شهباز شریف او زرداري په سخت باران کې د ابوظبۍ د ولیعهد هرکلي ته راووتل

د ابوظبۍ ولیعهد شیخ خالد بن محمد بن زاید ال نهیان پاکستان ته په خپل لومړني سفر کې اسلام اباد ته رسیدلی دی. دا سفر د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په بلنه ترسره شوی دی.

د ابوظبۍ ولیعهد شیخ خالد بن محمد بن زاید ال نهیان پاکستان ته په خپل لومړني سفر کې اسلام اباد ته رسیدلی دی. دا سفر د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په بلنه ترسره شوی دی.
د پنجشنبې په ورځ شهباز شریف، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او د پاکستان لومړۍ میرمنې اصفه بوټو زرداري په هوایی ډګر کې، چې تېز باران هم ورېده، د نوموړي هرکلی وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې دا سفر د پاکستان او متحده عربي اماراتو تر منځ د ورورۍ ژورې اړیکې څرګندوي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي همکارۍ د لا پیاوړتیا لپاره ګډې ژمنې منعکسوي.
د دغه سفر په ترڅ کې به شیخ خالد بن محمد بن زاید ال نهیان د پاکستان له مشرانو سره پراخې دوه اړخیزې خبرې اترې ولري، څو د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډو ګټو په اړه خپل نظرونه شریک کړي او د اقتصادي او پانګونې په برخو کې همکاري لا پیاوړې کړي.
د پاکستان د ایکسپرېس ټربیون د رپوټ له مخې، په دغه سفر کې به څو تړونونه او تفاهمنامې لاسلیک کیږي چې د اوږدمهاله همکارۍ لپاره د موجوده قوي چوکاټ د پراختیا په لور ګامونه پورته کوي.
د چارشنبې په ورځ، پاکستان او ازبکستان څو تړونونه لاسلیک کړل چې هدف یې د دفاع، ټکنالوژۍ، تخنیکي روزنې، او ځوانانو د پیاوړتیا په برخو کې د دوه اړخیزې همکارۍ پیاوړي کول دي.
دا تړونونه ازبکستان ته د شهباز شریف د دوه ورځني سفر په ترڅ کې لاسلیک شول، چې د ازبکستان د ولسمشر شوکت مرزایوف په بلنه ترسره شو. دواړو هېوادونو همدارنګه موافقه وکړه چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ هدف به دوه میلیارد ډالرو ته لوړ کړي.

د امریکا د کانګرس دوه غړو جو ویلسون او اګوست پلګر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته په یوه استولي لیک کې غوښتنه کړې، چې د پاکستان له چارواکو سره د عمران خان د خوشې کېدو لپاره خبرې اترې وکړي.
جو ویلسون په تېرو اوونیو کې څو ځله په اېکس پاڼه د عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر د ۲۰۲۳ کال له اګست راهیسې په زندان کې دی او ادعا کوي چې د ده پر ضد دوسیې سیاسي انګېزه لري.
ویلسون چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو او وسلهوالو ځواکونو د کمېټو مهم غړی دی، د جمهوري غوښتونکو د پالیسۍ کمېټې مشري هم کوي او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې ملګری ګڼل کېږي. پلګر بیا د جمهوري غوښتونکو د مطالعاتي کمېټې مشري پر غاړه لري.
په دې ګډ لیک کې چې د فبروري په ۲۵مه نیټه روبیو ته لېږل شوی، یادو استازو لیکلي: «موږ د سخت دریځو محافظهکارانو په توګه له تاسو غواړو چې د پاکستان له پوځي رژیم سره د عمران خان د خوشې کولو لپاره تعامل وکړئ.»
ویلسون د دغه لیک یوه نسخه په خپل ایکس پاڼه خپره کړې او ویلي یې دي، چې ده او پلګر له روبیو غوښتي چې د عمران خان د خوشې کېدو او د پاکستان د ډیموکراسۍ د بېرته راګرځولو لپاره هلې ځلې وکړي.
هغه زیاته کړې: «د امریکا او پاکستان اړیکې هغه وخت قوي کېږي چې د ازادۍ پر بنسټ ولاړې وي.»
په لیک کې عمران خان د «پاکستان یو محبوب مشر» بلل شوی او ویل شوي، چې د هغه خوشې کېدل کولای شي د امریکا او پاکستان ترمنځ د نویو اړیکو پیل وي چې د ازادۍ پر ارزښتونو ولاړې وي.
