله شوه، خو په ۲۰۲۳ کې مولانا حامد الحق بېرته فعاله کړه او «سیاسي دسیسې» یې وغندلې چې د هغوی په باور د پاکستان ملي ګټو ته زیان رسوي.
تېر کال د مولانا حامد الحق په مشرۍ د پاکستان دیني علماوو یو پلاوی افغانستان ته ولاړ چې دا سفر د «دیني ډیپلوماسۍ» برخه و او هلته یې د طالبانو له مشرانو سره هم ناستې ولاړې وکړې.
هغه په یوه مرکه کې ویلي وو، چې دا سفر به د اسلام اباد او کابل ترمنځ بې باورۍ کمې کړي؛خو داسې ونه شول.
مولانا حامدالحق په ۲۰۲۱ کال کې له The Independent سره په مرکه کې وویل، چې دارالعلوم حقانیه د امریکا او افغانستان سفیران مېلمانه کړي او د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د سولې او جوړجاړي لپاره یې منځګړیتوب کړی دی.
مولانا حامد الحق ټینګار کاوه، چې پاکستان باید په سیمه کې د امنیت ټینګښت لپاره خپلې هڅې پراخې کړي او د ترهګرۍ پر ضد قوي قانوني چوکاټ رامنځته کړي.
مولانا حامد الحق ته د طالبانو ملاتړ د هغه له پلار څخه په میراث پاتې و؛ خو تل یې له رسنیو سره په خبرو کې دا رد کړې وه، چې ګوندې په مدرسه کې یې ترهګر روزل کېږی او یا هم ترهګریزو فعالیتونو ته لارې چارې برابروي.
ډېپلوماټیک او سیاسي رول
مولانا حامد الحق یو له هغو محدودو کسانو څخه و، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې یې د کابل تر سقوط وروسته له نړۍوالې ټولنې او پاکستانه وغوښتل چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني او له افغانستان سره ديپلوماتیکې اړیکې وساتي.
د مولانا حامد الحق ترور، د پاکستان دیني او سیاسي کړیو ته یو لوی ګوزار بلل شوی او کارپوهان دا پېښه د سیمې د ناامنۍ د زیاتوالي نښه بولي.
لا تر اوسه پورې هېڅ کومې وسله والې ډلې د هغه د وژل کیدو مسوولیت نه دی منلی او پاکستاني طالبانو هم د هغه په وژل کیدو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
ټي ټي پي لا بیا دا هم ویلي، چې د مولانا حامد الحق وژنه د پاکستان د پوځ یو له هغو تګلارو څخه ده، چې غواړي په پښتون مېشته سیمو کې دیني عالم په نښه کړي.
د لوجیستیکي او ډیپلوماټیکي پیچلتیاوو له امله، دا کار یو لوی خنډ بلل کېږي.
پاکستانۍ ډان ورځپانې لیکلي که څه هم طالبانو د امریکا غوښتنې رد کړي او پر ځای یې له واشنګټن غوښتي، چې د داعش خراسان (ISIS-K) پر ضد د جګړې لپاره پرمختللې وسلې ورکړي، چې دا مسله سیمه ییز امنیت لا پیچلی کوي.
اسلاماباد سره له دې، چې د امریکا له پاتې وسلو اندېښنه لري، هڅه کوي چې د ټرمپ له دریځ سره ډېر نه نږدې کېږي، ځکه له دې وېره لري، چې دا کار به سیمه ییز کړکېچونه نور هم زیات کړي.
د افغان کډوالو د بیا میشتېدو پروګرام ځنډ
پاکستان له امریکا غوښتي، چې د افغان کډوالو د بیا میشتېدو پر پالیسۍ روڼتیا راولي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: «متحده ایالاتو دا پروسه درولې ده، نو موږ د نور وضاحت په تمه یو.»
د ولسمشر ټرمپ له واک ته رسېدو وروسته دا یو له لومړنیو ګامونو و، هغه افغانان چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی و یا یې د بشري حقونو لپاره هلې ځلې کړې وې، د بیا میشتېدو پروګرام ځنډولی دی.
دغه بندیز نږدې ۲۵ زره افغانان، چې په پاکستان کې د امریکا د کډوالۍ د دوسیو د بشپړیدو په تمه اوسېږي او د طالبانو له لوري له ګواښونو سره مخ دي له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
تېره اونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وویل، که چیرې کوم افغان د امریکا د بیا میشتېدو شرایط پوره نه کړي، ښايي له خپل هېواده یې اوباسي.
ښاغلي ډار زیاته کړه: «که کوم هېواد دوی ته پناه ورنه کړي او که دا کسان د استوګنې قانوني اسناد ونه لري، نو ناقانونه ګڼل کېږي.»