د تورخم دروازې له تړلو وروسته، د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ له څو ورځو راهیسې وسله والې نښتې روانې دي.
دغو نښتو کې تر اوسه پورې دواړو غاړو ته پوځي او ملکي تلفات اوښتي دي.
زلمي خلیلزاد د سې شنبې په ورځ پر خپل اېکس خبرداری ورکړ، چې د دې کړکېچونو دوام د دواړو خواوو په ګټه نه دی. هغه وويل: « ډيپلوماسي يو غوره انتخاب دی».
د تورخم د بیا پرانیستلو لپاره د دواړو خواوو د استازو ترمنځ خبرې بې پایلې وې.
د طالبانو او پاکستان لوړ پوړي چارواکي د تورخم پر نښتو چوپ پاتې دي.
اقتصادي زیان
خلیلزاد د تورخم د تړلو اقتصادي پایلو ته په اشارې سره وویل چې د دواړو هېوادونو سوداګرو په ملیونونو ډالر زیان لیدلی دی.
هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا ترمنځ سوداګریزه او اقتصادي همکاري به ټولو ته ګټه ورسوي.
افغانستان د جنوبي اسیا او مرکزي اسیا ترمنځ یوه مهمه ټرانزیټي لاره ده.
پاکستان هم په دې وروستیو میاشتو کې هڅه کړې چې له منځنۍ اسیا سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ ټرانزیټي لارې تل له تاوتریخوالي او شخړو ډکې وي.
خلیلزاد همدارنګه له دواړو خواوو وغوښتل چې د یو بل پر ضد د خپلې خاورې د کارولو د مخنیوي په اړه یوې موافقې ته ورسیږي.
طالبان پر پاکستان تور لګوي چې داعش ته پناه ورکوي او د دوی نظامي او مالي ملاتړ کوي.
طالب چارواکي ادعا کوي، چې په افغانستان کې د داعش د بریدونو لویه برخه له بهره تنظیم کیږي، چې دوی یې اشاره پاکستان ته کوي.
ځینو طالب چارواکو دا ادعا کړې چې د داعش اډې او روزنیز مرکزونه د پاکستان په بلوچستان کې موقعیت لري.
برعکس، پاکستان پر افغان طالبانو تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ملاتړ کوي او دوی ته یې پناه ورکړې ده.
پاکستاني چارواکي وايي چې طالبانو د پاکستان پر ضد د افغان خاورې د کارولو د مخنیوي لپاره د اسلام اباد غوښتنې له پامه غورځولې دي. طالبان د پاکستان دا تورونه ردوي.
خو زلمي خلیلزاد ټینګار وکړ: « دواړې خواوې باید په یوه داسې تړون تمرکز وکړي چې د دوی له خاورې څخه د یو بل د امنیت ګواښلو لپاره د کار اخیستو اجازه ورنه کړي».