• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سیاف: د هېواد زعیم باید ملت وټاکي، خو طالبانو اسلامي نظام ړنګ او په خپله یې زعیم وټاکه

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۵۶ GMT+۰تازه شوی: ۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۲۸ GMT+۰

پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف له ایراني رسنۍ یراف سره په خبرو کې ویلي، چې طالبانو د اسلامي اصولو خلاف خپل مشر ټاکلی دی. سیاف په دې مرکه کې ویلي: «زعیم باید ملت وټاکي، خو طالبانو اسلامي نظام ړنګ او په خپله یې زعیم وټاکه.»

نوموړي په دغه مرکه کې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د جنګ نه، بلکې د بین الافغاني خبرو ملاتړی دی.

دغه جهادي مشر د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو نظام اسلامي دی او که نه ویلي: «د افغانستان زعیم باید د افغانستان ملت، علماء، قانون پوهان، ملي شورا، ولایتي شورا، او د کلیو شوراګانې او نخبه ګان وټاکي، خو طالبانو د یوې ډلې په توګه اسلامي نظام ړنګ او په خپله یې زعیم وټاکه او د اسلامي نظام د رامنځته کولو دعوه یې وکړه، چې دا د اسلام اصول نه دي، دوی دې ملت راټول کړي او ملت دې زعیم وټاکي بیا دې د اسلامي نظام دعوه وکړي، موږ به یې هم ملاتړ وکړو».

ښاغلي سیاف په دغه مرکه کې په افغانستان کې د ستونزې د هوارۍ لپاره په بین الافغاني خبرو ټینګار کړی او وایي، چې د ستونزو د حل یوازینۍ لار خبرې دي، نه جګړه.

نوموړی وایي: «زموږ ملت ډېر زیات تکلیفونه لیدلي دي، په اوسنیو حالاتو کې د جنګ ملاتړی نه یم، مګر د دایمي حل لپاره باید خبرو سره کینو او ستونزې د خبرو له لارې حل کړو، دا هم نه غواړم چې کله موږ په غره کې یو او تاسو په ښارونو او کله تاسو په غره کې یاست او موږ په ښارونو کې، تر کومه باید دا کار دوام وکړي، که خبرې جریان پیدا نه کړي، نو دا ستونزه نه حل کېږي».

یاد جهادي مشر وایي:« په دې هڅه کې یو چې په افغانستان کې د بیا جګړو تجربه تکرار نه شي، یو شمېر افغان سیاسیون مو راټول کړي او نږدې ټول په دې فکر دي، چې د افغانستان ستونزه د خبرو له لارې حل شي او ټول په دې نظر دي».

پخواني جهادي مشر سیاف د جمهوریت د ړنګېدو او د طالبانو بیا واک ته رسېدو ستر لامل د حکومت له خوا جهادي مشران له حکومته جلا کول په ګوته کړي.

هغه وایي: «خپله راغلم او ولسمشر محمد اشرف غني ته مې وویل چې رییس صیب پرېږده چې د کابل امنیت زه ونیسم، تر هغې چې بین الافغاني خبرې پیل کېږي او سوله یوې نتیجې ته رسېږي، په ډېرې خوشینۍ چې دا کار یې ونکړ او لامل یې دا وو چې د ولسمشر فکر د مجاهدینو سره جوړ نه وو او مجاهدین له حکومت غاړې ته شوي وو».

په دغه مرکه کې استاد سیاف د ایران له حکومته مننه کړې، چې له اوږدې مودې د افغان کډوالو کوربه توبه کوي.

عبدالرب رسول سیاف چې د طالبانو سر سخت مخالف دی، وخت ناوخت د طالبانو په نظام توندې نیوکې کوي او دغه ډله له اسلامي اصولو په سرغړونو تورنوي.

نوموړی په دې باور دی، چې افغانستان طالبانو په زور نه دی نیولی، بلکې دغې ډلې ته سپارل شوی او دغه ډله باید د افغانستان د حل په موخه خبرو ته کیني.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار هم د طالبانو حکومتولۍ ته په اشارې سره وویل، چې د نظام په څرنګوالي کې باید ملت شریک وي، یو اړخیزه پرېکړه د اسلام له نظره د منلو نه دی.

