• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: فراه ولایت کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۷۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۳۰ GMT+۰

په فراه ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکي خبر ورکوي، چې د پرلپسې ورښتونو له کبله په دغه ولایت کې د کورونو نړېدو او سېلابونو راوتو له کبله لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه شوي او ۴۴ نور ټپیان دي.

په فراه ولایت کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې لپاره د طالبانو مشر محمد اسراییل سیار ویلي، چې په دغو مړو شویو او ټپیانو کې ګڼ شمېر یې ماشومان او ښځې دي.

د معلوماتو له مخې، د فراه ولایت په قلعه کاه ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۲۱کسه غړي د ورښتونو له کبله سېلاب وړي وو، چې مړي یې موندل شوي دي.

د طالبانو یاد چارواکی خبر ورکوي، چې په دغو ورښتونو کې د فراه اوسېدونکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي چې پکې لسګونه کورونه هم نړېدلي دي.

د ښاغلي محمد اسراییل په وینا؛ بکواه ولسوالۍ دغو ورښتونو او سېلابونو له کبله ډېره ځپل شوې ده.

د هغه په خبره، د طالبانو له اړونده وزارت سره یې د فراه د سېلاب ځپلو معلومات شریک کړي او هیله لري چې ډېر ژر به ورسره کافي مرستې وشي.

په فراه کې طالبان وايي، لومړنۍ او بېړنۍ مرستې یې خلکو ته رسولې دي؛ خو بسنه نه کوي.

په تېرو دوو اونیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د مرګ ژوبلې تر څنګ سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي؛ خو له ورښتونو او سېلاب ځپلو سره لازمې مرستې نه دي شوې.

شکایتونه دا دي، چې طالبانو او مرستندویه ادارې یوازې د خبرو تر حده په ژمنو کې پاتې شوې او په عملي توګه یې د خلکو د لاسنیوي لپاره هېڅ نه دي کړي.

له فقر او لوږې سره هم‌مهاله د افغانستان وروستي ورښتونه او سېلابونو د عامو وګړو د ژوند پر وړاندې یو بل لوی ګواښ دی.

غوښتنې دا دي، چې نړۍواله مرستندویه ادارې باید له سېلاب ځپلو او بې‌وزله افغانانو سره لازمې مرستې وکړي؛ څو له دغه بشري ناورینه خوندي پاتې شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

اوچا: مېلیونونه افغانان نه پوهېږي، چې د روژې په میاشت کې خواړه له کومه کړي

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۱۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره وايي، په افغانستان کې مېلیونونه خلک د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او ډېری یې نه پوهېږي، چې خپل راتلونکې خواړه له کومه کړي.

اوچا پر اېکس پاڼه لیکلي، دا مهال په ټول افغانستان کې ۱۴.۸ مېلیونه وګړي د خوراکي توکو د کمښت او نه خوندیتوب سره مخ دي.

اوچا زیاته کړې، چې په ټول افغانستان کې ۳.۱ مېلیونه خلک له بېړني حالت سره مخ دي.

یادې ادارې د بشرپاله مرستو لپاره د بودجې د کموالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلی دي، چې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

د اوچا په وینا، په افغانستان کې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د اړینو ۱.۹ مېلیارد ډالرو څخه یوازې ۹.۹ مېلیونه ډالر ورکړل شوي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

بل خوا د سره صلیب نړۍوالې کمیټې ( ای سي ار سي ) هم په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بشري ناورین د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او په دغه هېواد کې یې له اړمنو سره د بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.

د دغې کمیټې اجرایوي مشر پیر کرهینبول افغانستان ته له سفر وروسته وویل، په افغانستان کې بشري وضعیت "کړکېچن" دی او مېلیونونه افغانان دا مهال بشري مرستو ته اړتیا لري.

د سره صلیب نړۍوالې کمیټې (د فبرورۍ په ۲۴مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي و، چې د دغه سازمان مشر په افغانستان کې د بشري وضعیت ارزونه کړې او له طالب چارواکو سره یې لیدلي دي.

د ای‌ سي ار سي اجرایوي مشر کرهینبول په افغانستان کې د ټولنو اړتیاوو ته د رسېدو په موخه د بې پرې او خپلواک بشرپاله کړنې پر اهمیت ټینګار وکړ.

