• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل غزې ته د مرستو لېږد ځنډولی؛ حماس دا کار د اوربند پر ضد «کودتا» بللې

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۲۹ GMT+۰تازه شوی: ۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۲۱ GMT+۰

اسراییل د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې غزې ته یې د هر ډول بشري مرستو د لېږد مخه نیولې چې له دې سره په فلسطین کې د خوراکي توکو تر څنګ روغتیایي ناورین ډېر شوی دی. حماس بیا دغه پرېکړه د شپږو اونیو اوربند پر ضد «کودتا» وبلله.

که څه هم د اوربند په لومړي پړاو کې د بشري مرستو لېږد زیات شوی و؛ خو هلته د جګړو له کبله بنسټیزې زیربناوې ورانې شوې او د بې‌ځایه شویو وګړو لوږه مخ په پراخېدو ده.

د اسراییل د لومړي وزیر له لوري د بشري مرستو پر لېږد تازه بندیز د لوږې دغه کچه لا پسې ډېره کړې ده.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د یکشنبې ورځې خبرپاڼه کې لیکلي:« بنیامین نتنیاهو پرېکړه کړې، چې له نن سهار راهیسې غزې ته د ټولو مالونو او مرستو داخلېدل ودرول شي».

په خبرپاڼه کې خبرداری ورکړل شوی، که حماس د اوربند لنډمهاله تمدید ونه مني؛ له بد «برخلیک» سره به مخ شي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش د یکشنبې په ورځ غزې ته د بشري مرستو د دغه بندیزونو د ژر تر ژره لرې کېدو غوښتنه وکړه.

ملګرو ملتونو په یوه خبرپاڼه کې چې پر «اېکس» خپره شوې ویلي:« عمومي منشي له ټولو خواوو غواړي، چې جګړې ته بېرته له ګرځېدو څخه مخنېوی وکړي. نوموړی د بشري مرستو د روانېدو او د ټولو بندیانو خوشې کېدو غوښتنه کوي».

د تلپاتې اوربند هیله

د غزې ۲۱ کلن اوسېدونکی مایس ابو عامر هیله څرګنده کړې، چې شوی اوربند باید تلپاتی شي. هغه ووویل:« زموږ هېواد ډېر وران شو او موږ ته باید د بیارغونې لپاره فرصت راکړل شي».

حماس د بشري مرستو د ځنډېدو په برخه کې د اسراییل پرېکړه «ارزانه باج‌ اخېستنه، جنګي جنایت او د اوربند پر هوکړې ښکاره کودتاه» وبلله.

د غزې د ملکي دفاع ادارې هم راپور ورکړ، چې د غزې سوېل ته د خان یونس ښار ختیځه څنډه کې د اسراییلي زغرواله ټانکونو له‌خوا «توپچي ډزې» او بریدونه شوي دي.

خو د اسراییل پوځ ویلي، چې په دې سیمه کې له هر ډول توپچي بریدونو نه دي خبر.

په همدې حال کې د فلسطین سرې میاشتې ادارې ویلي، چې په دغه سیمه کې د اسراییل هوایي برید یو تن وژلی. 

د اوربند ساتلو هڅې

مصر، سور صلیب او ملګري ملتونه له ټولو خواوو غواړي چې اوربند وساتي.

د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي ویلي:« د جنورۍ په میاشت کې د لاسلیک شوې هوکړې د صادقانه عملي کېدو پرته بل بدیل نشته».

هغه له اروپایي ټولنې وغوښتل، چې د اوربند ساتلو لپاره پر اسراییل فشار راوړي.

عبدالعاطي زیاته کړه، مصر د غزې د بیارغونې پلان چمتو کړی چې د مارچ په څلورمه به د عربي مشرانو په بېړنۍ غونډه کې وړاندې شي.

د مرستو د ځنډ اعلان وروسته د فرانسې خبري اژانس (AFP) انځورونه خپاره کړل، چې ښيي په رفح پوله کې د مصر له‌خوا پر مرستو بار لارۍ غزې ته د ننوتو په تمه ولاړې دي.

د اسراییل د سخت‌دریځه ماليې وزیر بزالل سموتریچ چې ګوند یې د نتنیاهو د حکومت ملاتړ کوي، له دې پرېکړې هرکلی وکړ.