همداراز یادونه شوې چې عمران خان د ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال د پاکستان لومړی وزیر و او دواړو نږدې اړیکې درلودې.
ویلسون او پلګر ټینګار کړی چې عمران خان د «قضایي ناوړه استفادې» قرباني شوی او دا یې د هغه وضعیت سره پرتله کړې، چې ټرمپ په امریکا کې ورسره مخ دی. هغوی ویلي، چې عمران خان د «جعلي تورونو» پر اساس بندي شوی دی.
دغه استازي د ۲۰۲۲ کال د عدم اعتماد رایې له لارې د عمران خان ګوښه کول د «پاکستان کې د ډیموکراسۍ ځنډېدل» بللي او ادعا یې کړې، چې دې وضعیت د امریکا او پاکستان اړیکې ترینګلي کړي، ځکه چې په خبره یې د پاکستان پوځي رژیم د سیاسي مخالفانو ځپلو ته دوام ورکړی دی.
هغوی له امریکا غوښتي چې د ډیموکراسۍ، بشري حقونو، د قانون حاکمیت او اساسي ازادیو، په ځانګړي ډول د مطبوعاتو، غونډو او بیان ازادۍ ته د درناوي لپاره هڅې وکړي.
په لیک کې راغلي، چې له عمران خان سره باید د نورو سیاستوالو په څېر عادلانه چلند وشي او د هغه بندي کېدل د پاکستان د تاریخ «یو تیاره بڼه» ده.
د پاکستان د ډیموکراسۍ قانون وروستۍ پړاو ته رسېدلی
جو ویلسون همداراز ویلي، چې د «پاکستان د ډیموکراسۍ قانون» مسوده نږدې بشپړه شوې ده.
هغه د فبروري په ۱۳مه لومړی ځل د دې قانون د جوړېدو خبر ورکړی و او ویلي یې و، چې هدف یې د پاکستان د پوځي رژیم د هغو چارواکو تحریمول دي، چې د عمران خان په ځورونه او بندي کولو کې لاس لري.
ویلسون نن په ایکس کې د دې مسودې ځینې برخې خپرې کړې، چې پر بنسټ یې د امریکا سیاست به د پاکستان د ډیموکراسۍ بېرته راګرځولو ته متمرکز وي.
همداراز دا قانون به د پاکستان لوړپوړي چارواکي او د هغوی کورنۍ د بندیزونو لپاره وڅېړي.
ویلسون زیاته چې دا قانون به د امریکا حکومت ته اجازه ورکړي، چې د هغو کسانو پر ضد بندیزونه ولګوي، چې په شعوري ډول یې د پاکستان سیاسي مخالفان ځورولي او بندي کړي دي.
دا لیک او قانوني مسوده په داسې حال کې وړاندې شوې، چې د ویلسون او روبیو ترمنځ له غونډې یوه اوونۍ تېره شوې.
ویلسون له دې ناستې وروسته ویلي وو: «زه له هغه سره د پاکستان د ډیموکراسۍ د بېرته راګرځولو لپاره د همکارۍ ته سترګې په لار یم.»
دا پرمختګونه وروسته له هغه راځي، چې د پاکستاني-امریکايي سیاسي اقدام کمېټې (PakPac) په وروستیو اوونیو کې په کانګرس کې څو غونډې کړي او له امریکایي استازو یې غوښتي، چې د پاکستان د ډیموکراسۍ او بشري حقونو په تړاو جدي دریځ ونیسي.
تر دې مخکې جو ویلسون د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ مشر جنرال عاصم منیر ته هم لیکونه استولي وو او ټینګار یې کړی و چې د امریکا او پاکستان قوي اړیکې د پاکستان له دیموکراتیکو اصولو او د قانون د حاکمیت سره تړلې دي.
هغه په دې لیک کې لیکلي و: «ډیموکراسي هغه وخت موثره وي، چې سیاسي مخالفان د سیاسي تورونو پر ځای د انتخاباتو په میدان کې ماته وخوري.»
له دغه لیک وروسته ویلسون د امریکا په کانګرس کې هم د عمران خان د ازادۍ غوښتنه کړې وه او ټینګار یې کړی، چې د پاکستان او امریکا اړیکې هغه وخت قوي کېږي چې پاکستان د دیموکراتیکو اصولو درناوی وکړي.

