• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تورخم کې لا هم جګړه روانه ده؛ یو ولسي وګړی او درې پاکستاني سرتېري ټپیان دي

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۲۷ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په تورخم کې د تېرې شپې راهیسې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ پیل شوې نښته لا هم روانه ده. سرچینو تر اوسه د درېیو پاکستاني پوله ساتو سرتېرو او یو ملکي وګړي ټپي کېدل تایید کړي.

په پېښور کې د افغانستان انټرنشنل خبریال رفعت الله اورکزی وایي، جګړه تېره شپه وروسته له هغې پیل شوه چې په تورخم کې د طالبانو له لوري د دروازې د پرانېستل کېدو پر سر خبرې اترې ناکامې شوې.

د تورخم دروازه لس ورځې مخکې وروسته له هغې وتړل شوه، چې طالبانو ډیورنډ کرښې ته څېرمه د یوې پوستې پر جوړولو کار پیل کړ.

د سرچینو په خبره، د تېرې شپې راهیسې د روانو نښتو له امله په تورخم کې دواړه لوریو ته موټرچلوونکو خپلې بار وړونکې موټرې له تورخم څخه بېرته اېستلې؛ خو یو موټر چلوونکی د « زړه د حملې» له کبله د جګړې پر مهال مړ شوی دی.

په دغه روانه نښته کې طالبان او پاکستاني پوله ساتي ځواکونه سپکې او درنې وسلې کاروي.

تر اوسه طالبانو او د پاکستان حکومت د روانې جګړې په تړاو په رسمي توګه څه نه دي ویلي او نه یې هم د مرګ ژوبلې په تړاو معلومات ورکړي دي.

پر ډیورنډ کرښه تورخم هغه سیمه ده، چې وخت ناوخت پکې طالبان او‌ پاکستاني پوله ساتي ځواکونه له یو بل سره ګوته پر ماشه کېږي.

تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او ټرانزېت یو له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال محمد یونس مهمند پاکستان ته په خپل سفر کې د یاد هېواد د سوداګرۍ له فدراسیون څخه غوښتني، چې د تورخم لارې په پرانېستل کېدو کې دې مرسته وکړي.

هغه د دغه لارې بندښت د نړۍوالې سوداګرۍ او د ګاونډیتوب د اصولو خلاف عمل بللی دی.

په تورخم کې هر ځل د دروازې د بندښت او د دواړو لوریو د جګړو له کبله د سوداګرو تر څنګ عامو وګړو ته درانه زیانونه اوړي.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې تازه ویلي، چې د تېرو لسو ورځو په اوږدو کې د یادې لارې د تړل کېدو له امله هره ورځ د دوی سوداګرو ته نږدې پنځه سوه زره امریکایي ډالره تاوان اوړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

ایراني رسنۍ: طالبانو د هلمند له سیند څخه ایران ته د ورتلونکو اوبو مخه نیولې ده

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۴۹ GMT+۰

ایراني رسنیو د سپوږمکۍ پر مټ د اخیستل شویو انځورونو په خپرولو سره ویلي، چې طالبانو د هلمند له سیند څخه د ایران د اوبو لګولو د لارې په بدلولو او د ایران خاورې ته د یادو اوبو د ننوتو په مخنیوي سره له خپلو ژمنو سرغړونه کړې ده.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، طالبانو د دغه سیند اوبه څو ورځې وړاندې د نیمروز ولایت ګودزرې دښتو ته تاوې کړې دي.

ایران په وار، وار له طالبانو غوښتي، چې د هلمند د اوبو د تړون پر کړو ژمنو دې ودرېږي؛ خو ایراني چارواکي وايي چې دغې ډلې د دغه تړون له عملي کولو ډډه کړې ده.

طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د راپورونو له مخې، د هلمند له سیند څخه د اوبو لګولو مسله په وروستیو میاشتو کې د ایران او طالبانو تر منځ تر ټولو توده مسله وه، چې د دواړه خواوو چارواکو څو ځلې په دې اړه سره خبرې اترې کړې دي.

څه موده وړاندې په کابل کې د ایران سفیر علي ‌رضا بېکدلي افغانستان ته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وروستي سفر ته په اشارې سره ویلي و، د افغانستان او ایران ترمنځ د حقابې مسله د دواړو هېوادونو ترمنځ په وروستیو خبرو اترو کې حل شوې ده.

