ټرمپ: پوتین به د اوکراین په هره معامله کې پر خپل دریځ ودرېږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې دی باور لري چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به له اوکراین سره د هر هغه سولې تړون ته درناوی وکړي، چې ورسره ترسره کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې دی باور لري چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به له اوکراین سره د هر هغه سولې تړون ته درناوی وکړي، چې ورسره ترسره کېږي.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د برېتانیا له لومړي وزیر کیر سټارمر سره په خبرو کې وویل، د کرملین مشر به "پر خپل دریځ ولاړ وي."
ټرمپ سټارمر ته دا هم وویل، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې تړون پرمختګ کړی او امریکا له دواړو هېوادونو سره ښې خبرې کړې دي.
ټرمپ سټارمر ته وویل چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي به د جمعې په ورځ سپینې ماڼۍ ته سفر وکړي، څو یو «ډېر لوی تړون» لاسلیک کړي.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه پخوانی ټوکه رد کړه چې زېلېنسکي یې "دېکتاتور" بللی و.
کله چې د ژورنالیستانو لهخوا له هغه د ټولنیزو رسنیو په یوه پوسټ کې پهدې میاشت کې د هغه د نظر په اړه پوښتنه وشوه ډونالډ ټرمپ ځواب ورکړ. "ایا ما دا وویل؟ زه باور نشم کولی ما دا ویلي وي .»
د متحدهایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه توند پیغام کې د اوکراین ولسمشر
د متحدهایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فېبرورۍ ۱۹مه نېټه د ټروټ ټولنیزې شبکې له لارې په یوه خپاره شوي پیغام کې، ولادیمیر زېلېنسکي «له ټاکنو پرته دېکتاتور» بللی و او زیاته کړې یې وه، چې امریکا یې په جګړه کې ښکېله کړه.


د امریکا د کانګرس دوه غړو جو ویلسون او اګوست پلګر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته په یوه استولي لیک کې غوښتنه کړې، چې د پاکستان له چارواکو سره د عمران خان د خوشې کېدو لپاره خبرې اترې وکړي.
جو ویلسون په تېرو اوونیو کې څو ځله په اېکس پاڼه د عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر د ۲۰۲۳ کال له اګست راهیسې په زندان کې دی او ادعا کوي چې د ده پر ضد دوسیې سیاسي انګېزه لري.
ویلسون چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو او وسلهوالو ځواکونو د کمېټو مهم غړی دی، د جمهوري غوښتونکو د پالیسۍ کمېټې مشري هم کوي او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې ملګری ګڼل کېږي. پلګر بیا د جمهوري غوښتونکو د مطالعاتي کمېټې مشري پر غاړه لري.
په دې ګډ لیک کې چې د فبروري په ۲۵مه نیټه روبیو ته لېږل شوی، یادو استازو لیکلي: «موږ د سخت دریځو محافظهکارانو په توګه له تاسو غواړو چې د پاکستان له پوځي رژیم سره د عمران خان د خوشې کولو لپاره تعامل وکړئ.»
ویلسون د دغه لیک یوه نسخه په خپل ایکس پاڼه خپره کړې او ویلي یې دي، چې ده او پلګر له روبیو غوښتي چې د عمران خان د خوشې کېدو او د پاکستان د ډیموکراسۍ د بېرته راګرځولو لپاره هلې ځلې وکړي.
هغه زیاته کړې: «د امریکا او پاکستان اړیکې هغه وخت قوي کېږي چې د ازادۍ پر بنسټ ولاړې وي.»
په لیک کې عمران خان د «پاکستان یو محبوب مشر» بلل شوی او ویل شوي، چې د هغه خوشې کېدل کولای شي د امریکا او پاکستان ترمنځ د نویو اړیکو پیل وي چې د ازادۍ پر ارزښتونو ولاړې وي.
همداراز یادونه شوې چې عمران خان د ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال د پاکستان لومړی وزیر و او دواړو نږدې اړیکې درلودې.
