• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني په منهایم ښار کې موټربرید یو تن وژلی او ګڼ نور یې ټپیان کړي

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۳۷ GMT+۰

د جرمني د بادن وورتمبرګ ایالت په منهایم ښار کې یوه موټرچلوونکي پر خلکو موټربرید کړی، چې په پایله کې یې یو تن وژل شوی او د دوو نجونو په ګډون څو تنه ټپیان دي.

د پولیسو یوه ویاند د دوشنبې په ورځ تایید کړه، چې موټر چلوونکی نیول شوی، خو دا لا روښانه نه ده چې نور شکمن کسان هم شته که نه.

دغه برید د روزن مونټاګ مېلې پرمهال شوی.

د پېښې په ځای کې د موټر ټوټې، یوه غوڅه شوې پښه او پرځمکه پروت یو تن لیدل شوي.

د عیني شاهدانو په وینا، بریدګر خپل موټر د منهایم ښار له واسرټورم (اوبو برج) نه د پېراډه پلاټڅ پر لور له ګڼه ګوڼې ډکه کوڅه کې ځغلولی او خلک یې وهلي دي.

د افغانستان انټرنشنل د خبریال د رپوټ له مخې، دا د منهایم له ګڼه ګوڼې یوه ډکه کوڅه ده، چې له مارکټ پلاټڅ سره نږدې په څنګ کې پرته ده او په پارک کې یې وخت ناوخته د خوراکي توکو غرفې اېښودل کیږي.

مارکټ پلاټڅ له دې وړاندې د یوې بلې ترهګریزې پېښې شاهد و، چې یو افغان پکې ښکیل و.

منهایم د بادن وورتمبرګ په شمال کې د هیسن او راینلنډ فالڅ ایالتونو ترمنځ پروت دی. ترڅنګ یې مشهور پوهنتوني ښار هایدلبرګ پروت دی.

په دغه ښار کې د مسلمانانو په ځانګړې توګه د ترکانو شمېر ډېر دی.

په منهایم کې د یکشنبې په ورځ فاشینګ جشن ترسره شوی و او د دوشنبې په ورځ په ښار کې د روزن مونټاګ ( د ګلانو دوشنبه)بازار پیل و، چې د خوراکي توکو شاوخوا ۶۰ غرفې، د لوبو او تفریح وسایل پکې شامل دي.

په پېښه کې د غرفې څښتنانو او ننداره کوونکو ته د زیان رسېدو رپوټ نه دی ورکړل شوی.

د جرمني رسنیو د رپوټونو له مخې، د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر د پېښې له امله د کولن په«روزن مونټاګ»مېلې کې خپل ګډون لغو کړی.

د هغې ویاند ویلي، چې وزیره له روانو پرمختګونو خبره ساتل کېږي او اوس تمرکز پر ژغورنې، د ټپيانو درملنې او د لومړنیو تحقیقاتو پر دوام دی.

د منهایم پوهنتون روغتون اعلان کړی، چې د بیړنیو مرستو تدابیر یې نیولي دي. روغتون د بیړني حالت پلان فعال کړی او د ټپیانو د درملنې لپاره یې ۸ ځانګړي ټیمونه چمتو کړي، چې د لویانو او ماشومانو دواړو درملنه کولای شي.

پولیسو اعلان کړی، چې د پېښې له قربانیانو سره د مرستې لپاره به د رواني سلامتیا ملاتړ برابر کړي.

پولیسو ویلي، چې وضعیت لا هم روښانه نه دی او ددوی پلټنې روانې دي.