خو د سفیر بېکدلي دغو څرګندونو د طالبانو او ایراني چارواکو ترمنځ ناندرۍ راوپارولې، چې د سمون لپاره یې (د سلواغې په ۲۹مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په یوې خبري غونډه کې وویل، چې د سفیر دغه څرګندونې ناسمې دي او په وینا یې، د سفیر موخه دا وه چې «موږ به د حقابې په مسله کې هېڅ ډول جوړجاړي ته چمتو نشو».

افغان کډوال په پاکستان کې د اېستلو له وېرې له اندېښنو او لالهاندۍ ډک ژوند تېروي

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۵۱ GMT+۰

نبېلا (مستعار نوم) یوه لس کلنه افغان نجلۍ ده، چې له خپلې کورنۍ سره په اسلام‌ اباد کې اوسېږي؛ د ژوند کړۍ یې اوس یوازې د کور یوې کوچنۍ خونې او د کور تر مخې کوڅې پورې را تنګه شوې ده.

هغه د تېر زېږدیز کال د ډسمبر میاشتې راهیسې ښوونځي ته نه ده تللې؛ ځکه چې اعلان شوی چې هغه افغان ماشومان نور ښوونځیو کې نه منل کېږي، چې د پاکستان د زېږون رسمي سند ونه لري؛ خو حتی که اجازه هم ورکړل شوې وای، نبېلا وايي چې بیا یې هم ښوونځي ته زړه نه ورتلو.

هغې په ژړا ژړا کې بي‌بي‌سي ته په مرکه کې ویلي:« یوه ورځ ناروغه وم او مکتب ته لاړه نه شوم، بیا مې واورېدل چې پولیس راغلي وو او د افغان ماشومانو پوښتنه یې کوله».

100%

هغې دا هم وویل، چې د یوې ملګرې کورنۍ یې بېرته افغانستان ته ستنه کړای شوې ده.

پاکستان کې د افغان کډوالو له وېرې ډک ژوند

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په اسلام‌ اباد او راولپنډۍ ښارونو کې پولیس وخت ناوخت افغانان نیسي او ځیني بېرته افغانستان ته استوي.

اټکل کېږي، له درې مېلیونه افغانانو څخه چې په پاکستان کې ژوند کوي نیمايي یې قانوني اسناد نه لري.

ډېری افغانان وايي، چې هغوی هره ورځ د پولیسو له چاپو، نیونو او اېستلو سره مخ دي.

ځینې افغانانو بي‌بي‌سي ته ویلي، که بېرته افغانستان ته واستول شي؛ نو هلته یې ژوند ته د ګواښونو وېره شته، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د امریکا د بیا مېشتېدو (ریسِټلمِنټ) په پروګرام کې شامل وو؛ خو دا پروګرام د ټرمپ ادارې له‌خوا په ناڅاپه توګه ودرول شو.

100%

د پاکستان دریځ او د نړۍوالو اندېښنې

په اسلام‌ اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازې فیلیپا کنډلر وايي، چې پاکستان د افغانانو د بیا مېشتېدو پروسې له اوږدېدو ناراضه دی.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) د راپور له مخې یوازې د فبرورۍ په لومړۍ نیمایي کې ۹۳۰ افغانان بېرته افغانستان ته استول شوي، چې دا شمېر د دوو اونیو مخکې له هغې دوه برابره زیات شوی دی.

راپور کې زیاته شوې، لږ تر لږه ۲۰ سلنه هغه کسان چې له اسلام‌ اباد او راولپنډۍ څخه اېستل شوي؛ د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې اسناد یې لرل.

پاکستان د کډوالو نړۍوال کنوانسیون برخه نه دی او مخکې یې اعلان کړی و، چې افغانان په دې هېواد کې قانوني پناه غوښتونکي نه ګڼي.

د پاکستان حکومت وايي، چې دغه تګلاره ټول ناقانونه بهرنیان رانغاړي او هغوی ته یې د وتلو وروستۍ نېټې ټاکلې دي.

هغه کسان چې قانوني ویزې نه لري، باید د مارچ تر ۳۱مې نېټې پورې له پاکستانه ووځي او هغه کسان چې د بیا مېشتېدو لیکونه لري، تر ۳۰م د جون پورې وخت لري.

اندېښنو او لالهاندیو ځپلي کډوال

د نبېلا کورنۍ بي‌بي‌سي ته وايي، چې دوی بله چاره نه لري پرته له دې چې پټ ژوند وکړي.

