• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: له زیانمنو کورنیو سره مو د کوچنیو کاروبارونو د پیل لپاره نغدي مرستې کړې

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۱۰ GMT+۰

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وایي، چې په افغانستان کې یې د زیانمنو شویو کورنیو سره د عاید لرونکو، کوچنیو کاروبارونو د پیل لپاره نغدي مرستې کړې دي.

دغه بنسټ پر اېکس پاڼه لیکلي، دغه مرستې یې د ۶۰۰ بې‌وزله کورنیو سره په بېلابېلو سمیو کې کړې چې موخه یې د یادو کورنیو اقتصادي لوړتیا او په ځان بساینه ده.

بي بي ګلالۍ، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې دغه نغدي مرسته ترلاسه کړې وایي:« زه به د دغه مرستې پر مټ د ګلدوزۍ په برخه کې کاروبار پیل کړم او په راتلونکې کې به د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو په حل کې همکاري وکړم.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري چې د افغانستان په څېر بې‌وزله هېوادونو کې د کډوالو او داخلي بې‌ځایه شویو خلکو د حقونو ساتنه او هغوی ته د ژوند د خوندي چاپېریال رامنځته کولو لپاره کار کوي؛ د روان کال د تېرې میاشتې په وروستیو کې یې د بامیان ولایت داخلي بې‌ځایه شویو کورنیو لپاره ۱۹۰ کورونه هم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل.

دغه بنسټ له ۲۰۲۲ کال راپدېخوا له ۲۰۰ زرو په شاوخوا کې کډوالو سره د کوچنیو کاروبارونو د پیلولو لپاره نغدي مرستې کړې او همداشان له ۱۰۰ زرو څخه زیاتو خلکو لپاره یې سرپناوې جوړې کړې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

میاخېل: پاکستان د امتیاز په بدل کې امریکا ته د کابل هوايي ډګر د ځانمرګي برید طراح سپارلی

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۰۶ GMT+۰

‏ د تېر جمهوري نظام د دفاع سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل د پاکستان له‌خوا امریکا ته د کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید د طراح د سپارلو په غبرګون کې ویلي، دغه کس په تېرو څلورو کلونو کې چېرته و؟ او ولې تر اوسه پورې امریکا ته نه و سپارل شوی؟

هغه پاکستان په دې تورن کړی، چې تل یې په بیلابیلو پلمو د افغانستان په سر سودا کړې.

نوموړي پر اېکس پاڼه کاږلي: «په تېرو ۲۵ کلونو کې د پاکستان دوه مخی سیاست، اړیکې او یا همکاري د امریکا سره مخ په خرابېدو وه یا ده؛ پاکستان تل یو څوک ساتلی او امریکا ته یې په لاس ورکړې، چې امتیاز واخلي.»

‏نوموړي دغه څرګندونې له هغه وروسته کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هیواد په کانګرس کې د وینا پر مهال تازه اعلان وکړ، چې د پاکستان په مرسته یې د کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید طراح نیولی.
په هغه برید کې ۱۳ امریکایي سرتېري او ۱۷۰ افغانان وژل شوي وو.
د ښاغلي میاخېل په وینا، پاکستان په کابل کې د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال په ځانمرګي برید کې ښکېل یو کس، چې هویت یې لا روښانه نه دی؛ امریکا ته سپارلی او نن ټرمپ په خپلو خبرو کې له دغې همکارۍ مننه وکړه.
ښاغلي میاخیل پر اېکس پاڼه کاږلي: «دغه کس په تېرو څلورو کلونو کې چېرته و؟ د چا په مېلمستون کې مېشت و او څنګه وپېژندل شو؛ ځکه ځانمرګی خو مړ شوی دی؟»
هغه په خپلو خبرو کې یوار بیا له امریکا څخه د پاکستان د امتیاز اخیستنې ‏په اړه لیکلي: «دغه کس ولې تر اوسه پورې امریکا ته نه و سپارل شوی او د دغه کار په بدل کې امریکا پاکستان ته څه امتیاز ورکړی؟ د دغه همکارۍ تاثیرات به په افغانستان کې څه وي؟ ایا پاکستان بیا د افغانانو په سر سودا کوي؟»
شاه محمود میاخیل وړاندې کاږي، که دغه کس د طالبانو او پاکستان په همکارۍ امریکا ته سپارل شوی وي؛ نو د طالبانو مخ او څټ نه دی معلوم او د هغې ۴۰ مېلیون ډالریزې کڅوړې په تمه به وي، چې لا له وړاندې د ټرمپ او هغه ته د نږدې کسانو له‌خوا یې د بندېدو غوښتنه شوې وه.

