تاجکستان: د کاسا-۱۰۰۰ پروژه به په ۲۰۲۷ کال کې ګټېاخیستنې ته وسپارل شي

اېنټرفاکس نړۍوالې رسنۍ د تاجکستاني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د کاسا-۱۰۰۰ پروژه به په ۲۰۲۷ کال کې په بشپړه توګه ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.

اېنټرفاکس نړۍوالې رسنۍ د تاجکستاني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د کاسا-۱۰۰۰ پروژه به په ۲۰۲۷ کال کې په بشپړه توګه ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
دغې رسنۍ د دوشنبې په ورځ (د مارچ ۳مه) د تاجکستان د اوبو او انرژۍ وزیر جمعه دلېر په حواله ویلي، چې په تاجکستان او قرغزستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د رغونې چارې بشپړې شوي او زیاتوي، چې په پاکستان کې هم د دغې پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي.
په راپور کې دغه راز د دلېر په حواله ویل شوي، چې د کاسا ۱۰۰۰ د قوي برېښنا د لېږد مزي پروژه چې تاجکستان او قرغزستان له افغانستان او پاکستان سره نښلوي، په ۲۰۲۷ کال کې به ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
د اېنټرفاکس په راپور کې راغلي، په وروستیو کلونو کې د دغې پروژې اصلي ننګونې د پراختیایي شریکانو له لوري د افغانستان برخې لپاره د مالي لګښتونه درېدلي وو او په وینا یې، تر یو لړ مذاکراتو وروسته پر مخ پرتې ننګونې حل شوي او دمګرۍ په دغه هېواد کې د یادې پروژې د رغونې چارې روانې دي.
څه موده مخکې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت رییس هم ویلي و، چې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې پاتې چارې بیا پیل شوي او د دوو کلونو په موده کې به بشپړې شي.
د کاسا-۱۰۰۰ پروژه له منځنۍ اسیا څخه سوېلي اسیا ته برېښنا لېږدوي او د اسیا په کچه یوه لویه پروژه بلل کېږي.
دا پروژه په ۲۰۱۶ کال په تاجکستان کې د سیمهییزو هېوادونو د مشرانو په ګډون پرانېستل شوه او تمه کېده، چې د ۲۰۲۲ کال تر مارچ پورې بشپړه شوې وای.
د کاسا-۱۰۰۰ د برېښنا د لېږد مزي د ۵۰۰ کیلوواټه برېښنا په لرلو د افغانستان له اوو ولایتونو تېرېږي او پاکستان ته لېږدول کېږي.


باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تازه نښتو کې د یوه طالب قومندان د وژل کېدو او د ۸ پاکستاني سرتېرو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
د سرچینې په خبره، په دغو نښتو کې د طالبانو وژل شوی قومندان ضیاءالرحمان نومېږي.
سرچینه همداراز زیاتوي، چې تر اوسه هم د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.
دغه نښتې نن شپه شاوخوا لس بجې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پیل شوې، چې ویل کېږي پکې د پاکستاني ځواکونو یوه پوسته هم تر ډېره تخریب شوې ده.
د سیمه ییزو سرچینو له خوا افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په لېږل شویو ویډيوګانو کې ښکاري، چې په دې نښتو کې له سپکو او درنو وسلو څخه کار اخیستل شوی دی.
اخوا د ځینو نورو راپورو له مخې، په برید کې لیزري وسلې کارول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه هم د دواړو لوریو ترمنځ نښتې شوې وې، چې له امله یې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
له پاکستان څخه سرچینو بیا ویلي، چې په دې نښتو کې یو ملکي کس وژل شوی او درې پاکستاني سرتېري ټپیان شوي.
دغه نښتې په داسې حال کې کېږي، چې په دې وروستیو ورځو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په تورخم کې ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.
یاده دې وي، چې د تورخم دروازه له لسو ورځو راهیسې د هر ډول تګ و راتګ پر مخ هم بنده ده.

پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف له ایراني رسنۍ یراف سره په خبرو کې ویلي، چې طالبانو د اسلامي اصولو خلاف خپل مشر ټاکلی دی. سیاف په دې مرکه کې ویلي: «زعیم باید ملت وټاکي، خو طالبانو اسلامي نظام ړنګ او په خپله یې زعیم وټاکه.»
نوموړي په دغه مرکه کې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د جنګ نه، بلکې د بین الافغاني خبرو ملاتړی دی.
دغه جهادي مشر د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو نظام اسلامي دی او که نه ویلي: «د افغانستان زعیم باید د افغانستان ملت، علماء، قانون پوهان، ملي شورا، ولایتي شورا، او د کلیو شوراګانې او نخبه ګان وټاکي، خو طالبانو د یوې ډلې په توګه اسلامي نظام ړنګ او په خپله یې زعیم وټاکه او د اسلامي نظام د رامنځته کولو دعوه یې وکړه، چې دا د اسلام اصول نه دي، دوی دې ملت راټول کړي او ملت دې زعیم وټاکي بیا دې د اسلامي نظام دعوه وکړي، موږ به یې هم ملاتړ وکړو».
ښاغلي سیاف په دغه مرکه کې په افغانستان کې د ستونزې د هوارۍ لپاره په بین الافغاني خبرو ټینګار کړی او وایي، چې د ستونزو د حل یوازینۍ لار خبرې دي، نه جګړه.
نوموړی وایي: «زموږ ملت ډېر زیات تکلیفونه لیدلي دي، په اوسنیو حالاتو کې د جنګ ملاتړی نه یم، مګر د دایمي حل لپاره باید خبرو سره کینو او ستونزې د خبرو له لارې حل کړو، دا هم نه غواړم چې کله موږ په غره کې یو او تاسو په ښارونو او کله تاسو په غره کې یاست او موږ په ښارونو کې، تر کومه باید دا کار دوام وکړي، که خبرې جریان پیدا نه کړي، نو دا ستونزه نه حل کېږي».
یاد جهادي مشر وایي:« په دې هڅه کې یو چې په افغانستان کې د بیا جګړو تجربه تکرار نه شي، یو شمېر افغان سیاسیون مو راټول کړي او نږدې ټول په دې فکر دي، چې د افغانستان ستونزه د خبرو له لارې حل شي او ټول په دې نظر دي».
پخواني جهادي مشر سیاف د جمهوریت د ړنګېدو او د طالبانو بیا واک ته رسېدو ستر لامل د حکومت له خوا جهادي مشران له حکومته جلا کول په ګوته کړي.
هغه وایي: «خپله راغلم او ولسمشر محمد اشرف غني ته مې وویل چې رییس صیب پرېږده چې د کابل امنیت زه ونیسم، تر هغې چې بین الافغاني خبرې پیل کېږي او سوله یوې نتیجې ته رسېږي، په ډېرې خوشینۍ چې دا کار یې ونکړ او لامل یې دا وو چې د ولسمشر فکر د مجاهدینو سره جوړ نه وو او مجاهدین له حکومت غاړې ته شوي وو».
په دغه مرکه کې استاد سیاف د ایران له حکومته مننه کړې، چې له اوږدې مودې د افغان کډوالو کوربه توبه کوي.
عبدالرب رسول سیاف چې د طالبانو سر سخت مخالف دی، وخت ناوخت د طالبانو په نظام توندې نیوکې کوي او دغه ډله له اسلامي اصولو په سرغړونو تورنوي.
نوموړی په دې باور دی، چې افغانستان طالبانو په زور نه دی نیولی، بلکې دغې ډلې ته سپارل شوی او دغه ډله باید د افغانستان د حل په موخه خبرو ته کیني.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار هم د طالبانو حکومتولۍ ته په اشارې سره وویل، چې د نظام په څرنګوالي کې باید ملت شریک وي، یو اړخیزه پرېکړه د اسلام له نظره د منلو نه دی.
حکمتیار دغه راز زیاته کړه، چې د هېواد په اقتصادي مسایلو، جنګ او سوله، د نظام په څرنګوالي او دې ته ورته مسایلو پرېکړه کې ملت باید شریک وي.
