شهباز شریف: د کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید مسوول یو افغان وګړی دی

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې د کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید مسوول «شریف الله» یو افغان وګړی دی چې په یو لړ بریالیو عملیاتو کې پر ډیورنډ کرښه نیول شوی دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې د کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید مسوول «شریف الله» یو افغان وګړی دی چې په یو لړ بریالیو عملیاتو کې پر ډیورنډ کرښه نیول شوی دی.
هغه پر اېکس پاڼه کاږلي، «شریف الله» چې د داعش خراسان څانګې یو لوړپوړی عملیاتي قوماندان و او د افغانستان اوسېدونکی دی؛ د پاکستان امنیتي ځواکونو لهخوا نیول شوی.
هغه دارنګه په سیمه کې د ترهګرۍ ضد هڅو کې د پاکستان د رول او ملاتړ په برخه کې د ټرمپ له ستاینې مننه وکړه.
هغه کاږي:« لکه څنګه چې پوهېږئ پاکستان تل د ترهګرۍ ضد هڅو کې مهم رول لوبولی دی، چې موخه یې د ترهګرو او وسلهوالو ډلو لهخوا د بل هېواد پر ضد د فعالیتونو مخنیوی دی.»
هغه زیاته کړې، چې د ترهګرۍ سره په مبارزه کې پاکستان تر ۸۰،۰۰۰ د زیاتو کسانو د وژل کېدو په ګډون لویې قربانۍ ورکړې دي.
دغه څرګندونې له هغه وروسته شوې، چې نن د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کانګرس کې اعلان وکړ چې هېواد یې له افغانستاته د وتنې پرمهال د کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید طراح نیولی دی.
ټرمپ ویلي، د دغې برید مسوول امریکا ته د لېږد په حال کې دی.
نوموړي د دغه کس د نیونې په برخه کې د پاکستان له همکارۍ مننه کړې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وایي، چې په افغانستان کې یې د زیانمنو شویو کورنیو سره د عاید لرونکو، کوچنیو کاروبارونو د پیل لپاره نغدي مرستې کړې دي.
دغه بنسټ پر اېکس پاڼه لیکلي، دغه مرستې یې د ۶۰۰ بېوزله کورنیو سره په بېلابېلو سمیو کې کړې چې موخه یې د یادو کورنیو اقتصادي لوړتیا او په ځان بساینه ده.
بي بي ګلالۍ، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې دغه نغدي مرسته ترلاسه کړې وایي:« زه به د دغه مرستې پر مټ د ګلدوزۍ په برخه کې کاروبار پیل کړم او په راتلونکې کې به د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو په حل کې همکاري وکړم.»
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري چې د افغانستان په څېر بېوزله هېوادونو کې د کډوالو او داخلي بېځایه شویو خلکو د حقونو ساتنه او هغوی ته د ژوند د خوندي چاپېریال رامنځته کولو لپاره کار کوي؛ د روان کال د تېرې میاشتې په وروستیو کې یې د بامیان ولایت داخلي بېځایه شویو کورنیو لپاره ۱۹۰ کورونه هم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل.
دغه بنسټ له ۲۰۲۲ کال راپدېخوا له ۲۰۰ زرو په شاوخوا کې کډوالو سره د کوچنیو کاروبارونو د پیلولو لپاره نغدي مرستې کړې او همداشان له ۱۰۰ زرو څخه زیاتو خلکو لپاره یې سرپناوې جوړې کړې دي.

د تېر جمهوري نظام د دفاع سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل د پاکستان لهخوا امریکا ته د کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید د طراح د سپارلو په غبرګون کې ویلي، دغه کس په تېرو څلورو کلونو کې چېرته و؟ او ولې تر اوسه پورې امریکا ته نه و سپارل شوی؟
هغه پاکستان په دې تورن کړی، چې تل یې په بیلابیلو پلمو د افغانستان په سر سودا کړې.
