• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان د روزګان په مرکز ترینکوټ کې د کډوالو لپاره ښارګوټی جوړوي

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۲۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون ویلي، چې د روزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې په ۱۸۲۶ جریبه ځمکه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټي جوړېدو لومړنۍ چارې پیل شوې، چې په یاده اندازه ځمکه به ۱۰۸۳ نمرې مشخصې او وروسته به د کورونو جوړولو لپاره کډوالو ته ووېشل شي.

د روزګان لپاره د طالبانو والي مولوي عنایت الله شجاع، د دغه ښارګوټي جوړولو د چارو د پیل په مراسمو کې رسنیو ته ویلي، یاد ښارګوټی د مرکز ترینکوټ ښار په څاه‌ګي سیمه کې جوړېږي چې تېره ورځ سې شنبه یې د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې.

افغانستان کې له څو لسیزو جګړو له امله، په ځانګړي ډول د طالبانو بیا واک ته رسېدو او په افغانستان کې د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته ۹ میلیونه وکړي له خپلو سیمو بېځایه شوي او یا هم نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

طالبان په داسې حال کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د سرپناه لپاره د ځمکې د وېش خبر ورکوي، چې هره ورځ په زرګونه افغانان له پاکستان او ایران څخه په زوره شړل کېږي.

په دې ورستو ورځو کې د کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ لا ډیره چټکه شوې، خو د راستنېدونکو لپاره د سرپناه او بنسټیزو خدمتونو نشتوالی یوه جدي ستونزه ګرځېدلې ده.

بلخوا بیا د بېرته راستنېدونکو کډوالو د اقتصادي حالت خرابوالی یوه بله لویه ستونزه ده، چې ډیری کډوالو د کډوالۍ پر وخت خپلې شتمنۍ له لاسه ورکوي او بیا د کار او عاید لپاره هیڅ ډول امکانات نه لري.

د طالبانو ادارې د روزګار فرصتونه محدود کړي، چې له امله یې بیرته راستنېدونکو ته د کاري فرصتونو نشتوالی رامنځته شوی دی.

څه موده وړاندې نړیوال بانک هم ویلي و، چې افغانستان په اوس مهال له سخت بحران سره مخ دی او لږ تر لږه ۲.۹ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي.

د دغه بانک په وینا، دا مهال ۱۲.۶ میلیونه وګړي ،چې د افغانستان د نفوس یو پر دریمه برخه کېږي، د اقتصادي بې ثباتي، د اقلیم بدلون او د کرنیزو محصولاتو زیامنېدو د افغانستان لپاره د لومړنیو اړتیاوو پوره کول ستونزمن کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ: د پاکستان په مرسته مو د کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید طراح نیولی

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۴۳ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانکرس کې د وینا پر مهال ویلي، چې هېواد یې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پرمهال د کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید طراح نیولی دی. ټرمپ ویلي، د دغې برید عامل امریکا ته د لېږد په حال کې دی.

نوموړي د دغه کس د نیولو په برخه کې د پاکستان له همکارۍ مننه کړې ده.

هغه زیاته کړې، دا د هغو ۱۳ سرتېرو کورنیو لپاره یوه مهمه ورځ ده، چې په دغه برید کې وژل شوي وو.

خو د دغه کس د هویت په تړاو لا څه نه دي ویل شوي.

نوموړي یو وار بیا له افغانستان څخه د امریکا وتل «شرموونکې، وېروونکې او له بې‌وسۍ ډکه» کړنه یاده کړه.

هغه ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکا وتلو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین «زړور» کړ.

د ۲۰۲۱ په اګسټ میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو ناببره وتل او د طالبانو بیا واکمنول او ورسره سیمه ییزې او نړیوالې ستونزې هغه څه دي، چې د ټرمپ اداره یې پړه د جوبایډن پر حکومت اچوي او هغه په دې برخه کې په ناغیړۍ تورنوي.

