اوکراین: کولی شو د ټرمپ د پوځي مرستو له ځنډېدو وروسته هم په لومړۍ کرښه کې مقاومت وکړو

اوکراین وايي چې دوی کولی شي چې د ټرمپ د پوځي مرستو له ځنډېدا وروسته هم له روسیې سره په لومړۍ کرښه کې مقاومت وکړي.

اوکراین وايي چې دوی کولی شي چې د ټرمپ د پوځي مرستو له ځنډېدا وروسته هم له روسیې سره په لومړۍ کرښه کې مقاومت وکړي.
اوکراین د سې شنبې په ورځ وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کییف ته پوځي مرستې وځنډولې، چې دا د روسیې سره د نږدې اړیکو پر لور د هغه یو ډراماتیک ګام دی.
ټرمپ د اوکراین او روسیې په اړه د امریکا سیاست بدل کړی، د تېرې جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ او زېلنسکي له کړکېچنې ناستې وروسته د اوکراین په تړاو د امریکا په سیاست کې جوت تغیر لیدل کیږي.
د اوکراین لومړي وزیر ډینیس شمیهال وویل چې کیف لا هم د خپلو ځواکونو د تمویل وسایل لري.
هغه زیاته کړه:"د لومړۍ کرښې د ساتلو لپاره زموږ پوځ او حکومت وړتیاوې او وسایل لري".
شمیهال د متحده ایالاتو څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې کییف د متقابلو ګټو همکاري غواړي.
هغه وویل: "موږ به د ټولو موجوده لارو له لارې له امریکا سره په ارامه توګه کار ته دوام ورکړو، موږ یوازې یو پلان لرو بریا او بقا"
پخپله د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي د مرستې د ځنډېدو په تړاو چوپ پاتې شوی.
تازه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین له ولسمشر سره له ناندریو وروسته پر اوکراین د امریکا ټولې پوځي مرستې وځنډولې.

الجزیرې شبکې خبر ورکړی، چې اسراییلي ځواکونو د غزې په سویل کې دوه فلسطینیان په ډزو وژلي. ويل کیږي، اسراییلي عسکرو ورته مهال غزې تړانګې ته روانې مرستې بندې کړې او د اوربند تړون یې لغوه کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې حماس ډله د اوربند په دویم پړاو کې په پرمختګ ټینګار کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکوف په راتلونکو ورځو کې سیمې ته د راستنیدو پلان لري چې د «اوربند د لومړي پړاو د غځولو او یا هم د دویم پړاو د پرمختګ لپاره کار وکړي.»
څو ورځې وړاندې د بینیامن نتنیاهو دفتر په یوه خبرپاڼه کې حماس له هوکړې په سرغړونې تورن کړ او ویې ویل: «د هوکړې له مخې، که چیرې اسراییل دا احساس وکړي، چې خبرې بې پایلې دي کولی شي ۴۲ ورځې وروسته بیرته جګړې ته راستون شي.»
کاناډا، جرمني، هسپانیا او ترکیې، غزې تړانګې ته د بشرپاله مرستو د ننوتلو په اړه د اسراییل د نوي بندیز په اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړي دي.
ترکیې د اسراییل لهخوا دغه اقدام د «ټولیزې سزا» په نوم یاد کړی او ویلي دي، چې دا له نړېوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
بلخوا کاناډا هم د نورو هېوادونو ترڅنګ د غزې په تړانګه کې د بشری ناورین په اړه خپله اندېښنه ښکاره کړې او ویلي دي، کاناډا په غزه کې د بشري ناورین او ملکي وګړو د ناوړه وضعیت په اړه اندیښمنه ده، او غزې ته د بشرپاله مرستو بندیز به دا ناورین لا پېچلی کړي.
د غزې روغتیایي چارواکي وایي، چې د اسراییل په جګړه کې د ۴۸۳۸۸ فلسطیني وګړي وژل شوي او ۱۱۱۸۰۳ تنه نور ټپیان دي.
د یاد حکومت د رسنیو دفتر د مړو شمیره لږ تر لږه ۶۱۷۰۹ ته تازه کړې او ویلی دي، د مړو په اړه ګومان کېږي چې لا هم زرګونه فلسطینیان تر خاورو لاندې دي.
په اسراییل کې په ۲۰۲۳ کال د حماس ډلې تر مشرۍ لاندې بریدونو کې ۱۱۳۹ تنه اسراییلي وګړي وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات یرغمل نیول شوي دي.

