• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

علي امین ګنډاپور: په خېبرپښتونخوا کې د ناامنۍ مسوول افغانستان دی

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۵۴ GMT+۰

د اېکسپرېس ټربیون د راپور پر بنسټ، د خېبرپښتونخوا سر وزیر امین علي ګنډاپور په دې سیمه کې د ناوړه امنیتي وضعیت مسوول افغانستان بللی دی.

د دغې رسنۍ په راپور کې راغلي، چې ګنډاپور دا څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ (د کب ۱۴مه) د برېټانیا له استازي سره په لیدنه کې مطرح کړې دي.

هغه په دې لیدنه کې د دغې اوږدمهاله ستونزې د حل په موخه د جدي او پایله‌لرونکو هڅو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

نوموړي همداراز له طالبانو سره د مذاکرې په موخه د یوې جرګې له جوړېدو خبر ورکړی او په وینا یې، چمتو دی څو د پاکستان فدرالي مرکزي حکومت له تایید وروسته افغانستان ته یو پلاوی ولېږي.

د خېبرپښتونخوا سر وزیر خبرداری ورکړی، چې که په دې کې امنیتي ننګونې سملاسي حل نه‌شي، ښايي نورې هم پراخي شي او پر ټول پاکستان اغېزې وکړي.

ورته مهال، هغه د برېټانیا استازي ته ویلي چې دغه ایالت له طالبانو سره د مذاکرې د پیلېدو لپاره یوه جرګه جوړه کړې او زیاتوي چې کابل ته د پلاوي د لېږلو لپاره ټول لازم چمتووالی بشپړ شوی دی.

دا چې د خېبرپښتونخوا د ایالتي ادارې د پلاوي لېږل د پاکستان فدرالي مرکزي حکومت په واک دی، ګنډاپور د مذاکرې د شرایطو تایید ته په تمه دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې په سیمه کې تلپاتې سوله یوازې د پاکستان په ګټه نه‌‌ده او له نړۍوالې ټولنې یې هم غوښتي، څو په ګډه د مذاکراتو له لارې د دایمي حل لپاره هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خېبرپښتونخوا سر وزیر د ۲۰۲۴ کال په سېپټمبر میاشت کې افغانستان ته له پښتونخوا څخه د یوه پلاوي د لېږلږ وړاندیز کړی و.

علی امین ګنډاپور غوښتنه کړې، څو د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته د امنیتي ستونزو د حل لپاره باید له افغان طالبانو سره مخامخ خبرې وشي، خو باورونه دا دي چې دغه وړاندیز د پاکستان مرکزي حکومت له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

برېتانیوي سیاستوال: وېنس افغانستان او عراق کې وژل شويو بریتانیوي ځواکونو ته سپکاوی کړی

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۰۶ GMT+۰

د برېتانیا او فرانسې په مشرۍ د سوله‌ساتو ځواکونو په تړاو د جي ډي وېنس وروستیو څرګندونو ته په غبرګون برېتانیوي سیاست‌وال وايي، چې نوموړي د هغو سلګونو سرتېرو یاد ته چې د افغانستان او عراق په جګړو کې د امریکایي پوځیانو تر څنګ وژل شوي، سپکاوی کړی دی.

وېنس په اوکراین کې د سوله‌ساتو ځواکونو پروګرام په تړاو ویلي و، چې د ۲۰ زرو سرتېرو په ګډون دا ځواک له تصادفي هېوادونو څخه دی او په وینا یې، په تېرو ۳۰ یا ۴۰ کلونو کې یې په جګړه کې ګډون نه دی کړی.
هغه دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې برېتانیا او فرانسې تر دې وړاندې اعلان وکړ، چې د سولې د هوکړې په چوکاټ کې چمتو دي چې خپل ځواکونه په اوکراین کې مېشت کړي.
برېتانیا او فرانسه یوازیني هېوادونه دي، چې په ښکاره توګه یې د اوکراین د سولې د هر ډول توافق د پلي کولو لپاره د ځواکونو د مېشتېدو ژمنه کړې ده.
وېنس پرته له دې چې برېتانیا او فرانسې ته اشاره وکړي په خپل اېکس کې ولیکل: «ډېر هېوادونه شته چې په خصوصي او علني توګه ملاتړ اعلانوي، خو نه د جګړو په ډګرونو کې د جګړې تجربه لري او نه هم د یوه معناداره اقدام لپاره پوځي تجهیزات لري.»
نوموړي له غبرګونونو وروسته تصریح کړه، چې د برېتانیا او فرانسې نومونه یې نه دي اخیستي او د هغه په خبره چې دغه هېوادونه په تېرو شلو کلونو کې د امریکایي ځواکونو ترڅنګ په شجاعت سره جنګېدلي دي.