علي امین ګنډاپور: په خېبرپښتونخوا کې د ناامنۍ مسوول افغانستان دی

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۵۴ GMT+۰

د اېکسپرېس ټربیون د راپور پر بنسټ، د خېبرپښتونخوا سر وزیر امین علي ګنډاپور په دې سیمه کې د ناوړه امنیتي وضعیت مسوول افغانستان بللی دی.

د دغې رسنۍ په راپور کې راغلي، چې ګنډاپور دا څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ (د کب ۱۴مه) د برېټانیا له استازي سره په لیدنه کې مطرح کړې دي.

هغه په دې لیدنه کې د دغې اوږدمهاله ستونزې د حل په موخه د جدي او پایله‌لرونکو هڅو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

نوموړي همداراز له طالبانو سره د مذاکرې په موخه د یوې جرګې له جوړېدو خبر ورکړی او په وینا یې، چمتو دی څو د پاکستان فدرالي مرکزي حکومت له تایید وروسته افغانستان ته یو پلاوی ولېږي.

د خېبرپښتونخوا سر وزیر خبرداری ورکړی، چې که په دې کې امنیتي ننګونې سملاسي حل نه‌شي، ښايي نورې هم پراخي شي او پر ټول پاکستان اغېزې وکړي.

ورته مهال، هغه د برېټانیا استازي ته ویلي چې دغه ایالت له طالبانو سره د مذاکرې د پیلېدو لپاره یوه جرګه جوړه کړې او زیاتوي چې کابل ته د پلاوي د لېږلو لپاره ټول لازم چمتووالی بشپړ شوی دی.

دا چې د خېبرپښتونخوا د ایالتي ادارې د پلاوي لېږل د پاکستان فدرالي مرکزي حکومت په واک دی، ګنډاپور د مذاکرې د شرایطو تایید ته په تمه دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې په سیمه کې تلپاتې سوله یوازې د پاکستان په ګټه نه‌‌ده او له نړۍوالې ټولنې یې هم غوښتي، څو په ګډه د مذاکراتو له لارې د دایمي حل لپاره هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خېبرپښتونخوا سر وزیر د ۲۰۲۴ کال په سېپټمبر میاشت کې افغانستان ته له پښتونخوا څخه د یوه پلاوي د لېږلږ وړاندیز کړی و.

علی امین ګنډاپور غوښتنه کړې، څو د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته د امنیتي ستونزو د حل لپاره باید له افغان طالبانو سره مخامخ خبرې وشي، خو باورونه دا دي چې دغه وړاندیز د پاکستان مرکزي حکومت له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.

برېتانیوي سیاستوال: وېنس افغانستان او عراق کې وژل شويو بریتانیوي ځواکونو ته سپکاوی کړی

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۰۶ GMT+۰

د برېتانیا او فرانسې په مشرۍ د سوله‌ساتو ځواکونو په تړاو د جي ډي وېنس وروستیو څرګندونو ته په غبرګون برېتانیوي سیاست‌وال وايي، چې نوموړي د هغو سلګونو سرتېرو یاد ته چې د افغانستان او عراق په جګړو کې د امریکایي پوځیانو تر څنګ وژل شوي، سپکاوی کړی دی.