همداشان څو ورځې وړاندې نړۍوال بانک هم ویلي و، چې افغانستان د خوړو د خوندیتوب له سخت بحران سره مخ دی او لږ تر لږه ۲.۹ مېلیونه وګړي د لوږې په ژۍ ولاړ دي.

د دغه بانک په وینا، دا مهال ۱۲.۶ مېلیونه وګړي چې د افغانستان د نفوس یو پر درېیمه برخه کېږي؛ د خوراکي توکو له نه خوندیتوب سره مخ دي.

د نړۍوال په خبره، اقتصادي بې ثباتي، د اقلیم بدلون او د کرنیزو محصولاتو ګډوډېدل د افغانستان لپاره د لومړنیو اړتیاوو پوره کول ستونزمن کړي دي.

راپور کاږي، په داسې حال کې چې نړۍ غواړي تر ۲۰۳۰ کاله پورې د لوږې کچه صفر ته راټيټه کړي؛ خو په افغانستان کې بشري ناورین دغې موخې ته د رسېدو لپاره بل انځور وړاندې کوي.

د بې‌ځایه شویو سازمان: د کډوالۍ ناورین د حل لپاره باید د طالبانو واکمني پای ته ورسول شي

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۱۶ GMT+۰

په سریلانکا کې د افغانستان پخوانی سفیر او د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان مشر محمداشرف حیدري وایي، چې د افغانستان د کډوالۍ ناورین د حل لپاره باید د طالبانو د حکومت «نامشروع» واکمني پای ته ورسول شي؛ ترڅو په افغانستان کې د پراخې کډوالۍ مخه ونیول شي.

هغه زیاته کړې، نړۍواله ټولنه باید د یوې سیاسي پروسې ملاتړ وکړي؛ ترڅو په افغانستان کې مشروع حکومت رامنځته شي، د افغانانو بنسټیز حقونه تضمین او د ټیکاو لپاره لاره هواره کړي.

نوموړي ډیس پلېس انټرنشنل سره په مرکه کې د ولسمشر ټرمپ ادارې ته ځینې سپارښتنې کړې.

د دغو سپارښتنو موخه د افغان کډوالو د خوندیتوب او د بشري حقونو د خوندي کولو لپاره د سملاسي اقدام اړتیا څرګندول دي.

د هغه په وینا، د دغو سپارښتنو په عملي کولو سره به په افغانستان کې د جبري کډوالۍ په کچه کې کموالی راشي.

ښاغلی حیدری ټینګار کوي، چې متحده ایالا باید د P1-P4 کډوالو غوښتنې په بېړنۍ توګه و ارزوي. هغه وړاندې وایي، دغه پناه غوښتونکي هغه کسان دي چې په افغانستان کې د پخواني حکومت، مدني ټولنې او نړۍوالو ماموریتونو سره د پخوانیو اړیکو له امله په ګواښ کې دي.

په ورستیو کې له پاکستان څخه په زوره د افغان کډوالو شړلو او ځورولو ته په اشارې؛ ښاغلی اشرف حیدري وایي، نړۍواله ټولنه باید په پاکستان فشار راوړي؛ ترڅو د افغان کډوالو د ځورونې او په زوره شړنې د پروسې مخه ونیسي.

د هغه په خبره، ډېری کډوال چې بېرته افغانستان ته په جبري توګه ستنېږي؛ له بېړني ګواښ سره مخ کېږي.
هغه وایي، پاکستان باید د کډوالو د حقوقو د خوندي کولو په اړه ژمنه وکړي او د دوامداره حل لارې لپاره یې له نړۍوالو شریکانو سره کار وکړي، چې په درېیم هېواد کې د بیا مېشتېدو او خوندیتوب لپاره قانوني لارې رامنځته کړي.

پخواني سفیر محمد اشرف حیدری دغه سپارښتنې د افغانستان د جبري کډوالۍ بحران د حل لپاره یوه مهمه لار ګڼي.

هغه دغه راز ویلي، د دغو سپارښتنو په پلي کېدو سره متحده ایالات کولای شي چې د افغان کډوالو د ژوند د خوندیتوب لپاره یو مثبت ګام واخلي او د نړۍوالو بشري حقوقو د اصولو په رڼا کې د افغانانو لپاره یو هیله رامنځته کړي.

