روسیه: هغه «ترهګر» مو وژلی، چې د مسکو پر مټرو تر برید وروسته یې غوښتل افغانستان ته وتښتي

د روسیې د امنیتي چارو اداره وایي، چې د دغه هېواد ځانګړو ځواکونو یو «ترهګر» چې غوښتل یې په مسکو کې پر یوې کنیسې او مټرو برید وکړي؛ وژلی دی.

د روسیې د امنیتي چارو اداره وایي، چې د دغه هېواد ځانګړو ځواکونو یو «ترهګر» چې غوښتل یې په مسکو کې پر یوې کنیسې او مټرو برید وکړي؛ وژلی دی.
دغه اداره وایي، وژل شوي کس غوښتل تر برید وروسته افغانستان ته ولاړ شي او یوې نړۍوالې ترهګرې ډلې سره یوځای شي.
که څه هم دغې ادارې د دغه کس د هویت په اړه څه نه دي ویلي؛ خو په وینا یې، دغه کس د منځنۍ اسیا د یوه هېواد اوسېدونکی دی.د دغه بنسټ په وینا، وژل شوي کس غوښتل چې په مسکو کې د یهودانو پر مذهبي مرکز او مټرو برید وکړي.دغه اداره وایي، ځانګړي ځواکونه د هغه د نیولو لپاره سیمې ته ورغلي وو؛ خو هغه مقاومت وکړ او په ځوابي ډزو کې ووژل شو.دغه اداره زیاتوي، چې د دغه کس له پټنځای څخه چاودېدونکي توکي او وسلې ترلاسه شوي دي.له دغه عملیاتو څخه په خپرې شوې ویډیو کې ښکاري، چې وژل شوي کس په دغه پټنځای کې د داعش بېرغ هم لاره.


اسراییل د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې غزې ته یې د هر ډول بشري مرستو د لېږد مخه نیولې چې له دې سره په فلسطین کې د خوراکي توکو تر څنګ روغتیایي ناورین ډېر شوی دی. حماس بیا دغه پرېکړه د شپږو اونیو اوربند پر ضد «کودتا» وبلله.
که څه هم د اوربند په لومړي پړاو کې د بشري مرستو لېږد زیات شوی و؛ خو هلته د جګړو له کبله بنسټیزې زیربناوې ورانې شوې او د بېځایه شویو وګړو لوږه مخ په پراخېدو ده.
د اسراییل د لومړي وزیر له لوري د بشري مرستو پر لېږد تازه بندیز د لوږې دغه کچه لا پسې ډېره کړې ده.
د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د یکشنبې ورځې خبرپاڼه کې لیکلي:« بنیامین نتنیاهو پرېکړه کړې، چې له نن سهار راهیسې غزې ته د ټولو مالونو او مرستو داخلېدل ودرول شي».
په خبرپاڼه کې خبرداری ورکړل شوی، که حماس د اوربند لنډمهاله تمدید ونه مني؛ له بد «برخلیک» سره به مخ شي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش د یکشنبې په ورځ غزې ته د بشري مرستو د دغه بندیزونو د ژر تر ژره لرې کېدو غوښتنه وکړه.
ملګرو ملتونو په یوه خبرپاڼه کې چې پر «اېکس» خپره شوې ویلي:« عمومي منشي له ټولو خواوو غواړي، چې جګړې ته بېرته له ګرځېدو څخه مخنېوی وکړي. نوموړی د بشري مرستو د روانېدو او د ټولو بندیانو خوشې کېدو غوښتنه کوي».
د تلپاتې اوربند هیله
د غزې ۲۱ کلن اوسېدونکی مایس ابو عامر هیله څرګنده کړې، چې شوی اوربند باید تلپاتی شي. هغه ووویل:« زموږ هېواد ډېر وران شو او موږ ته باید د بیارغونې لپاره فرصت راکړل شي».
حماس د بشري مرستو د ځنډېدو په برخه کې د اسراییل پرېکړه «ارزانه باج اخېستنه، جنګي جنایت او د اوربند پر هوکړې ښکاره کودتاه» وبلله.
د غزې د ملکي دفاع ادارې هم راپور ورکړ، چې د غزې سوېل ته د خان یونس ښار ختیځه څنډه کې د اسراییلي زغرواله ټانکونو لهخوا «توپچي ډزې» او بریدونه شوي دي.
