ذبیح الله مجاهد: یوناما په افغانستان کې یوازې منفي تبلیغات کوي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې یوناما د افغانستان په اړه منفي تبلیغات کوي او هغه ډول فعالیت یې نه دی ترسره کړی؛ لکه څنګه چې ترې تمه کېږي. یوناما په ۲۰۲۴ کې د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو د شکنجې له موضوع پرده پورته کړې وه.





