د ترکیې ساحلي ساتونکو د ۱۷ افغان ماشومانو په ګډون ۳۶ کډوال نیولي دي

د ترکیې ساحلي ساتونکو د ۱۷ ماشومانو په ګډون هغه ۳۶ افغان کډوال نیولي دي، چې غوښتل یې په ناقانونه ټوګه اروپا ته ولاړ شي.

د ترکیې ساحلي ساتونکو د ۱۷ ماشومانو په ګډون هغه ۳۶ افغان کډوال نیولي دي، چې غوښتل یې په ناقانونه ټوګه اروپا ته ولاړ شي.
ترکي رسنیو د سې شنبه په ورځ (د مارچ څلورمه) د دغه هېواد د ساحلي ساتونکو په حواله راپور ورکړی، چې یاد شمېر نیول شوي افغان کډوال د ترکیې د کډوالۍ د توقیف مرکز ته لېږدول شوي دي.
راپور زیاتوي، چې دغو کډوالو له قانوني اسنادو پرته هڅه کوله اروپا ته ولاړ شي او دا کار د ترکیې د قوانینو له مخې غیرقانوني ګڼل کېږي.
د ترکیې ساحلي ساتونکو په بریالیتوب سره دغه چاره درولې ده او هڅه کوي، چې د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره ورته عملیات نور هم ترسره کړي.
د ترکیې ساحلي ساتونکي وایي، چې د دغو کډوالو د ناقانونه کډوالۍ چارې درول شوي.
دا اقدام د ترکیې د حکومت د روانو عملیاتو یوه برخه ده، چې موخه یې د ناقانونه کډوالۍ مخنیوی دی.
د ترکیې پولیسو څو ځلي ویلي، چې په ټول هېواد کې د بې اسنادو پناه غوښتونکو د پېژندلو، نیولو او شړلو لپاره د دوی ګډ عملیات دوام لري.
له دې وړاندې، د ترکیې پولیسو سکاریا ښار کې هم ۲۰ افغان کډوال نیولي وو، چې دا د ترکیې د حکومت د کډوالۍ د کنټرول د دوامداره اقداماتو ښکارندویي کوي.
ترکیه دا مهال د شاوخوا ۲۰ زرو کسانو د ځایولو لپاره د بېرته ستنیدونکو ۳۲ مرکزونه لري، چې د ترکیې د چارواکو په وینا د دوی د اېستلو په برخه کې تر ټولو لوی زیربنا ځواک دی.
په کال ۱۴۰۰ کې کله چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، زرګونه افغانان په سختو او ستړو لارو ایران ته مخه کړه او له هغه ځایه اروپایي هېوادونو ته د تګ په موخه یې ځانونه ترکیې ته ورسول.
د دغو کډوالو له ډلې یو شمېر یې د لارو په اوږدو کې مړه شوي هم دي.


د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو او پاکستان وغوښتل چې سرحدي نښتې پای ته ورسوي او د ډېپلوماسۍ لاره تعقیب کړي. هغه په وروستیو نښتو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې او د نورو بې ځایه کېدو ته په اشارې وویل چې د دې وضعیت دوام د دواړو خواوو په ګټه نه دی.
د تورخم دروازې له تړلو وروسته، د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ له څو ورځو راهیسې وسله والې نښتې روانې دي.
دغو نښتو کې تر اوسه پورې دواړو غاړو ته پوځي او ملکي تلفات اوښتي دي.
زلمي خلیلزاد د سې شنبې په ورځ پر خپل اېکس خبرداری ورکړ، چې د دې کړکېچونو دوام د دواړو خواوو په ګټه نه دی. هغه وويل: « ډيپلوماسي يو غوره انتخاب دی».
د تورخم د بیا پرانیستلو لپاره د دواړو خواوو د استازو ترمنځ خبرې بې پایلې وې.
د طالبانو او پاکستان لوړ پوړي چارواکي د تورخم پر نښتو چوپ پاتې دي.
اقتصادي زیان
خلیلزاد د تورخم د تړلو اقتصادي پایلو ته په اشارې سره وویل چې د دواړو هېوادونو سوداګرو په ملیونونو ډالر زیان لیدلی دی.
هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا ترمنځ سوداګریزه او اقتصادي همکاري به ټولو ته ګټه ورسوي.