د اسراییل پلان له مخې، که پر دایمي اوربند هوکړه وشي پاتې بندیان به هم ازاد شي.

د حماس ویاند حازم قاسم ټینګار وکړ، چې اسراییل به «د دغې پرېکړې پایلې هم د غزې د خلکو او هم د بندیانو د برخلیک په اړه» زغمي.

د فلسطین اسلامي جهاد ډلې هم اسراییل تورن کړ، چې د اوربند «د ماتولو» هڅه کوي. 

د ۲۵۱ بندیانو له ډلې، چې حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه پر اسراییل تر برید وروسته یرغمل نیولي وو؛ ۵۸ تنه یې لا هم په غزه کې دي.

اسراییلي پوځ منلې، چې ۳۴ کسان پکې وژل شوي دي.

دغه مرستې داسې مهال ځنډېږي، چې فلسطینیان په غزه او د نړۍ په اسلامي هېوادونو کې د روژې درېیمه ورځ نمانځي.

په نومبر میاشت کې د ملګرو ملتونو تر ملاتړ لاندې ارزونه ښيي، چې شمالي غزه کې د قحطۍ جدي ګواښ شته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو چې هېواد یې د اسراییل تر ټولو لوی پوځي ملاتړ کوونکی دی د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې له اسراییل سره د ۴ مېلیارد ډالرو پوځي مرستو هوکړه لاسلیک شوې، چې ژر به پلي شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

سوداګریز کړکېچ؛چین د ټرمپ د تعرفو په غبرګون کې د امریکا پر کرنیزو محصولاتو لوړې مالیې لګوي

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۳۶ GMT+۰

بیجینګ د امریکا له‌خوا د نوو ګمرکي تعرفو پر وړاندې د غبرګون پر اقداماتو غور کوي او د امریکا کرنیز محصولات یې تر خپلې نښې لاندې راوستې دي. د چین دولتي رسنۍ «ګلوبل ټایمز» د راپور له مخې، دا ګام به د نړۍ د دوو لویو اقتصادونو ترمنځ سوداګریز کړکېچ لا پسې سخت کړي.

تېره اونۍ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین ته ګواښ وکړ، چې پر چینایي توکو به «۱۰ سلنه اضافي تعرفې ولګوي» چې له سې شنبې ورځې څخه به دغه پرېکړه پلي شي.

له دې سره، ټولې تعرفې ۲۰ سلنې ته رسېږي.

ټرمپ همداراز پر بیجینګ تور ولګاوه، چې امریکا ته د «فنتانیل نشه‌يي توکو» د مخنیوي لپاره یې کافي هڅه نه ده کړې؛ خو چین دغه ادعا «باج ‌اخیستنه» وبلله.

د ګلوبل ټایمز د روان لمریز کال د (کب ۱۳مې) د دوشنبې ورځې د راپور له مخې، یوې سرچینې ویلي: «چین د امریکا له‌خوا د ۱۰ سلنه اضافي تعرفو ګواښ ته د ځواب ویلو لپاره د متقابلو اقداماتو پر ارزونه او تنظیم بوخت دی».

په راپور کې راغلي:« دغه غبرګوني اقدامات به تعرفې او نور غیرتعرفوي تدابیر ولري او ډېر احتمال شته، چې د امریکا کرنیز او خوراکي محصولات به په دې نوملړ کې شامل وي». 

امریکا له اوږدې مودې راهیسې په سوداګریزو جګړو کې زیانمنه شوې او چین اکثره وخت د امریکا کرنیز محصولات د فشار وسیلې په توګه کارولي دي.

که څه هم له ۲۰۱۸ کال راهیسې چین له امریکا واردات کم کړي؛ خو بیا هم د امریکا کرنیزو محصولاتو لپاره تر ټولو لوی بازار ګڼل کېږي.

دغه کمښت هغه وخت رامنځته شو، کله چې بیجینګ د ټرمپ له‌خوا د چین پر توکو تعرفو ته د غبرګون په توګه د سویابین، غوايي غوښې، خنزیر غوښې، غنمو، جوارو او د سورګوم پر محصولاتو تر ۲۵ سلنه پورې تعرفې ولګولې.

