ایران وايي چې رسول سیاف تهران ته د درملنې لپاره ورغلی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، پخوانی افغان جهادی مشر عبدالرب رسول سیاف تهران ته د درملنې په هدف ورغلی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، پخوانی افغان جهادی مشر عبدالرب رسول سیاف تهران ته د درملنې په هدف ورغلی.
نوموړي ددوشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، « په عمومي ډول، زه باید ووایم چې د افغانستان ټولنه یوه متنوعه ټولنه ده، چې مختلف شخصیتونه او سیاسي ډلې پکې دي. دا چې څوک ایران ته سفر کوي، کومه حیرانوونکې خبره نه ده».
بقايي د پوښتونکي خبریال په ځواب کې زیاته کړه، « تر هغه ځایه چې زه معلومات لرم، هغه شخص چې تاسې ورته اشاره کوئ، د درملنې لپاره ایران ته راغلی دی».
د رسول سیاف د زوی له قوله، نوموړی له هند څخه، چې ددرملنې په برخه کې د سیمې تر ټولو غوره امکانات لري، ایران ته تللی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران او ترکیې د اړیکو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې اختلافات باید ځیرکانه حل شي او اړیکې زیانمنې نه شي.
نوموړي زیاته کړه، « موږ له ترکیې سره دوهاړخیزو اړیکو ته ډېر ارزښت ورکوو. موږ د دې اړیکو له متقابلو ګټو او تاریخي ارزښت څخه خبر یو».
هغه وویل، چې په سیمه کې د وروستیو بدلونونو اغیزې ورځ تر بلې راڅرګندیږي او ترکیه باید د خپلو پالیسیو پایلو ته ژوره کتنه وکړي.
بقايي زیاته کړه، « څه چې زموږ، ترکیې او نورو لپاره مهم وي، دا دي چې موږ باید له اختلافونو پاکه او باثباته سیمه رامنځته کړو. موږ په دې لاره کې جدي یو او باور لرو چې ترکیه د متقابلو ملي ګټو پر بنسټ د دوهاړخیزو اړیکو د ساتنې او پراختیا اهمیت درک کوي».


په فراه ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکي خبر ورکوي، چې د پرلپسې ورښتونو له کبله په دغه ولایت کې د کورونو نړېدو او سېلابونو راوتو له کبله لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه شوي او ۴۴ نور ټپیان دي.
په فراه ولایت کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې لپاره د طالبانو مشر محمد اسراییل سیار ویلي، چې په دغو مړو شویو او ټپیانو کې ګڼ شمېر یې ماشومان او ښځې دي.
د معلوماتو له مخې، د فراه ولایت په قلعه کاه ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۲۱کسه غړي د ورښتونو له کبله سېلاب وړي وو، چې مړي یې موندل شوي دي.
د طالبانو یاد چارواکی خبر ورکوي، چې په دغو ورښتونو کې د فراه اوسېدونکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي چې پکې لسګونه کورونه هم نړېدلي دي.
د ښاغلي محمد اسراییل په وینا؛ بکواه ولسوالۍ دغو ورښتونو او سېلابونو له کبله ډېره ځپل شوې ده.
د هغه په خبره، د طالبانو له اړونده وزارت سره یې د فراه د سېلاب ځپلو معلومات شریک کړي او هیله لري چې ډېر ژر به ورسره کافي مرستې وشي.
په فراه کې طالبان وايي، لومړنۍ او بېړنۍ مرستې یې خلکو ته رسولې دي؛ خو بسنه نه کوي.
په تېرو دوو اونیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د مرګ ژوبلې تر څنګ سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي؛ خو له ورښتونو او سېلاب ځپلو سره لازمې مرستې نه دي شوې.
شکایتونه دا دي، چې طالبانو او مرستندویه ادارې یوازې د خبرو تر حده په ژمنو کې پاتې شوې او په عملي توګه یې د خلکو د لاسنیوي لپاره هېڅ نه دي کړي.
له فقر او لوږې سره هممهاله د افغانستان وروستي ورښتونه او سېلابونو د عامو وګړو د ژوند پر وړاندې یو بل لوی ګواښ دی.
غوښتنې دا دي، چې نړۍواله مرستندویه ادارې باید له سېلاب ځپلو او بېوزله افغانانو سره لازمې مرستې وکړي؛ څو له دغه بشري ناورینه خوندي پاتې شي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره وايي، په افغانستان کې مېلیونونه خلک د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او ډېری یې نه پوهېږي، چې خپل راتلونکې خواړه له کومه کړي.
