• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د زېلېنسکي څرګندونو ته د ټرمپ غبرګون؛ امریکا به دا وضعیت د اوږدې مودې لپاره ونه‌شي زغملای

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۲۶ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل اوکرایني سیال ولادیمیر زېلېنسکي د دې خبرې په تړاو چې ویلي و، په اوکراین کې د جګړې پای ته رسېدل لا هم «ډېر، ډېر لرې» دی، توندې نیوکې کړې دي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د مارچ ۳مه) د ټروټ ټولنیزې شبکې له لارې په یوه پیغام کې ویلي، چې امریکا به دا وضعیت د اوږدې مودې لپاره ونه‌شي‌ زغملای.

نوموړي لیکلي دي: «دا تر ټولو بد بیان و چې له زېلېنسکي څخه مطرح شوی دی. امریکا به دا وضعیت د اوږدې مودې لپاره ونه‌شي‌ زغملای.»

د امریکا ولسمشر څرګنده کړې، زېلېنسکي چې ترڅو د امریکا له ملاتړ څخه برخمن وي، د سولې غوښتونکی نه‌دی.

زېلېنسکي تر دې مخکې ټینګار کړی و، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې پای ته رسېدو لپاره یوې هوکړې ته رسېدل به وخت ونیسي او له اوکراین څخه یې د واشنګټن د ملاتړ په تړاو وویل: «فکر کوم چې زموږ اړیکې به له متحده ایالاتو سره دوام ولري.»

هغه د دوشنبې په ورځ په خپلې اېکس‌پاڼه کې وویل : «البته، موږ د امریکا اهمیت درک کوو او د متحده‌ایالاتو له ملاتړ څخه مننه کوو. داسې ورځ به نه وي چې مونږ یې قدرداني نه وي کړي.»

د اوکراین ولسمشر له ټرمپ سره تر کړکېچنې ناستې یوه ورځ وروسته ویلي و، چې دوی له روسیې سره د جګړې ختمېدو لپاره «عادلانه او تلپاتې سوله» غواړي او له امنيتي تضمین پرته د اوکراین لپاره اوربند خطرناک دی.

زېلېنسکي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د امریکا متحدینو پر نوموړي فشار ډېر کړی څو د متحده‌ایالاتو ولسمشر پر وړاندې په خپل چلند کې بدلون راولي.

له دې فشارونو سره سم، د اوکراین ولسمشر په خپل بیان کې له نړۍوالو شریکانو سره پر ګډې همکارۍ او د جګړې د پای ته رسېدو پر هڅو ټینګار کړی دی.

نوموړي په دغه بیان کې ټینګار کړی، چې اوکراینیان په جدي ډول د سولې غوښتونکي دي او زیاتوي: «جګړه د ښارونو د ویجاړېدو او د خلکو د وژل کېدو لامل ګرځي. مونږ اړتیا لرو چې دغه جګړه پای ته ورسوو او د خپلو خلکو لپاره امنیت خوندي کړو.»

د اوکراین ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې درې ورځې مخکې د نوموړي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ له روسیې سره د اوربند په تړاو د دواړو ولسمشرانو لفظي شخړه تر خپګان او ان له سپینۍ ماڼۍ څخه د هغه تر پرېښودو ورسېده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

لوړپوړو عرب ډیپلوماتانو د غزې تر جګړې وروسته د تړلو دروازو تر شا خبرې وکړې

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۰۰ GMT+۰

د عربي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ په قاهره کې د عربي ټولنې له فوق العاده سرمشریزې مخکې د تړلو دروازو تر شا خبرې اترې وکړې. د دې ناستې موخه د غزې د نیولو او د دې سیمې د اوسېدونکو د اېستلو په اړه د ټرمپ له وړاندیز سره مقابله بلل شوې.

د عرب لیګ یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط اې اېف پي ته ویلي، پرته له دې چې د غزې ۲.۴ میلیون اوسېدونکي بې ځایه شي، وزیرانو د جنګ ځپلې سیمې د بیارغونې لپاره د عرب پلان په اړه "د تیاري او مشورتي" غونډه جوړه کړه.

