د غزې کړکېچ؛ اسرایيلي ځواکونو د لویدیځې غاړې لپاره د حماس قوماندان وواژه

اسراییلي پوځ وايي، چې ځواکونو یې د سې شنبې په ورځ د لویدیځه غاړې د جنین په ښار کې د حماس یو قوماندان وژلی او د هغه یو ملګری وژلی دی.

اسراییلي پوځ وايي، چې ځواکونو یې د سې شنبې په ورځ د لویدیځه غاړې د جنین په ښار کې د حماس یو قوماندان وژلی او د هغه یو ملګری وژلی دی.
د اسراییل پوځ ویلي چې دوی د حماس شبکې د مشر عیسر السعدي د نیولو لپاره عملیات کړي او نوموړی یې په یوه وسله واله نښته کې وژلی دی.
د پوځ اعلامیه زیاتوي، چې په دغه نښته کې د حماس یو بل غړی وژل شوی او درې نور نیول شوي دي.
حماس د السعدي مړینه تایید کړې؛ خو ویلي یې دي چې دا به د اسراییل پر وړاندې د دوی د جګړې پر ژمنتیا اغیز ونه کړي.
د لویدیځې غاړې اوسېدونکو عربي رسنیو ته ویلي، چې اسراییلي پوځ یې په زوره مجبوروي چې سیمې پرېږدي؛ خو پوځ بیا وايي چې دوی په زور سره فلسطینیان نه باسي، مګر هغو اوسېدونکو ته یې اجازه ورکړې چې غواړي د جګړې له سیمو څخه ووځي.
فلسطینیان وایي چې د اسراییل عملیات د اوبو او بریښنا رسونې چارې ځنډنۍ کړي او لسګونه کورونه یې ویجاړ کړي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره پر خپلې وروستۍ ناندرۍ او چلند خواشیني ښودلې ده.
نوموړي د سېشنبه په ورځ (د مارچ ۴مه) د اېکسپاڼې له لارې په یوه نوي بیان کې زیاته کړې، چې اوس هغه وخت رارسېدلی څو دواړه خواوې د اړیکو د ښهکېدو او تلپاتې سولې پر لور ګام پورته کړي.
د اوکراین ولسمشر څرګنده کړې، چې په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره د نوموړي وروستۍ لیدنه د تمې خلاف او د «خواشینۍ» وړ وه.
هغه لیکلي دي: «زه او زما ټیم مې چمتو یو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر رهبرۍ لاندې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره کار وکړو.»
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې په دې وروستیو کې د واشنګټن او کییف ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ډېرې پیکه شوي او همداراز اوکراین ته د امریکا پوځي مرستې هم د لنډمهاله وخت لپاره ځنډېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون (دوشنبه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل اوکرایني سیال ولادیمیر زېلېنسکي د دې خبرې په تړاو چې ویلي و، په اوکراین کې د جګړې پای ته رسېدل لا هم «ډېر، ډېر لرې» دی، توندې نیوکې کړې وې.
د امریکا ولسمشر په وینا، زېلېنسکي چې ترڅو د امریکا له ملاتړ څخه برخمن وي، د سولې غوښتونکی نهدی.
ټرمپ پر خپلې ټروټ ټولنیزې پاڼې لیکلي: «دا تر ټولو بد بیان و چې له زېلېنسکي څخه مطرح شوی دی. امریکا به دا وضعیت د اوږدې مودې لپاره ونهشي زغملای.».
د یادونې ده، چې تېره اوونۍ د زېلېنسکي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ له روسیې سره د اوربند په تړاو د دواړو ولسمشرانو لفظي شخړه تر خپګان او ان له سپینۍ ماڼۍ څخه د نوموړي تر پرېښودو ورسېده.