نوموړي پر اېکس پاڼه کاږلي: «په تېرو ۲۵ کلونو کې د پاکستان دوه مخی سیاست، اړیکې او یا همکاري د امریکا سره مخ په خرابېدو وه یا ده؛ پاکستان تل یو څوک ساتلی او امریکا ته یې په لاس ورکړې، چې امتیاز واخلي.»
نوموړي دغه څرګندونې له هغه وروسته کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هیواد په کانګرس کې د وینا پر مهال تازه اعلان وکړ، چې د پاکستان په مرسته یې د کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید طراح نیولی.
په هغه برید کې ۱۳ امریکایي سرتېري او ۱۷۰ افغانان وژل شوي وو.
د ښاغلي میاخېل په وینا، پاکستان په کابل کې د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال په ځانمرګي برید کې ښکېل یو کس، چې هویت یې لا روښانه نه دی؛ امریکا ته سپارلی او نن ټرمپ په خپلو خبرو کې له دغې همکارۍ مننه وکړه.
ښاغلي میاخیل پر اېکس پاڼه کاږلي: «دغه کس په تېرو څلورو کلونو کې چېرته و؟ د چا په مېلمستون کې مېشت و او څنګه وپېژندل شو؛ ځکه ځانمرګی خو مړ شوی دی؟»
هغه په خپلو خبرو کې یوار بیا له امریکا څخه د پاکستان د امتیاز اخیستنې په اړه لیکلي: «دغه کس ولې تر اوسه پورې امریکا ته نه و سپارل شوی او د دغه کار په بدل کې امریکا پاکستان ته څه امتیاز ورکړی؟ د دغه همکارۍ تاثیرات به په افغانستان کې څه وي؟ ایا پاکستان بیا د افغانانو په سر سودا کوي؟»
شاه محمود میاخیل وړاندې کاږي، که دغه کس د طالبانو او پاکستان په همکارۍ امریکا ته سپارل شوی وي؛ نو د طالبانو مخ او څټ نه دی معلوم او د هغې ۴۰ مېلیون ډالریزې کڅوړې په تمه به وي، چې لا له وړاندې د ټرمپ او هغه ته د نږدې کسانو لهخوا یې د بندېدو غوښتنه شوې وه.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون ویلي، چې د روزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې په ۱۸۲۶ جریبه ځمکه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټي جوړېدو لومړنۍ چارې پیل شوې، چې په یاده اندازه ځمکه به ۱۰۸۳ نمرې مشخصې او وروسته به د کورونو جوړولو لپاره کډوالو ته ووېشل شي.
د روزګان لپاره د طالبانو والي مولوي عنایت الله شجاع، د دغه ښارګوټي جوړولو د چارو د پیل په مراسمو کې رسنیو ته ویلي، یاد ښارګوټی د مرکز ترینکوټ ښار په څاهګي سیمه کې جوړېږي چې تېره ورځ سې شنبه یې د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې.
افغانستان کې له څو لسیزو جګړو له امله، په ځانګړي ډول د طالبانو بیا واک ته رسېدو او په افغانستان کې د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته ۹ میلیونه وکړي له خپلو سیمو بېځایه شوي او یا هم نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
طالبان په داسې حال کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د سرپناه لپاره د ځمکې د وېش خبر ورکوي، چې هره ورځ په زرګونه افغانان له پاکستان او ایران څخه په زوره شړل کېږي.
په دې ورستو ورځو کې د کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ لا ډیره چټکه شوې، خو د راستنېدونکو لپاره د سرپناه او بنسټیزو خدمتونو نشتوالی یوه جدي ستونزه ګرځېدلې ده.
بلخوا بیا د بېرته راستنېدونکو کډوالو د اقتصادي حالت خرابوالی یوه بله لویه ستونزه ده، چې ډیری کډوالو د کډوالۍ پر وخت خپلې شتمنۍ له لاسه ورکوي او بیا د کار او عاید لپاره هیڅ ډول امکانات نه لري.
د طالبانو ادارې د روزګار فرصتونه محدود کړي، چې له امله یې بیرته راستنېدونکو ته د کاري فرصتونو نشتوالی رامنځته شوی دی.