خو د اسراییل پوځ ویلي، چې په دې سیمه کې له هر ډول توپچي بریدونو نه دي خبر.
په همدې حال کې د فلسطین سرې میاشتې ادارې ویلي، چې په دغه سیمه کې د اسراییل هوایي برید یو تن وژلی.
د اوربند ساتلو هڅې
مصر، سور صلیب او ملګري ملتونه له ټولو خواوو غواړي چې اوربند وساتي.
د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي ویلي:« د جنورۍ په میاشت کې د لاسلیک شوې هوکړې د صادقانه عملي کېدو پرته بل بدیل نشته».
هغه له اروپایي ټولنې وغوښتل، چې د اوربند ساتلو لپاره پر اسراییل فشار راوړي.
عبدالعاطي زیاته کړه، مصر د غزې د بیارغونې پلان چمتو کړی چې د مارچ په څلورمه به د عربي مشرانو په بېړنۍ غونډه کې وړاندې شي.
د مرستو د ځنډ اعلان وروسته د فرانسې خبري اژانس (AFP) انځورونه خپاره کړل، چې ښيي په رفح پوله کې د مصر لهخوا پر مرستو بار لارۍ غزې ته د ننوتو په تمه ولاړې دي.
د اسراییل د سختدریځه ماليې وزیر بزالل سموتریچ چې ګوند یې د نتنیاهو د حکومت ملاتړ کوي، له دې پرېکړې هرکلی وکړ.
د اسراییل پلان له مخې، که پر دایمي اوربند هوکړه وشي پاتې بندیان به هم ازاد شي.
د حماس ویاند حازم قاسم ټینګار وکړ، چې اسراییل به «د دغې پرېکړې پایلې هم د غزې د خلکو او هم د بندیانو د برخلیک په اړه» زغمي.
د فلسطین اسلامي جهاد ډلې هم اسراییل تورن کړ، چې د اوربند «د ماتولو» هڅه کوي.
د ۲۵۱ بندیانو له ډلې، چې حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه پر اسراییل تر برید وروسته یرغمل نیولي وو؛ ۵۸ تنه یې لا هم په غزه کې دي.
اسراییلي پوځ منلې، چې ۳۴ کسان پکې وژل شوي دي.
دغه مرستې داسې مهال ځنډېږي، چې فلسطینیان په غزه او د نړۍ په اسلامي هېوادونو کې د روژې درېیمه ورځ نمانځي.
په نومبر میاشت کې د ملګرو ملتونو تر ملاتړ لاندې ارزونه ښيي، چې شمالي غزه کې د قحطۍ جدي ګواښ شته.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو چې هېواد یې د اسراییل تر ټولو لوی پوځي ملاتړ کوونکی دی د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې له اسراییل سره د ۴ مېلیارد ډالرو پوځي مرستو هوکړه لاسلیک شوې، چې ژر به پلي شي.

په فراه ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکي خبر ورکوي، چې د پرلپسې ورښتونو له کبله په دغه ولایت کې د کورونو نړېدو او سېلابونو راوتو له کبله لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه شوي او ۴۴ نور ټپیان دي.
په فراه ولایت کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې لپاره د طالبانو مشر محمد اسراییل سیار ویلي، چې په دغو مړو شویو او ټپیانو کې ګڼ شمېر یې ماشومان او ښځې دي.
د معلوماتو له مخې، د فراه ولایت په قلعه کاه ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۲۱کسه غړي د ورښتونو له کبله سېلاب وړي وو، چې مړي یې موندل شوي دي.
د طالبانو یاد چارواکی خبر ورکوي، چې په دغو ورښتونو کې د فراه اوسېدونکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي چې پکې لسګونه کورونه هم نړېدلي دي.
د ښاغلي محمد اسراییل په وینا؛ بکواه ولسوالۍ دغو ورښتونو او سېلابونو له کبله ډېره ځپل شوې ده.
د هغه په خبره، د طالبانو له اړونده وزارت سره یې د فراه د سېلاب ځپلو معلومات شریک کړي او هیله لري چې ډېر ژر به ورسره کافي مرستې وشي.
په فراه کې طالبان وايي، لومړنۍ او بېړنۍ مرستې یې خلکو ته رسولې دي؛ خو بسنه نه کوي.