دوی په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې طالب چارواکي خپلې ټولې چارې د هبت الله اخوندزاده د فرمانونو پر اساس عملي کوي او یادې ډلې هېڅکله د افغانستان خلکو ته د نظر ورکولو حق نه دی ورکړی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د امریکا له ولسمشر سره تر ناندریو او خپګان وروسته په خپلو تازه څرګندونو کې له نړۍوالو شریکانو سره پر ګډې همکارۍ او د جګړې د پای ته رسېدو پر هڅو ټینګار کړی دی.
نوموړي د دوشنبې په ورځ (د مارچ ۳مه) د خپلې اېکسپاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې، چې اوکراین سولې ته د رسېدو لپاره بېلابېل اقدامات کوي او په دې لاره کې له متحدهایالاتو او اروپایي هېوادونو سره پراخه همکاري لري.
زېلېنسکي په دغه بیان کې ټینګار کړی، چې اوکراینیان په جدي ډول د سولې غوښتونکي دي او زیاتوي: «جګړه د ښارونو د ویجاړېدو او د خلکو د وژل کېدو لامل ګرځي. مونږ اړتیا لرو چې دغه جګړه پای ته ورسوو او د خپلو خلکو لپاره امنیت خوندي کړو.»
د اوکراین ولسمشر همداراز په دې برخه کې د امریکا له ملاتړ څخه هیلهمندي ښودلې او په وینا یې، سوله باید سملاسي رامنځته شي.
نوموړي ویلي، چې ډېپلوماسي باید واقعي او ګټوره وي ترڅو روان ناورین سملاسي پای ته ورسېږي.
زېلېنسکي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې درې ورځې مخکې د نوموړي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ له روسیې سره د اوربند په تړاو د دواړو ولسمشرانو لفظي شخړه تر خپګان او ان له سپینۍ ماڼۍ څخه د هغه تر پرېښودو ورسېده.
له زېلېنسکي سره د ټرمپ او مرستیال چلند یې د اروپایي هېوادونو د مشرانو له خوا وغندل شو او یو شمېر اروپایي چارواکو یو ځل بیا اعلان وکړ، چې دوی د اوکراین ترڅنګ ولاړ دي.

په ناروې کې مېشت د ایران د بشري حقونو بنسټ خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د زاهدان په مرکزي بندخونه کې د دوو افغانانو په ګډون ۷ کسان اعدام شوي دي.
دغه بنسټ د دوشنبې په ورځ (د کب ۱۳مه) په یوه بیان کې زیاته کړې، چې د ایران قضايي ارګان تر دې مخکې دا دوه افغانان د نشهيي توکو د جرمونو په تور پر اعدام محکوم کړي وو.
دغه سازمان د اعدام شویو کسانو هویت ۲۸ کلن سعدالله زارعي او ۳۰ کلن عاصم چاریکار یاد کړی دی.
د دغه سازمان د بیان پر بنسټ، د یادو بندیانو د اعدام حکم له پنځو نورو بلوڅ بندیانو سره یوځای تېره شنبه (د کب ۱۱مه) سهار مهال عملي شوی دی.
دغه بنسټ د خپلو سرچینو په حواله زیاته کړې ده، چې سعدالله زارعي او عاصم چاریکار افغان وګړي او د کرمان اوسېدونکي وو.
دوی دواړه شاوخوا دوه کاله مخکې د نشهیي توکو په تور په یوې ګډه قضیه کې نیول شوي او پر اعدام محکوم شوي وو.
د ایران د بشري حقونو بنسټ ویلي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، ایران اسلامي جمهوریت د افغان بندیانو د اعدامولو بهیر چټک کړی دی.
د ایران د بشري حقونو جلاوطنه بنسټ راپور څرګندوي چې ایران اسلامي جمهوریت د ۲۰۲۴کال پرمهال د نشهيي توکو په تور ۵۰۳ کسان اعدام کړي دي.