وېنس په اوکراین کې د سوله‌ساتو ځواکونو پروګرام په تړاو ویلي و، چې د ۲۰ زرو سرتېرو په ګډون دا ځواک له تصادفي هېوادونو څخه دی او په وینا یې، په تېرو ۳۰ یا ۴۰ کلونو کې یې په جګړه کې ګډون نه دی کړی.
هغه دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې برېتانیا او فرانسې تر دې وړاندې اعلان وکړ، چې د سولې د هوکړې په چوکاټ کې چمتو دي چې خپل ځواکونه په اوکراین کې مېشت کړي.
برېتانیا او فرانسه یوازیني هېوادونه دي، چې په ښکاره توګه یې د اوکراین د سولې د هر ډول توافق د پلي کولو لپاره د ځواکونو د مېشتېدو ژمنه کړې ده.
وېنس پرته له دې چې برېتانیا او فرانسې ته اشاره وکړي په خپل اېکس کې ولیکل: «ډېر هېوادونه شته چې په خصوصي او علني توګه ملاتړ اعلانوي، خو نه د جګړو په ډګرونو کې د جګړې تجربه لري او نه هم د یوه معناداره اقدام لپاره پوځي تجهیزات لري.»
نوموړي له غبرګونونو وروسته تصریح کړه، چې د برېتانیا او فرانسې نومونه یې نه دي اخیستي او د هغه په خبره چې دغه هېوادونه په تېرو شلو کلونو کې د امریکایي ځواکونو ترڅنګ په شجاعت سره جنګېدلي دي.

د یادولو ده، چې برېتانیوي ځواکونه د افغانستان په شل کلنه جګړه کې د امریکایي ځواکونو ترڅنګ د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پروړاندې وجنګېدل، چې د راپورونو له مخې په دې موده کې د برېټانویي پوځیانو ۴۵۷سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت زرګونه افغانان په ناڅرګند وضعیت کې پرېښې دي

۱۴ کب ۱۴۰۳ - ۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۲۶ GMT+۰

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د کډوالۍ وروستۍ احصایه چې د ۲۰۲۵ کال د فېبرورۍ په ۲۷مه خپره شوه، وښودله چې د ۲۰۲۴کال په وروستیو میاشتو کې د افغانانو د پناه غوښتنې د منلو کچه په پراخه کچه ټیټه شوې ده. دغه بدلون د برېتانیا د کورنیو وزارت د نوي سیاست له امله رامنځته شوې.

د یوې برېتانوۍ رسنې د راپور له مخې، احصایې ښیې چې برېتانیا لا هم له افغانستان څخه د پناه غوښتنو لوړه کچه ترلاسه کوي او یوازې په ۲۰۲۴ کال کې یې ۸ زره او ۵۰۸ غوښتنلیکونه ترلاسه کړي.

په راپور کې زیاته شوې، چې افغانستان دویم لوی هېواد دی چې وګړي یې د خراب بشري ناورین او امنیتي ستونزو له امله په دغه هېواد کې د پناه غوښتنې کوي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت یوه پالیسي خپره کړه، چې د دغې پالیسۍ له مخکې ټول هغه کسان چې د طالبانو له ګواښ سره دي د نړۍوالې ساتنې حق لري.

له همدې امله د ۲۰۲۲ کال د لومړۍ ربعې او د ۲۰۲۳ کال د څلورمې ربعې ترمنځ ۱۱ زره او ۶۷۲ افغانانو نړۍواله ساتنه ترلاسه کړه او یوازې ۱۲۷ کسانو غوښتنې رد شوې، دا په ټوله کې د ۹۹ سلنې منلو کچه ښیي.

په ۲۰۲۳ کال د وروستۍ ربعې احصایې ښيي، چې د ۴ زره او ۶۹۷ افغانانو پناه غوښتنې ومنل شوې او یوازې د ۴۸ نورو رد شوې، چې دا ۹۸،۵ سلنې منلو کچه ښیي.

مګر د ۲۰۲۴ کال د وروستۍ ربعې احصایې بیا ښيي، چې د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د نوې پالیسۍله خپرېدو وروسته، د ۲ زره او ۵۹ افغانانو پناه غوښټنې رد شوي او یوازې یو زرو او ۸۵۹ افغانانو غوښتنې منل شوي، چې دا د منلو کچه ۴۷ سلنه راټیټوي.

اوس د حیرانتیا خبره دا ده، سره له دې چې دا خبره ډېره واضیح ده چې طالبان د ښځو پر وړاندې سخت دریځ لري، د ۲۶ افغانو ښځو د پناه غوښتنه هم رد شوې، خو د دې پرېکړو دقیق لاملونه معلوم نه دي.