تورخم کې لا هم جګړه روانه ده؛ یو ولسي وګړی او درې پاکستاني سرتېري ټپیان دي

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۲۷ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په تورخم کې د تېرې شپې راهیسې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ پیل شوې نښته لا هم روانه ده. سرچینو تر اوسه د درېیو پاکستاني پوله ساتو سرتېرو او یو ملکي وګړي ټپي کېدل تایید کړي.

په پېښور کې د افغانستان انټرنشنل خبریال رفعت الله اورکزی وایي، جګړه تېره شپه وروسته له هغې پیل شوه چې په تورخم کې د طالبانو له لوري د دروازې د پرانېستل کېدو پر سر خبرې اترې ناکامې شوې.

د تورخم دروازه لس ورځې مخکې وروسته له هغې وتړل شوه، چې طالبانو ډیورنډ کرښې ته څېرمه د یوې پوستې پر جوړولو کار پیل کړ.

د سرچینو په خبره، د تېرې شپې راهیسې د روانو نښتو له امله په تورخم کې دواړه لوریو ته موټرچلوونکو خپلې بار وړونکې موټرې له تورخم څخه بېرته اېستلې؛ خو یو موټر چلوونکی د « زړه د حملې» له کبله د جګړې پر مهال مړ شوی دی.

په دغه روانه نښته کې طالبان او پاکستاني پوله ساتي ځواکونه سپکې او درنې وسلې کاروي.

تر اوسه طالبانو او د پاکستان حکومت د روانې جګړې په تړاو په رسمي توګه څه نه دي ویلي او نه یې هم د مرګ ژوبلې په تړاو معلومات ورکړي دي.

پر ډیورنډ کرښه تورخم هغه سیمه ده، چې وخت ناوخت پکې طالبان او‌ پاکستاني پوله ساتي ځواکونه له یو بل سره ګوته پر ماشه کېږي.

تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او ټرانزېت یو له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال محمد یونس مهمند پاکستان ته په خپل سفر کې د یاد هېواد د سوداګرۍ له فدراسیون څخه غوښتني، چې د تورخم لارې په پرانېستل کېدو کې دې مرسته وکړي.

هغه د دغه لارې بندښت د نړۍوالې سوداګرۍ او د ګاونډیتوب د اصولو خلاف عمل بللی دی.

په تورخم کې هر ځل د دروازې د بندښت او د دواړو لوریو د جګړو له کبله د سوداګرو تر څنګ عامو وګړو ته درانه زیانونه اوړي.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې تازه ویلي، چې د تېرو لسو ورځو په اوږدو کې د یادې لارې د تړل کېدو له امله هره ورځ د دوی سوداګرو ته نږدې پنځه سوه زره امریکایي ډالره تاوان اوړي.

ایراني رسنۍ: طالبانو د هلمند له سیند څخه ایران ته د ورتلونکو اوبو مخه نیولې ده

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۴۹ GMT+۰

ایراني رسنیو د سپوږمکۍ پر مټ د اخیستل شویو انځورونو په خپرولو سره ویلي، چې طالبانو د هلمند له سیند څخه د ایران د اوبو لګولو د لارې په بدلولو او د ایران خاورې ته د یادو اوبو د ننوتو په مخنیوي سره له خپلو ژمنو سرغړونه کړې ده.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، طالبانو د دغه سیند اوبه څو ورځې وړاندې د نیمروز ولایت ګودزرې دښتو ته تاوې کړې دي.

ایران په وار، وار له طالبانو غوښتي، چې د هلمند د اوبو د تړون پر کړو ژمنو دې ودرېږي؛ خو ایراني چارواکي وايي چې دغې ډلې د دغه تړون له عملي کولو ډډه کړې ده.

طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د راپورونو له مخې، د هلمند له سیند څخه د اوبو لګولو مسله په وروستیو میاشتو کې د ایران او طالبانو تر منځ تر ټولو توده مسله وه، چې د دواړه خواوو چارواکو څو ځلې په دې اړه سره خبرې اترې کړې دي.