اوچا پر اېکس پاڼه لیکلي، دا مهال په ټول افغانستان کې ۱۴.۸ مېلیونه وګړي د خوراکي توکو د کمښت او نه خوندیتوب سره مخ دي.
اوچا زیاته کړې، چې په ټول افغانستان کې ۳.۱ مېلیونه خلک له بېړني حالت سره مخ دي.
یادې ادارې د بشرپاله مرستو لپاره د بودجې د کموالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلی دي، چې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی.
د اوچا په وینا، په افغانستان کې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د اړینو ۱.۹ مېلیارد ډالرو څخه یوازې ۹.۹ مېلیونه ډالر ورکړل شوي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.
بل خوا د سره صلیب نړۍوالې کمیټې ( ای سي ار سي ) هم په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بشري ناورین د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او په دغه هېواد کې یې له اړمنو سره د بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.
د دغې کمیټې اجرایوي مشر پیر کرهینبول افغانستان ته له سفر وروسته وویل، په افغانستان کې بشري وضعیت "کړکېچن" دی او مېلیونونه افغانان دا مهال بشري مرستو ته اړتیا لري.
د سره صلیب نړۍوالې کمیټې (د فبرورۍ په ۲۴مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي و، چې د دغه سازمان مشر په افغانستان کې د بشري وضعیت ارزونه کړې او له طالب چارواکو سره یې لیدلي دي.
د ای سي ار سي اجرایوي مشر کرهینبول په افغانستان کې د ټولنو اړتیاوو ته د رسېدو په موخه د بې پرې او خپلواک بشرپاله کړنې پر اهمیت ټینګار وکړ.
همداشان څو ورځې وړاندې نړۍوال بانک هم ویلي و، چې افغانستان د خوړو د خوندیتوب له سخت بحران سره مخ دی او لږ تر لږه ۲.۹ مېلیونه وګړي د لوږې په ژۍ ولاړ دي.
د دغه بانک په وینا، دا مهال ۱۲.۶ مېلیونه وګړي چې د افغانستان د نفوس یو پر درېیمه برخه کېږي؛ د خوراکي توکو له نه خوندیتوب سره مخ دي.
د نړۍوال په خبره، اقتصادي بې ثباتي، د اقلیم بدلون او د کرنیزو محصولاتو ګډوډېدل د افغانستان لپاره د لومړنیو اړتیاوو پوره کول ستونزمن کړي دي.
راپور کاږي، په داسې حال کې چې نړۍ غواړي تر ۲۰۳۰ کاله پورې د لوږې کچه صفر ته راټيټه کړي؛ خو په افغانستان کې بشري ناورین دغې موخې ته د رسېدو لپاره بل انځور وړاندې کوي.

په سریلانکا کې د افغانستان پخوانی سفیر او د بېځایه شویو نړۍوال سازمان مشر محمداشرف حیدري وایي، چې د افغانستان د کډوالۍ ناورین د حل لپاره باید د طالبانو د حکومت «نامشروع» واکمني پای ته ورسول شي؛ ترڅو په افغانستان کې د پراخې کډوالۍ مخه ونیول شي.
هغه زیاته کړې، نړۍواله ټولنه باید د یوې سیاسي پروسې ملاتړ وکړي؛ ترڅو په افغانستان کې مشروع حکومت رامنځته شي، د افغانانو بنسټیز حقونه تضمین او د ټیکاو لپاره لاره هواره کړي.
نوموړي ډیس پلېس انټرنشنل سره په مرکه کې د ولسمشر ټرمپ ادارې ته ځینې سپارښتنې کړې.
د دغو سپارښتنو موخه د افغان کډوالو د خوندیتوب او د بشري حقونو د خوندي کولو لپاره د سملاسي اقدام اړتیا څرګندول دي.
د هغه په وینا، د دغو سپارښتنو په عملي کولو سره به په افغانستان کې د جبري کډوالۍ په کچه کې کموالی راشي.
ښاغلی حیدری ټینګار کوي، چې متحده ایالا باید د P1-P4 کډوالو غوښتنې په بېړنۍ توګه و ارزوي. هغه وړاندې وایي، دغه پناه غوښتونکي هغه کسان دي چې په افغانستان کې د پخواني حکومت، مدني ټولنې او نړۍوالو ماموریتونو سره د پخوانیو اړیکو له امله په ګواښ کې دي.
په ورستیو کې له پاکستان څخه په زوره د افغان کډوالو شړلو او ځورولو ته په اشارې؛ ښاغلی اشرف حیدري وایي، نړۍواله ټولنه باید په پاکستان فشار راوړي؛ ترڅو د افغان کډوالو د ځورونې او په زوره شړنې د پروسې مخه ونیسي.