په تېرو دوو اونیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د مرګ ژوبلې تر څنګ سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي؛ خو له ورښتونو او سېلاب ځپلو سره لازمې مرستې نه دي شوې.
شکایتونه دا دي، چې طالبانو او مرستندویه ادارې یوازې د خبرو تر حده په ژمنو کې پاتې شوې او په عملي توګه یې د خلکو د لاسنیوي لپاره هېڅ نه دي کړي.
له فقر او لوږې سره هممهاله د افغانستان وروستي ورښتونه او سېلابونو د عامو وګړو د ژوند پر وړاندې یو بل لوی ګواښ دی.
غوښتنې دا دي، چې نړۍواله مرستندویه ادارې باید له سېلاب ځپلو او بېوزله افغانانو سره لازمې مرستې وکړي؛ څو له دغه بشري ناورینه خوندي پاتې شي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره وايي، په افغانستان کې مېلیونونه خلک د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او ډېری یې نه پوهېږي، چې خپل راتلونکې خواړه له کومه کړي.
اوچا پر اېکس پاڼه لیکلي، دا مهال په ټول افغانستان کې ۱۴.۸ مېلیونه وګړي د خوراکي توکو د کمښت او نه خوندیتوب سره مخ دي.
اوچا زیاته کړې، چې په ټول افغانستان کې ۳.۱ مېلیونه خلک له بېړني حالت سره مخ دي.
یادې ادارې د بشرپاله مرستو لپاره د بودجې د کموالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلی دي، چې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی.
د اوچا په وینا، په افغانستان کې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د اړینو ۱.۹ مېلیارد ډالرو څخه یوازې ۹.۹ مېلیونه ډالر ورکړل شوي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.
بل خوا د سره صلیب نړۍوالې کمیټې ( ای سي ار سي ) هم په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بشري ناورین د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او په دغه هېواد کې یې له اړمنو سره د بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.
د دغې کمیټې اجرایوي مشر پیر کرهینبول افغانستان ته له سفر وروسته وویل، په افغانستان کې بشري وضعیت "کړکېچن" دی او مېلیونونه افغانان دا مهال بشري مرستو ته اړتیا لري.
د سره صلیب نړۍوالې کمیټې (د فبرورۍ په ۲۴مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي و، چې د دغه سازمان مشر په افغانستان کې د بشري وضعیت ارزونه کړې او له طالب چارواکو سره یې لیدلي دي.
د ای سي ار سي اجرایوي مشر کرهینبول په افغانستان کې د ټولنو اړتیاوو ته د رسېدو په موخه د بې پرې او خپلواک بشرپاله کړنې پر اهمیت ټینګار وکړ.
همداشان څو ورځې وړاندې نړۍوال بانک هم ویلي و، چې افغانستان د خوړو د خوندیتوب له سخت بحران سره مخ دی او لږ تر لږه ۲.۹ مېلیونه وګړي د لوږې په ژۍ ولاړ دي.
د دغه بانک په وینا، دا مهال ۱۲.۶ مېلیونه وګړي چې د افغانستان د نفوس یو پر درېیمه برخه کېږي؛ د خوراکي توکو له نه خوندیتوب سره مخ دي.
د نړۍوال په خبره، اقتصادي بې ثباتي، د اقلیم بدلون او د کرنیزو محصولاتو ګډوډېدل د افغانستان لپاره د لومړنیو اړتیاوو پوره کول ستونزمن کړي دي.
راپور کاږي، په داسې حال کې چې نړۍ غواړي تر ۲۰۳۰ کاله پورې د لوږې کچه صفر ته راټيټه کړي؛ خو په افغانستان کې بشري ناورین دغې موخې ته د رسېدو لپاره بل انځور وړاندې کوي.

په سریلانکا کې د افغانستان پخوانی سفیر او د بېځایه شویو نړۍوال سازمان مشر محمداشرف حیدري وایي، چې د افغانستان د کډوالۍ ناورین د حل لپاره باید د طالبانو د حکومت «نامشروع» واکمني پای ته ورسول شي؛ ترڅو په افغانستان کې د پراخې کډوالۍ مخه ونیول شي.