ویلسون او پلګر ټینګار کړی چې عمران خان د «قضایي ناوړه استفادې» قرباني شوی او دا یې د هغه وضعیت سره پرتله کړې، چې ټرمپ په امریکا کې ورسره مخ دی. هغوی ویلي، چې عمران خان د «جعلي تورونو» پر اساس بندي شوی دی.
دغه استازي د ۲۰۲۲ کال د عدم اعتماد رایې له لارې د عمران خان ګوښه کول د «پاکستان کې د ډیموکراسۍ ځنډېدل» بللي او ادعا یې کړې، چې دې وضعیت د امریکا او پاکستان اړیکې ترینګلي کړي، ځکه چې په خبره یې د پاکستان پوځي رژیم د سیاسي مخالفانو ځپلو ته دوام ورکړی دی.
هغوی له امریکا غوښتي چې د ډیموکراسۍ، بشري حقونو، د قانون حاکمیت او اساسي ازادیو، په ځانګړي ډول د مطبوعاتو، غونډو او بیان ازادۍ ته د درناوي لپاره هڅې وکړي.
په لیک کې راغلي، چې له عمران خان سره باید د نورو سیاستوالو په څېر عادلانه چلند وشي او د هغه بندي کېدل د پاکستان د تاریخ «یو تیاره بڼه» ده.
د پاکستان د ډیموکراسۍ قانون وروستۍ پړاو ته رسېدلی
جو ویلسون همداراز ویلي، چې د «پاکستان د ډیموکراسۍ قانون» مسوده نږدې بشپړه شوې ده.
هغه د فبروري په ۱۳مه لومړی ځل د دې قانون د جوړېدو خبر ورکړی و او ویلي یې و، چې هدف یې د پاکستان د پوځي رژیم د هغو چارواکو تحریمول دي، چې د عمران خان په ځورونه او بندي کولو کې لاس لري.
ویلسون نن په ایکس کې د دې مسودې ځینې برخې خپرې کړې، چې پر بنسټ یې د امریکا سیاست به د پاکستان د ډیموکراسۍ بېرته راګرځولو ته متمرکز وي.
همداراز دا قانون به د پاکستان لوړپوړي چارواکي او د هغوی کورنۍ د بندیزونو لپاره وڅېړي.
ویلسون زیاته چې دا قانون به د امریکا حکومت ته اجازه ورکړي، چې د هغو کسانو پر ضد بندیزونه ولګوي، چې په شعوري ډول یې د پاکستان سیاسي مخالفان ځورولي او بندي کړي دي.
دا لیک او قانوني مسوده په داسې حال کې وړاندې شوې، چې د ویلسون او روبیو ترمنځ له غونډې یوه اوونۍ تېره شوې.
ویلسون له دې ناستې وروسته ویلي وو: «زه له هغه سره د پاکستان د ډیموکراسۍ د بېرته راګرځولو لپاره د همکارۍ ته سترګې په لار یم.»
دا پرمختګونه وروسته له هغه راځي، چې د پاکستاني-امریکايي سیاسي اقدام کمېټې (PakPac) په وروستیو اوونیو کې په کانګرس کې څو غونډې کړي او له امریکایي استازو یې غوښتي، چې د پاکستان د ډیموکراسۍ او بشري حقونو په تړاو جدي دریځ ونیسي.
تر دې مخکې جو ویلسون د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ مشر جنرال عاصم منیر ته هم لیکونه استولي وو او ټینګار یې کړی و چې د امریکا او پاکستان قوي اړیکې د پاکستان له دیموکراتیکو اصولو او د قانون د حاکمیت سره تړلې دي.
هغه په دې لیک کې لیکلي و: «ډیموکراسي هغه وخت موثره وي، چې سیاسي مخالفان د سیاسي تورونو پر ځای د انتخاباتو په میدان کې ماته وخوري.»