د هغې پلار حامد چې تر ۲۰۲۱کال وړاندې یې د افغانستان په پوځ کې دنده ترسره کړې وویل:« ما خپل هېواد ته خدمت وکړ؛ خو اوس ارزښت نه لرم. زما دنده زما راتلونکی تباه شو».

دغه کورنۍ نه ویزه لري او نه هم د بیا مېشتېدو پروګرام برخه ده او وايي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له دفتر سره یې اړیکې بې ځوابه پاتې دي.

طالبانو بي‌بي‌سي ته ویلي، ټول افغانان باید بېرته افغانستان ته ستانه شي؛ ځکه «هغوی کولای شي بې له وېرې په خپل هېواد کې ژوند وکړي».

خو د ملګرو ملتونو ۲۰۲۳ کال راپور دا خبره رد کړې او ښيي، چې سلګونه پخواني حکومتي چارواکي او د امنیتي ځواکونو غړي سره له دې چې طالبانو ورته عمومي بښنه اعلان کړې وژل شوي دي.

دا خبرې نبېلا او د هغې کورنۍ ته هیڅ ډاډ نه ورکوي. دوی هر ځل چې پولیس یا حکومتي چارواکي د دوی کور ته نږدې راڅرګندېږي له خپل ځایه تېښته کوي.

د اېستلو نوې څپه

د ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې راهیسې پاکستان د «ناقانونه بهرنیانو د اېستلو» پروګرام پیل کړی، چې له مخې یې تر دې دمه ۸۳۶,۲۳۸ افغانان بېرته افغانستان ته استولي دي.

په دې وروستیو کې د پولیسو له لوري ځینې نیول شوي افغانان د اسلام‌ اباد په حاجي کمپ کې ساتل کېږي.

احمد چې د امریکا د بیا مېشتېدو پروګرام وروستي پړاوونه یې تېریدل، وايي: «کله چې ټرمپ دغه پروګرام ودراوه، زما وروستۍ هیله هم له منځه لاړه».

هغه کیسه کوي، چې څو اونۍ مخکې کله چې له کوره بهر و، درې کلنې لور یې ورته زنګ وواهه:« بابا ژر راشه، پولیس راغلي».

احمد درې ورځې په حاجي کمپ کې و، چې هلته ورته یوه کمپله ورکړل شوې وه او هره ورځ یې یوازې یوه ټوټه ډوډۍ خوړله.

دی وايي، هلته یې موبایلونه هم ترې اخیستي وو.

100%

د پاکستان حکومت وايي، هڅه کوي ډاډ ورکړي چې «هیڅوک د اېستلو پر مهال له بد چلند سره مخ نه شي».

بي‌بي‌سي په خپل خپاره کړي راپور کې ویلي، هڅه یې کړې چې د حاجي کمپ له دننه څخه هم لیدنه وکړي او راپور واخلي؛ خو پاکستاني چارواکو اجازه نه ده ورکړې.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت ویلي، چې د پاکستان له حکومت سره اړیکه لري؛ څو د بیا مېشتېدو غوښتونکو افغانانو وضعیت وڅاري.

دغه انسانی ناورین ورځ تر بلې پراخېږي او د نبېلا د کورنۍ په څېر یې زرګونه کورنۍ له وېرې او ناڅرګند برخلیک سره مخ کړې دي.

پاکستان د هغو افغان کډوالو لپاره چې په قانوني توګه په دغه هېواد کې مېشت دي د ویزو د تمدید پروسه نه یوازې دا چې سخته کړې؛ بلکې د تمدید موده یې هم له شپږو میاشتو څخه یوې میاشتې ته راټیټه کړې.

قطر له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې له افغانستان سره خپلې مرستې پراخې کړي

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۳۰ GMT+۰

د قطر د بهرنيو چارو وزارت پر نړۍوالې ټولنې غږ کړى، چې له افغانستان سره د بشري مرستو د پراختيا لپاره مالي او تخنيکي سرچينې برابرې کړي.

دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې سوله او دوامداره پراختیا په افغانستان کې د روان وضعیت د ښه کېدو دوه بنسټیز لاملونه دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو څانګې یوه چارواکي مشعل المنصوري دغه څرګندونې په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۴۹مه غونډه کې کړې او له افغانستان سره یې د بشري او پرمختیایي مرستو په برخه کې د خپل هېواد پر ژمنه ټینګار وکړ.