پولیسو له خلکو غوښتنه کړې، چې د منهایم مرکزي سیمه پرېږدي او شاوخوا له تګ او راتګه ډډه وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

تهران کې د طالبانو او هند سفیران د چابهار بندر له لارې د خپلمنځي سوداګرۍ پر پراختیا وغږېدل

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۰۳ GMT+۰

طالبان وايي، تهران کې د دوی د حکومت سفیر د ایران لپاره له هندي سیال سره د خپلمنځي همکارۍ پر پراختیا خبرې کړې دي. تهران کې د طالبانو سفارت وايي، فضل محمد حقاني او د رواداو سرشت په مشرۍ پلاوی د چابهار بندر له لارې د وارداتو او صادراتو په برخه کې د همکارۍ پر زیاتولو هم غږېدلي دي.

تر دې لیدنې نږدې دوه اونۍ مخکې د ایران بهرنیو چارو وزارت وویل، چې له هند سره یې د چابهار بندر په برخه کې د همکارۍ لس کلنه موافقه لاسلیک کړې ده.

هند له ډونلډ ټرمپ هم غوښتي چې په ایران د بندیزونو برخه کې د چابهار بندر معافیت په پام کې ونیسي.

نوی ډېلی هڅه کوي چې د ایران د چابهار بندر له لارې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره ونښلول شي.

د هند په غنمو بار لومړنی اورګاډی هم له چابهار بندر تېره میاشت هرات ته ورسېد.

هند په دې وروستیو کې له طالبانو سره د چابهار بندر او خپلمنځي سوداګرۍ د زیاتولو لپاره او لیدنې ډېرې کړې دي.

په وروستیو کې داسې رپوټونه هم دي چې هند په نوي ډېلي کې افغان سفارت طالبانو ته سپاري.

نوی ډیلی له دې ډلې سره د تعامل نږدې کچې ته رسېدلو سره غواړي د چین او پاکستان پر وړاندې په افغانستان کې د نفوذ سیالۍ کې مخکښ واوسي.

هند د افغانستان پر وچو مېوو تعرفې هم لرې کړې او له همدې امله دغه هېواد ته د افغانستان د وچو مېوو صادرات په لوړه کچه دي.

که څه هم د جمهوریت پرځېدو سره هند د سفیر په کچه له طالبانو سره تعامل نه لري، خو د دې ډلې واکمنېدو سره دغه هېواد ته افغان صادارت کال په کال زیات شوي دي.

د انډین ایکسپرېس د تېرې میاشتې رپوټ ښيي چې د ۲۰۲۳-۲۴ مالي کال لپاره له افغانستان نه د هند واردات ۶۴۲.۲۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، خو صادرات د ۱۶ کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته لوېدلي.

ایران سږ کال د دوغارون له لارې افغانستان ته یو میلیون او ۳۱۵ زره ټنه توکي صادر کړي

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۱۸ GMT+۰

د ایران د دوغارون-تایباد سرحدي ترمینل چارواکي وايي، چې له دغه ترمینل نه د روان کال له پیل څخه تر مرغومي میاشتې پورې یو میلیون او۳۱۵ زره او ۵۲۷ ټنه مختلف توکي افغانستان ته صادر شوي چې د تېر کال په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښیي.

د یاد ترمینل مدیر اسماعیل پور عابد وايي، دغه توکي د ۴۸ زره او ۱۸۴ ټرانسپورتي وسایطو له لارې افغانستان ته لېږدول شوي چې د ایران او افغانستان دواړو وسایط پکې شامل دي.

د هغه په باور، د وسایطو له لارې د توکو لېږد په تیر کال کې د ورته وخت په پرتله ۲۱سلنه زیاتوالی ښیي.

هغه وویل چې په همدې موده کې څه باندې یو میلیون او۹۹۵ زره ټنه مختلف توکي د ۵۱ زره او ۶۱۲لاریو له لارې افغانستان ته ټرانزیت شوي، چې د تیر کال په پرتله ۷۰ سلنه ډېر دي.

یاد ایراني چارواکي ایرنا اژانس ته وویل، چې افغانستان ته په صادرو شویو مهمو توکو کې ودانیز توکي، فولادي اوسپنې، ګازولین او مایع ګاز شامل دي.