له دغه لیک وروسته ویلسون د امریکا په کانګرس کې هم د عمران خان د ازادۍ غوښتنه کړې وه او ټینګار یې کړی، چې د پاکستان او امریکا اړیکې هغه وخت قوي کېږي چې پاکستان د دیموکراتیکو اصولو درناوی وکړي.

د بندیانو او یرغملو د تبادلې پر دوام؛ حماس د څلورو اسراییلي یرغمل شویو مړي سره صلیب ته وسپارل. له بل پلوه بیا هغه بسونه چې فلسطیني بندیان لېږدوي؛ تازه غزې ته رسېدلي خو د خوشې شویو بندیانو کره شمېر لا معلوم نه دی.
لا تر اوسه په دغو بسونو کې د سپرو فلسطیني بندیانو شمېر نه دی خپور شوی.
الجزیرې تر دې نیم ساعت وړاندې راپور ورکړی و، چې اسراییل شاوخوا ۹۷ فلسطیني بندیان مصر ته سپارلي دي.
الجزیرې په خپله پاڼه کاږلي، دا د فلسطیني بندیانو هغه ډله ده، چې له فلسطین څخه جلاوطنه کېږي.
اسراییل ته د حماس لهخوا د جسدونو له سپارلو وروسته اسراییلي چارواکو د دغو جسدونو لومړنۍ عدلي ازموینه ترسره کړه.
د دواړو خواوو ترمنځ شوی اوربند د روان کال (د جنوري میاشت په ۱۹مه نېټه) ټینګ شو او د شته خنډونو سره، سره لاهم دوام لري.
دغه لومړی پړاړ اوربند به په روانه اوونۍ کې پای ته ورسېږي او د هغې د بل پړاو برخلیک، چې موخه یې د جګړې پای ته رسول دي؛ لاهم روښانه نه ده.
حماس وایي، چې تر اوسه پورې یې د دویم پړاو په اړه کوم وړاندیز نه دی ترلاسه کړی.
اسراییل د شنبې په ورځ وروسته له هغه چې حماس په یو لړ مراسمو کې شپږ یرغمل شوي کسان سره صلیب ته وسپارل؛ د فلسطیني بندیانو له خوشې کولو انکار وکړ او تېره ورځ یې بیا د بندیانو د خوشې کولو لپاره شرط کېښود.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې ترهګریزو بریدونو ته په غبرګون کې د امریکا په مشرۍ نړۍوال اېتلاف د همدې کال په اکټوبر میاشت کې پر افغانستان برید وکړ. امریکا او متحدینو یې ډېر ژر د طالبانو سختدریځه رژیم نسکور کړ او د لوېدیځ ملاتړی حکومت یې واک ته ورساوه.
خو کله چې ټرمپ په ۲۰۱۷ کې واک ته ورسېد، جګړه د کړکېچ حالت کې وه.
د دې تر څنګ، امریکا هر کال ۲۷ میلیارده ډالره پر پوځي لګښتونو لګول، چې دا د ولسمشر لپاره یو ستر مالي فشار و.
له همدې امله ټرمپ هڅه وکړه، چې ژر تر ژره له افغانستان څخه ووځي.
خو د ولسمشر د ملي امنیت ټیم چې ډېری غړي یې پخواني او اوسني جنرالان وو او ټرمپ ته یې شخصي وفاداري نه درلوده، هغه قانع کړ چې په افغانستان کې د امریکا ژمنې زیاتې کړي.
نوې ستراتیژۍ د طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي لپاره شرایط هم برابر کړل.
روان کال چې ټرمپ وکتل د پرمختګ هېڅ څرک نه شته، غوسه ورغله او پرېکړه یې وکړه چې له افغانستان څخه باید ووځي، نو ځکه دا ستراتیژي «مطلقه ناکامه» وه.
په همدې موده کې امریکا د افغان حکومت له ګډون پرته چې د طالبانو اصلي غوښتنه وه، له دې ډلې سره مستقیم مذاکرات پیل کړل.