دا حالت زرګونه افغان پناه غوښتونکي له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

ډېر کسان به د اوږدې قانوني پروسې له لارې تېر شوي وي او ښايي له دې وړاندې د روانډا د لېږد له ګواښ سره هم مخ وي.

ډېر افغان پناه غوښتونکي چې له خطرناکو لارو برېتانیا ته رسېدلي، اوس له یوه نامعلوم حالت سره مخ دي.

دغه کسان نه د کار اجازه لري، نه کور په کرایه نیولی شي او نه هم کولای شي، چې خپل ژوند په نارمل ډول پر مخ یوسي.

دوی پرته له دې چې د برېتانیا د محاکمو بوخت سیسټم ته مراجعه وکړي بله لار نه لري، چې ښايي د دوی دوسیې په کلونو وځنډېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د برېتانیا حکومت طالبان د افغانستان رسمي حکومت نه ګڼي او ورسره رسمي اړیکې نه لري.

بل‌خوا، د برېټانیا دفاع وزارت د روان کال د فېبروېۍ په ۱۷مه په لومړی ځل دا منلې، چې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو قوماندانۍ د هغو ۲۰۰۰ افغان کومانډویي ځواکونو د بیا مېشېدو غوښتنې رد کړې، چې له دوی سره یې په افغانستان کې اوږه په اوږه د ترهګرۍ ضد جګړه کې برخه اخیستې وه.

دغو افغان کومانډویي ځواکونو د بریټانیې د SAS او SBS ځانګړو ځواکونو سره د همکارۍ رسمي اسناد هم لرل.

د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو له‌خوا د افغان کمانډو د بیا مېشتېدو غوښتنو ردېدو د بشري حقونو مدافعین، سیاسي استازي او د برېټانیا پخواني پوځیان اندېښمن کړي دي.

اماني صندوق: ډنمارک له افغانستان سره د ۶.۹ مېلیون ډالرو مرسته وکړه

۱۴ کب ۱۴۰۳ - ۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۴۵ GMT+۰

په سویس کې د افغانستان د مرستو ځانګړي اماني صندوق خبر ورکړی، چې ډنمارک له افغانستان سره ۶.۹ مېلیون ډالر (۵۰ مېلیون ډنمارکي کرون) مرسته کړې ده.

نوموړي صندوق د سې‌شنبې په ورځ (د کب ۱۳مه) له ډنمارک څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړې، چې د نړۍوالو مرسته‌رسوونکو دوامداره ملاتړ د اقلیمي بدلون پر وړاندې د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري.

اماني صندوق د ډنمارک دا مرسته داسې مهال اعلانوي، چې نړۍوالو بنسټنونو په دوامداره توګه د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت په تړاو خبرداری ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي و، چې د ۲۰۲۵ کال پرمهال به شاوخوا ۲۲.۹ مېلیونه افغانان بشرپاله مرستو ته اړتیا ولري.

د یادونې ده، چې ډنمارک څه موده مخکې هم له افغانستان سره د ۲.۸ مېلیونه ډالرو مرستې خبر ورکړی و.

ډنمارک له افغانستان سره داسې وخت د دغو مرستو خبر ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې ویلي، چې په افغانستان کې مېلیونونه خلک د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او ډېری یې نه پوهېږي، چې خپل راتلونکې خواړه له کومه کړي.
اوچا همداراز زیاته کړې ده، چې دا مهال په ټول افغانستان کې ۱۴.۸ مېلیونه وګړي د خوراکي توکو د کمښت او نه خوندیتوب سره مخ دي او په ټول افغانستان کې ۳.۱ مېلیونه خلک له بېړني حالت سره مخ دي.

یادې ادارې د بشرپاله مرستو لپاره د بودیجې د کموالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلی دي، چې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

د اوچا په وینا، په افغانستان کې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د اړینو ۱.۹ مېلیارد ډالرو څخه یوازې ۹.۹ مېلیونه ډالر ورکړل شوي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.