پاکستانۍ ورځپاڼې «ده نېشن» راپور ورکړی، چې د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف د افغان ټرانس ریل پټلۍ پروژې ته د پاکستان پر ژمنې ټینګار کړی. هغه ویلي، چې دغه پروژه به په سیمه کې د سوداګرۍ په برخه کې لوی بدلون راولي.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ په تاشکند کې د پاکستان-ازبکستان سوداګریز فورم په ناسته کې د وینا پرمهال کړې دي.
د هغه په وینا کې، له ازبکستان سره به د دغې پروژې د ترلاسه کولو او عملي کولو لپاره په ګډه ګامونه پورته کړي.
هغه ویلي، چې د کراچۍ او ګوادر بندرونه به د اقتصادي فعالیتونو، صادراتو او وارداتو مرکز وي.
هغه زیاته کړې: «د پاکستان لوژیستیک ملي کمپنۍ لا دمخه د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا هېوادونو ته توکي لېږدوي.»
د هغه په وینا، دغه کمپنۍ به له خپل ازبک سیال سره یو ځای د انتقالاتو په برخه کې یو ګډ شرکت جوړ کړي.
تر دې وړاندې د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت یو پلاوي هم ازبکستان ته د خپل سفر پرمهال له ازبکي چارواکو سره د افغان - ټرانس پروژې د عملي چارو د پیل پر څرنګوالي او د همغږۍ پر زیاتوالي خبرې کړې وې.
که څه هم ازبکستان له افغانستان او پاکستان سره د ټرانس افغان پټلۍ پروژه په ۲۰۱۸ کال کې اعلان کړه؛ خو په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو له امله یې عملي کارونه وځنډول شول.
خو په ۲۰۲۲م کال کې د دغې پروژې عملي چارې پیل شوې.
افغان ټرانس پټلۍ د ازبکستان له ترمز ښاره پیلېږي او له مزارشریف او کابل څخه تر تېرېدو وروسته پېښور ته رسېږي.
افغانستان پر ازبکستان سربېره له ایران، چین او قزاقستان سره هېوادونو سره هم د ریل پټلۍ له لارې تګ راتګ او انتقالات لري.

نن پنځمه ورځ ده، چې د ډیورنډ په فرضي کرښه د تورخم دروازه د پاکستان لهخوا د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.
د دغې دروازې د تړل کېدو له امله نه یوازې په دغه لاره تلونکو ناروغانو، ښځو او ماشومانو په ګډون مساپرو ته ستونزې راولاړې کړې؛ بلکې هغه سوداګر یې هم زیانمن کړي، چې د کرښې دواړو غاړو ته یې په سوداګریزو توکو بار لارۍ هم په ټپه ولاړې دي.
د پاکستان د ګمرکاتو چارواکو ویلي، چې د تورخم بندر وروستۍ تړل کېدا د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته ۱۲ میلیونه ډالره زیان اړولی دی.
په ننګرهار ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې یوه غړي حاجي ګل مراد عرب افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، سیاست باید له سوداګرۍ جلا شي؛ د تورخم دواړو غاړو ته د نورو سوداګریزو توکو ترڅنګ په میوو او سبو بار سلګونه لارۍ په ټپه ولاړې دي، چې د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.
د هغه په وینا، د تورخم دروازې تړل کېدو افغان سوداګرو ته ډېر زیان اړولی او که یاده لاره همداسې تړلې پاتې شي؛ نو د تازه میوو او سبو سوداګر به دېوالیه شي.
د مومند په نوم یو سوداګر چې په سبو بار لارۍ یې په تورخم کې ولاړه ده وویل:« زه د افغانستان له لارې ازبیکستان او تاجکستان ته د تازه سبزو کار کوم؛ ډېر مال مې په تورخم کې بند پاتې دی؛ که لاره خلاصه نشي، نو زما تازه میوې او سابه به ټول خراب شي.»
پرون ورځ طالبانو په یوې خبرپاڼه کې ویلي و، چې د تورخم د دروازې د خلاصون لپاره یې په ننګرهار کې د طالبانو د والي مرستیال په مشرۍ یو پلاوی د پاکستاني لوري سره د خبرو اترو لپاره تورخم ته استولی؛ خو یادې خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې دي.