دوغارون په صادراتو کې د ایران درېیم مهم خروجي سرحدي ترمینل دی او د ټرانزیت په برخه کې پنځم ځای لري.

ایراني چارواکي وايي، د ورځې له څلور زرو ډېر کسان، چې موټرچلوونکي، مساپر او اداري او خدماتي کارکوونکي پکې شامل دي، د دوغارون ترمینل له لارې تګ راتګ کوي او هر کال له دې لارې تر یو میلیون ډېر مساپر د ایران او افغانستان ترمنځ قانوني تګ او راتګ کوي.

د دوغارون ګمرک د کار ډېری حجم د بندر عباس له لارې د توکو ټرانزیټ دی. د افغان، پاکستاني، هندي او نورو هېوادونو سوداګریز توکي د فارس خلیج له هېوادونو بندرعباس او لنګه بندر ته لیږدول کیږي او بیا له هغه ځایه د دوغارون رسمي سرحدي دروازې له لارې ټرانزیټ کیږي.

سرچینې: د طالبانو عدلیې وزیر لا هم په دوبۍ کې دی او د حقاني په اړه ضدونقیض رپوټونه دي

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۳۸ GMT+۰
•
خبرخونه

له کابل سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د طالبانو عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي تر اوسه په دوبۍ کې دی. د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په هکله ځینې سرچینې وايي، افغانستان ته ستون شوی او خوست کې دی، نور وايي، لا هم په دوبۍ کې دی.

سره له دې چې د طالبانو ویاند څه موده مخکې اعلان وکړ، چې حقاني بېرته ستون شوی، خو اوس هم له دوبۍ د نوموړي د ستنېدو په اړه ضدو نقیض راپورونه دي.

ځینې سرچینې وايي، سراج الدین حقاني له دوبۍ خوست ته تللی او کابل ته له تللو ډډه کوي، نور بیا وايی چې اوس هم په دوبۍ کې دی او افغانستان ته نه دی ستون شوی.

له دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې د دې ډلې د کورنيو چارو وزير سراج حقاني له بهرني سفر وروسته افغانستان ته ستون شوی خو وروسته څرګنده شوه، چې هغه لا هم په بهر کې دی.

سراج الدین حقاني

100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ۴۸ ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او په کابل کې د سعودي عربستان د سفیر فیصل طلق البقمي سره د تعرفي ناستې خبر ورکړی و.

طالبانو د سلواغې پر ۲یمه اعلان وکړ چې سراج الدین حقاني د دې ډلې د استخباراتو له رییس عبدالحق وثیق سره یوځای متحده عربي اماراتو ته سفر کړی.

د روان کال د سلواغې په ۲۹مه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې سراج الدین حقاني له څه باندې یوې میاشتې راهیسې له افغانستان نه بهر دی.

د طالبانو دوو معتبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې حقاني د ملاهبت الله له کړنو ناراضه او د هغه له خپلسرو پرېکړو او یکه تازیو سره مخالف دی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر پر ښځو او نجونو د ملاهبت الله له بندیزونو ناراضه دی او پر امنیتي ځواکونو، ځانګړو قطعاتو، وسلو او نورو تجهیزاتو د هغه ولکه او کندهار ته انتقال د نوموړي د قدرت د انحصارولو او د نورو د منزوي کولو هڅې ګڼي.

عبدالحکیم شرعي

100%

د طالبانو عدلیې وزارت ۴۳ ورځې وړاندې د عبدالحکیم شرعي او په کابل کې د ترکیې سفیر جنګ اونال د لیدنې کتنې خبر ورکړی و.

له هغه وروسته یې کوم رسمي فعالیت نه دی ښودل شوی.

افغانستان انټرنشنل ته سرچیینو ویلي، چې نوموړی اوس هم په دوبۍ کې دی او افغانستان ته بېرته نه دی ستون شوی.