حکمتیار دغه راز زیاته کړه، چې د هېواد په اقتصادي مسایلو، جنګ او سوله، د نظام په څرنګوالي او دې ته ورته مسایلو پرېکړه کې ملت باید شریک وي.
دوی په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې طالب چارواکي خپلې ټولې چارې د هبت الله اخوندزاده د فرمانونو پر اساس عملي کوي او یادې ډلې هېڅکله د افغانستان خلکو ته د نظر ورکولو حق نه دی ورکړی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ایران د دوو افغانانو په ګډون ۷ کسان اعدام کړل

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۱۱ GMT+۰

په ناروې کې مېشت د ایران د بشري حقونو بنسټ خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د زاهدان په مرکزي بندخونه کې د دوو افغانانو په ګډون ۷ کسان اعدام شوي دي.

دغه بنسټ د دوشنبې په ورځ (د کب ۱۳مه) په یوه بیان کې زیاته کړې، چې د ایران قضايي ارګان تر دې مخکې دا دوه افغانان د نشه‌يي توکو د جرمونو په تور پر اعدام محکوم کړي وو.

دغه سازمان د اعدام شویو کسانو هویت ۲۸ کلن سعدالله زارعي او ۳۰ کلن عاصم چاریکار یاد کړی دی.

د دغه سازمان د بیان پر بنسټ، د یادو بندیانو د اعدام حکم له پنځو نورو بلوڅ بندیانو سره یوځای تېره شنبه (د کب ۱۱مه) سهار مهال عملي شوی دی.

دغه بنسټ د خپلو سرچینو په حواله زیاته کړې ده، چې سعدالله زارعي او عاصم چاریکار افغان وګړي او د کرمان اوسېدونکي وو.

دوی دواړه شاوخوا دوه کاله مخکې د نشه‌یي توکو په تور په یوې ګډه قضیه کې نیول شوي او پر اعدام محکوم شوي وو.

د ایران د بشري حقونو بنسټ ویلي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، ایران اسلامي جمهوریت د افغان بندیانو د اعدامولو بهیر چټک کړی دی.

د ایران د بشري حقونو جلاوطنه بنسټ راپور څرګندوي چې ایران اسلامي جمهوریت د ۲۰۲۴کال پرمهال د نشه‌يي توکو په تور ۵۰۳ کسان اعدام کړي دي.

د تورخم جګړه؛ طالبان وايي یو سرتېری یې له پاکستاني ځواکونو سره نښته کې وژل شوی

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۴۹ GMT+۰

د طالبانو کورنیو چارو وزارت تایید کړه، چې تېره شپه په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو او دوی ترمنځ نښته کې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. په پاکستان کې سرچینو ویلي چې په نښتو کې یو ملکي وګړی وژل شوی او درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي دي.

سیمه ییزو رسنیو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند عبدالمتین قانع له قوله ویلي چې نښتې د پاکستاني ځواکونو لخوا پیل شوې وې او طالب ځواکونه اړ شول چې ځواب ووایی.

قانع وويل، جګړه د دوشنبې د شپې ۱۲ بجې پیل او د ورځې د سهار تر ۱۱ بجو پورې روانه وه.

هغه دا ادعا هم وکړه، چې پاکستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او ویې ویل چې د پاکستان ځینې پوځي پوستې ویجاړې شوې دي.

په پاکستان کې سرچینو هم افغانستان انټرنیشنل ته ویلي چې په نښتو کې درې سرتیري ټپیان شوي او یو پاکستانی ملکي وګړی وژل شوی دی.

د پاکستان یوه امنیتي چارواکي د دوشنبې په ورځ د ترکیې انادولو اژانس ته وویل چې په ډیورنډ کرښه کې د ډزو په تبادله کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

دغه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې ټپي شوی سړی په ډزو ویشتل شوی او یو بل د ډزو له امله په ګڼه ګوڼه کې مړ شوی دی.

تورخم، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له دوو مهمو سوداګریزو لارو یوه ده، د طالبانو له خوا د یوې نوې پوستې د جوړولو په اړه د شخړې له امله له یوې اونۍ زیات وخت لپاره تړل شوې ده.

یوه پاکستاني چارواکي وویل، د تورخم پولې تړل، چې پښتونخوا او افغانستان سره نښلوي، د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته هره ورځ درې ملیون ډالر زیان رسولی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان مخکې ویلي وو چې تورخم د طالبانو د هغو هڅو له امله تړل شوې ده چې غواړي په پاکستانۍ خاوره کې یوه پوسته جوړه کړي.

خان وویل چې د طالبانو دا اقدام د موجوده پروتوکولونو خلاف و او ټینګار یې وکړ چې د پاکستان حکومت غواړي چې دا مسله د خبرو اترو له لارې حل کړي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پولې د بیا پرانیستلو لپاره د طالبانو او پاکستاني سرحدي ساتونکو ترمنځ څو پړاوه خبرې بې پایلې پای ته رسېدلي دي.