هغه زیاته کړې، نړۍواله ټولنه باید د یوې سیاسي پروسې ملاتړ وکړي؛ ترڅو په افغانستان کې مشروع حکومت رامنځته شي، د افغانانو بنسټیز حقونه تضمین او د ټیکاو لپاره لاره هواره کړي.
نوموړي ډیس پلېس انټرنشنل سره په مرکه کې د ولسمشر ټرمپ ادارې ته ځینې سپارښتنې کړې.
د دغو سپارښتنو موخه د افغان کډوالو د خوندیتوب او د بشري حقونو د خوندي کولو لپاره د سملاسي اقدام اړتیا څرګندول دي.
د هغه په وینا، د دغو سپارښتنو په عملي کولو سره به په افغانستان کې د جبري کډوالۍ په کچه کې کموالی راشي.
ښاغلی حیدری ټینګار کوي، چې متحده ایالا باید د P1-P4 کډوالو غوښتنې په بېړنۍ توګه و ارزوي. هغه وړاندې وایي، دغه پناه غوښتونکي هغه کسان دي چې په افغانستان کې د پخواني حکومت، مدني ټولنې او نړۍوالو ماموریتونو سره د پخوانیو اړیکو له امله په ګواښ کې دي.
په ورستیو کې له پاکستان څخه په زوره د افغان کډوالو شړلو او ځورولو ته په اشارې؛ ښاغلی اشرف حیدري وایي، نړۍواله ټولنه باید په پاکستان فشار راوړي؛ ترڅو د افغان کډوالو د ځورونې او په زوره شړنې د پروسې مخه ونیسي.
د هغه په خبره، ډېری کډوال چې بېرته افغانستان ته په جبري توګه ستنېږي؛ له بېړني ګواښ سره مخ کېږي.
هغه وایي، پاکستان باید د کډوالو د حقوقو د خوندي کولو په اړه ژمنه وکړي او د دوامداره حل لارې لپاره یې له نړۍوالو شریکانو سره کار وکړي، چې په درېیم هېواد کې د بیا مېشتېدو او خوندیتوب لپاره قانوني لارې رامنځته کړي.
پخواني سفیر محمد اشرف حیدری دغه سپارښتنې د افغانستان د جبري کډوالۍ بحران د حل لپاره یوه مهمه لار ګڼي.
هغه دغه راز ویلي، د دغو سپارښتنو په پلي کېدو سره متحده ایالات کولای شي چې د افغان کډوالو د ژوند د خوندیتوب لپاره یو مثبت ګام واخلي او د نړۍوالو بشري حقوقو د اصولو په رڼا کې د افغانانو لپاره یو هیله رامنځته کړي.

بیجینګ د امریکا لهخوا د نوو ګمرکي تعرفو پر وړاندې د غبرګون پر اقداماتو غور کوي او د امریکا کرنیز محصولات یې تر خپلې نښې لاندې راوستې دي. د چین دولتي رسنۍ «ګلوبل ټایمز» د راپور له مخې، دا ګام به د نړۍ د دوو لویو اقتصادونو ترمنځ سوداګریز کړکېچ لا پسې سخت کړي.
تېره اونۍ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین ته ګواښ وکړ، چې پر چینایي توکو به «۱۰ سلنه اضافي تعرفې ولګوي» چې له سې شنبې ورځې څخه به دغه پرېکړه پلي شي.
له دې سره، ټولې تعرفې ۲۰ سلنې ته رسېږي.
ټرمپ همداراز پر بیجینګ تور ولګاوه، چې امریکا ته د «فنتانیل نشهيي توکو» د مخنیوي لپاره یې کافي هڅه نه ده کړې؛ خو چین دغه ادعا «باج اخیستنه» وبلله.
د ګلوبل ټایمز د روان لمریز کال د (کب ۱۳مې) د دوشنبې ورځې د راپور له مخې، یوې سرچینې ویلي: «چین د امریکا لهخوا د ۱۰ سلنه اضافي تعرفو ګواښ ته د ځواب ویلو لپاره د متقابلو اقداماتو پر ارزونه او تنظیم بوخت دی».
په راپور کې راغلي:« دغه غبرګوني اقدامات به تعرفې او نور غیرتعرفوي تدابیر ولري او ډېر احتمال شته، چې د امریکا کرنیز او خوراکي محصولات به په دې نوملړ کې شامل وي».