څه موده وړاندې نړیوال بانک هم ویلي و، چې افغانستان په اوس مهال له سخت بحران سره مخ دی او لږ تر لږه ۲.۹ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي.
د دغه بانک په وینا، دا مهال ۱۲.۶ میلیونه وګړي ،چې د افغانستان د نفوس یو پر دریمه برخه کېږي، د اقتصادي بې ثباتي، د اقلیم بدلون او د کرنیزو محصولاتو زیامنېدو د افغانستان لپاره د لومړنیو اړتیاوو پوره کول ستونزمن کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانکرس کې د وینا پر مهال ویلي، چې هېواد یې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پرمهال د کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید طراح نیولی دی. ټرمپ ویلي، د دغې برید عامل امریکا ته د لېږد په حال کې دی.
نوموړي د دغه کس د نیولو په برخه کې د پاکستان له همکارۍ مننه کړې ده.
هغه زیاته کړې، دا د هغو ۱۳ سرتېرو کورنیو لپاره یوه مهمه ورځ ده، چې په دغه برید کې وژل شوي وو.
خو د دغه کس د هویت په تړاو لا څه نه دي ویل شوي.
نوموړي یو وار بیا له افغانستان څخه د امریکا وتل «شرموونکې، وېروونکې او له بېوسۍ ډکه» کړنه یاده کړه.
هغه ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکا وتلو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین «زړور» کړ.
د ۲۰۲۱ په اګسټ میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو ناببره وتل او د طالبانو بیا واکمنول او ورسره سیمه ییزې او نړیوالې ستونزې هغه څه دي، چې د ټرمپ اداره یې پړه د جوبایډن پر حکومت اچوي او هغه په دې برخه کې په ناغیړۍ تورنوي.

په اسلام اباد کې جلاوطنه ښځینه فعالانې وایي، پر ښځو بندیزونه، د هغوی پر وړاندې پراخ تاوتریخوالی او له ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ډګره یې سیسټماټیک حذفول، له بشري حقونو سرغړونه او جنسیتي توپیر دی.
جلاوطنه افغان ښځینه فعالانو دغه ځرګندونې تېره ورځ په اسلام اباد کې د (مارچ ۸مې) د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوې جوړې شوې غونډه کې کړې دي.
دغه مېرمنې وایي، سږکال د (مارچ ۸مه) داسې مهال نمانځي چې افغان مېرمنې او په ځانګړې توګه د بشري حقونو فعالان، خبریالان او معترضې مېرمنې د نړۍ تر ټولو سخت انساني او حقوقي ناورین سره مخ دي.
له دغې غونډې په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغان مېرمنو د دغې ډلې لهخوا پر ښځو د زدهکړو، کار، بیان ازادۍ او په ټولنه کې د ګډون په تړاو د لګېدلو بندیزونو پر وړاندې مبارزه کړې، چې له امله یې د جدي ګواښونو، نیولو، ربړونې سره مخ شوې او ان د هېواد پرېښودو ته اړې شوې.
په اعلامیه کې په پاکستان کې هم د افغان پناه غوښتونکو وضعیت ته اشاره شوې.
د اعلامیې له مخې، په پاکستان کې د افغان ښځینه پناه غوښتونکو حالت هم خورا کړکېچن دی.
اعلامیه زیاتوي: «په پاکستان کې مېشتې ګڼې افغان ښځینه پناه غوښتونکې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي، چې له خورا بد حالت سره مخ دي.»
خبرپاڼه کاږي، چې دغه افغان پناه غوښتونکې بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی نه لري او د اېستلو له ګواښ، اقتصادي محدودیتونو او ناامنۍ سره مخ دي، چې دغه وضعیت د افغان ښځینه پناه غوښتونکو راتلونکی خورا پېجلی کړی دی.
دغه مېرمنې په نیوکې سره وایي، په داسې حال کې چې نړۍ له ښځو د ملاتړ شعارونه ورکوي؛ خو افغان مېرمنې لاهم له بنسټیزو او لومړنیو حقونو بې برخې دي.