ځایي پولیس وایي، چې د دوشنبې په ورځ د سوېلي بولیویا پر یوې لویه لاره د یوه بس موټر او لارۍ د ټکر له امله لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه شوي او ۲۲ نور بیا ټپیان دي. د پولیسو ویاند لیمبرټ چوک له خبریالانو سره په خبرو کې د مړو دغه شمېر تایید کړی.
هغه وویل، چې په مړو شویو کسانو کې نارینه او ښځینه شامل دي.
د هغه په وینا، امبولانسونه او بېړنۍ مرستې د پېښې ځای ته رسېدلې دي.
د بولیویا ولسمشر لویس ارس د پېښې قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
هغه پر میټا «فیسبوک» پاڼه کاږلي: «موږ د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوو او دوی ته په دغه سخت وخت کې د صبر غوښتنه کوو.»
پولیس وایي، چې دغه بس له ټکر وروسته شاوخوا ۵۰۰ متره لرې یوې کندې ته وغورځېد چې پراخه مرګ ژوبله یې رامنځته کړه.
پولیسو زیاته کړه، چې لارۍ چلوونکی نیول شوی او د پېښې د لامل په تړاو ترې څېړنې روانې دي.
دغه پېښه څو ورځې وروسته له هغه وشوه، چې په دغه سیمه کې د دوو بسونو د ټکر له امله تر ۳۰ ډېر کسان مړه شول.