د جرمني په منهایم ښار کې موټربرید یو تن وژلی او ګڼ نور یې ټپیان کړي

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۳۷ GMT+۰

د جرمني د بادن وورتمبرګ ایالت په منهایم ښار کې یوه موټرچلوونکي پر خلکو موټربرید کړی، چې په پایله کې یې یو تن وژل شوی او د دوو نجونو په ګډون څو تنه ټپیان دي.

د پولیسو یوه ویاند د دوشنبې په ورځ تایید کړه، چې موټر چلوونکی نیول شوی، خو دا لا روښانه نه ده چې نور شکمن کسان هم شته که نه.

دغه برید د روزن مونټاګ مېلې پرمهال شوی.

د پېښې په ځای کې د موټر ټوټې، یوه غوڅه شوې پښه او پرځمکه پروت یو تن لیدل شوي.

د عیني شاهدانو په وینا، بریدګر خپل موټر د منهایم ښار له واسرټورم (اوبو برج) نه د پېراډه پلاټڅ پر لور له ګڼه ګوڼې ډکه کوڅه کې ځغلولی او خلک یې وهلي دي.

د افغانستان انټرنشنل د خبریال د رپوټ له مخې، دا د منهایم له ګڼه ګوڼې یوه ډکه کوڅه ده، چې له مارکټ پلاټڅ سره نږدې په څنګ کې پرته ده او په پارک کې یې وخت ناوخته د خوراکي توکو غرفې اېښودل کیږي.

مارکټ پلاټڅ له دې وړاندې د یوې بلې ترهګریزې پېښې شاهد و، چې یو افغان پکې ښکیل و.

منهایم د بادن وورتمبرګ په شمال کې د هیسن او راینلنډ فالڅ ایالتونو ترمنځ پروت دی. ترڅنګ یې مشهور پوهنتوني ښار هایدلبرګ پروت دی.

په دغه ښار کې د مسلمانانو په ځانګړې توګه د ترکانو شمېر ډېر دی.

په منهایم کې د یکشنبې په ورځ فاشینګ جشن ترسره شوی و او د دوشنبې په ورځ په ښار کې د روزن مونټاګ ( د ګلانو دوشنبه)بازار پیل و، چې د خوراکي توکو شاوخوا ۶۰ غرفې، د لوبو او تفریح وسایل پکې شامل دي.

په پېښه کې د غرفې څښتنانو او ننداره کوونکو ته د زیان رسېدو رپوټ نه دی ورکړل شوی.

د جرمني رسنیو د رپوټونو له مخې، د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر د پېښې له امله د کولن په«روزن مونټاګ»مېلې کې خپل ګډون لغو کړی.

د هغې ویاند ویلي، چې وزیره له روانو پرمختګونو خبره ساتل کېږي او اوس تمرکز پر ژغورنې، د ټپيانو درملنې او د لومړنیو تحقیقاتو پر دوام دی.

د منهایم پوهنتون روغتون اعلان کړی، چې د بیړنیو مرستو تدابیر یې نیولي دي. روغتون د بیړني حالت پلان فعال کړی او د ټپیانو د درملنې لپاره یې ۸ ځانګړي ټیمونه چمتو کړي، چې د لویانو او ماشومانو دواړو درملنه کولای شي.

پولیسو اعلان کړی، چې د پېښې له قربانیانو سره د مرستې لپاره به د رواني سلامتیا ملاتړ برابر کړي.

پولیسو ویلي، چې وضعیت لا هم روښانه نه دی او ددوی پلټنې روانې دي.

پولیسو له خلکو غوښتنه کړې، چې د منهایم مرکزي سیمه پرېږدي او شاوخوا له تګ او راتګه ډډه وکړي.

تهران کې د طالبانو او هند سفیران د چابهار بندر له لارې د خپلمنځي سوداګرۍ پر پراختیا وغږېدل

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۰۳ GMT+۰

طالبان وايي، تهران کې د دوی د حکومت سفیر د ایران لپاره له هندي سیال سره د خپلمنځي همکارۍ پر پراختیا خبرې کړې دي. تهران کې د طالبانو سفارت وايي، فضل محمد حقاني او د رواداو سرشت په مشرۍ پلاوی د چابهار بندر له لارې د وارداتو او صادراتو په برخه کې د همکارۍ پر زیاتولو هم غږېدلي دي.