د یادولو ده، چې برېتانیوي ځواکونه د افغانستان په شل کلنه جګړه کې د امریکایي ځواکونو ترڅنګ د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پروړاندې وجنګېدل، چې د راپورونو له مخې په دې موده کې د برېټانویي پوځیانو ۴۵۷سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خېبرپښتونخوا په بنو کې د موټر بم برید له امله ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي

۱۴ کب ۱۴۰۳ - ۴ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۵۲ GMT+۰

پاکستاني پولیسو او د ژغورنې ادارې ویلي، چې د سې شنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پاکستان پر یوې پوځي اډې د موټربم برید کې لږ تر لږه ۱۲ وګړي وژل شوي دي. په وژل شویو کې ۷ ماشومان هم شامل دي.

یوه پوځي چارواکي د نوم په نه ښودلو سره رویټرز ته وویل، له دې چاودنې سره سم د نږدې جومات چت داسې مهال راونړېد، چې د سیمې اوسېدونکي د روژه ماتي لپاره جومات کې راټول شوي وو.

یاد چارواکي زیاته کړې، چې نورو وسله والو هم هڅه وکړه چې د چاودنې وروسته پوځي اډې ته ننوځي، خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.

که څه هم نوموړي د امنیتي ځواکونو د مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو ویل کېږي چې د وسله والو او امنیتي ځواکونو تر‌منځ نښته شوې او په پایله کې یې شپږ وسله وال وژل شوي دي.

د بنو د روغتون ویاند محمد نعمان ویلي، چې په دې برید کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې، چې ټول قربانیان ملکي وګړي دي او دا کسان د ویجاړو شویو ودانیو او دېوالونو لاندې ایسار شوي وو.

د ځایي ژغورنې ۱۱۲۲ خدماتو ادارې ویلي، چې د نړېدلو ودانیو لاندې د نورو قربانیانو د موندلو هڅې روانې دي.

د پیښې له ځایه ترلاسه شوې ویډیوګانې ښيي، چې خلک د خښتو او فلزي ټوټو تر منځ د ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو لپاره لټون کوي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دغه برید غندلی او ویلې یې دي: «د پاکستان د دوښمنانو شومې موخې به هېڅکله بریالۍ نشي.»

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور دغه پېښه غندلې او د پولیسو له لوړپوړو چارواکو یې د پلتنې غوښتنه کړې.

د حافظ ګل بهادر ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې، چې دا برید د دوی جنګیالیو کړی او ګڼ امنیتي کسان یې وژلي.

د بنو د شاوخوا سیمو اوسېدونکي وايي، چې چاودنه دومره ځواکمنه وه چې د عامو خلکو کورونه یې هم زیانمن کړي دي.

سلمان اکرم: عمران خان او د هغه مېرمن ته د پېشلمي د نه ورکولو ادعاوې «پروپاګنډ» دي

۱۴ کب ۱۴۰۳ - ۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۴۸ GMT+۰

د پاکستان د تحریک انصاف یا پي‌ټي‌ای یوه لوړپوړي غړي سلمان اکرم راجا د خېبرپښتونخوا ایالاتي حکومت د اطلاعاتو سلاکار بیرسټر سیف وروستۍ څرګندونې چې ګواکې عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي‌بي ته پېشلمی نه ورکول کېږي، «پروپاګنډ او نامسوولانه» بللې دي.

جیونیوز د سلمان اکرم راجا په حواله د سې‌شنې په ورځ (د مارچ ۴مه) په یوه راپور کې ویلي، چې خان او بشرا بي‌بي ته د پېشلمي او روژه‌ماتي د نه‌ورکولو په تړاو خپاره شوي راپورونه بې‌اساسه او درواغ دي.