د اسوشيېټیډ پریس خبري اژانس د خبر له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د اوکراین لپاره د نظامي مرستو د «ځنډېدو» امر ورکړ. خبر زیاتوي، چې هغه غواړي د اوکراین په ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي فشار راوړي، ترڅو له روسیې سره د سولې خبروته کیني.
دغه ګام وروسته له هغې اخیستل کېږي، چې څو ورځې وړاندې د ټرمپ او ولادیمیر زیلنسکي په ليدنه کې لفظي شخړه رامنځته شوه.
د سپینې ماڼۍ یو چارواکي وویل، ټرمپ غواړي چې مسکو او کیف د سولې یوې پرېکړې ته ورسېږي، او غواړي چې له دې لارې زیلنسکي اړ کړي چې له اوکراین سره خبرو ته کیني.
دغه چارواکي زیاته کړې، امریکا دغه نظامي مرستې ځنډولي او بیاکتنه پرې کوي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې یاده مرسته د بحران د حل په برخه کې مرسته کولی شي.
د ولسمشر ټرمپ دغه حکم به تر هغې پورې دوام ومومي، ترڅو اوکراین له روسیې سره د خبرو اترو لپاره ژمنتیا ښکاره کړي.
د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې ټرمپ ویلي و، چې هغه به د اوکراین جګړه ډیره ژر پای ته ورسوي، هغه یو ځل د ټاکنیز کمپاین پر مهال ادعا کړې وه، چې کولی شي یاده جګړه په یوه ورځ کې ختمه کړي.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ د زیلنسکي په اړه نیوکه وکړه، چې ګواکې جګړه پای ته رسول ډیره لرې خبره ده او یوې پرېکړې ته رسېدل وخت ته اړتیا لري.
ټرمپ په خواله رسنۍ لیکلي، چې د زیلنسکي له لوري دا خورا بد خبر دی او امریکا به د دې لپاره ډیر صبر ونه کړي.
د اوکراین ولسمشر وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د فکر په اړه د وضاحت کولو هڅه کړې، هغه په مستقیم ډول د ټرمپ څرګندونو ته اشاره نه ده کړې، خو ټینګار یې کړی، چې دا ډیره مهمه ده چې مونږ هڅې وکړو ترڅو زمونږ ډیپلوماتیکې کړنې د دې جګړې د ژر پای ته رسولو لپاره واقعي او پرېکنده وي.
ولسمشر ټرمپ دغه نیوکه په داسې حال کې کوي، چې په سپینه ماڼۍ کې له غونډې او لفظي شخړې وروسته هم زیلنسکي د امریکا او اوکراین د اړیکو په اړه مثبت نظر وړاندې کوي.
اوکراین ته د نظامي مرستو د ځنډیدو وړاندې ټرمپ تمه درلوده، چې له یاد هېواد سره یو تړون لاسلیک کړي، چې دغه تړون به امریکا ته د اوکراین مهمو معدنونو ته لاسرسی برابر کړي.
سپینې ماڼۍ دغه تړون د امریکا او اوکراین ترمنځ د اړیکو د اوږدمهاله پیاوړتیا په توګه یادونه کړې وه.
بلخوا ډیموکراتان د اوکراین لپاره د مرستو د درولو په اړه اندیښنه لري او وایي، چې دا خطرناک او ناسم کار دی.
د پینسلوانیا ډیموکرات استازې برینډن بویل وویل: «دغه پریکړه غیر مسوولانه او زموږ ملي امنیت ته مستقیم ګواښ دی.»
د پخواني ولسمشربایډن ادارې د جګړې له پیل راهیسې کیف ته له ۶۶.۵ میلیاردو ډالرو څخه زیاتې نظامي مرسته او وسلې ورکړې دي.
اوکراین ته د نظامي مرستو د درېدلو په اړه، د کانګرس د ډیموکراټانو یوه بل استازې، دان ګولډمن، وویل چې دا «د زیلینسکي د زورونې» یوه بڼه ده او دا د ځواک له لارې د سولې سره په ټکر کې دي.
د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز ویلي، چې د ټرمپ سره تر لفظي شخړې وروسته دا شکونه راپېدا کېږي، چې ایا زیلنسکي د جګړې پای ته رسولو لپاره چمتو دي او که نه.

حماس ډلې العربیه شبکې ته ویلي، چې که څه هم په غزه کې مشروعیت لري، خو چمتو ده څو د دغې سیمې له مدیریت څخه ګوښه شي.
دغې ډلې د دوشنبې په ورځ (د مارچ ۳مه) زیاته کړې، چې نه غواړي د غزې د اداري جوړښت برخه و اوسي.
حماس همداراز څرګنده کړې، چې د غزې د راتلونکي په تړاو د کوم داخلي تړون پر وړاندې د خنډ غوښتونکې نه ده، خو شرط یې دا اېښی څو دغه اقدامات د ملي اجماع پر بنسټ وشي.
حماس ډلې د غزې لپاره د مصر د بیارغونې طرحې په هکله ویلي، چې د دې طرحې په تړاو یې هېڅ رسمي معلومات نه دي ترلاسه کړي او په وینا یې، شایعاتو او اټکلونو ته ځواب نه ورکوي.
د حماس له دې څرګندونو مخکې رویټرز په یوه راپور کې ویلي و، مصر د غزې لپاره یوه طرحه چمتو کړې چې پر بنسټ یې حماس باید د دغې سیمې له مدیریت څخه ګوښه شي او د عربي، اسلامي او لوېدیځو هېوادونو تر کنټرول لاندې لنډمهاله اداره به د یادې سیمې مدیریت په لاس کې واخلي.
نوموړې رسنۍ لیکلي، دغه طرحه یې لوستلې او ټاکل شوې چې سبا (سېشنبه) د عربي ټولنې سرمشریزې ته د ارزونې په موخه وړاندې شي.
د مصر د طرحې په مقدمه کې راغلي دي: «تر هغه چې حماس په سیمه کې حاکم او وسلهوال سیاسي عنصر وي، د غزې د بیارغونې او جوړونې لپاره به هېڅ ډول لویه نړۍواله مالي مرسته ترسره نهشي.»
د مصر له خوا چمتو شوې دا طرحه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې طرحې د بدیل هڅه بلل کېږي، چې ویلی و متحدهایالات به د غزې کنټرول په لاس کې واخلي او د غزې اوسېدونکي به له دې سیمې وباسي.
ټرمپ ادعا کړې وه، چې غواړي غزه په منځني ختیځ کې پر یوې ښې سیاحتي او سوداګریزې سیمې بدله کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو د غزې د بیارغونې او جوړونې د لګښت لپاره له ۵۳ مېلیارد ډالرو څخه ډېر اټکل کړی و.
د یادونې ده، چې د اسراییل او حماس ترمنځ د یوې اوږدې او مرګونې جګړې په پایله کې له۴۵زرو ډېر فلسطینيان وژل شوي او د غزې شاوخوا ۹۰ سلنه اوسېدونکي له خپلو ودانیو بېځایه شوي دي.

