• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پوځ: شمالي وزيرستان کې امنيتي ځواکونو شپږ بهرني وسله وال وژلي

۱۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۵، ۲۲:۵۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۱ کب ۱۴۰۳ - ۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۱:۲۵ GMT+۰

د پاکستان پوځ وایي چې د خېبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې شپږ بهرني وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای ایس پي ار) په یوې اعلامیه کې راغلي، چې د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په ۲۸مه امنیتي ځواکونو د شمالي وزیرستان په غلام خان کلی کې د وسله والو د شتون په اړه د معلوماتو پر اساس عملیات کړي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې د خبر پاڼې له مخې په دغه عملياتو کې پاکستاني پوځ شپږ وسله وال وژلي دي، خو پوځ دا نه دي ویلي چې دغه بهرني وسله والو کوم هېواد پورې تړاو درلود.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، چې دغو وژل شويو وسله والو د امنیتي ځواکونو پر ضد په ګڼو فعالیتونو کې لاس درلود او له دوی څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

اي ايس پي ار ويلي دي چي سيمه کي د هر ډول بهرنیو وسله والو د لمنځه وړلو لپاره عملیات روان او د پاکستان پوځ هېواد کې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دی.

یاده دې وي چې په دې ورستیو کې په پاکستان او په تېره خېبر پښتونخوا کې امنیتي پېښې خورا ډېرې شوي، تازه د جمعې په ورځ په اکوړي کې د حقاني مدرسه کې د جمعې د لمانځه پر مهال ځانمرګی برید وشو چې ددغې مدرسې مشر مولانا حامد الحق په ګډون پکې شپږ کسان ووژل شول.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

منظور: د نیابتي جګړو او پوځي سیاستونو پر وړاندې ودرېږئ

۱۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۱۹ GMT+۰

په اکوړه خټک حقانیه مدرسه کې له ځانمرګي برید سره جوخت، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین دا برید غندلی او د مولانا حامدالحق له کورنیو او خواږو سره یې د غمرازۍ د شریکولو ترڅنک پر ټولو پښتنو غږ کړی چې په داسې سختو شرایطو کې یو لاس شي.

پښتین د جمعې په ورځ (دکب ۱۰مه) د ټولنیزو شبکو له لارې په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې د پاکستاني جنرالانو او د هغوی د استخباراتي سازمانونو د سیاستونو په ترڅ کې له کلونو راهیسې د پښتنو په وطن کې ویجاړي روانه ده.

ځوان پښتون سیاست‌وال پاکستاني جنرالانو ته په اشارې ټینګار کړی چې د روانو سیاستونو مخنیوی په کار دی. هغه لیکي: «زمونږ په خاوره کې د دې وژنو د مخنیوي لپاره ټول یو لاس شئ او د نیابتي جګړو او پوځي سیاستونو پر وړاندې ودرېږئ. د سولې د رامنځته کولو لپاره هڅې وکړئ.»

د پښتون ژغورنې غورځنک مشر، منظور احمد پښتین دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په د پښتونخوا په مشهوره اکوړه خټک دیني مدرسه کې د ځانمرګي برید په ترڅکې د نوموړې مدرسې د مشر مولانا حامدالحق په ګډون یو شمېر کسان وژل شوي او ټپیان دي.

له دې مخکې طالبانو هم په یادې مدرسه کې چاودنه غندلې او د مولانا حامدالحق وژنه یې یوه «لویه ضایعه» بللي ده.

تر اوسه کومې ډلې یا شخص د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

پاکستان: افغانستان کې پاتې امریکایي وسلې زمونږ پر ضد کارول کېږي

۱۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۰۸ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي له افغانستان څخه د امریکا تر چټکو وتلو وروسته په دغه هېواد کې د پاتې‌شویو وسلو په تړاو اندېښمن دی.

د دغه وزارت ویاند شفقت علي خان د جمعې په ورځ (د کب ۱۰مه) په یوې خبري غونډه کې زیاته کړې چې اسلام‌اباد د دغې ستونزې د حل لپاره له طالبانو سره د تعامل په لټه کې دی.

هغه د یاد وزارت په اونیزه مطبوعاتي ناسته کې وویل، چې په افغانستان کې پاتې امریکایي وسلې د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره کارول کېږي.

هغه زیاتوي: «موږ د نړۍوالې ټولنې او طالبانو له‌خوا د دغې موضوع د حلېدو پر لزوم ټینګار کړی دی.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خبره، اسلام‌اباد له طالبانو سره د دوستانه اړیکې او همکارۍ غوښتونکی دی.

هغه ټینګار کړی چې «په افغان خاوره کې د ترهګرو د پټن‌ځایونو شته‌والی» د دې اړیکې د ښه‌والي پر مخ خنډ جوړوي.

ورته مهال، شفقت علي خان د تورخم پولې د تړلو په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «طالبان هڅه کوي چې په یو اړخیز ډول زمونږ اړخ ته سرحدي پوسته جوړه کړي.» هغه زیاته کړه: «اسلام‌اباد له طالبانو څخه غوښتي چې دا ډول ستونزې د دوه‌اړخیزو میکانیزمونو له لارې حل کړي، د بېلګې په توګه د ګډې همغږۍ کمېټې د غونډې جوړول، نه د یو اړخیزو اقداماتو له لارې.»