دا خبرې، چې هدف یې د بینالافغاني مذاکراتو ته لاره هوارول وو، پر ځای یې افغان حکومت له بهیر څخه څنډې ته کړ.
په دې مذاکراتو کې ټرمپ څو ځله له افغانستانه د ناڅاپي وتلو ګواښ وکړ.
امریکایي چارواکو دغو دوامداره ګواښ ته "د ډیموکلس ټوېټ" نوم ورکړی و، معنا دا چې هر وخت یې امکان درلود چې ټرمپ پر ټوېټر (اوسني اېکس) اعلان وکړي، چې امریکا له افغانستان څخه وځي.
د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو چې د ټرمپ سخت پلوی و پوهېده، چې ولسمشر هر وخت د مذاکراتو درولو پرېکړه کولی شي، نو ځکه یې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ته امر وکړ، چې په هره بیه یوې هوکړې ته سره ورسېږي.
د پنټاګون یوه پخواني لوړپوړي چارواکي چې په مذاکراتو کې شامل و ویلي، چې پومپیو او خلیلزاد هېڅ "سره کرښه" نه لرله، ځکه دوی باور درلود چې «هر ډول توافق د توافق نه کولو څخه بهتر دی.»
خلیلزاد د افغان حکومت په مشرۍ د سولې پروسه پرېښوده او یوازې د طالبانو سره د هوکړې لپاره یې کار وکړ، دا چاره د افغان حکومت نارضایتي زیاته کړه.
همدا راز ټرمپ د اشرف غني سره د خپلو پلانونو په اړه هم ډېره کمه مشوره کوله.
پر دې ستونزو سربېره ټرمپ څو ځله په عامه توګه اعلان وکړ، چې غواړي امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.
دا څرګندونې د خلیلزاد موقف کمزوری کړ او طالبانو ته یې د لا سخت دریځۍ انګېزه ورکړه.
د امریکا-طالبانو هوکړه چې د ۲۰۲۰ کال د فېبرورۍ په میاشت کې په دوحه کې لاسلیک شوه، د طالبانو په ګټه وه او د افغان حکومت پر زیان و.
خلیلزاد د طالبانو اصلي غوښتنې ته تسلیم شو، په دې معنا چې پلان جوړ وو، چې په ۱۴ میاشتو کې ټول امریکایي او اېتلافي ځواکونه ووځي.
د دې په بدل کې طالبانو ژمنه وکړه، چې افغانستان به د ترهګرو د پټنځای په توګه نه کاروي او له افغان حکومت سره به مذاکرات کوي.
خو د پنټاګون پخواني چارواکي ویلي: «دا له ناورین څخه ډک تړون یو فا» تړون و. دا نه یوازې د امریکا ګټو لپاره تاوان و، بلکې د افغانستان لپاره یې هم ستر زیان درلود.»
په پای کې، طالبانو د ترهګرۍ ضد ژمنې پوره نه کړې او بینالافغاني مذاکرات یې نیمګړي پرېښودل.
دا توافق طالبانو ته لاره هواره کړه چې کابل د زور له لارې ونیسي، که څه هم د جو بایډن ادارې تر نظر لاندې د ۲۰۲۱ کال ګډوډ وتل د افغان حکومت د سقوط لپاره وروستی ګوزار و.
له طالبانو سره د ټرمپ معامله، د امریکا د متحدینو ګټې ته تاوان و، مخالف لوري ته یې ډېر امتیازات ورکړل او دا پرېکړه د امریکایي لګښتونو د کمولو لپاره یوه ضعیفهپرېکړه وه.

د متحدهایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل دفاع وزیر پېټ هېګسټ څخه غوښتي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې ښکېل ټول جنرالان له دندو ګوښه کړي.
ټرمپ او هېګست د چهارشنبې په ورځ (د کب ۸مه) د کابینې په غونډه کې ویلي، چې دوی له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو ناکام بهیر ارزوي.