سرچینې وویل، چې غونډه د رسنیو پر وړاندې وتړل شوه او زیاته یې کړه، چې دا پلان به "د تصویب لپاره د سې شنبې په سرمشریزه کې عربي مشرانو ته وړاندې شي."

له غونډې مخکې د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبداللطي د اردن، بحرین، تونس، عراق او یمن له عربي سیالانو او همدارنګه د فلسطین له لوړپوړو ډیپلوماتانو سره جلا جلا کتنې وکړې.

د مصر د بهرنیو چارو وزیر عبداللطي په غزه کې د فلسطینیانو بې ځایه کېدو پرته "د بیارغونې د ژر تر ژره پروژو سره د پرمختګ" غوښتنه وکړه.

ټرمپ هغه مهال نړۍواله غوسه راوپاروله کله چې هغه د متحده ایالاتو لپاره د غزې تړانګې "ترلاسه کولو" او د "منځني ختیځ رویرا" ته د بدلولو پلان وړاندې کړ، په داسې حال کې چې فلسطینیان یې مصر او اردن ته کډه کولو ته اړ کړل.

دغه پلان عربي هېوادونه په مخالفت کې متحد کړي دي، چې ریاض تېره میاشت د عربي مشرانو د مشورتي غونډې کوربه و، چې د "فلسطین د ملاتړ لپاره د ګډو هڅو" په اړه بحث وکړي.

عبداللطي د یکشنبې په ورځ په قاهره کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د غزې د بیارغونې پلان چمتو دی او د تصویب لپاره به په قاهره کې د عربي هېوادونو مشرانو ته وړاندې شي.

اوس داسې ښکاري، چې ټرمپ به په دې وروستیو کې د خپل پلان په اړه دریځ نرم کړي.

د لبنان ولسمشر په لومړي رسمي سفر سعودي عربستان ته ولاړ

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۲۸ GMT+۰

د لبنان ولسمشر جوزف عون د جنوري په میاشت کې د ټاکل کېدو راهیسې بهر ته د خپل لومړي رسمي سفر لپاره د دوشنبې په ورځ سعودي عربستان ته ورسېد. نوموړي وایي، چې د بېروت او ریاض ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو بیا رغولو ته سترګې په لار دی.

عون له دغه سفر وړاندې په خپل اېکس لیکلي: "زه د لوی امید سره خبرو ته سترګې په لار یم چې زه به یې نن ماښام د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره وکړم."

هغه هیله څرګنده کړه، چې دا خبرې اترې به د راتلونکو لیدنو لپاره "لار هواره کړي" چېرې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیز تړونونه لاسلیک شي.

عون د بهرنیو چارو له وزیر یوسف راجي سره یوځای ریاض ته ولاړ.

عون د لبنان د پوځ پخوانی مشر وو او څو میاشتې وروسته له هغه چې لبنان له اسراییل سره په جګړه کې ښکېل شو، نوموړی د جنوري په میاشت کې ولسمشر وټاکل شو او د هغه ټاکنه په سیمه ییزه او نړۍواله کچه د تود هرکلي سره مخ شوه.

ولسمشر له دې مخکې اعلان کړی و، چې بهر ته به یې لومړی رسمي سفر سعودي عربستان ته وي او له اشرق الاوسط سره په یوه وروستۍ مرکه کې عون د لبنان او سلطنت پر تاریخي اړیکو ټینګار وکړ.

لکه څنګه چې د دواړو هېوادونو اړیکې په تېرو کلونو کې د حزب الله او د مخدره توکو په قاچاق او د یمن حوثیانو ته د مرستې په برخه کې د رول له امله خرابې شوې، عون وویل چې هغه هیله لري چې دا به ترمیم شي.

تاجکستان: د کاسا-۱۰۰۰ پروژه به په ۲۰۲۷ کال کې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۰۹ GMT+۰

اېنټرفاکس نړۍوالې رسنۍ د تاجکستاني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د کاسا-۱۰۰۰ پروژه به په ۲۰۲۷ کال کې په بشپړه توګه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.