چین چې د نړۍ تر ټولو لوی کرنیز واردوونکی هېواد دی او نړۍ کې دویم ستر اقتصاد لري، په ۲۰۲۴ کال کې له امریکا څخه ۲۹.۲۵ میلیارده ډالره کرنیز محصولات وارد کړل، چې دغه شمېره د تېر کال پرتله ۱۴ سلنه کمه شوې ده. دا کموالی په ۲۰۲۳ کال کې هم ۲۰ سلنه و.

ګلوبل ټایمز چې د چین د کمونېست ګوند رسمي ورځپاڼې پیپلز ډیلي تر ملکیت لاندې رسنۍ ده، لومړی ځل تېر کال د اروپایي ټولنې له‌خوا د چینایي برېښنايي موټرو پر تعرفو د چین غبرګون په اړه خبر ورکړ.

ټرمپ به له تعرفو په شا شي؟

کارپوهان وايي، بیجینګ لا هم هیله لري، چې د ټرمپ له ادارې سره هوکړې ته ورسېږي؛ خو د سوداګریزو خبرو اترو د نشتوالي له امله دغه هیله ورځ تر بلې پېکه کېږي.

د بیجینګ پوهنتون د نړۍوالې همکارۍ او همغږۍ د انسټیټیوټ مشر وانګ دونګ وویل:« د چین او امریکا ترمنځ سوداګریزه جګړه حتمي نه ده؛ خو د تعرفو لګول د ټرمپ له‌خوا اوس‌مهال یوه ناسمه پرېکړه ده».

هغه زیاته کړه: «ټرمپ او سلاکاران یې فکر کوي، چې تعرفې به پر چین فشار راوړي؛ خو دغه اقدام به برعکس پایله ولري او چین به حتمي یو سخت غبرګون وښيي».

په ۲۰۱۸ کال کې هغه مهال چې ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې متقابلې تعرفې ولګولې؛ یوه سوداګریزه جګړه یې پیل کړه او له کبله یې بازارونه په مالي توګه زیانمن کړل، چې ورسره یې نړۍواله اقتصادي وده هم اغېزمنه کړه.

دا ځل ټرمپ د «فنتانیل سره تړلې تعرفې د فبرورۍ په ۴مې اعلان کړې» او بیجینګ سمدستي ځواب ورکړ.

چین یو لړ متقابل اقدامات اعلان کړل، چې پکې د امریکایي شرکتونو لکه «ګوګل او د کلوین کلاین» برانډ څښتنان یې په نښه کړل او پر سکرو، تېلو او ځینو امریکایي موټرو یې تعرفې ولګولې. 

د چین د سوداګرۍ وزارت د جمعې په ورځ وویل، هیله لري چې له امریکا سره سوداګریز مذاکرات ژر تر ژره بیا پیل شي؛ خو خبرداری یې ورکړ که داسې ونشي، نو چین به یې به غبرګون کې خپل اقدامات پلي کړي.

د دولتي رسنیو د راپور له مخې، د چین کمونېست ګوند لوړپوړو غړو هماغه ورځ یوه مهمه ناسته وکړه او ژمنه یې وکړه چې بهرنۍ اقتصادي شېبې به مهار کړي.

دغه ناسته یوه اونۍ وروسته له هغه ترسره شوه، چې سپینې ماڼۍ «لومړی امریکا» تر نامه لاندې د پانګونې یادښت خپور کړ او چین یې د «بهرنیو سیالانو» په نوملړ کې شامل کړ.

د امریکا د نړۍوالې پراختیایي ادارې چارواکی: د USAID لغوه کول به د ناڅاپي مړینو لامل شي

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۵۴ GMT+۰

د امریکا د نړۍوالې پراختیایي ادارې لنډمهالی مرستیال نیکولاس اېنرېچ د دغې ادارې د لغوه کولو د پایلو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل، چې دا به د ناڅاپي مړینو لامل شي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا، هغه له دې خبرداري ورسته خپلو کارکوونکو ته یو برېښنالیک استولی او ویلي یې دي چې هغه ته د رهبرۍ له اړخه رخصت شوی دی.