طالبان د روزګان په مرکز ترینکوټ کې د کډوالو لپاره ښارګوټی جوړوي

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۲۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون ویلي، چې د روزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې په ۱۸۲۶ جریبه ځمکه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټي جوړېدو لومړنۍ چارې پیل شوې، چې په یاده اندازه ځمکه به ۱۰۸۳ نمرې مشخصې او وروسته به د کورونو جوړولو لپاره کډوالو ته ووېشل شي.

د روزګان لپاره د طالبانو والي مولوي عنایت الله شجاع، د دغه ښارګوټي جوړولو د چارو د پیل په مراسمو کې رسنیو ته ویلي، یاد ښارګوټی د مرکز ترینکوټ ښار په څاه‌ګي سیمه کې جوړېږي چې تېره ورځ سې شنبه یې د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې.

افغانستان کې له څو لسیزو جګړو له امله، په ځانګړي ډول د طالبانو بیا واک ته رسېدو او په افغانستان کې د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته ۹ میلیونه وکړي له خپلو سیمو بېځایه شوي او یا هم نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

طالبان په داسې حال کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د سرپناه لپاره د ځمکې د وېش خبر ورکوي، چې هره ورځ په زرګونه افغانان له پاکستان او ایران څخه په زوره شړل کېږي.

په دې ورستو ورځو کې د کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ لا ډیره چټکه شوې، خو د راستنېدونکو لپاره د سرپناه او بنسټیزو خدمتونو نشتوالی یوه جدي ستونزه ګرځېدلې ده.

بلخوا بیا د بېرته راستنېدونکو کډوالو د اقتصادي حالت خرابوالی یوه بله لویه ستونزه ده، چې ډیری کډوالو د کډوالۍ پر وخت خپلې شتمنۍ له لاسه ورکوي او بیا د کار او عاید لپاره هیڅ ډول امکانات نه لري.

د طالبانو ادارې د روزګار فرصتونه محدود کړي، چې له امله یې بیرته راستنېدونکو ته د کاري فرصتونو نشتوالی رامنځته شوی دی.

څه موده وړاندې نړیوال بانک هم ویلي و، چې افغانستان په اوس مهال له سخت بحران سره مخ دی او لږ تر لږه ۲.۹ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي.

د دغه بانک په وینا، دا مهال ۱۲.۶ میلیونه وګړي ،چې د افغانستان د نفوس یو پر دریمه برخه کېږي، د اقتصادي بې ثباتي، د اقلیم بدلون او د کرنیزو محصولاتو زیامنېدو د افغانستان لپاره د لومړنیو اړتیاوو پوره کول ستونزمن کړي دي.

ټرمپ: د پاکستان په مرسته مو د کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید طراح نیولی

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۴۳ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانکرس کې د وینا پر مهال ویلي، چې هېواد یې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پرمهال د کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید طراح نیولی دی. ټرمپ ویلي، د دغې برید عامل امریکا ته د لېږد په حال کې دی.

نوموړي د دغه کس د نیولو په برخه کې د پاکستان له همکارۍ مننه کړې ده.

هغه زیاته کړې، دا د هغو ۱۳ سرتېرو کورنیو لپاره یوه مهمه ورځ ده، چې په دغه برید کې وژل شوي وو.

خو د دغه کس د هویت په تړاو لا څه نه دي ویل شوي.

نوموړي یو وار بیا له افغانستان څخه د امریکا وتل «شرموونکې، وېروونکې او له بې‌وسۍ ډکه» کړنه یاده کړه.

هغه ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکا وتلو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین «زړور» کړ.

د ۲۰۲۱ په اګسټ میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو ناببره وتل او د طالبانو بیا واکمنول او ورسره سیمه ییزې او نړیوالې ستونزې هغه څه دي، چې د ټرمپ اداره یې پړه د جوبایډن پر حکومت اچوي او هغه په دې برخه کې په ناغیړۍ تورنوي.

علي امین ګنډاپور: په خېبرپښتونخوا کې د ناامنۍ مسوول افغانستان دی

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۵۴ GMT+۰

د اېکسپرېس ټربیون د راپور پر بنسټ، د خېبرپښتونخوا سر وزیر امین علي ګنډاپور په دې سیمه کې د ناوړه امنیتي وضعیت مسوول افغانستان بللی دی.

د دغې رسنۍ په راپور کې راغلي، چې ګنډاپور دا څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ (د کب ۱۴مه) د برېټانیا له استازي سره په لیدنه کې مطرح کړې دي.