د طالبانو د عدليې وزارت ویاند د کب پر لومړۍ نېټه د افغانستان انټرنشنل له رپوټ وروسته اعلان وکړ، چې د دغه وزارت وزیر عبدالحکیم شرعي د هبت الله په اجازه د درملنې لپاره دوبۍ ته تللی او ژر به خپلې دندې ته ستون شي.

نوموړي د یاد طالب وزير د استعفا ورکولو خبرونه رد کړل.

خو اوس هم د طالبانو سرچینې تاییدوي چې عبدالحکیم شرعي له دوبۍ افغانستان ته بېرته نه دی ستون شوی.

دوبۍ ته د شرعي تر تګ څو ورځې وروسته افغانستان انټرنشنل د نوموړي غږیز فایل ترلاسه کړ، چې پکې یې ویل، د مداخلو له امله یې څو ځله له دندې استعفا کړې ده، خو استعفا یې نه ده منل شوې.

له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي د وتلو رپوټ ور کړی و، چې وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او نورو معتبرو سرچینو هم تایید کړ.

ستانکزي د ښځو پرزده کړو بندیزونه د ملا هبت الله شخصي غوښتنې او پرېکړې بللې وې او له هغه سره یې په ګڼو برخو کې ښکاره مخالفت کاوه.

که څه هم طالبانو هغه وخت وویل چې عباس ستانکزی د ارام لپاره دوبۍ ته تللی، خو نوموړی هم تر اوسه افغانستان ته نه دی ستون شوی،

له نشه يي توکو سره مبارزه؛ ایران طالبانو ته د پولیسو روزنې برخه کې د همکارۍ وړاندیز کړی

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۰۸ GMT+۰

د ایران د کورنیو چارو مرستیال وزیر د طالبانو له یوه پلاوي سره په لیدنه کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې لپاره د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د ایرنا د رپوټ له مخې، د ایران د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال علي اکبر پورجمشیدیان او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مرستیال ترمنځ ناسته کې ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د نشه يي توکو پر ضد د ګډې مبارزې پر زیاتوالي ټینګار وکړ.

پورجمشیدیان زیاته کړې چې ایران له کلونو راهیسې د افغان کډوالو کوربه دی او د دواړو هېوادونو خلک تاریخي اړیکې لري.

د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال وویل، چې اوس مهال په ایران کې شاوخوا ۴.۵میلیونه قانوني او دوه میلیونه غیرقانوني افغان کډوال ژوند کوي.

هغه وویل: « د ایران دولت او ولس غواړي له افغانستان سره نږدې تعامل ولري او د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې حل کړي».

پورجمشیدیان د دواړو خواوو ترمنځ د ځینو ستونزو، په ځانګړې توګه د اوبو د حق موضوع ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې « دا یو شرعي او قانوني حق دی او دواړه لوري باید د دې ستونزې د حل لپاره جدي هڅې وکړي، ځکه که دا ستونزه هواره شي، موږ کولی شو په اقتصادي او امنیتي برخو کې هم لاسته‌راوړنې ولرو».

د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال په دې ناسته کې افغانستان ته د خپل وروستي سفر یادونه کړې او زیاته کړې یې ده، چې « موږ په افغانستان کې د نظم او ثبات زیاتوالی وینو، چې یو مهم دلیل یې د امریکایانو وتل دي».

پورجمشیدیان ویلي چې د افغانستان او ایران پرمختګ او ثبات یو له بله سره تړلي دي.

د ایرنا د رپوټ له مخې، هغه وویل، « د دواړو هېوادونو د همکارۍ یوه مهمه برخه د مخدره موادو پر ضد مبارزه ده. دا ډېر ښه کار و چې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو کر او کاروبار منع شو. که افغان حکومت دا پالیسۍ لا پیاوړې کړي، مثبتې پایلې به ولري».