ښاغلي اېنرېچ زیاته کړه، چې "سیاسي مشرتابه" په ټوله نړۍ کې د ژوند ژغورنې بشري مرستې رسول ناشونې کړي دي.
خو برعکس، مارکو روبیو د ولسمشر ټرمپ له‌خوا د مېلیاردونو ډالرو مرستو ځنډولو ورسته ویلي و؛ ژوند ژغورونکې بشرپاله مرستې په دې پرېکړه کې شاملې نه دي او دغه مرستې به دوام ومومي.

اېنرېچ په یوه یادښت کې ویلي، په هرصورت، د ټرمپ ادارې تېره اونۍ اعلان وکړ چې دا به د نږدې ۶۰ مېلیارد ډالرو په ارزښت شاوخوا ۱۰زره بهرنۍ مرستې او قراردادونه لغوه کړي چې د نړۍوالې پراختیا لپاره د متحده ایالاتو د نړۍوالې ادارې شاوخوا ۹۰ سلنه کار پای ته رسوي.

د USAID بندول د فدرالي حکومت په لګښتونو کې د بې ساري کمښت یوه برخه ده، چې د اېلان ماسک په مشرۍ د موثریت څانګې له‌خوا ترسره کېږي.

د امریکا د متحده ایالاتو د نړۍوالې پراختیا اداره (USAID) له څو لسیزو راهیسې د افغانستان په ګډون د نړۍ له بې وزلو هېوادونو سره یو له سترو مرسته کوونکو ادارو څخه ده.

دغه سازمان په تېرو ۲۴ کلونو کې له افغانستان سره څه باندې ۱۰۹ مېلیارد ډالره مرسته کړې.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په تېرو درېیو کلونو کې، افغانستان ته د USAID د مرستو کچه له ۳.۷ مېلیارد ډالرو څخه لوړه ده، چې ډېری یې د ملګرو ملتونو د بشري ادارو له لارې شوې دي.

د کاناډا لومړی وزیر: د برېتانیې له پاچا سره د خپل هېواد د خپلواکۍ ساتنې پر سر خبرې کوم

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۵۰ GMT+۰

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو ویلي، چې د برېتانيې له پاچا درېیم چارلز سره به د کاناډا د خپلواکۍ او حاکمیت د ساتنې په اړه خبرې وکړي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله خبرداری ورکړ چې کاناډا به د متحده ایالاتو سره د یوپنځوسم ایالت په توګه یو ځای کړي.

جسټن ټروډو د یکشنبې په ورځ په لندن کې یوې خبري غونډې ته وویل:« زه له پاچا سره ناستې ته سترګې په لار یم، د کاناډا او کاناډایانو لپاره د مهمو موضوعاتو په اړه به خبرې وکړو. زه تاسو ته ویلی شم، چې د کاناډایانو لپاره تر ټولو مهمه خبره د خپلواکۍ او حاکمیت ساتنه ده؛ ځکه چې موږ یو خپلواک ملت یو».

ډونالډ ټرمپ د خپلې ټاکنیزې مبارزې راهیسې څو ځله ویلي، چې کاناډا باید د امریکا یوه برخه وګرځي.

پر دې سربېره ټرمپ د کاناډا پر صادراتو ۲۵ سلنه تعرفې (مالیې) ولګولې، چې له دې سره یې اقتصادي جګړه پیل کړه او د اوتاوا حکومت یې له اقتصادي فشارونو سره مخ کړ.

بل خوا درېیم چارلز ډونالډ ټرمپ ته بلنه ورکړې، چې برېتانيې ته سفر وکړي او ټرمپ هم دغه بلنه منلې ده.

تر اوسه د دغه سفر کره نېټه نه ده اعلان شوې؛ خو اټکل کېږي چې د لندن او واشنګټن اړیکې، د اوکراین جګړه او د اوتاوا او واشنګټن ترمنځ روانې ترینګلتیاوې به د دواړو لوریو د خبرو مهم موضوعات وي.

محمدجواد ظریف د ایران د ولسمشر د سټراټېژیکې مرستیالۍ له دندې استعفا کړې

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۳۰ GMT+۰

په داسې حال کې چې د ایران اقتصاد وزیر استیضاح او له دندې ګوښه شوی؛ د دغه هېواد دولتي خبري اژانس اېرنا منلې، چې د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان سټراټېژیک مرستیال محمدجواد ظریف له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

اېرنا د یکشنبې په ماښام د (کب ۱۲مه) راپور ورکړ، چې ظریف خپله استعفا پزشکیان ته سپارلې ده.

