لاسلیک شوې تړونونه د بانکدارۍ، اورګاډي پټلۍ، کانونو ایستلو او د زېربناوو پانګونې په برخو کې شوې دي.
د ابوظبۍ ولیعهد او د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف ترڅنګ د پاکستان د فډرالي کابینې غړي، د پوځ مشر جنرال عاصم منیر، او د اماراتو پلاوي غړي هم په دې مراسمو کې حاضر وو.
له دغو مراسمو وروسته د ابوظبي ولیعهد د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سره دوه په دوه لیدلي او دواړو پر بېلابېلو مسایلو خبرې اترې وکړې.
په دغه ناسته کې شهباز شریف ویلي، چې پاکستان غواړي له متحده عربي اماراتو سره د ورورګلوۍ اړیکې ولري.
نوموړي وویل، دا د خوښۍ ځای دی، چې دواړه هېوادونه اوس د سیاسي اړیکو ترڅنګ په اقتصادي برخه کې یو له بل سره ګډې همکارۍ لپاره تازه ګامونه اخلي.
شهباز شریف د افغانستان-پاکستان-ازبکستان اورګاډي پټلۍ پروژې ته اشاره وکړه، ویې ویل چې ازبکستان دې پروژې ته لېوالتیا ښودلې او دغه پروژه به د ګوادر او ابوظبي بندرونو لپاره اساسي بدلون راولي.
هغه له پاکستان سره د اماراتو نه ستړې کېدونکې همکارۍ درناوی وکړ او ویې ویل، چې امارات له پاکستان سره د پانګونې پراخولو ته ځانګړې پاملرنه لري.
په ځواب کې شیخ خالد له پاکستان سره د اماراتو د دوامدار ملاتړ ژمنه تازه کړې او ټینګار یې کړی چې لاسلیک شوې تړونونه د دواړو هېوادونو ترمنځ باور او ژورې اړیکې څرګندوي.
شیخ خالد ته د پاکستان د عالي دولتي مډال ډالۍ
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، د جمعې په ورځ په ځانګړو مراسمو کې ولیعهد ته «نشان پاکستان» مډال ورکړ.
دغه مډال د شیخ خالد له خوا د پاکستان لپاره د نه ستړې کېدونکو هڅو او ملاتړ په ویاړ ورکړل شو.
په دې مراسمو کې لومړي وزیر شهباز شریف، لومړۍ میرمن اصفه بوټو زرداري، د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري، د سنا مجلس رییس یوسف رضا ګیلاني او د پاکستان ګڼو دولتي چارواکي ګډون درلود.
د ابوظبي ولیعهد پنجشنبه سهار د راولپنډي په نورخان هوایي اډه کې ښکته شوی و او په خپل دغه یو ورځني سفر کې په پاکستان کې پر اقتصادي همکاریو او پانګونې خبرې اترې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دا سفر د اوږدمهالو همکاریو د پراخولو لپاره و، چې دواړو هېوادونو څو تړونونه لاسلیک کړل.
د وزارت په وینا، دغه تړونونه به د ګډو پانګونو او اقتصادي همکاریو لپاره نوې لارې پرانیزي او دا سفر د پاکستان او اماراتو ترمنځ د ژورو ورورګلوۍ اړیکو ښکارندوی دی.
پاکستان ته د متحده عربي اماراتو دغه لوړ پوړی چارواکی داسې مهال سفر کوي، چې یاد هېواد له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دی او لومړي وزیر یې څه موده مخکې ګیله کړې وه چې هر هېواد ته د سفر پر مهال کوربانه فکر کوي، چې ګوندې د قرض غوښتو پسې ورغلی دی.
پاکستان ای اېم ایف بانک له لوري میلیاردونه ډالر پوروړی دی او هره میاشت پرې دغه پور ډېریدونکی دی؛ خو د پاکستان حکومت یې اوسمهال د ورکړې توان نه لري.
پر دې سربېره په پاکستان کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان تر نیول کیدو وروسته سیاسي ناورین هم مخ په پراخیدو دی او کاروپوهان یې حالت ترینګلی بولي.