تر دې لیدنې نږدې دوه اونۍ مخکې د ایران بهرنیو چارو وزارت وویل، چې له هند سره یې د چابهار بندر په برخه کې د همکارۍ لس کلنه موافقه لاسلیک کړې ده.

هند له ډونلډ ټرمپ هم غوښتي چې په ایران د بندیزونو برخه کې د چابهار بندر معافیت په پام کې ونیسي.

نوی ډېلی هڅه کوي چې د ایران د چابهار بندر له لارې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره ونښلول شي.

د هند په غنمو بار لومړنی اورګاډی هم له چابهار بندر تېره میاشت هرات ته ورسېد.

هند په دې وروستیو کې له طالبانو سره د چابهار بندر او خپلمنځي سوداګرۍ د زیاتولو لپاره او لیدنې ډېرې کړې دي.

په وروستیو کې داسې رپوټونه هم دي چې هند په نوي ډېلي کې افغان سفارت طالبانو ته سپاري.

نوی ډیلی له دې ډلې سره د تعامل نږدې کچې ته رسېدلو سره غواړي د چین او پاکستان پر وړاندې په افغانستان کې د نفوذ سیالۍ کې مخکښ واوسي.

هند د افغانستان پر وچو مېوو تعرفې هم لرې کړې او له همدې امله دغه هېواد ته د افغانستان د وچو مېوو صادرات په لوړه کچه دي.

که څه هم د جمهوریت پرځېدو سره هند د سفیر په کچه له طالبانو سره تعامل نه لري، خو د دې ډلې واکمنېدو سره دغه هېواد ته افغان صادارت کال په کال زیات شوي دي.

د انډین ایکسپرېس د تېرې میاشتې رپوټ ښيي چې د ۲۰۲۳-۲۴ مالي کال لپاره له افغانستان نه د هند واردات ۶۴۲.۲۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، خو صادرات د ۱۶ کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته لوېدلي.

ایران سږ کال د دوغارون له لارې افغانستان ته یو میلیون او ۳۱۵ زره ټنه توکي صادر کړي

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۱۸ GMT+۰

د ایران د دوغارون-تایباد سرحدي ترمینل چارواکي وايي، چې له دغه ترمینل نه د روان کال له پیل څخه تر مرغومي میاشتې پورې یو میلیون او۳۱۵ زره او ۵۲۷ ټنه مختلف توکي افغانستان ته صادر شوي چې د تېر کال په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښیي.

د یاد ترمینل مدیر اسماعیل پور عابد وايي، دغه توکي د ۴۸ زره او ۱۸۴ ټرانسپورتي وسایطو له لارې افغانستان ته لېږدول شوي چې د ایران او افغانستان دواړو وسایط پکې شامل دي.

د هغه په باور، د وسایطو له لارې د توکو لېږد په تیر کال کې د ورته وخت په پرتله ۲۱سلنه زیاتوالی ښیي.

هغه وویل چې په همدې موده کې څه باندې یو میلیون او۹۹۵ زره ټنه مختلف توکي د ۵۱ زره او ۶۱۲لاریو له لارې افغانستان ته ټرانزیت شوي، چې د تیر کال په پرتله ۷۰ سلنه ډېر دي.

یاد ایراني چارواکي ایرنا اژانس ته وویل، چې افغانستان ته په صادرو شویو مهمو توکو کې ودانیز توکي، فولادي اوسپنې، ګازولین او مایع ګاز شامل دي.

دوغارون په صادراتو کې د ایران درېیم مهم خروجي سرحدي ترمینل دی او د ټرانزیت په برخه کې پنځم ځای لري.

ایراني چارواکي وايي، د ورځې له څلور زرو ډېر کسان، چې موټرچلوونکي، مساپر او اداري او خدماتي کارکوونکي پکې شامل دي، د دوغارون ترمینل له لارې تګ راتګ کوي او هر کال له دې لارې تر یو میلیون ډېر مساپر د ایران او افغانستان ترمنځ قانوني تګ او راتګ کوي.

د دوغارون ګمرک د کار ډېری حجم د بندر عباس له لارې د توکو ټرانزیټ دی. د افغان، پاکستاني، هندي او نورو هېوادونو سوداګریز توکي د فارس خلیج له هېوادونو بندرعباس او لنګه بندر ته لیږدول کیږي او بیا له هغه ځایه د دوغارون رسمي سرحدي دروازې له لارې ټرانزیټ کیږي.