هغه په دې لیدنه کې د دغې اوږدمهاله ستونزې د حل په موخه د جدي او پایله‌لرونکو هڅو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

نوموړي همداراز له طالبانو سره د مذاکرې په موخه د یوې جرګې له جوړېدو خبر ورکړی او په وینا یې، چمتو دی څو د پاکستان فدرالي مرکزي حکومت له تایید وروسته افغانستان ته یو پلاوی ولېږي.

د خېبرپښتونخوا سر وزیر خبرداری ورکړی، چې که په دې کې امنیتي ننګونې سملاسي حل نه‌شي، ښايي نورې هم پراخي شي او پر ټول پاکستان اغېزې وکړي.

ورته مهال، هغه د برېټانیا استازي ته ویلي چې دغه ایالت له طالبانو سره د مذاکرې د پیلېدو لپاره یوه جرګه جوړه کړې او زیاتوي چې کابل ته د پلاوي د لېږلو لپاره ټول لازم چمتووالی بشپړ شوی دی.

دا چې د خېبرپښتونخوا د ایالتي ادارې د پلاوي لېږل د پاکستان فدرالي مرکزي حکومت په واک دی، ګنډاپور د مذاکرې د شرایطو تایید ته په تمه دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې په سیمه کې تلپاتې سوله یوازې د پاکستان په ګټه نه‌‌ده او له نړۍوالې ټولنې یې هم غوښتي، څو په ګډه د مذاکراتو له لارې د دایمي حل لپاره هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خېبرپښتونخوا سر وزیر د ۲۰۲۴ کال په سېپټمبر میاشت کې افغانستان ته له پښتونخوا څخه د یوه پلاوي د لېږلږ وړاندیز کړی و.

علی امین ګنډاپور غوښتنه کړې، څو د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته د امنیتي ستونزو د حل لپاره باید له افغان طالبانو سره مخامخ خبرې وشي، خو باورونه دا دي چې دغه وړاندیز د پاکستان مرکزي حکومت له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.

برېتانیوي سیاستوال: وېنس افغانستان او عراق کې وژل شويو بریتانیوي ځواکونو ته سپکاوی کړی

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۰۶ GMT+۰

د برېتانیا او فرانسې په مشرۍ د سوله‌ساتو ځواکونو په تړاو د جي ډي وېنس وروستیو څرګندونو ته په غبرګون برېتانیوي سیاست‌وال وايي، چې نوموړي د هغو سلګونو سرتېرو یاد ته چې د افغانستان او عراق په جګړو کې د امریکایي پوځیانو تر څنګ وژل شوي، سپکاوی کړی دی.

وېنس په اوکراین کې د سوله‌ساتو ځواکونو پروګرام په تړاو ویلي و، چې د ۲۰ زرو سرتېرو په ګډون دا ځواک له تصادفي هېوادونو څخه دی او په وینا یې، په تېرو ۳۰ یا ۴۰ کلونو کې یې په جګړه کې ګډون نه دی کړی.
هغه دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې برېتانیا او فرانسې تر دې وړاندې اعلان وکړ، چې د سولې د هوکړې په چوکاټ کې چمتو دي چې خپل ځواکونه په اوکراین کې مېشت کړي.
برېتانیا او فرانسه یوازیني هېوادونه دي، چې په ښکاره توګه یې د اوکراین د سولې د هر ډول توافق د پلي کولو لپاره د ځواکونو د مېشتېدو ژمنه کړې ده.
وېنس پرته له دې چې برېتانیا او فرانسې ته اشاره وکړي په خپل اېکس کې ولیکل: «ډېر هېوادونه شته چې په خصوصي او علني توګه ملاتړ اعلانوي، خو نه د جګړو په ډګرونو کې د جګړې تجربه لري او نه هم د یوه معناداره اقدام لپاره پوځي تجهیزات لري.»
نوموړي له غبرګونونو وروسته تصریح کړه، چې د برېتانیا او فرانسې نومونه یې نه دي اخیستي او د هغه په خبره چې دغه هېوادونه په تېرو شلو کلونو کې د امریکایي ځواکونو ترڅنګ په شجاعت سره جنګېدلي دي.

د یادولو ده، چې برېتانیوي ځواکونه د افغانستان په شل کلنه جګړه کې د امریکایي ځواکونو ترڅنګ د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پروړاندې وجنګېدل، چې د راپورونو له مخې په دې موده کې د برېټانویي پوځیانو ۴۵۷سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.