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې تر بل هر وخت ډېرې ترینګلې شوي دي.

پاکستاني چارواکو په وار-وار پرطالبانو تور لګولی چې په افغان خاوره کې یې د ټي‌ټي‌پي په ګډون ترهګرو ډلو ته پټن‌ځایونه ورکړي، خو دغې ډلې بیا دا ادعاوې رد کړي دي.

ټي ټي پي: مولانا حامدالحق د پاکستان د سیاسي او مذهبي ډلو د ځپونکو پالیسیو په دوام ووژل شو

۱۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۲۴ GMT+۰

تحریک طالبان پاکستان د اکوړه خټک حقانیه مدرسې د مشر په وژنه خواشني ښودلې او وايي، مولانا حامدالحق د پاکستان د استخباراتي ادارو له لوري «د مذهبي او سیاسي ډلو د څپونکو پالیسیو په دوام ووژل شو.»

مولانا حامدالحق نن د حقانیه مدرسې په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

ټي ټي پي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په دې ورستیو په ورته پېښو کې هغه دیني عالمان او په ځانګړط توګه سیاسي او مذهبي مشران په نښه کیږي، چې د پاکستان د حکومت د ارادې خلاف عمل کوي.

د ټي ټي پي په اعلامیه کې لیکل شوي « دا د هماغه ناپاکه یهودي سیاست دوام دی، چې د پاکستان استخباراتي ادارو د سیاسي او مذهبي ټولنې د ځپلو لپاره پیل کړی دی. د عالمانو پاکه وینه د دې حقیقت شاهدي ورکوي، چې دوی هیڅکله له داسې پیښو نه دي ویریدلي.»

د ټي ټي پي په اعلامیه کې ویل شوي، چې د مولانا حامدالحق پلار مولانا سمیع الحق هم د پاکستان د استخباراتي ادارو له لوري ووژل شو او نن یې نوموړی هم په ډیره هوښیارتیا له مخې لري کړ.

د اکوړه خټک حقانیه مدرسې د مشر په وژل کېدو افغان طالبانو هم ژوره خواشیني ښودلي ده.

تر اوسه کومې ډلې په پښتونخوا کې د اکوړه خټک حقانیه مدرسې په جومات کې د برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

په کوټه کې د چاودنې له امله د دریو پولیسو په ګډون نهه کسان ټپیان شول

۱۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۰۵ GMT+۰

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د پولیسو پر موټر د چاودنې په پایله کې د ۳ سرتېرو په ګډون ۹ تنه ټپیان شوي دي. دغه چاودنه نن ماسپښین د ښار په جان محمد روډ سیمه کې شوې. سرچیني وايي، د برید هدف د پاکستاني پولیسو موټر و.

د پېښي له ځایه په خپرویو شویو انځورونو کې یو شمېر ملکي وګړي د پولیسو د موټر په شاوخوا کې په ټپي حالت کې لیدل کیږي.

د بلوچستان پولیسو په یاده چاودنه کې د مرګ ژوبلې د شمېرو په اړه څه نه دي ویلي، خو وايي، ټپي شوي کسان یې د درملني په موخه د کوټې دولتي روغتون ته انتقال کړي دي.

د چاودنې نوعیت ل نه دی څرګند او پولیسو د پېښي په ځای کې پلټني کړې دي.

تر دې چاودنې مخکې نن په پښتونخوا کې د دارالعلوم حقانیه مدرسې په جومات کې په یوه ځانمرګي برید کې د یادې مدرسې مشر مولانا حامد الحق په ګډون څلور کسان وژل شوي او ځیني نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان لومړي وزير په اکوړه خټک کې چاودنه وغندله چې پکې د حقاني مدرسې مشر ووژل شو

۱۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۵۸ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف د اکوړه خټک په حقانيه مدرسه کې چاودنه غندلې او دا یې یو ترهګريز برید بللی. لومړي وزير ویلي، چې دا ډول بریدونه د دوی هوډ نه شي کمزوری کولی.

د پښتونخوا تر ټولو په لویه ديني حقانيه مدرسه کې تر چاودنې وروسته د پاکستان لومړي وزير پېښه غندلې او د ټپیانو د ژر روغتيا هيله یې ښودلې ده.

پاکستان راډيو د لومړي وزير شهباز شریف له قوله لیکلي، چې نوموړي روغتيا پالانو ته لارښوونه کړې، چې ژر تر ژره د ټپيانو په تداوی کې مرستې وکړي.

نوموړي یو ځل بيا له «ترهګرو» سره د مبارزې په برخه کې پر خپله ژمنه ټينګار کړی.

هغه ويلي: «د ترهګرۍ دا ډول بزدلانه عملونه د ترهګرۍ پر وړاندې زموږ هوډ نشي کمزوری کولی.»

د پاکستان کورنیو چارو وزارت په حقانيه مدرسه کې چاودنه منلې او وايي، د چاودنې له امله د دې مدرسې مشر مولانا حامدالحق وژل شوی او ځینې کسان ټپیان شوي دي.

دغه پېښه نن په حقانیه مدرسه کې، چې په اکوړه مشهوره ده، د جمعې د لمانځه پر مهال شوی دی.

د راپورونو له مخې، د برید هدف د مدرسې مشر مولانا حامدالحق و.

د بريد مسوليت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.