دغه سرچینه زیاتوي، چې استعفا لیک پزشکیان ته رسېدلی؛ خو «نوموړي تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی».

ساعتونه وړاندې د سپاه پاسداران اړوند خبري اژانسونو فارس او تسنیم هم د ظریف د استعفا خبر ورکړ.

فارس په دې اړه لیکلي:« د ترسره شویو پلټنو له مخې، دوه سرچینو د ظریف د استعفا خبر تایید کړی؛ خو تر دې دمه د ولسمشر له‌خوا نه ده منل شوې».

د یکشنبې په ورځ ناصر همتي د ایران اقتصاد وزیر د پارلمان له‌خوا استیضاح او له دندې ګوښه شو.

د هغه د استیضاح لامل د تومان د ارزښت کمېدل او د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالرو د بیې لوړوالی ښودل شوی.

فارس همداراز راپور ورکړی، چې د ظریف دوه زامن د امریکا تابعیت لري او د پزشکیان په حکومت کې یې د مرستیال په توګه حضور د «حساسو دندو د قانون ښکاره نقض» ګڼل کېږي.

تسنیم خبري اژانس هم راپور ورکړی، چې ظریف ته ځیني نږدې کسان د هغه د استعفا خبر تاییدوي.

دغه اژانس زیاته کړې، د ظریف استعفا «د عبدالناصر همتي د استیضاح پورې اړه نه لري». تسنیم ټینګار کړی، چې د پزشکیان په اداره کې د ظریف شتون «ناقانونه» و.

اېسنا خبري اژانس بیا راپور ورکړی، چې ظریف د یکشنبې په ماښام له «یوه لوړپوړي چارواکي» سره تر غونډې وروسته د استعفا پرېکړه وکړه.

اېسنا لیکلي: «هغه په خپل استعفا لیک کې ولسمشر ته د دولت د تأسیس له مهاله تر ننه د تېر شوي بهیر یادونه کړې او د درناوي له مخې یې پرېکړه کړې، چې د هېواد د خدمت لپاره به په پوهنتون کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي».

اېسنا هم ټینګار کړی، چې د ظریف استعفا د اقتصاد د وزیر له استیضاح او ګوښه کېدو سره هېڅ تړاو نه لري.

تر دې وړاندې د (زمري په ۲۱مه) ظریف د پزشکیان د کابینې له جوړښت ناخوښي څرګنده کړې وه او له خپلې دندې یې استعفا ورکړې وه؛ خو د پزشکیان له مخالفت وروسته بېرته پر خپله دنده پاتې شوی و.

جواد ظریف تر دې دندې دمخه د ایران د بهرنیو چارو وزیر و او دی د ایران په ډېپلوماټیکه کړۍ کې هم یو له مهمو او ځیرکو کسانو ګڼل کېږي.

د هند په همالیا ایالت کې د واورو ښوېیدو له امله د مړو شمېر ۸ تنو ته ورسېد

۱۲ کب ۱۴۰۳ - ۲ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۵۱ GMT+۰

د هند د همالیا ایالت په اتراکنډ کې د واورې ښوییدنې له امله د مړو شمېر اتو تنو ته ورسېد. هندي چارواکو په دې سیمه کې د بند پاتې کارکوونکو د ژغورنې عملیات هم بشپړ کړي دي.

د جمعې په ورځ د همالیا ایالت په چمولي ولسوالۍ کې وروسته له هغه د لټون پراخ عملیات پیل شول، چې د واورې ښویېدنې له امله د سرحدي سړکونو سازمان ۵۰ کارګران په واورو کې ډوب شول.

د هند دفاع وزارت د یکشنبې په ماښام وویل، چې د وروستي ورک شوي کس مړی یې هم موندلی دی.

دغه وزارت په خپل اېکس کې لیکلي. " د مانا کلي د بیارغونې د کارګرانو د ژغورنې عملیاتو پای ته رسېدلي دي ،"

د هند پوځ دا هم ویلي، چې ژغورل شوي کارکوونکي تر درملنې لاندې دي او وضعیت یې د قناعت وړ دی.