نوموړي همدارازد تحریک انصاف د بنسټ‌ګر د ناسم روغتیايي وضعیت په تړاو وروستي راپورونه هم رد کړي او زیاتوي چې هغه بیخي ښه دی.

سلمان اکرم راجا دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تېره ورځ (دوشنبه) پاکستاني رسنیو ویلي و، چې مخکېنی لومړی وزیر عمران خان په اډیاله زندان کې د غوږونو پر ناروغۍ اخته شوی دی.

د راپورونو پر بنسټ، د «پېمز» روغتون څلور ډاکټران د خان لپاره اډیاله زندان ته ورغلي او د هغه معاینه یې کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مخکېني لومړي وزیر عمران خان د ناسم روغتیايي وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې وه.

نوموړي ګوند د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان له حکومت څخه غوښتي و، چې د خان د معاینې او درملنې لپاره د نوموړي ډاکترانو ته اجازه ورکړي څو زندان ته ورشي.

د یادونې ده، چې د پاکستان له واکه پرځېدلی لومړی وزیر عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي‌بي د تېر ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۱۷مه د دغه هېواد په راولپنډۍ ښار کې د یوې محکمې له خوا له اصلي بیو په کم ارزښت د دولتي سوغاتونو رانیولو په تور په ۱۴-۱۴ کاله بند سزا او د ۷۸۷ مېلیونه پاکستانۍ کلدارو په ورکولو محکوم شوي وو.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت زرګونه افغانان په ناڅرګند وضعیت کې پرېښې دي

۱۴ کب ۱۴۰۳ - ۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۲۶ GMT+۰

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د کډوالۍ وروستۍ احصایه چې د ۲۰۲۵ کال د فېبرورۍ په ۲۷مه خپره شوه، وښودله چې د ۲۰۲۴کال په وروستیو میاشتو کې د افغانانو د پناه غوښتنې د منلو کچه په پراخه کچه ټیټه شوې ده. دغه بدلون د برېتانیا د کورنیو وزارت د نوي سیاست له امله رامنځته شوې.

د یوې برېتانوۍ رسنې د راپور له مخې، احصایې ښیې چې برېتانیا لا هم له افغانستان څخه د پناه غوښتنو لوړه کچه ترلاسه کوي او یوازې په ۲۰۲۴ کال کې یې ۸ زره او ۵۰۸ غوښتنلیکونه ترلاسه کړي.

په راپور کې زیاته شوې، چې افغانستان دویم لوی هېواد دی چې وګړي یې د خراب بشري ناورین او امنیتي ستونزو له امله په دغه هېواد کې د پناه غوښتنې کوي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت یوه پالیسي خپره کړه، چې د دغې پالیسۍ له مخکې ټول هغه کسان چې د طالبانو له ګواښ سره دي د نړۍوالې ساتنې حق لري.

له همدې امله د ۲۰۲۲ کال د لومړۍ ربعې او د ۲۰۲۳ کال د څلورمې ربعې ترمنځ ۱۱ زره او ۶۷۲ افغانانو نړۍواله ساتنه ترلاسه کړه او یوازې ۱۲۷ کسانو غوښتنې رد شوې، دا په ټوله کې د ۹۹ سلنې منلو کچه ښیي.

په ۲۰۲۳ کال د وروستۍ ربعې احصایې ښيي، چې د ۴ زره او ۶۹۷ افغانانو پناه غوښتنې ومنل شوې او یوازې د ۴۸ نورو رد شوې، چې دا ۹۸،۵ سلنې منلو کچه ښیي.

مګر د ۲۰۲۴ کال د وروستۍ ربعې احصایې بیا ښيي، چې د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د نوې پالیسۍله خپرېدو وروسته، د ۲ زره او ۵۹ افغانانو پناه غوښټنې رد شوي او یوازې یو زرو او ۸۵۹ افغانانو غوښتنې منل شوي، چې دا د منلو کچه ۴۷ سلنه راټیټوي.