دغې رسنۍ د دوشنبې په ورځ (د مارچ ۳مه) د تاجکستان د اوبو او انرژۍ وزیر جمعه دلېر په حواله ویلي، چې په تاجکستان او قرغزستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د رغونې چارې بشپړې شوي او زیاتوي، چې په پاکستان کې هم د دغې پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي.

په راپور کې دغه راز د دلېر په حواله ویل شوي، چې د کاسا ۱۰۰۰ د قوي برېښنا د لېږد مزي پروژه چې تاجکستان او قرغزستان له افغانستان او پاکستان سره نښلوي، په ۲۰۲۷ کال کې به ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.

د اېنټرفاکس په راپور کې راغلي، په وروستیو کلونو کې د دغې پروژې اصلي ننګونې د پراختیایي شریکانو له لوري د افغانستان برخې لپاره د مالي لګښتونه درېدلي وو او په وینا یې، تر یو لړ مذاکراتو وروسته پر مخ پرتې ننګونې حل شوي او دمګرۍ په دغه هېواد کې د یادې پروژې د رغونې چارې روانې دي.

څه موده مخکې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت رییس هم ویلي و، چې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې پاتې چارې بیا پیل شوي او د دوو کلونو په موده کې به بشپړې شي.

د کاسا-۱۰۰۰ پروژه له منځنۍ اسیا څخه سوېلي اسیا ته برېښنا لېږدوي او د اسیا په کچه یوه لویه پروژه بلل کېږي.

دا پروژه په ۲۰۱۶ کال په تاجکستان کې د سیمه‌ییزو هېوادونو د مشرانو په ګډون پرانېستل شوه او تمه کېده، چې د ۲۰۲۲ کال تر مارچ پورې بشپړه شوې وای.

د کاسا-۱۰۰۰ د برېښنا د لېږد مزي د ۵۰۰ کیلوواټه برېښنا په لرلو د افغانستان له اوو ولایتونو تېرېږي او پاکستان ته لېږدول کېږي.

زېلېنسکي: اوکراین د جګړې سملاسي پای ته رسېدو او د واقعي سولې په لټه دی

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۱۴ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د امریکا له ولسمشر سره تر ناندریو او خپګان وروسته په خپلو تازه څرګندونو کې له نړۍوالو شریکانو سره پر ګډې همکارۍ او د جګړې د پای ته رسېدو پر هڅو ټینګار کړی دی.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د مارچ ۳مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې، چې اوکراین سولې ته د رسېدو لپاره بېلابېل اقدامات کوي او په دې لاره کې له متحده‌ایالاتو او اروپایي هېوادونو سره پراخه همکاري لري.

زېلېنسکي په دغه بیان کې ټینګار کړی، چې اوکراینیان په جدي ډول د سولې غوښتونکي دي او زیاتوي: «جګړه د ښارونو د ویجاړېدو او د خلکو د وژل کېدو لامل ګرځي. مونږ اړتیا لرو چې دغه جګړه پای ته ورسوو او د خپلو خلکو لپاره امنیت خوندي کړو.»

د اوکراین ولسمشر همداراز په دې برخه کې د امریکا له ملاتړ څخه هیله‌مندي ښودلې او په وینا یې، سوله باید سملاسي رامنځته شي.

نوموړي ویلي، چې ډېپلوماسي باید واقعي او ګټوره وي ترڅو روان ناورین سملاسي پای ته ورسېږي.

زېلېنسکي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې درې ورځې مخکې د نوموړي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ له روسیې سره د اوربند په تړاو د دواړو ولسمشرانو لفظي شخړه تر خپګان او ان له سپینۍ ماڼۍ څخه د هغه تر پرېښودو ورسېده.

له زېلېنسکي سره د ټرمپ او مرستیال چلند یې د اروپایي هېوادونو د مشرانو له خوا وغندل شو او یو شمېر اروپایي چارواکو یو ځل بیا اعلان وکړ، چې دوی د اوکراین ترڅنګ ولاړ دي.