په سیمه کې ځایي پاکستاني خبریالانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، پرون تر ناوخته د دواړو لوریو ترمنځ خبرې اترې روانې وې چې د کومې پایلې پرته پای ته رسېدلې دي.
د دغو خبریالانو په وینا، ښایي یو ځل بیا د خبرو اترو دغه لړۍ له سره پیل شي او تمه کېږي چې یوې پایلې ته ورسېږي.
پښتون سياستوال افراسياب خټک د پاکستان لهخوا پر ډيورنډ کرښه د تورخم دروازې تړلو ته په غبرګون کې دوه ورځې وړاندې په اېکس پاڼه لیکي و، د پاکستان پوځي حکومت لسيزې د يوې نااعلان شوې جګړې په ترڅ کې وکولای شول تر خپل ملاتړ لاندې طالبان پر افغانستان حاکم کړي. اوس دواړه لوري د ډيورند کرښې دواړو خواوو ته د پرتو مېليونونو پښتنو پر اقتصادي قتل عام لګيا دي.
د تورخم دروازه څو ورځې وړاندې د پاکستاني لوري لهخوا په داسې حال کې وتړل شوه، چې طالبانو غوښتل فرضي کرښې ته نږدې پوځي تاسیسات جوړ کړي او پاکستان د دغې کړنې د مخنیوي لپاره له طالبانو د کار بندولو غوښتنه وکړه.

الجزیرې په یوه مطلب کې لیکلي، چې پاکستان له «بنسټپالنې او تاوتریخوالي» سره د مبارزې لپاره یوه نوې تګلاره وړاندې کړې، چې هدف یې د احتمالي وسیلو په کارولو سره د بنسټپالنې او تاوتریخوالي ډېرېدو په وړاندې مبارزه بلل شوې ده.
دغه تګلاره، چې په پوځي تاکتیکونو سربېره، د ښوونځیو په نصاب کې بدلون او د ټولنیزو رسنیو په کنټرول راڅرخي، داسې مهال را وړاندې کېږي، چې په پاکستان کې تاوتریخوالی او وژونکي وسله وال بریدونه مخ پر زیاتېدو دي.
د یادې تګلارې لومړی ګام، «بیا کتنه» ده چې د تعلمي نصاب اصلاح، د ځوانانو او نفوذ لرونکو لکه ښوونکو او مذهبي مشرانو ښکیلول، چې په ټولنیزو رسنیو کې د بنسټپالنې او افراطیت پر ضد ملي روایت غښتلی کړي.
په اسلام اباد کې د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز ویلي، ۲۰۲۴ کال په نږدې یوه لسیزه کې د پاکستان لپاره ترټولو خونړی کال و.
د دغه مرکز شمېرې ښيي، چې ۲۰۲۴کال پاکستان کې په بریدونو کې ۲۵۲۶ کسان وژل شوي، چې شاوخوا ۷۰۰یې امنیتي ځواکونه، تر ۹۰۰ ډیر ملکي وګړي او شاوخوا ۹۰۰ وسله وال شامل دي.
یاد څېړنیز مرکز زیاتوي، چې د دغو بریدونو ډیره برخه د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي لهخوا ترسره شوي.
د پاکستان د ملي پراختیا او څېړنو مرکز یو غړی، ډاکټر دایب ګیلاني، الجزیرې تلویزون ته ویلي، چې پاکستان دغې تګلاره ته ورته ډیر نور چوکاټونه هم تر دې وړاندې رامنځته کړي وو، خو په دغې نوې تګلاره کې بدلون دا دی، چې په ټولنه کې د بنسټپالنې او تاوتریخوالي پر ضد مبارزه کوي، ترڅو د افراطیت د زیاتوالي مخه ونیسي.
ښاغلي ګیلاني، الجزیرې سره په یوه وروستۍ مرکه کې ویلي:«د ترهګرۍ پر وړاندې تش په نامه جګړې موږ ته دا ښودلې، چې یوازې پوځي عملیات دوامداره تګلاره نه ده، او دا لنډمهاله لاسته راوړنې دي.»
ښاغلی ګیلاني وایي، چې د بنسټپالنې او افراطیت پر ضد ملي پالیسي په ۲۰۱۹ کال کې چمتو شوې وه، خو په هېواد کې سیاسي بې ثباتي د دې لامل شوه، چې تر۲۰۲۴ کال پورې یاده پالیسي وځنډوي، او په تېر ډیسمبر کې د لومړي وزیر شهباز شریف کابینې تصویب کړه.