فلسطیني ولسمشر محمود عباس د سې شنبې په ورځ وویل چې هغه د غزې تړانګې د بیا رغونې لپاره د مصر د پلان هر کلی کوي. نوموړي د امریکا پرولسمشر غږ کړی، چې د داسې پلان ملاتړ وکړي چې د تړانګې فلسطیني اوسېدونکي نه بې ځایه کوي.
نوموړي د عربي مشرانو په یوې ناسته کې د غزې په تړاو د ټرمپ د طرحې په مخالفت وویل چې که چېرې شرایط برابر شي نو دی چمتو دی چې ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې ترسره کړي.
هغه زیاته کړه، چې د هغه فلسطیني واکمني یوازینی مشروع حکومتي او پوځي ځواک دی چې په فلسطیني سیمو حاکمیت لري.
عباس وویل چې هغه به د ټولو هغو کسانو لپاره عمومي بښنه اعلان کړي چې د فتح تحریک څخه چې د لویدیځې غاړې واکمن دی، بیل شوي دي.
مصر د غزې لپاره یوه طرح چمتو کړې، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځني ختیز د طرحې پر وړاندې بدیل وګرځي. د دې طرحې له مخې به حماس له واکه ګوښه شي او غزه به د لنډمهالې ادارې له خوا اداره شي، چې د عربي، اسلامي او لویدیزو هیوادونو تر کنټرول لاندې به وي.
د ټرمپ پلان، چې موخه یې له غزې د فلسطینیانو ایستل دي، د امریکا له دودیزې دوه دولتي حل لارې لرې شوی، چې د فلسطینیانو او عربي هیوادونو سخت غبرګون یې پارولی.
له جګړې وروسته د غزې اداره به د نړیوالو خبرو اترو یوه مهمه مساله وي، خو تر اوسه دا نه ده جوته چې څوک به دا سیمه اداره کوي. حماس تر اوسه هر ډول بهرنی تپل کېدونکی حل رد کړی.
د قاهرې طرح لا هم ځینې مهمې پوښتنې نه ځوابوي، لکه د غزې د بیا رغونې لګښت به څوک ورکوي، او یا حماس، چې یوه وسله واله ډله ده، څنګه له واکه ګوښه کیږي.
د مصر د طرحې اساسي ټکي د حماس حکومت ختمول دي. د مصر د پلان له مخې، د « اداري مرستې ماموریت» به د حماس پر ځای د غزې اداره رهبري کړي، چې بشري مرستې به چمتو کوي او جګړه ځپلې سیمې به بیا رغوي.
مصر وایي، که حماس په واک کې پاتې شي، نړیوالې مرستې به محدودې شي.

د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پاکستان امنیتي ځواکونو پر چاوڼۍ ځانمرګی موټربم برید کړی. سرچینې وايي، چې برید د روژه ماتي پرمهال شوی او دوه ځانمرګي بریدګر چاوڼۍ ته ننوتلي، خو پاکستاني طالبان وايي دوه موټربم یې کارولي.
په بنو ولسوالۍ کې ځايي سرچینو نن سې شنبه د کب ۱۴مه وویل چې لومړی دوه ځانمرګو بریدګرو د بنو کوهاټۍ دروازې ته څېرمه ځانونه والوزول او بیا وروسته نور وسله وال چاوڼۍ ته ننوتل او جګړه یې پیل کړه.
د حافظ ګل بهادر اړوند جیش فرسان محمد ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې، چې دا برید ددوی جنګیالیو کړی او ګڼ امنیتي کسان یې وژلي او جګړه لا روانه ده.
ویل کیږي په دې پېښه کې د ملکي کسانو په ګډون ۹ تنه وژل شوي او تر ۱۵ ډېر نور ټپیان دي.
د بنو د کېنټ شاوخوا سیمو اوسېدونکي وايي چې چاودنه دومره ځواکمنه وه چې د عامو خلکو کورونه یې هم زیانمن کړي دي.
له سیمې ترلاسه شوې ویډیوګانې ښيي، چې له څو ودانیو لوګي پورته کېږي او د سختو ډزو غږونه اورېدل کېږي.

