• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کوټه کې د چاودنې له امله د دریو پولیسو په ګډون نهه کسان ټپیان شول

۱۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۰۵ GMT+۰

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د پولیسو پر موټر د چاودنې په پایله کې د ۳ سرتېرو په ګډون ۹ تنه ټپیان شوي دي. دغه چاودنه نن ماسپښین د ښار په جان محمد روډ سیمه کې شوې. سرچیني وايي، د برید هدف د پاکستاني پولیسو موټر و.

د پېښي له ځایه په خپرویو شویو انځورونو کې یو شمېر ملکي وګړي د پولیسو د موټر په شاوخوا کې په ټپي حالت کې لیدل کیږي.

د بلوچستان پولیسو په یاده چاودنه کې د مرګ ژوبلې د شمېرو په اړه څه نه دي ویلي، خو وايي، ټپي شوي کسان یې د درملني په موخه د کوټې دولتي روغتون ته انتقال کړي دي.

د چاودنې نوعیت ل نه دی څرګند او پولیسو د پېښي په ځای کې پلټني کړې دي.

تر دې چاودنې مخکې نن په پښتونخوا کې د دارالعلوم حقانیه مدرسې په جومات کې په یوه ځانمرګي برید کې د یادې مدرسې مشر مولانا حامد الحق په ګډون څلور کسان وژل شوي او ځیني نور ټپیان شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان لومړي وزير په اکوړه خټک کې چاودنه وغندله چې پکې د حقاني مدرسې مشر ووژل شو

۱۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۵۸ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف د اکوړه خټک په حقانيه مدرسه کې چاودنه غندلې او دا یې یو ترهګريز برید بللی. لومړي وزير ویلي، چې دا ډول بریدونه د دوی هوډ نه شي کمزوری کولی.

د پښتونخوا تر ټولو په لویه ديني حقانيه مدرسه کې تر چاودنې وروسته د پاکستان لومړي وزير پېښه غندلې او د ټپیانو د ژر روغتيا هيله یې ښودلې ده.

پاکستان راډيو د لومړي وزير شهباز شریف له قوله لیکلي، چې نوموړي روغتيا پالانو ته لارښوونه کړې، چې ژر تر ژره د ټپيانو په تداوی کې مرستې وکړي.

نوموړي یو ځل بيا له «ترهګرو» سره د مبارزې په برخه کې پر خپله ژمنه ټينګار کړی.

هغه ويلي: «د ترهګرۍ دا ډول بزدلانه عملونه د ترهګرۍ پر وړاندې زموږ هوډ نشي کمزوری کولی.»

د پاکستان کورنیو چارو وزارت په حقانيه مدرسه کې چاودنه منلې او وايي، د چاودنې له امله د دې مدرسې مشر مولانا حامدالحق وژل شوی او ځینې کسان ټپیان شوي دي.

دغه پېښه نن په حقانیه مدرسه کې، چې په اکوړه مشهوره ده، د جمعې د لمانځه پر مهال شوی دی.

د راپورونو له مخې، د برید هدف د مدرسې مشر مولانا حامدالحق و.

د بريد مسوليت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت چاودنه کې د اکوړه مدرسې د مشر مولانا حامدالحق وژل تایید کړل

۱۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۲۸ GMT+۰

د پاکستان کورنیو چارو وزارت وايي، د پښتونخوا په تر ټولو مشهوره مدرسه دارالعلوم حقانیه کې د چاودنې له امله د دې مدرسې مشر مولانا حامدالحق وژل شوی او ځینې کسان ټپیان شوي دي. دغه پېښه نن په حقانیه مدرسه کې، چې په اکوړه مشهوره ده، د جمعې د لمانځه پر مهال شوی دی.

د راپورونو له مخې، د برید هدف د مدرسې مشر مولانا حامدالحق و.

د برید له ځایه په خپرو شویو ویډیوګانو او انځورونو کې ښکاري، چې دمدرسې مشر مولانا حامدالحق په ګډون یو شمېر کسان وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.

پر همدغه مهال د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پر اېکسپاڼه د دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک په جومات کې برید غندلی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دا هم منلې چې په دې برید کې مدرسې مشر مولانا حامدالحق وژل شوی دی.

خو نوموړي په دغه برید کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.