افغانستان د جنوبي اسیا او مرکزي اسیا ترمنځ یوه مهمه ټرانزیټي لاره ده.
پاکستان هم په دې وروستیو میاشتو کې هڅه کړې چې له منځنۍ اسیا سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ ټرانزیټي لارې تل له تاوتریخوالي او شخړو ډکې وي.
خلیلزاد همدارنګه له دواړو خواوو وغوښتل چې د یو بل پر ضد د خپلې خاورې د کارولو د مخنیوي په اړه یوې موافقې ته ورسیږي.
طالبان پر پاکستان تور لګوي چې داعش ته پناه ورکوي او د دوی نظامي او مالي ملاتړ کوي.
طالب چارواکي ادعا کوي، چې په افغانستان کې د داعش د بریدونو لویه برخه له بهره تنظیم کیږي، چې دوی یې اشاره پاکستان ته کوي.
ځینو طالب چارواکو دا ادعا کړې چې د داعش اډې او روزنیز مرکزونه د پاکستان په بلوچستان کې موقعیت لري.
برعکس، پاکستان پر افغان طالبانو تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ملاتړ کوي او دوی ته یې پناه ورکړې ده.
پاکستاني چارواکي وايي چې طالبانو د پاکستان پر ضد د افغان خاورې د کارولو د مخنیوي لپاره د اسلام اباد غوښتنې له پامه غورځولې دي. طالبان د پاکستان دا تورونه ردوي.
خو زلمي خلیلزاد ټینګار وکړ: « دواړې خواوې باید په یوه داسې تړون تمرکز وکړي چې د دوی له خاورې څخه د یو بل د امنیت ګواښلو لپاره د کار اخیستو اجازه ورنه کړي».

د کندهار د بيلابیلو ښوونځیو ښوونکي، چې له تيرو دوو نیمو میاشتو څخه معاشونه نه دي ورکړل شوي، روژه له سختو اقتصادي ستونزو سره تيروي. په کندهار کې د طالبانو پوهنې ادارې يوه سرچينه وايي، چې څه باندې شپږ زره ښوونکو ته د دوو مياشتو معاش نه دی ورکړل شوی.
په کندهار کې ښوونکي وايي، چې طالب چارواکي په پرله پسې توګه د معاش ورکولو ژمنې کوي، خو درېيمه مياشت هم په ختمېدو ده، چې دوی تر اوسه خپلې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.
ښوونکي وايي، چې د روژې او اختر لپاره د توکو د پېرلو توان نه لري او ژوند یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
په کندهار کې د یوه دولتي ښوونځي ۵۴ کلن ښوونکی عبدالهادي (مستعار)، چې د ژوند ډېره برخه یې په استادۍ کې تېره کړې د ۸ کسيزې کورنۍ مشر دی وايي، «د ژوند سخت حالت تجربه کوي».
هغه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «د کور ټوله ګذاره مې په همدې معاش ده، اوس چې له همسایه ګانو او دوکانداره شيان اخلم شرميږم، خدای دې دغه حالت تير کړي.»
په کندهار کې د طالبانو د پوهنې رياست یوه سرچينه وايي، چې د څه باندې شپږ زره ښوونکو تنخواوې بندې دي.
د سرچينې د مالوماتو له مخي، په دې کې یو شمېر هغه ښځينه ښوونکې هم شاملې دي، چې تر شپږم ټولګي ښکته نجونو ته تدریس کوي.
سرچینه وايي، چې د ښوونځيو ترڅنګ د مدرسو ښوونکو ته هم معاشونه نه دي ورکړل شوي.
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو په کندهار کې له بيلابيلو ښوونکو سره خبرې کړې دي.
په يو شمېر ښوونځيو کې طالبانو ښوونکو ته د ستونزو د حل ژمنه ورکړې او له دوی يې غوښتي، چې دغه ستونزې دې له رسنيو سره نه شریکوي.
د امریکا د مرستو له بندولو سره هم مهاله په افغانستان کې طالبانو خپلو کارکوونکو ته خبر ورکړی و، چې مياشتني معاشونه یې د دريو مياشتو لپاره ځنډول شوي.
له دې اعلان یوه میاشت وروسته د سلواغې پر ۱۹ مه د طالبانو ماليې وزارت اعلان وکړ، چې «امارتي ادارو» ته د مرغومي میاشتي معاشات ورکوي.

