د یوې برېتانوۍ رسنې د راپور له مخې، احصایې ښیې چې برېتانیا لا هم له افغانستان څخه د پناه غوښتنو لوړه کچه ترلاسه کوي او یوازې په ۲۰۲۴ کال کې یې ۸ زره او ۵۰۸ غوښتنلیکونه ترلاسه کړي.
په راپور کې زیاته شوې، چې افغانستان دویم لوی هېواد دی چې وګړي یې د خراب بشري ناورین او امنیتي ستونزو له امله په دغه هېواد کې د پناه غوښتنې کوي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت یوه پالیسي خپره کړه، چې د دغې پالیسۍ له مخکې ټول هغه کسان چې د طالبانو له ګواښ سره دي د نړۍوالې ساتنې حق لري.
له همدې امله د ۲۰۲۲ کال د لومړۍ ربعې او د ۲۰۲۳ کال د څلورمې ربعې ترمنځ ۱۱ زره او ۶۷۲ افغانانو نړۍواله ساتنه ترلاسه کړه او یوازې ۱۲۷ کسانو غوښتنې رد شوې، دا په ټوله کې د ۹۹ سلنې منلو کچه ښیي.
په ۲۰۲۳ کال د وروستۍ ربعې احصایې ښيي، چې د ۴ زره او ۶۹۷ افغانانو پناه غوښتنې ومنل شوې او یوازې د ۴۸ نورو رد شوې، چې دا ۹۸،۵ سلنې منلو کچه ښیي.
مګر د ۲۰۲۴ کال د وروستۍ ربعې احصایې بیا ښيي، چې د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د نوې پالیسۍله خپرېدو وروسته، د ۲ زره او ۵۹ افغانانو پناه غوښټنې رد شوي او یوازې یو زرو او ۸۵۹ افغانانو غوښتنې منل شوي، چې دا د منلو کچه ۴۷ سلنه راټیټوي.
اوس د حیرانتیا خبره دا ده، سره له دې چې دا خبره ډېره واضیح ده چې طالبان د ښځو پر وړاندې سخت دریځ لري، د ۲۶ افغانو ښځو د پناه غوښتنه هم رد شوې، خو د دې پرېکړو دقیق لاملونه معلوم نه دي.
دا حالت زرګونه افغان پناه غوښتونکي له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
ډېر کسان به د اوږدې قانوني پروسې له لارې تېر شوي وي او ښايي له دې وړاندې د روانډا د لېږد له ګواښ سره هم مخ وي.
ډېر افغان پناه غوښتونکي چې له خطرناکو لارو برېتانیا ته رسېدلي، اوس له یوه نامعلوم حالت سره مخ دي.
دغه کسان نه د کار اجازه لري، نه کور په کرایه نیولی شي او نه هم کولای شي، چې خپل ژوند په نارمل ډول پر مخ یوسي.
دوی پرته له دې چې د برېتانیا د محاکمو بوخت سیسټم ته مراجعه وکړي بله لار نه لري، چې ښايي د دوی دوسیې په کلونو وځنډېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د برېتانیا حکومت طالبان د افغانستان رسمي حکومت نه ګڼي او ورسره رسمي اړیکې نه لري.
بلخوا، د برېټانیا دفاع وزارت د روان کال د فېبروېۍ په ۱۷مه په لومړی ځل دا منلې، چې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو قوماندانۍ د هغو ۲۰۰۰ افغان کومانډویي ځواکونو د بیا مېشېدو غوښتنې رد کړې، چې له دوی سره یې په افغانستان کې اوږه په اوږه د ترهګرۍ ضد جګړه کې برخه اخیستې وه.
دغو افغان کومانډویي ځواکونو د بریټانیې د SAS او SBS ځانګړو ځواکونو سره د همکارۍ رسمي اسناد هم لرل.
د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو لهخوا د افغان کمانډو د بیا مېشتېدو غوښتنو ردېدو د بشري حقونو مدافعین، سیاسي استازي او د برېټانیا پخواني پوځیان اندېښمن کړي دي.