بل خوا پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د حقانیه مدرسې په جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال ځانمرګی برید شوی او د مولانا حامدالحق په ګدون څلور کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

تردې مهاله د یاد برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

پاکستان ته د ابوظبۍ د ولیعهد سفر؛ دواړو لوريو د اړیکو پراختیا لپاره ۵ تړونونه لاسلیک کړل

۱۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۵۳ GMT+۰

د پاکستان ډان ورځپاڼې د خبر له مخې، چې دغه هېواد ته د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ ولیعهد شیخ خالد بن محمد بن زاید ال نهیان د پراخ هرکلي سره هم مهاله دواړه لوریو د اړیکو او همکاریو د پراختیا په برخه کې پنځه نوي تړونونه لاسلیک کړي.

لاسلیک شوې تړونونه د بانکدارۍ، اورګاډي پټلۍ، کانونو ایستلو او د زېربناوو پانګونې په برخو کې شوې دي.

د ابوظبۍ ولیعهد او د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف ترڅنګ د پاکستان د فډرالي کابینې غړي، د پوځ مشر جنرال عاصم منیر، او د اماراتو پلاوي غړي هم په دې مراسمو کې حاضر وو.

له دغو مراسمو وروسته د ابوظبي ولیعهد د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سره دوه په دوه لیدلي او دواړو پر بېلابېلو مسایلو خبرې اترې وکړې.

په دغه ناسته کې شهباز شریف ویلي،‌ چې پاکستان غواړي له متحده عربي اماراتو سره د ورورګلوۍ اړیکې ولري.

نوموړي وویل، دا د خوښۍ ځای دی، چې دواړه هېوادونه اوس د سیاسي اړیکو ترڅنګ په اقتصادي برخه کې یو له بل سره ګډې همکارۍ لپاره تازه ګامونه اخلي. 

شهباز شریف د افغانستان-پاکستان-ازبکستان اورګاډي پټلۍ پروژې ته اشاره وکړه، ویې ویل چې ازبکستان دې پروژې ته لېوالتیا ښودلې او دغه پروژه به د ګوادر او ابوظبي بندرونو لپاره اساسي بدلون راولي.

هغه له پاکستان سره د اماراتو نه ستړې کېدونکې همکارۍ درناوی وکړ او ویې ویل، چې امارات له پاکستان سره د پانګونې پراخولو ته ځانګړې پاملرنه لري.

په ځواب کې شیخ خالد له پاکستان سره د اماراتو د دوامدار ملاتړ ژمنه تازه کړې او ټینګار یې کړی چې لاسلیک شوې تړونونه د دواړو هېوادونو ترمنځ باور او ژورې اړیکې څرګندوي.

شیخ خالد ته د پاکستان د عالي دولتي مډال ډالۍ

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، د جمعې په ورځ په ځانګړو مراسمو کې ولیعهد ته «نشان پاکستان» مډال ورکړ.

دغه مډال د شیخ خالد له خوا د پاکستان لپاره د نه ستړې کېدونکو هڅو او ملاتړ په ویاړ ورکړل شو.

په دې مراسمو کې لومړي وزیر شهباز شریف، لومړۍ میرمن اصفه بوټو زرداري، د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري، د سنا مجلس رییس یوسف رضا ګیلاني او د پاکستان ګڼو دولتي چارواکي ګډون درلود.

د ابوظبي ولیعهد پنجشنبه سهار د راولپنډي په نورخان هوایي اډه کې ښکته شوی و او په خپل دغه یو ورځني سفر کې په پاکستان کې پر اقتصادي همکاریو او پانګونې خبرې اترې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دا سفر د اوږدمهالو همکاریو د پراخولو لپاره و، چې دواړو هېوادونو څو تړونونه لاسلیک کړل.

د وزارت په وینا، دغه تړونونه به د ګډو پانګونو او اقتصادي همکاریو لپاره نوې لارې پرانیزي او دا سفر د پاکستان او اماراتو ترمنځ د ژورو ورورګلوۍ اړیکو ښکارندوی دی.

پاکستان ته د متحده عربي اماراتو دغه لوړ پوړی چارواکی داسې مهال سفر کوي، چې یاد هېواد له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دی او لومړي وزیر یې څه موده مخکې ګیله کړې وه چې هر هېواد ته د سفر پر مهال کوربانه فکر کوي، چې ګوندې د قرض غوښتو پسې ورغلی دی.

پاکستان ای اېم ایف بانک له لوري میلیاردونه ډالر پوروړی دی او هره میاشت پرې دغه پور ډېریدونکی دی؛ خو د پاکستان حکومت یې اوسمهال د ورکړې توان نه لري.