جرمني د افغان ښځو د حقونو له ملاتړه خپله ژمنتیا یو ځل بیا اعلان کړه او د ښځو پر وړاندې د تبعیض د ټولو بڼو له منځه وړو کنوانسیون د مکلفیتونو په اړه یې د مدني ټولنې مشورتي غونډه جوړه کړه.
دا غونډه چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت تنظیم کړې وه، د افغان مدني ټولنې استازي، د بشري حقونو فعالان او نړیوال شریکان یې سره راټول کړل چې د طالبانو د ښځضد پالیسیو په اړه بحث وکړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالېنا بیربوک په خپله کلیدي وینا کې د طالبانو نوي فرمان ته اشاره وکړه چې له مخې یې د کورونو د احاطې او پخلنځي شاوخوا دیوالونه باید هیڅ کړکۍ ونه لري.
هغې وویل، « طالبان د افغان ټولنې ۵۰ سلنه نفوس ته یو ټولنیز زندان جوړوي، یوازې د دې لپاره چې دوی ښځې دي».
په دې غونډه کې افغان ښځو ته موقع ورکړل شوه، چې خپلې کیسې له نړیوالو سره شریکې کړي.
د بشري حقونو وکیلانې، ژورنالېستانې، ښوونکې او ډاکترانې او هغه ښځې چې د طالبانو له خوا له عامه ژونده ایستل شوې دي، په دغو بحثونو کې شاملې وې.
بیربوک ټینګار وکړ چې جرمني افغان ښځې نهدي هیرې کړې او دا چې نړۍ به د دوی درد ته پاملرنه کوي. هغې وویل، جرمني به له طالبانو سره همکاري ونه کړي، خو بشري مرستې به دوام لري.
طالبان به ځواب وايي
جرمني له استرالیا، کاناډا او هالنډ سره یو ځای د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې یوه نړیواله حقوقي هڅه پیل کړه چې طالبان له ښځو سره د تبعیض د هرې بڼې له منځه وړو کنوانسیون ته ځواب ویونکي وګرځوي.
بیربوک د هغو نړیوالو حقوقي ګامونو یادونه وکړه چې تر اوسه پورته شوي.
هغې د یوه افغان ډيپلوماټ د خبرو پخلی وکړ، چې دا د فرهنګي تفاوتونو یا دودونو مساله نهده. دا د انسانانو د یوځای ژوند کولو اساسي اصول دي».
بیربوک دا هم روښانه کړه چې هیڅ هېواد د ښځو د حقونو له کمزوري کېدو خوندي نهدی. هغې وویل چې حتاپه جرمني کې د ښځو حضور په پارلمان کې ۲۰ کاله شاته تللی.
هغې زیاته کړه، « د ښځو حقونه د ټولنې د حالت معیار دی. که موږ د افغانستان په څېر د بشري حقونو تر ټولو شدیدې سرغړونې له پامه وغورځوو، نو دا نورمال ګرځوو».
هغې زیاته کړه، « طالبان په ښکاره د ټولنې نیمایي برخه، یوازې د ښځو د ښځمنتیا له امله، د یو ټولنیز زندان په څېر جوړولو بوخت دي. د تیارو او چوپتیا، د یوازیتوب او ظلم یو زندان.یو زندان چې باید د نړۍ له سترګو پټ وساتل شي، موږ ښايي دا اصطلاحات وکاروو، ټولنیز محوه کول، د بشریت پر ضد جرمونه، جنسیتي ځورونه یا لکه څنګه چې ډېر خلک ورته د جندر اپارتاید وايي، خو حقیقت دا دی چې هېڅ یوه اصطلاح د دې جرمونو شدت نه شي څرګندولی».

طالبان یې غلې کوي، خو موږ د افغان ښځو غږ اورو
هغې وویل، « طالبان غواړي د ښځو غږونه خاموش کړي، خو موږ به یې واورو».
بېربوک د تیر کال په جولای کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر تر نوم لاندې محدودیتونو ته اشاره وکړه، چې د ښځو د عامه غږ اورېدل یې منع کړل او همدا میاشت یې یوه ښځینه راډیو بېګم وتړله.
هغې وویل، طالبان یو په بل پسې ښځې له ټولنې حذف کوي، خو زیاته یې کړه، چې جرمنی افغان ښځې نه هېروي.