هغه وویل:« قطر به د افغانانو د کړاوونو د کمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب، هغوی ته د زده‌کړو او کار د مساوي فرصتونو د رامنځته کولو لپاره به کار وکړي.»

المنصوري په ډاګه کړه، چې په جګړه‌ییزو سیمو کې د ښځو لپاره د قطر د پراختیا وجهي صندوق د نوښت له مخې، په تېر ډسمبر کې یې په افغانستان کې د غالیو اوبدلو او صنعت کارانو د ملاتړ په موخه د یوه تړون دویم پړاو لاسلیک کړ چې موخه یې د افغان مېرمنو اقتصادي پیاوړتیا او د بحرانونو په وړاندې د هغوی د وړتیا لوړول دي.

هغه پر نړۍوالې ټولنې غږ وکړ، چې په هېواد کې د بشري مرستو د پراخولو لپاره لازمې مالي او تخنيکي سرچينې ولګوي.

قطر یو له هغو هېوادونو دی، چې په وروستیو کلونو کې یې د افغانستان د سولې په بهیر کې د بشري مرستو او منځګړیتوب په برخه کې فعال رول لوبولی او په کابل کې یې خپل سفارت فعال ساتلی دی.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې نړۍوالو سازمانونو له افغان ولس سره د نړۍوالو مرستو د کمېدو خبرداری ورکړی دی.

په پاکستان کې تېره میاشت د ملکي تلفاتو کچه ۱۷۵ سلنه لوړه شوې ده

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۰۹ GMT+۰

په پاکستان کې د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ په یوه راپور کې په دغه هېواد کې د ترهګریزو بریدونو او د ملکي تلفاتو د زیاتوالي خبر ورکړی. د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، پاکستان تېره میاشت د ۷۹ بریدونو شاهد و، چې ۵۵ ملکي وګړي او ۴۷ امنیتي کسان پکې وژل شوي دي.

دغه راپور په داسې حال کې خپور شوی، چې د یکشنبې په ورځ په شمالي وزیرستان کې یوه ځانمرګي خپل موټر بم د پوځيانو پر کاروان والوزاوه.

د راپورونو له مخې، په دغه بریدکې ۲ پوځيان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

د دغه څېړنیز انسټیټیوټ د معلوماتو په یوې برخه کې راغلي، چې د فېبرورۍ په میاشت کې په پاکستان کې د وسله والو له خوا ۷۹ بریدونه شوي، چې په پایله کې یې ۵۵ ملکي وګړي او ۴۷ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۴۵ ملکي وګړي او ۸۱ امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.

د دې بریدونو په غبرګون کې د پاکستان پوځ د وسله والو په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان پر ضد خپل عملیات چټک کړي دي.

د دغه بنسټ د راپور له مخې، امنیتي ځواکونو په دې عملیاتو کې ۱۵۶ وسله وال وژلي، ۲۰ تنه یې ټپیان کړي او ۶۶ تنه یې نیولي دي.

په دغه راپور کې همداراز راغلي، چې د ۲۰۲۴ کال له اګست میاشتې راهیسې د لومړي ځل لپاره د ملکي وګړو د وژل کېدو شمېر د امنیتي ځواکونو له شمېر څخه ډېر شوی دی.

د ملکي تلفاتو کچه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په پرتله ۱۷۵ سلنه زیاته شوې ده.

له بلې خوا د امنیتي ځواکونو تلفات د جنورۍ په میاشت کې له ۵۷ کسانو څخه په فېبروري میاشت کې ۴۷ کسانو ته ۱۸ سلنه کم شوي دي.

همدارنګه، د ملېشو تلفات ۲۵ سلنه کم شوي؛ په دې توګه د وژل شویو کسانو شمېر په جنورۍ کې له ۲۰۸ کسانو څخه په فېبرورۍ کې ۱۵۶ کسانو ته کم شوی دی.

خو د نیول شویو کسانو شمېر بیا د پام وړ زیات شوی او ۶۶ کسانو ته رسېدلی، چې دا د ۲۰۲۳ کال له ډسمبر راهیسې د میاشتنۍ نیول کېدو تر ټولو لوړه شمېره ده.

بلوچستان; ترټولو ناامنه سیمه

د دغه راپور له مخې، بلوچستان د پاکستان تر ټولو ناامنه صوبه ده او د وسله والو له خوا په ۳۲ بریدونو کې تر ټولو زیات تاوتریخوالی ثبت شوی دی.