مصر د غزې لپاره یوه طرح چمتو کړې، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځني ختیز د طرحې پر وړاندې بدیل وګرځي. د دې طرحې له مخې به حماس له واکه ګوښه شي او غزه به د لنډمهالې ادارې له خوا اداره شي، چې د عربي، اسلامي او لویدیزو هیوادونو تر کنټرول لاندې به وي.
دا مصری لیدلوری د عرب لیګ په سرمشریزه کې د سه شنبې په ورځ وړاندې کیږي.
د ټرمپ پلان، چې موخه یې له غزې د فلسطینیانو ایستل دي، د امریکا له دودیزې دوه دولتي حل لارې لرې شوی، چې د فلسطینیانو او عربي هیوادونو سخت غبرګون یې پارولی.
له جګړې وروسته د غزې اداره به د نړیوالو خبرو اترو یوه مهمه مساله وي، خو تر اوسه دا نه ده جوته چې څوک به دا سیمه اداره کوي. حماس تر اوسه هر ډول بهرنی تپل کېدونکی حل رد کړی.
د قاهرې طرح لا هم ځینې مهمې پوښتنې نه ځوابوي، لکه د غزې د بیا رغونې لګښت به څوک ورکوي، او یا حماس، چې یوه وسله واله ډله ده، څنګه له واکه ګوښه کیږي.
د مصر د طرحې اساسي ټکي د حماس حکومت ختمول دي. د مصر د پلان له مخې، د « اداري مرستې ماموریت» به د حماس پر ځای د غزې اداره رهبري کړي، چې بشري مرستې به چمتو کوي او جګړه ځپلې سیمې به بیا رغوي.
مصر وایي، که حماس په واک کې پاتې شي، نړیوالې مرستې به محدودې شي.
دغه راز مصر، اردن او د خلیج عربي هیوادونه هڅه کوي د ټرمپ پلان پر وړاندې په یوه ګډ دیپلوماتیک نظر را وړاندې شي.
په دې طرح کې یوه لنډمهالې اداره په پام کې نیول شوې، چې له فلسطیني کارپوهانو سره به یوځای کار وکړي، خو لا هم دا نه ده معلومه چې دا به څوک رهبري کوي.
د حماس یوه جګپوړي چارواکي سمیع ابو زهري رویټرز ته ویلي، چې دوی د مصر له دې طرحې خبر نه دي.
هغه وویل، « د غزې د راتلونکي پرېکړه باید یوازې فلسطینیان وکړي. حماس هیڅ ډول بهرنی تحمیلي حل، غیر فلسطیني اداره، یا بهرني ځواکونه نه مني».
د مصر د پلان له مخې، یو نړیوال امنیتي ځواک به د غزې امنیت کنټرول کړي، چې په ټوله کې به له عربي هیوادونو جوړ وي.
دا ځواک به د سیمې امنیت تامین کړي، څو د حماس نفوذ کم کړي، بیا به د محلي پولیسو یوه نوې اداره جوړه شي، چې د یوه مشرتابه بورډ تر څارنې لاندې به فعالیت کوي.
په دې طرح کې د فلسطین د خپلواکې ادارې لپاره مرکزي رول نه دی ورکړل شوی، چې دا مساله د فلسطینیانو لپاره یوه ستره اندیښنه ده.
یوه فلسطیني چارواکي ویلي، « موږ له مصري چارواکو سره موافقه کړې چې یو کمیسیون به جوړ شي، چې د غزې اداره به د شپږو میاشتو لپاره د فلسطین له خپلواکې ادارې سره په همغږۍ پر مخ وړي».
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، د غزې د بیا رغونې لګښت له ۵۳ میلیاردو ډالرو زیات دی. د رپوټونو له مخې، خلیجي او عربي هیوادونه باید لږ تر لږه ۲۰ میلیارده ډالر د بیا رغونې لپاره چمتو کړي.
سعودي عربستان، قطر، او امارات د مصر د طرحې د ملاتړ په اړه تر اوسه خپل رسمي دریځ نه دی اعلان کړی.
امارات، چې حماس ته د یوه خطر په سترګه ګوري، ښایي تر هغه وخته مرستې ونه کړي، څو حماس له واکه ګوښه نه شي.