هندۍ ورځپاڼه: ښایي هند د طالبانو استازی له ډېپلوماټیک موقعیت پرته ومني

هندۍ ورځپاڼې «دکن» لیکلي، چې ښایي د نرېندرا مودي حکومت له طالبانو سره د اړیکو د پراخولو په موخه په ډهلي کې د افغانستان سفارت دې ډلې ته وسپاري.

هندۍ ورځپاڼې «دکن» لیکلي، چې ښایي د نرېندرا مودي حکومت له طالبانو سره د اړیکو د پراخولو په موخه په ډهلي کې د افغانستان سفارت دې ډلې ته وسپاري.
دغې ورځپاڼې راپور ورکړی، چې هند به د طالبانو استازی له ډېپلوماتیک موقعیت پرته ومني، خو په سفارت کې به د دې ډلې بیرغ و نه ځړېږي.
د راپور له مخې، دا پرېکړه تر هغه وروسته شوې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په دوبۍ کې د هند د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ویکرام میسري سره ولیدل.
هندۍ ورځپاڼې «دکن» د هند دغه پرېکړه له طالبانو سره د تعامل لپاره د ډهلي اقدام بللی دی.
دغې ورځپاڼې همداراز لیکلي، چې د افغانستان سفارت به په رسمي توګه «د افغانستان د اسلامي جمهوريت» د استازولۍ په توګه فعالیت وکړي، خو ښایي د هند حکومت ډېر ژر د طالبانو استازی د دې سفارت د ریاست لپاره ومني.
سره له دې چې هند تراوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو هندي چارواکو په دې وروستیو کې څو ځلې په دوبۍ او تهران کې له طالبانو سره کتلي او د دواړو لوریو ترمنځ یې د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې اترې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن بیا د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور د مرستیال عتیق الله عزیزي په مشرۍ د دغې ډلې د بیرغ د درناوي او د استعمال پر لارو چارو ناسته شوې ده.
د راپورونو له مخې، نوموړي د طالبانو د بیرغ د کارولو او ساتلو لپاره د عامه پوهاوي غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې هم ځیني راپورونه خپاره شوي و چې پکې راغلي و، هند به په راتلونکو اونیو کې د طالبانو یو جګپوړی استازی ومني، چې دا به له دې ډلې سره د اړیکو په پیاوړتیا او په سیمه کې د چین د نفوذ د مخنیوي لپاره د نوي ډهلي وروستی ګام وي.
د راپورونو له مخې، د طالبانو حکومت دوه احتمالي نوماندان ټاکلي چې په نوي ډهلي کې به د افغانستان سفارت اداره کړي.
بلومبرګ هم ویلي و، چې نوی ډهلی به د طالبانو دغه استازی په رسمي ډول د ډیپلومات په توګه ونه مني، خو یاد کس به په هند کې د افغانستان تر ټولو لوړپوړی استازی وي.
چارواکو ویلي، طالبانو ته به اجازه ورنه کړل شي چې د سفارت پر ودانۍ، رسمي مراسمو، یا ډیپلوماتیکو موټرو باندې خپل بیرغ وځړوي.
هندي چارواکو ویلي، نجیب شاهین چې شاوخوا ۳۰ کلن دی او دا مهال په دوحه کې د طالبانو په سفارت کې ډیپلومات دی، د نوي ډهلي لپاره تر ټولو احتمالي نوماند دی.
بل احتمالي نوماند شوکت احمدزی دی، چې اوسمهال د طالبانو د بهرنیو چارو په وزارت کې کار کوي.
د یادولو ده، چې چین د تېر کال په لړ کې لومړنی هېواد و چې د طالبانو یوه استازي ته یې رسمي ډیپلوماتیک اسناد ورکړل.
سره له دې چې تر اوسه هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ځيني ګاونډي او د سيمې هېوادونه له دغې ادارې سره ډیپلوماتيکې اړيکي لري او د طالبانو له خوا معرفي کړل شوي ډيپلوماتان ېې هم منلي دي.