هغه د ایران، افغانستان او پاکستان د پولیسو ترمنځ د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل چې « نن ورځ د مخدره موادو پر ضد مبارزه یو علمي کار دی او یوازې دودیزې لارې بسنه نه کوي. د ایران پولیس په پرمختللو وسایلو او مسلکي روزنې مجهز دي او کولی شي خپلې تجربې له افغان پولیسو سره شریکې کړي».

پورجمشیدیان دغه راز د سرحدي همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې ځینې اقتصادي پروژې، چې دواړو هېوادونو ته ګټه رسوي، د سرحدي اختلافاتو له امله ځنډېدلې دي.

په دې ناسته کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مرستیال ملا عبدالحق همکار د افغان کډوالو د میلمه‌پالنې په تړاو د ایران ستاینه کړې او ویلي یې دي، « موږ خوښ یو چې زموږ کورنیو په وروستیو لسیزو کې ستاسې په هېواد کې په امن ژوند کړی دی».

هغه زیاته کړې، چې د امریکایانو له وتلو وروسته افغانستان ته نسبي امنیت راغلی، او د فساد کچه کمه شوې ده.

ایرنا وايي، ملا عبدالحق همکار په دې ناسته کې وویل چې د نشه يي توکو کر او سوداګري د اسلام له نظره حرامه ده او د طالبانو حکومت د شریعت مطابق د دې پر ضد مبارزه کوي.

په داسې حال کې چې رپوټونه ښيي طالبان په تېره ۲۰ کلنه جګړه کې له نشه يي توکو تغذیه کېدل، د طالبانو دغه چارواکي ادعا کړې چې په تېرو ۴۵ کلونو کې په افغانستان کې د مخدره موادو د کر او پلور پر ضد کوم بندیز نه و، خو په وروستیو کلونو کې دا کار تر ډېره حده کنټرول شوی دی.

هغه ویلي، چې د کوکنارو بدیل کرنې ته اړتیا ده او دا کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا ډېرې همکارۍ زمینه برابره کړي.

ایران وايي چې رسول سیاف تهران ته د درملنې لپاره ورغلی

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۵۵ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، پخوانی افغان جهادی مشر عبدالرب رسول سیاف تهران ته د درملنې په هدف ورغلی.

نوموړي ددوشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، « په عمومي ډول، زه باید ووایم چې د افغانستان ټولنه یوه متنوعه ټولنه ده، چې مختلف شخصیتونه او سیاسي ډلې پکې دي. دا چې څوک ایران ته سفر کوي، کومه حیرانوونکې خبره نه ده».

بقايي د پوښتونکي خبریال په ځواب کې زیاته کړه، « تر هغه ځایه چې زه معلومات لرم، هغه شخص چې تاسې ورته اشاره کوئ، د درملنې لپاره ایران ته راغلی دی».

د رسول سیاف د زوی له قوله، نوموړی له هند څخه، چې ددرملنې په برخه کې د سیمې تر ټولو غوره امکانات لري، ایران ته تللی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران او ترکیې د اړیکو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې اختلافات باید ځیرکانه حل شي او اړیکې زیانمنې نه شي.

نوموړي زیاته کړه، « موږ له ترکیې سره دوه‌اړخیزو اړیکو ته ډېر ارزښت ورکوو. موږ د دې اړیکو له متقابلو ګټو او تاریخي ارزښت څخه خبر یو».

هغه وویل، چې په سیمه کې د وروستیو بدلونونو اغیزې ورځ تر بلې راڅرګندیږي او ترکیه باید د خپلو پالیسیو پایلو ته ژوره کتنه وکړي.

بقايي زیاته کړه، « څه چې زموږ، ترکیې او نورو لپاره مهم وي، دا دي چې موږ باید له اختلافونو پاکه او باثباته سیمه رامنځته کړو. موږ په دې لاره کې جدي یو او باور لرو چې ترکیه د متقابلو ملي ګټو پر بنسټ د دوه‌اړخیزو اړیکو د ساتنې او پراختیا اهمیت درک کوي».