د امریکا ولسمشر زیاته کړې: «زه به د دفاع وزیر ته ونه وایم چې څه وکړي، خو که د ده پر ځای وای، ټول مې له دندې ګوښه کول. فکر نه کوم چې د افغانستان په قضیه کې ښکېل جنرالان به ترفیع وکړي، ډېری به یې استعفا ته اړ شي.»
ټرمپ او هېګسټ د کابینې په غونډه کې ویلي، چې له افغانستانه د ناکامه وتلو بهیر ټول اړخونه ارزوي او هغوی به د مخکېني حکومت برعکس، په دې برخه کې ځوابویونکې وي.
د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ د دې غونډې پرمهال د ډونالډ ټرمپ په حضور کې وویل: «موږ له افغانستانه د ناکامه وتلو ټول اړخونه په بشپړ ډول ارزوو او اراده لرو چې ټول مسوولیت یې پر غاړه واخلو.»
ډونالډ ټرمپ په دې غونډه کې یو وار بیا له هغو کسانو څخه چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو په وتلو کې ښکېل وو، پر ځوابویلو ټینګار کړی دی.
همداراز، نوموړي ویلي، هغه کسان چې د امريکايي ځواکونو د مرګژوبلې مسوولان دي باید له دندو ګوښه شي.
ټرمپ له افغانستانه د امریکا وتل «وحشتناک» بللي او زیاتوي : «زه د هغو ۱۳ کسانو له کورنۍ سره چې وژل شوي، وغږېدم. هېڅوک د هغو کسانو په تړاو چې په شدید ډول ټپیان شوي، خبرې نه کوي. د هغوی لاسونو، پښو او مخونو زیان لیدلی او د بدن غړي یې له لاسه ورکړي. د دغه وتلو مدیریت واقعا وحشتناک و.»
د یادونې ده، چې شاوخوا درېنیم کاله مخکې د کابل هوايي ډګر دروازې مخې ته د داعش وسلهوالې ډلې په ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکايي پوځیان او ۱۷۰ ملکيان وژل شوي وو.

د امریکا د اوکلاهوما ایالات پولیسو ویلي، یو افغان موټر چلوونکي یوې ښځې ته چې د ښار په مرکزي برخه کې یوازې روانه وه، نږدې شو او څو ځله یې ورته کور ته د رسولو وړاندیز کړی.
پولیسو ویلي، لومړی هغې د یاد افغان وړاندیز رد کړی، خو بیا یې د هغه له خوا کور ته رسولو وړاندیز منلی، چې وروسته پرې جنسي تېری شوی دی.
د اوکلاهوما ایالت ټلسا ښار پولیس زیاتوي، چې دا سړی نور افغان نومېږي او پېښه په اکټوبر میاشت کې رامنځته شوې ده.
نور افغان دا ښځه کور ته نه ده رسولې او تر یوه پُل لاندې بېولې ده.
ښځې پولیسو ته ویلي، چې په موټر کې بېهوښه شوې او کله چې په هوښ راغلې، نور افغان پرې جنسي تېری کاوه.
له دې وروسته ښځې پولیسو ته راپور ورکړ او پولیسو خپلې پلتنې پیل کړې دي.
د ټلسا پولیسو د فېبرورۍ په ۲۵مه پر فېسبوک لیکلي، چې نور افغان اوس د لومړۍ درجې جنسي تېري په تور محاکمه کېږي.
په ورته وخت کې، د جنسي تېري او تاوتریخوالي پېښې د ټولنیزو او قانوني ادارو لهخوا جدي څېړل کېږي، په ځانګړي ډول که مجرم د کډوالو له ډلې وي.
دا ډول پېښې د هغو زرګونو افغان کډوالو پر وضعیت هم اغېزه کوي، چې د ښه ژوند او کار لپاره امریکا ته تللي دي.
دغه پېښه ښایي د قانوني سېسټم له لوري د سختو اقداماتو لامل شي او همداراز کولای شي چې د افغان کډوالو پر ټولییز انځور منفي اغېزې ولري.