اوکراین وايي چې دوی کولی شي چې د ټرمپ د پوځي مرستو له ځنډېدا وروسته هم له روسیې سره په لومړۍ کرښه کې مقاومت وکړي.
اوکراین د سې شنبې په ورځ وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کییف ته پوځي مرستې وځنډولې، چې دا د روسیې سره د نږدې اړیکو پر لور د هغه یو ډراماتیک ګام دی.
ټرمپ د اوکراین او روسیې په اړه د امریکا سیاست بدل کړی، د تېرې جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ او زېلنسکي له کړکېچنې ناستې وروسته د اوکراین په تړاو د امریکا په سیاست کې جوت تغیر لیدل کیږي.
د اوکراین لومړي وزیر ډینیس شمیهال وویل چې کیف لا هم د خپلو ځواکونو د تمویل وسایل لري.
هغه زیاته کړه:"د لومړۍ کرښې د ساتلو لپاره زموږ پوځ او حکومت وړتیاوې او وسایل لري".
شمیهال د متحده ایالاتو څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې کییف د متقابلو ګټو همکاري غواړي.
هغه وویل: "موږ به د ټولو موجوده لارو له لارې له امریکا سره په ارامه توګه کار ته دوام ورکړو، موږ یوازې یو پلان لرو بریا او بقا"
پخپله د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي د مرستې د ځنډېدو په تړاو چوپ پاتې شوی.
تازه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین له ولسمشر سره له ناندریو وروسته پر اوکراین د امریکا ټولې پوځي مرستې وځنډولې.

الجزیرې شبکې خبر ورکړی، چې اسراییلي ځواکونو د غزې په سویل کې دوه فلسطینیان په ډزو وژلي. ويل کیږي، اسراییلي عسکرو ورته مهال غزې تړانګې ته روانې مرستې بندې کړې او د اوربند تړون یې لغوه کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې حماس ډله د اوربند په دویم پړاو کې په پرمختګ ټینګار کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکوف په راتلونکو ورځو کې سیمې ته د راستنیدو پلان لري چې د «اوربند د لومړي پړاو د غځولو او یا هم د دویم پړاو د پرمختګ لپاره کار وکړي.»
څو ورځې وړاندې د بینیامن نتنیاهو دفتر په یوه خبرپاڼه کې حماس له هوکړې په سرغړونې تورن کړ او ویې ویل: «د هوکړې له مخې، که چیرې اسراییل دا احساس وکړي، چې خبرې بې پایلې دي کولی شي ۴۲ ورځې وروسته بیرته جګړې ته راستون شي.»
کاناډا، جرمني، هسپانیا او ترکیې، غزې تړانګې ته د بشرپاله مرستو د ننوتلو په اړه د اسراییل د نوي بندیز په اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړي دي.
ترکیې د اسراییل لهخوا دغه اقدام د «ټولیزې سزا» په نوم یاد کړی او ویلي دي، چې دا له نړېوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
بلخوا کاناډا هم د نورو هېوادونو ترڅنګ د غزې په تړانګه کې د بشری ناورین په اړه خپله اندېښنه ښکاره کړې او ویلي دي، کاناډا په غزه کې د بشري ناورین او ملکي وګړو د ناوړه وضعیت په اړه اندیښمنه ده، او غزې ته د بشرپاله مرستو بندیز به دا ناورین لا پېچلی کړي.
د غزې روغتیایي چارواکي وایي، چې د اسراییل په جګړه کې د ۴۸۳۸۸ فلسطیني وګړي وژل شوي او ۱۱۱۸۰۳ تنه نور ټپیان دي.
د یاد حکومت د رسنیو دفتر د مړو شمیره لږ تر لږه ۶۱۷۰۹ ته تازه کړې او ویلی دي، د مړو په اړه ګومان کېږي چې لا هم زرګونه فلسطینیان تر خاورو لاندې دي.
په اسراییل کې په ۲۰۲۳ کال د حماس ډلې تر مشرۍ لاندې بریدونو کې ۱۱۳۹ تنه اسراییلي وګړي وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات یرغمل نیول شوي دي.