ډیری د سیاسي چارو شنوونکي وایي، د پاکستان د دې تګلارې جزیات خورا ګټور دي،خو د پوځ د مشرتابه د امر لاندې پلي کول به یې ستونزمن وي.
کارپوهان په دې باور دي، چې د بنسټپالنې او ترهګرۍ ضد تګلاره، لکه څنګه چې ښکاري یو نوی پلان دی، خو په حقیقت کې دا د تېرو تګلارو د دوام یوه لړۍ ده.

د بېځایه شویو نړۍوال سازمان په پاکستان کې د افغان ښځو د حقونو فعالې او خبریالې فهیمه زاهد دروازي پر نیول کېدو اندېښنه څرګنده کړه. دغه سازمان دارنګه د پاکستان له حکومته غوښتي، هغه کسان دې نه شړي، چې افغانستان ته تر ستنېدو وروسته یې ژوند له ګواښ سره مخ کېږي.
فهیمه زاهد دروازي تېره ورځ د اسلام اباد په باره کهو سیمه کې د پولیسو لهخوا ونیول شوه.
دغه سازمان پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د هغې او د نورو افغان کډوالو د نیولو او له پاکستانه یې د شړلو مسله یوه «جدي ستونزه» ده، چې د پام وړ نړۍوال نیوکې یې هم راپارولې دي.
په دغه یادښت کې راغلي، په وروستیو میاشتو کې پاکستان د افغان کډوالو د بېرته ستنولو هڅې ګړندۍ کړې دي چې له امله یې د هغو کسانو ترمنځ پراخه وېره رامنځته شوې چې په افغانستان کې د طالبانو له ځورونې تښتېدلي دي.
د دغه سازمان راپورونه ښیي، چې په وروستیو کې په پاکستان کې افغان کډوال د نیونې، ځورونې او د شړلو له ګواښونو سره مخ شوي دي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې د دغو کډوالو په ډله کې د مدني ټولنو فعالینو، ژورنالیستانو او د ښځو د حقونو فعالانو په ګډون ډېر هغه نور کسان هم شامل دي؛ که چیرې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته ستانه شي، نو ژوند یې له سخت ګواښ سره مخ کېږي.
په دغه لیکنه کې دارنګه راغلي: «د فهیمه زاهد دروازي قضیه هغه ګواښ ته اشاره کوي، چې په پاکستان کې افغان کډوال ورسره مخ دي. د ښځو د حقونو د فعالې او خبریالې په توګه افغانستان ته د هغې جبري ستنېدل کولای شي، هغه د سختې ځورونې سره مخ کړي.»
دغه سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې فهیمه زاهد دروازي ژر تر ژره خوشې کړي او د هغې خوندیتوب ډاډمن کړي.
دغه سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ وځنډوي او له نړۍوالو سازمانونو سره همکاري وکړي؛ ترڅو دوی ته اړین خوندیتوب او ملاتړ چمتو کړي.
د دغه یادښت په وروستۍ کرښه کې راغلي، د بشري حقونو درناوی او هغو کسانو ته پناه ورکول چې له ځورونې څخه تښتي؛ هغه بنسټیز مسوولیتونه دي، چې پاکستان یې باید درناوی وکړي.
تر دې څو ورځې وړاندې د پاکستان حکومت د ښځو د حقونو یوه بله فعاله زهرا موسوي هم په اسلام اباد کې د خپل زوی سره یې یوځای نیولې وه، چې لا یې هم برخلیک روښانه نه دی.
له بل پلوه تازه پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد حکومت پلان لري څو د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړي او په دغه پړاو کې شاوخوا ۸۰۰ زره کسان د بېځایه کېدو له ګواښ سره مخ دي.
د راپورونو له مخې، د هغو افغانانو د استوګنې موده چې غواړي درېیم هېواد ته لاړ شي، د ۲۰۲۵ کال د جون میاشتې تر ۳۰مې پورې غځول شوې؛ خو د ۲۰۲۵ کال تر سپټمبر پورې له بل هېواده د ویزې د نه ترلاسه کولو په صورت کې هغوی هم ناقانونه کډوال ګڼل کېږي او له دغه هېواده به و اېستل شي.