پر دې سربېره په پاکستان کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان تر نیول کیدو وروسته سیاسي ناورین هم مخ په پراخیدو دی او کاروپوهان یې حالت ترینګلی بولي.

شهباز شریف او زرداري په سخت باران کې د ابوظبۍ د ولیعهد هرکلي ته راووتل

۹ کب ۱۴۰۳ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۵۵ GMT+۰

د ابوظبۍ ولیعهد شیخ خالد بن محمد بن زاید ال نهیان پاکستان ته په خپل لومړني سفر کې اسلام اباد ته رسیدلی دی. دا سفر د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په بلنه ترسره شوی دی.

د پنجشنبې په ورځ شهباز شریف، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او د پاکستان لومړۍ میرمنې اصفه بوټو زرداري په هوایی ډګر کې، چې تېز باران هم ورېده، د نوموړي هرکلی وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې دا سفر د پاکستان او متحده عربي اماراتو تر منځ د ورورۍ ژورې اړیکې څرګندوي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي همکارۍ د لا پیاوړتیا لپاره ګډې ژمنې منعکسوي.

د دغه سفر په ترڅ کې به شیخ خالد بن محمد بن زاید ال نهیان د پاکستان له مشرانو سره پراخې دوه اړخیزې خبرې اترې ولري، څو د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډو ګټو په اړه خپل نظرونه شریک کړي او د اقتصادي او پانګونې په برخو کې همکاري لا پیاوړې کړي.

د پاکستان د ایکسپرېس ټربیون د رپوټ له مخې، په دغه سفر کې به څو تړونونه او تفاهمنامې لاسلیک کیږي چې د اوږدمهاله همکارۍ لپاره د موجوده قوي چوکاټ د پراختیا په لور ګامونه پورته کوي.

د چارشنبې په ورځ، پاکستان او ازبکستان څو تړونونه لاسلیک کړل چې هدف یې د دفاع، ټکنالوژۍ، تخنیکي روزنې، او ځوانانو د پیاوړتیا په برخو کې د دوه اړخیزې همکارۍ پیاوړي کول دي.

دا تړونونه ازبکستان ته د شهباز شریف د دوه ورځني سفر په ترڅ کې لاسلیک شول، چې د ازبکستان د ولسمشر شوکت مرزایوف په بلنه ترسره شو. دواړو هېوادونو همدارنګه موافقه وکړه چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ هدف به دوه میلیارد ډالرو ته لوړ کړي.

د ټرمپ نږدې ګوندي ملګرو د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کړې

۹ کب ۱۴۰۳ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۵:۳۳ GMT+۰

د امریکا د کانګرس دوه غړو جو ویلسون او اګوست پلګر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته په یوه استولي لیک کې غوښتنه کړې، چې د پاکستان له چارواکو سره د عمران خان د خوشې کېدو لپاره خبرې اترې وکړي.

جو ویلسون په تېرو اوونیو کې څو ځله په اېکس پاڼه د عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر د ۲۰۲۳ کال له اګست راهیسې په زندان کې دی او ادعا کوي چې د ده پر ضد دوسیې سیاسي انګېزه لري.

ویلسون چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو او وسله‌والو ځواکونو د کمېټو مهم غړی دی، د جمهوري غوښتونکو د پالیسۍ کمېټې مشري هم کوي او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې ملګری ګڼل کېږي. پلګر بیا د جمهوري غوښتونکو د مطالعاتي کمېټې مشري پر غاړه لري.

په دې ګډ لیک کې چې د فبروري په ۲۵مه نیټه روبیو ته لېږل شوی، یادو استازو لیکلي: «موږ د سخت دریځو محافظه‌کارانو په توګه له تاسو غواړو چې د پاکستان له پوځي رژیم سره د عمران خان د خوشې کولو لپاره تعامل وکړئ.»

ویلسون د دغه لیک یوه نسخه په خپل ایکس پاڼه خپره کړې او ویلي یې دي، چې ده او پلګر له روبیو غوښتي چې د عمران خان د خوشې کېدو او د پاکستان د ډیموکراسۍ د بېرته راګرځولو لپاره هلې‌ ځلې وکړي.

هغه زیاته کړې: «د امریکا او پاکستان اړیکې هغه وخت قوي کېږي چې د ازادۍ پر بنسټ ولاړې وي.»