امریکا له اوږدې مودې راهیسې په سوداګریزو جګړو کې زیانمنه شوې او چین اکثره وخت د امریکا کرنیز محصولات د فشار وسیلې په توګه کارولي دي.
که څه هم له ۲۰۱۸ کال راهیسې چین له امریکا واردات کم کړي؛ خو بیا هم د امریکا کرنیزو محصولاتو لپاره تر ټولو لوی بازار ګڼل کېږي.
دغه کمښت هغه وخت رامنځته شو، کله چې بیجینګ د ټرمپ لهخوا د چین پر توکو تعرفو ته د غبرګون په توګه د سویابین، غوايي غوښې، خنزیر غوښې، غنمو، جوارو او د سورګوم پر محصولاتو تر ۲۵ سلنه پورې تعرفې ولګولې.
چین چې د نړۍ تر ټولو لوی کرنیز واردوونکی هېواد دی او نړۍ کې دویم ستر اقتصاد لري، په ۲۰۲۴ کال کې له امریکا څخه ۲۹.۲۵ میلیارده ډالره کرنیز محصولات وارد کړل، چې دغه شمېره د تېر کال پرتله ۱۴ سلنه کمه شوې ده. دا کموالی په ۲۰۲۳ کال کې هم ۲۰ سلنه و.
ګلوبل ټایمز چې د چین د کمونېست ګوند رسمي ورځپاڼې پیپلز ډیلي تر ملکیت لاندې رسنۍ ده، لومړی ځل تېر کال د اروپایي ټولنې لهخوا د چینایي برېښنايي موټرو پر تعرفو د چین غبرګون په اړه خبر ورکړ.
ټرمپ به له تعرفو په شا شي؟
کارپوهان وايي، بیجینګ لا هم هیله لري، چې د ټرمپ له ادارې سره هوکړې ته ورسېږي؛ خو د سوداګریزو خبرو اترو د نشتوالي له امله دغه هیله ورځ تر بلې پېکه کېږي.
د بیجینګ پوهنتون د نړۍوالې همکارۍ او همغږۍ د انسټیټیوټ مشر وانګ دونګ وویل:« د چین او امریکا ترمنځ سوداګریزه جګړه حتمي نه ده؛ خو د تعرفو لګول د ټرمپ لهخوا اوسمهال یوه ناسمه پرېکړه ده».
هغه زیاته کړه: «ټرمپ او سلاکاران یې فکر کوي، چې تعرفې به پر چین فشار راوړي؛ خو دغه اقدام به برعکس پایله ولري او چین به حتمي یو سخت غبرګون وښيي».
په ۲۰۱۸ کال کې هغه مهال چې ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې متقابلې تعرفې ولګولې؛ یوه سوداګریزه جګړه یې پیل کړه او له کبله یې بازارونه په مالي توګه زیانمن کړل، چې ورسره یې نړۍواله اقتصادي وده هم اغېزمنه کړه.
دا ځل ټرمپ د «فنتانیل سره تړلې تعرفې د فبرورۍ په ۴مې اعلان کړې» او بیجینګ سمدستي ځواب ورکړ.
چین یو لړ متقابل اقدامات اعلان کړل، چې پکې د امریکایي شرکتونو لکه «ګوګل او د کلوین کلاین» برانډ څښتنان یې په نښه کړل او پر سکرو، تېلو او ځینو امریکایي موټرو یې تعرفې ولګولې.
د چین د سوداګرۍ وزارت د جمعې په ورځ وویل، هیله لري چې له امریکا سره سوداګریز مذاکرات ژر تر ژره بیا پیل شي؛ خو خبرداری یې ورکړ که داسې ونشي، نو چین به یې به غبرګون کې خپل اقدامات پلي کړي.
د دولتي رسنیو د راپور له مخې، د چین کمونېست ګوند لوړپوړو غړو هماغه ورځ یوه مهمه ناسته وکړه او ژمنه یې وکړه چې بهرنۍ اقتصادي شېبې به مهار کړي.
دغه ناسته یوه اونۍ وروسته له هغه ترسره شوه، چې سپینې ماڼۍ «لومړی امریکا» تر نامه لاندې د پانګونې یادښت خپور کړ او چین یې د «بهرنیو سیالانو» په نوملړ کې شامل کړ.