د دغو بریدونو په پایله کې د ۳۵ ملکي وګړو، ۱۰ امنیتي ځواکونو او ۱۱ ملیشو په ګډون ۵۶ تنه ووژل شول او دغه راز ۴۴ تنه ټپیان شوي، چې ۳۲یې امنیتي ځواکونه او ۱۲ یې ملکي وګړي دي.

د دغو بریدونو ډېری پړه د بلوچستان لېبرېشن ارمي، بلوچستان لېبرېشن فرنټ او یونایټیډ بلوچستان ارمي د وسله والو ډلو په غاړه اخیستې ده.

بلخوا، د پاکستان امنیتي ځواکونو په بلوچستان کې ۱۱ وسله وال وژلي دي.

خیبر پښتونخوا؛ امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله

په خیبرپښتونخوا کې بیا د وسله والو له خوا ۲۱ بریدونه ثبت شوي، چې په پایله کې یې ۲۲ امنیتي سرتېري او ۸ ملکي وګړي وژل شوي دي.

په دغو بریدونو کې ۲۶ امنیتي ځواکونه او ۱۱ ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.

د پاکستان امنيتي ځواکونو هم په دغه سيمه کې ٩٨ وسله وال وژلي، ١٥ يې ټپيان کړي او ٥٠ شکمن کسان يې نيولي دي.

د دغو بریدونو اکثره پړه تحریک طالبان پاکستان منلې وه، په داسې حال کې چې لښکر اسلام او د حافظ ګل بهادر ډلې هم د ګڼو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې وه.

د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې هم ۲۳ بریدونه شوي، چې په پایله کې یې ۱۴ امنیتي ځواکونه او ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.

په دغو بریدونو کې ۲۲ ملکي وګړي او ۲۲ امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.

امنیتي ځواکونو هم په دغه ایالت کې ۴۷ وسله وال وژلي دي.

د نورو صوبو حالت

په دې میاشت کې سند د درېیو ترهګریزو بریدونو شاهد و، چې یو امنیتي کس پکې ووژل شو او بل یې ټپي شو.

یو له دغو بریدونو څخه د سند د انقلابي پوځ او بل د حافظ ګل بهادر ډلې لخوا ترسره شوی.

د يادونې وړ خبره دا ده، چې د حافظ ګل بهادر ډلې د لومړي ځل لپاره له خيبر پښتونخوا بهر بريد ترسره کړی دی.

په دغه برید کې د فېبرورۍ پر ۱۵مه د کراچۍ په منګوپیر سیمه کې یو پولیس افسر وژل شوی و.

د ازبکستان برېښنا شرکت افغانستان ته د وارداتي برېښنا د بیو د راټیټولو خبره رد کړه

۱۲ کب ۱۴۰۳ - ۲ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۱۰ GMT+۰

د ازبکستان د برېښنا ملي شبکې ویلي، چې افغانستان ته د وارداتي برېښنا تعرفه پر خپل ځای پاتې ده. دغه شرکت د برېښنا د نرخ د کمولو په اړه د طالبانو ادعاوې رد کړي دي.

د طالبانو د ریاست الوزا د اقتصادي مرستیال ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یوه پلاوي ازبکستان ته په وروستي سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، انرژۍ او ټرانسپورټ په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

تر دې غونډې وروسته ملا برادر اعلان وکړ، چې د برېښنا بیې به راټیټوي او ادعا یې هم وکړه چې د خبرو اترو په پایله کې د اوړي په موسم کې افغانستان ته د وارداتي برېښنا د زیاتوالي په اړه هوکړه شوې ده.

د دغه ادعاوو په اړه د ازبکستان د برېښنا ملي شرکت افغانستان ته د وارداتي برېښنا د بیې د کمېدو په اړه راپورونه رد کړي دي.

د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، د تېر حکومت له وخته ورپاتې د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران د برېښنا وارداتي برېښنا لري، خو دغې وارداتي برېښنا لا هم ستونزه نه ده حل کړې.

د افغانستان برېښنا شرکت بیا ویلي، چې په کور دننه د برېښنا د کموالي د پوره کولو لپاره پر داخلي سرچینو کار روان دی، چې په وینا یې د یوه سټراټيژیک پلان له مخې به افغانستان په راتلونکو پنځو کلونو کې د داخلي سرچینو په مټ ۷۱۰ مېګاواټه برېښنا ولري.