یوه امریکايي چارواکي او یوې بلې سرچینې رویټرز ته ویلي، متحده ایالات پر روسیې د احتمالي بندیزونو د کمولو لپاره یو وړاندیز چمتو کوي. د راپور له مخې، ډونالډ ټرمپ د ډېپلوماټیکو اړیکو د بیا رغولو او په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې اترې کوي.
سپینې ماڼۍ د بهرنیو چارو او خزانې ریاستونو ته لارښوونه کړې، چې د بندیزونو هغه نوملړ جوړ کړي چې کېدای شي لرې شي.
د متحده ایالاتو چارواکي پلان لري، چې له مسکو سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو د ښه کولو لپاره د یوې پراخې ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه د روسیې له استازو سره په راتلونکو خبرو کې له دې نوملړ څخه کار واخلي.
سرچینې وایي، چې د بندیزونو چارواکي اوس د یو وړاندیز مسوده چمتو کوي څو د ځانګړي روسي اشخاصو او ادارو په ګډون په اولیګارچ محدودیتونه لرې کړي.
ټرمپ په چټکۍ سره د روسیې په اړه د متحده ایالاتو پالیسي بدله کړه.
هغه د فېبرورۍ په ۱۲مه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ټلیفون وکړ او بیا یې د امریکا استازي واستول، چې په سعودي عربستان او ترکیه کې له روسي چارواکو سره وګوري.
دا په داسې حال کې ده، چې د جنورۍ په میاشت کې ټرمپ خبرداری ورکړی و، چې که مسکو د جګړو د پای ته رسولو په اړه خبرې و نه مني، نو پروړاندې به یې بندیزونه زیات کړي.
خو اوس د نوموړي د ادارې غړو له هغه وخت راهیسې د اقتصادي محدودیتونو لرې کولو امکان منلی دی.
د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ د فېبرورۍ په ۲۰ د بلومبرګ ټلویزیون سره په مرکه کې وړاندیز وکړ، چې روسیه کولی شي د خبرو اترو د تګلارې په اساس بندیزونه لرې کړي.
ټرمپ د فېبرورۍ په ۲۶ خبریالانو ته وویل، چې د بندیزونو نرمول یو انتخاب پاتې دی.
سره له دې چې روسیه د نظامي لګښتونو او صنعتي تولید د زیاتوالي له لارې د جګړې وخت او اقتصاد ساتلو وړتیا لري، کارپوهان وايي چې دا زیان منونکي پاتې دي او د لوېدیځ مرستې ته اړتیا لري.
کرملین د اقتصادي همکاریو په ځانګړې توګه د ځمکې په نادره فلزاتو کې لېوالتیا ښودلې.
پوتین په دې وروستیو کې په دې برخه کې له امریکا سره د احتمالي همکارۍ وړاندیز وکړ.
ټرمپ له اوکراین سره د معدنونو د معاملې غوښتنه هم کړې، چې د لیتیم او د ځمکې د نایاب فلزاتو د پام وړ زیرمې لري.