څه موده وړاندې په کابل کې د ایران سفیر علي ‌رضا بېکدلي افغانستان ته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وروستي سفر ته په اشارې سره ویلي و، د افغانستان او ایران ترمنځ د حقابې مسله د دواړو هېوادونو ترمنځ په وروستیو خبرو اترو کې حل شوې ده.

خو د سفیر بېکدلي دغو څرګندونو د طالبانو او ایراني چارواکو ترمنځ ناندرۍ راوپارولې، چې د سمون لپاره یې (د سلواغې په ۲۹مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په یوې خبري غونډه کې وویل، چې د سفیر دغه څرګندونې ناسمې دي او په وینا یې، د سفیر موخه دا وه چې «موږ به د حقابې په مسله کې هېڅ ډول جوړجاړي ته چمتو نشو».

افغان کډوال په پاکستان کې د اېستلو له وېرې له اندېښنو او لالهاندۍ ډک ژوند تېروي

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۵۱ GMT+۰

نبېلا (مستعار نوم) یوه لس کلنه افغان نجلۍ ده، چې له خپلې کورنۍ سره په اسلام‌ اباد کې اوسېږي؛ د ژوند کړۍ یې اوس یوازې د کور یوې کوچنۍ خونې او د کور تر مخې کوڅې پورې را تنګه شوې ده.

هغه د تېر زېږدیز کال د ډسمبر میاشتې راهیسې ښوونځي ته نه ده تللې؛ ځکه چې اعلان شوی چې هغه افغان ماشومان نور ښوونځیو کې نه منل کېږي، چې د پاکستان د زېږون رسمي سند ونه لري؛ خو حتی که اجازه هم ورکړل شوې وای، نبېلا وايي چې بیا یې هم ښوونځي ته زړه نه ورتلو.

هغې په ژړا ژړا کې بي‌بي‌سي ته په مرکه کې ویلي:« یوه ورځ ناروغه وم او مکتب ته لاړه نه شوم، بیا مې واورېدل چې پولیس راغلي وو او د افغان ماشومانو پوښتنه یې کوله».

100%

هغې دا هم وویل، چې د یوې ملګرې کورنۍ یې بېرته افغانستان ته ستنه کړای شوې ده.

پاکستان کې د افغان کډوالو له وېرې ډک ژوند

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په اسلام‌ اباد او راولپنډۍ ښارونو کې پولیس وخت ناوخت افغانان نیسي او ځیني بېرته افغانستان ته استوي.

اټکل کېږي، له درې مېلیونه افغانانو څخه چې په پاکستان کې ژوند کوي نیمايي یې قانوني اسناد نه لري.

ډېری افغانان وايي، چې هغوی هره ورځ د پولیسو له چاپو، نیونو او اېستلو سره مخ دي.

ځینې افغانانو بي‌بي‌سي ته ویلي، که بېرته افغانستان ته واستول شي؛ نو هلته یې ژوند ته د ګواښونو وېره شته، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د امریکا د بیا مېشتېدو (ریسِټلمِنټ) په پروګرام کې شامل وو؛ خو دا پروګرام د ټرمپ ادارې له‌خوا په ناڅاپه توګه ودرول شو.

100%

د پاکستان دریځ او د نړۍوالو اندېښنې

په اسلام‌ اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازې فیلیپا کنډلر وايي، چې پاکستان د افغانانو د بیا مېشتېدو پروسې له اوږدېدو ناراضه دی.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) د راپور له مخې یوازې د فبرورۍ په لومړۍ نیمایي کې ۹۳۰ افغانان بېرته افغانستان ته استول شوي، چې دا شمېر د دوو اونیو مخکې له هغې دوه برابره زیات شوی دی.

راپور کې زیاته شوې، لږ تر لږه ۲۰ سلنه هغه کسان چې له اسلام‌ اباد او راولپنډۍ څخه اېستل شوي؛ د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې اسناد یې لرل.

پاکستان د کډوالو نړۍوال کنوانسیون برخه نه دی او مخکې یې اعلان کړی و، چې افغانان په دې هېواد کې قانوني پناه غوښتونکي نه ګڼي.

د پاکستان حکومت وايي، چې دغه تګلاره ټول ناقانونه بهرنیان رانغاړي او هغوی ته یې د وتلو وروستۍ نېټې ټاکلې دي.