په لیک کې عمران خان د «پاکستان یو محبوب مشر» بلل شوی او ویل شوي، چې د هغه خوشې کېدل کولای شي د امریکا او پاکستان ترمنځ د نویو اړیکو پیل وي چې د ازادۍ پر ارزښتونو ولاړې وي.

همداراز یادونه شوې چې عمران خان د ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال د پاکستان لومړی وزیر و او دواړو نږدې اړیکې درلودې.

ویلسون او پلګر ټینګار کړی چې عمران خان د «قضایي ناوړه استفادې» قرباني شوی او دا یې د هغه وضعیت سره پرتله کړې، چې ټرمپ په امریکا کې ورسره مخ دی. هغوی ویلي، چې عمران خان د «جعلي تورونو» پر اساس بندي شوی دی.

دغه استازي د ۲۰۲۲ کال د عدم اعتماد رایې له لارې د عمران خان ګوښه کول د «پاکستان کې د ډیموکراسۍ ځنډېدل» بللي او ادعا یې کړې، چې دې وضعیت د امریکا او پاکستان اړیکې ترینګلي کړي، ځکه چې په خبره یې د پاکستان پوځي رژیم د سیاسي مخالفانو ځپلو ته دوام ورکړی دی.

هغوی له امریکا غوښتي چې د ډیموکراسۍ، بشري حقونو، د قانون حاکمیت او اساسي ازادیو، په ځانګړي ډول د مطبوعاتو، غونډو او بیان ازادۍ ته د درناوي لپاره هڅې وکړي.

په لیک کې راغلي، چې له عمران خان سره باید د نورو سیاستوالو په څېر عادلانه چلند وشي او د هغه بندي کېدل د پاکستان د تاریخ «یو تیاره بڼه» ده.

د پاکستان د ډیموکراسۍ قانون وروستۍ پړاو ته رسېدلی

جو ویلسون همداراز ویلي، چې د «پاکستان د ډیموکراسۍ قانون» مسوده نږدې بشپړه شوې ده.

هغه د فبروري په ۱۳مه لومړی ځل د دې قانون د جوړېدو خبر ورکړی و او ویلي یې و، چې هدف یې د پاکستان د پوځي رژیم د هغو چارواکو تحریمول دي، چې د عمران خان په ځورونه او بندي کولو کې لاس لري.

ویلسون نن په ایکس کې د دې مسودې ځینې برخې خپرې کړې، چې پر بنسټ یې د امریکا سیاست به د پاکستان د ډیموکراسۍ بېرته راګرځولو ته متمرکز وي.

همداراز دا قانون به د پاکستان لوړپوړي چارواکي او د هغوی کورنۍ د بندیزونو لپاره وڅېړي.

ویلسون زیاته چې دا قانون به د امریکا حکومت ته اجازه ورکړي، چې د هغو کسانو پر ضد بندیزونه ولګوي، چې په شعوري ډول یې د پاکستان سیاسي مخالفان ځورولي او بندي کړي دي.

دا لیک او قانوني مسوده په داسې حال کې وړاندې شوې، چې د ویلسون او روبیو ترمنځ له غونډې یوه اوونۍ تېره شوې.

ویلسون له دې ناستې وروسته ویلي وو: «زه له هغه سره د پاکستان د ډیموکراسۍ د بېرته راګرځولو لپاره د همکارۍ ته سترګې په لار یم.»

دا پرمختګونه وروسته له هغه راځي، چې د پاکستاني-امریکايي سیاسي اقدام کمېټې (PakPac) په وروستیو اوونیو کې په کانګرس کې څو غونډې کړي او له امریکایي استازو یې غوښتي، چې د پاکستان د ډیموکراسۍ او بشري حقونو په تړاو جدي دریځ ونیسي.

تر دې مخکې جو ویلسون د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ مشر جنرال عاصم منیر ته هم لیکونه استولي وو او ټینګار یې کړی و چې د امریکا او پاکستان قوي اړیکې د پاکستان له دیموکراتیکو اصولو او د قانون د حاکمیت سره تړلې دي.

هغه په دې لیک کې لیکلي و: «ډیموکراسي هغه وخت موثره وي، چې سیاسي مخالفان د سیاسي تورونو پر ځای د انتخاباتو په میدان کې ماته وخوري.»

له دغه لیک وروسته ویلسون د امریکا په کانګرس کې هم د عمران خان د ازادۍ غوښتنه کړې وه او ټینګار یې کړی، چې د پاکستان او امریکا اړیکې هغه وخت قوي کېږي چې پاکستان د دیموکراتیکو اصولو درناوی وکړي.