اوس د حیرانتیا خبره دا ده، سره له دې چې دا خبره ډېره واضیح ده چې طالبان د ښځو پر وړاندې سخت دریځ لري، د ۲۶ افغانو ښځو د پناه غوښتنه هم رد شوې، خو د دې پرېکړو دقیق لاملونه معلوم نه دي.

دا حالت زرګونه افغان پناه غوښتونکي له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

ډېر کسان به د اوږدې قانوني پروسې له لارې تېر شوي وي او ښايي له دې وړاندې د روانډا د لېږد له ګواښ سره هم مخ وي.

ډېر افغان پناه غوښتونکي چې له خطرناکو لارو برېتانیا ته رسېدلي، اوس له یوه نامعلوم حالت سره مخ دي.

دغه کسان نه د کار اجازه لري، نه کور په کرایه نیولی شي او نه هم کولای شي، چې خپل ژوند په نارمل ډول پر مخ یوسي.

دوی پرته له دې چې د برېتانیا د محاکمو بوخت سیسټم ته مراجعه وکړي بله لار نه لري، چې ښايي د دوی دوسیې په کلونو وځنډېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د برېتانیا حکومت طالبان د افغانستان رسمي حکومت نه ګڼي او ورسره رسمي اړیکې نه لري.

بل‌خوا، د برېټانیا دفاع وزارت د روان کال د فېبروېۍ په ۱۷مه په لومړی ځل دا منلې، چې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو قوماندانۍ د هغو ۲۰۰۰ افغان کومانډویي ځواکونو د بیا مېشېدو غوښتنې رد کړې، چې له دوی سره یې په افغانستان کې اوږه په اوږه د ترهګرۍ ضد جګړه کې برخه اخیستې وه.

دغو افغان کومانډویي ځواکونو د بریټانیې د SAS او SBS ځانګړو ځواکونو سره د همکارۍ رسمي اسناد هم لرل.

د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو له‌خوا د افغان کمانډو د بیا مېشتېدو غوښتنو ردېدو د بشري حقونو مدافعین، سیاسي استازي او د برېټانیا پخواني پوځیان اندېښمن کړي دي.

اماني صندوق: ډنمارک له افغانستان سره د ۶.۹ مېلیون ډالرو مرسته وکړه

۱۴ کب ۱۴۰۳ - ۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۴۵ GMT+۰

په سویس کې د افغانستان د مرستو ځانګړي اماني صندوق خبر ورکړی، چې ډنمارک له افغانستان سره ۶.۹ مېلیون ډالر (۵۰ مېلیون ډنمارکي کرون) مرسته کړې ده.

نوموړي صندوق د سې‌شنبې په ورځ (د کب ۱۳مه) له ډنمارک څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړې، چې د نړۍوالو مرسته‌رسوونکو دوامداره ملاتړ د اقلیمي بدلون پر وړاندې د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري.

اماني صندوق د ډنمارک دا مرسته داسې مهال اعلانوي، چې نړۍوالو بنسټنونو په دوامداره توګه د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت په تړاو خبرداری ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي و، چې د ۲۰۲۵ کال پرمهال به شاوخوا ۲۲.۹ مېلیونه افغانان بشرپاله مرستو ته اړتیا ولري.

د یادونې ده، چې ډنمارک څه موده مخکې هم له افغانستان سره د ۲.۸ مېلیونه ډالرو مرستې خبر ورکړی و.

ډنمارک له افغانستان سره داسې وخت د دغو مرستو خبر ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې ویلي، چې په افغانستان کې مېلیونونه خلک د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او ډېری یې نه پوهېږي، چې خپل راتلونکې خواړه له کومه کړي.
اوچا همداراز زیاته کړې ده، چې دا مهال په ټول افغانستان کې ۱۴.۸ مېلیونه وګړي د خوراکي توکو د کمښت او نه خوندیتوب سره مخ دي او په ټول افغانستان کې ۳.۱ مېلیونه خلک له بېړني حالت سره مخ دي.

یادې ادارې د بشرپاله مرستو لپاره د بودیجې د کموالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلی دي، چې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

د اوچا په وینا، په افغانستان کې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د اړینو ۱.۹ مېلیارد ډالرو څخه یوازې ۹.۹ مېلیونه ډالر ورکړل شوي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.