هغه کسان چې قانوني ویزې نه لري، باید د مارچ تر ۳۱مې نېټې پورې له پاکستانه ووځي او هغه کسان چې د بیا مېشتېدو لیکونه لري، تر ۳۰م د جون پورې وخت لري.

اندېښنو او لالهاندیو ځپلي کډوال

د نبېلا کورنۍ بي‌بي‌سي ته وايي، چې دوی بله چاره نه لري پرته له دې چې پټ ژوند وکړي.

د هغې پلار حامد چې تر ۲۰۲۱کال وړاندې یې د افغانستان په پوځ کې دنده ترسره کړې وویل:« ما خپل هېواد ته خدمت وکړ؛ خو اوس ارزښت نه لرم. زما دنده زما راتلونکی تباه شو».

دغه کورنۍ نه ویزه لري او نه هم د بیا مېشتېدو پروګرام برخه ده او وايي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له دفتر سره یې اړیکې بې ځوابه پاتې دي.

طالبانو بي‌بي‌سي ته ویلي، ټول افغانان باید بېرته افغانستان ته ستانه شي؛ ځکه «هغوی کولای شي بې له وېرې په خپل هېواد کې ژوند وکړي».

خو د ملګرو ملتونو ۲۰۲۳ کال راپور دا خبره رد کړې او ښيي، چې سلګونه پخواني حکومتي چارواکي او د امنیتي ځواکونو غړي سره له دې چې طالبانو ورته عمومي بښنه اعلان کړې وژل شوي دي.

دا خبرې نبېلا او د هغې کورنۍ ته هیڅ ډاډ نه ورکوي. دوی هر ځل چې پولیس یا حکومتي چارواکي د دوی کور ته نږدې راڅرګندېږي له خپل ځایه تېښته کوي.

د اېستلو نوې څپه

د ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې راهیسې پاکستان د «ناقانونه بهرنیانو د اېستلو» پروګرام پیل کړی، چې له مخې یې تر دې دمه ۸۳۶,۲۳۸ افغانان بېرته افغانستان ته استولي دي.

په دې وروستیو کې د پولیسو له لوري ځینې نیول شوي افغانان د اسلام‌ اباد په حاجي کمپ کې ساتل کېږي.

احمد چې د امریکا د بیا مېشتېدو پروګرام وروستي پړاوونه یې تېریدل، وايي: «کله چې ټرمپ دغه پروګرام ودراوه، زما وروستۍ هیله هم له منځه لاړه».

هغه کیسه کوي، چې څو اونۍ مخکې کله چې له کوره بهر و، درې کلنې لور یې ورته زنګ وواهه:« بابا ژر راشه، پولیس راغلي».

احمد درې ورځې په حاجي کمپ کې و، چې هلته ورته یوه کمپله ورکړل شوې وه او هره ورځ یې یوازې یوه ټوټه ډوډۍ خوړله.

دی وايي، هلته یې موبایلونه هم ترې اخیستي وو.

100%

د پاکستان حکومت وايي، هڅه کوي ډاډ ورکړي چې «هیڅوک د اېستلو پر مهال له بد چلند سره مخ نه شي».

بي‌بي‌سي په خپل خپاره کړي راپور کې ویلي، هڅه یې کړې چې د حاجي کمپ له دننه څخه هم لیدنه وکړي او راپور واخلي؛ خو پاکستاني چارواکو اجازه نه ده ورکړې.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت ویلي، چې د پاکستان له حکومت سره اړیکه لري؛ څو د بیا مېشتېدو غوښتونکو افغانانو وضعیت وڅاري.

دغه انسانی ناورین ورځ تر بلې پراخېږي او د نبېلا د کورنۍ په څېر یې زرګونه کورنۍ له وېرې او ناڅرګند برخلیک سره مخ کړې دي.

پاکستان د هغو افغان کډوالو لپاره چې په قانوني توګه په دغه هېواد کې مېشت دي د ویزو د تمدید پروسه نه یوازې دا چې سخته کړې؛ بلکې د تمدید موده یې هم له شپږو میاشتو څخه یوې میاشتې ته راټیټه کړې.