مصر د ټرمپ د غزې طرحې پر وړاندې د حماس څنډې ته کولو طرح وړاندې کوي

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۰۴ GMT+۰

مصر د غزې لپاره یوه طرح چمتو کړې، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځني ختیز د طرحې پر وړاندې بدیل وګرځي. د دې طرحې له مخې به حماس له واکه ګوښه شي او غزه به د لنډمهالې ادارې له خوا اداره شي، چې د عربي، اسلامي او لویدیزو هیوادونو تر کنټرول لاندې به وي.

دا مصری لیدلوری د عرب لیګ په سرمشریزه کې د سه شنبې په ورځ وړاندې کیږي.

د ټرمپ پلان، چې موخه یې له غزې د فلسطینیانو ایستل دي، د امریکا له دودیزې دوه دولتي حل لارې لرې شوی، چې د فلسطینیانو او عربي هیوادونو سخت غبرګون یې پارولی.

له جګړې وروسته د غزې اداره به د نړیوالو خبرو اترو یوه مهمه مساله وي، خو تر اوسه دا نه ده جوته چې څوک به دا سیمه اداره کوي. حماس تر اوسه هر ډول بهرنی تپل کېدونکی حل رد کړی.

د قاهرې طرح لا هم ځینې مهمې پوښتنې نه ځوابوي، لکه د غزې د بیا رغونې لګښت به څوک ورکوي، او یا حماس، چې یوه وسله واله ډله ده، څنګه له واکه ګوښه کیږي.

د مصر د طرحې اساسي ټکي د حماس حکومت ختمول دي. د مصر د پلان له مخې، د « اداري مرستې ماموریت» به د حماس پر ځای د غزې اداره رهبري کړي، چې بشري مرستې به چمتو کوي او جګړه ځپلې سیمې به بیا رغوي.

مصر وایي، که حماس په واک کې پاتې شي، نړیوالې مرستې به محدودې شي.

دغه راز مصر، اردن او د خلیج عربي هیوادونه هڅه کوي د ټرمپ پلان پر وړاندې په یوه ګډ دیپلوماتیک نظر را وړاندې شي.

په دې طرح کې یوه لنډمهالې اداره په پام کې نیول شوې، چې له فلسطیني کارپوهانو سره به یوځای کار وکړي، خو لا هم دا نه ده معلومه چې دا به څوک رهبري کوي.

د حماس یوه جګپوړي چارواکي سمیع ابو زهري رویټرز ته ویلي، چې دوی د مصر له دې طرحې خبر نه دي.

هغه وویل، « د غزې د راتلونکي پرېکړه باید یوازې فلسطینیان وکړي. حماس هیڅ ډول بهرنی تحمیلي حل، غیر فلسطیني اداره، یا بهرني ځواکونه نه مني».

د مصر د پلان له مخې، یو نړیوال امنیتي ځواک به د غزې امنیت کنټرول کړي، چې په ټوله کې به له عربي هیوادونو جوړ وي.

دا ځواک به د سیمې امنیت تامین کړي، څو د حماس نفوذ کم کړي، بیا به د محلي پولیسو یوه نوې اداره جوړه شي، چې د یوه مشرتابه بورډ تر څارنې لاندې به فعالیت کوي.

په دې طرح کې د فلسطین د خپلواکې ادارې لپاره مرکزي رول نه دی ورکړل شوی، چې دا مساله د فلسطینیانو لپاره یوه ستره اندیښنه ده.

یوه فلسطیني چارواکي ویلي، « موږ له مصري چارواکو سره موافقه کړې چې یو کمیسیون به جوړ شي، چې د غزې اداره به د شپږو میاشتو لپاره د فلسطین له خپلواکې ادارې سره په همغږۍ پر مخ وړي».

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، د غزې د بیا رغونې لګښت له ۵۳ میلیاردو ډالرو زیات دی. د رپوټونو له مخې، خلیجي او عربي هیوادونه باید لږ تر لږه ۲۰ میلیارده ډالر د بیا رغونې لپاره چمتو کړي.

سعودي عربستان، قطر، او امارات د مصر د طرحې د ملاتړ په اړه تر اوسه خپل رسمي دریځ نه دی اعلان کړی.

امارات، چې حماس ته د یوه خطر په سترګه ګوري، ښایي تر هغه وخته مرستې ونه کړي، څو حماس له واکه ګوښه نه شي.