بېربوک په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې جرمنی لا هم افغانانو ته بشري مرستې ورکوي، خو« له طالبانو سره له همکارۍ پرته، بلکې د نړیوالو مؤسساتو له لارې».
هغې جرمني ته تر خطر لاندې افغانانو د انتقال په اړه وویل، چې ځینې جرمنیان یې هم مخالفت کوي، خو ددې په باور دا سم کار دی او « دا یوازې د هغو خلکو د خوندي کولو خبره نه ده چې طالبان یې ځوروي، بلکې د جرمني د امنیت له پلوه هم مهمه ده».
هغې زیاته کړه، « ځکه موږ باید روښانه کړو چې د طالبانو رژیم خپل خلک وېروي او د ټولنې نیمایي برخه یې غلې کړې، موږ باید دا هم روښانه کړو چې دا رژیم نورو ته هم یو ګواښ دی ځکه موږ د دې خلکو او د نړۍ د امنیت، دواړو مسوولیت لرو، ځکه بشریت نهشي وېشل کېدای».
په ورته وخت کې بېربوک دا هم وویل، چې طالبان قانوني ځواب ویلو ته حاضرول یو اوږد او پېچلی بهیر دی، خو له سوریې سره د پرتلنې په رڼا کې یې زیاته کړه، چې صبر او مقاومت پایله ور کوي.
هغې وویل، چې دوی به پر طالبانو خپل ټول فشارونه وکاروي، چې یوه ورځ رڼا بېرته راشي او د ملیونونو افغانانو چوپ شوي غږونه د هرات، کندهار او کابل په کوڅو کې یو ځل بیا واورېدل شي او افغانې ښځې او نجونې بالاخره ازادې شي.
غونډه د نړیوالې همغږۍ په غږ سره پای ته ورسېده، په داسې حال کې چې نړۍ د مارچ اتمې یا د ښځو نړیوالې ورځې نمانځلو ته چمتو کېږي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت نن له ښځو سره د تبعیض د ټولو بڼو د له منځه وړو کنوانسیون (CEDAW) د تعهداتو په اړه د مشورتي ناستې کوربه دی، چې د افغان مدني ټولنې ګڼو استازو پکې برخه اخستې ده.
په دې ناسته کې د جرمني د بهرنيو چارو پر وزیرې انالینا بیربوک او د ملګرو ملتونو څانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د خپلو دوو رپوټونو او له ښځو سره د تبعیض د ټولو بڼو د له منځه وړو کنوانسیون د ارزښت په تړاو خبرې وکړې.
غونډې ته د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک وویل، « جرمنی افغان ښځې نه هېروي، موږ به تل د دوی ترڅنګ ولاړ یو».
بېربوک د غونډې له برخه والو افغان ښځو مننه وکړه، چې د افغان کډوالو غږ ور سره دی.
نوموړې په خپلو خبرو کې وویل، « زه د هغو ښځو پاموړ منندويي نه شم کولای چې د غږونو د چوپتیا پر هڅو سربېره، د افغانستان له داخل نه له موږ سره یوځای شوې دي. دوی به خپلې کیسې وروسته په تړلو غونډو کې د خوندي لېنک له لارې له موږ سره شریکې کړي. دمګړۍ دوی زموږ غږ اوري ، خو دا چې دا عامې ناستې دي، د امنیت په خاطر به یې خبرې په یوه خوندي ناسته کې واورو».
بینېټ په دې غونډه کې ویلي، چې د افغانستان له مدني ټولنې سره مشوره د دوی د رپوټونو یوه اساسي برخه ده، چې په ځانګړې توګه د افغان ښځو غږ واورېدل شي.
دې غونډې ته د ۵۰ افغان مدني ټولنې د استازو سازمانونو یو پرېکړه لیک هم استول شوی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د کشفي مالوماتو په اساس یې په تخار کې ۶ زره ۲۹۹ کيلو ګرامه تاریاک نيولي، چې نورو سيمو ته قاچاق کېدل.
د طالبانو کورنيو چارو وزارت د سې شنبه په ورځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې نیول شوي نشه یي توکي په ډېر مهارت په يوه ګازي ټانکر کې ځای پر ځای شوي وو.
د وزارت د مالوماتو له مخې، له همدې نشه یي توکو سره د تړاو په تور يې دوه تنه نيولي دي.