د هغه په خبره، ډېری کډوال چې بېرته افغانستان ته په جبري توګه ستنېږي؛ له بېړني ګواښ سره مخ کېږي.
هغه وایي، پاکستان باید د کډوالو د حقوقو د خوندي کولو په اړه ژمنه وکړي او د دوامداره حل لارې لپاره یې له نړۍوالو شریکانو سره کار وکړي، چې په درېیم هېواد کې د بیا مېشتېدو او خوندیتوب لپاره قانوني لارې رامنځته کړي.
پخواني سفیر محمد اشرف حیدری دغه سپارښتنې د افغانستان د جبري کډوالۍ بحران د حل لپاره یوه مهمه لار ګڼي.
هغه دغه راز ویلي، د دغو سپارښتنو په پلي کېدو سره متحده ایالات کولای شي چې د افغان کډوالو د ژوند د خوندیتوب لپاره یو مثبت ګام واخلي او د نړۍوالو بشري حقوقو د اصولو په رڼا کې د افغانانو لپاره یو هیله رامنځته کړي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په تورخم کې د تېرې شپې راهیسې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ پیل شوې نښته لا هم روانه ده. سرچینو تر اوسه د درېیو پاکستاني پوله ساتو سرتېرو او یو ملکي وګړي ټپي کېدل تایید کړي.
په پېښور کې د افغانستان انټرنشنل خبریال رفعت الله اورکزی وایي، جګړه تېره شپه وروسته له هغې پیل شوه چې په تورخم کې د طالبانو له لوري د دروازې د پرانېستل کېدو پر سر خبرې اترې ناکامې شوې.
د تورخم دروازه لس ورځې مخکې وروسته له هغې وتړل شوه، چې طالبانو ډیورنډ کرښې ته څېرمه د یوې پوستې پر جوړولو کار پیل کړ.
د سرچینو په خبره، د تېرې شپې راهیسې د روانو نښتو له امله په تورخم کې دواړه لوریو ته موټرچلوونکو خپلې بار وړونکې موټرې له تورخم څخه بېرته اېستلې؛ خو یو موټر چلوونکی د « زړه د حملې» له کبله د جګړې پر مهال مړ شوی دی.
په دغه روانه نښته کې طالبان او پاکستاني پوله ساتي ځواکونه سپکې او درنې وسلې کاروي.
تر اوسه طالبانو او د پاکستان حکومت د روانې جګړې په تړاو په رسمي توګه څه نه دي ویلي او نه یې هم د مرګ ژوبلې په تړاو معلومات ورکړي دي.
پر ډیورنډ کرښه تورخم هغه سیمه ده، چې وخت ناوخت پکې طالبان او پاکستاني پوله ساتي ځواکونه له یو بل سره ګوته پر ماشه کېږي.
تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او ټرانزېت یو له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال محمد یونس مهمند پاکستان ته په خپل سفر کې د یاد هېواد د سوداګرۍ له فدراسیون څخه غوښتني، چې د تورخم لارې په پرانېستل کېدو کې دې مرسته وکړي.
هغه د دغه لارې بندښت د نړۍوالې سوداګرۍ او د ګاونډیتوب د اصولو خلاف عمل بللی دی.
په تورخم کې هر ځل د دروازې د بندښت او د دواړو لوریو د جګړو له کبله د سوداګرو تر څنګ عامو وګړو ته درانه زیانونه اوړي.
د ننګرهار د سوداګرۍ خونې تازه ویلي، چې د تېرو لسو ورځو په اوږدو کې د یادې لارې د تړل کېدو له امله هره ورځ د دوی سوداګرو ته نږدې پنځه سوه زره امریکایي ډالره تاوان اوړي.

ایراني رسنیو د سپوږمکۍ پر مټ د اخیستل شویو انځورونو په خپرولو سره ویلي، چې طالبانو د هلمند له سیند څخه د ایران د اوبو لګولو د لارې په بدلولو او د ایران خاورې ته د یادو اوبو د ننوتو په مخنیوي سره له خپلو ژمنو سرغړونه کړې ده.
د رسنیو د معلوماتو له مخې، طالبانو د دغه سیند اوبه څو ورځې وړاندې د نیمروز ولایت ګودزرې دښتو ته تاوې کړې دي.
ایران په وار، وار له طالبانو غوښتي، چې د هلمند د اوبو د تړون پر کړو ژمنو دې ودرېږي؛ خو ایراني چارواکي وايي چې دغې ډلې د دغه تړون له عملي کولو ډډه کړې ده.
طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د راپورونو له مخې، د هلمند له سیند څخه د اوبو لګولو مسله په وروستیو میاشتو کې د ایران او طالبانو تر منځ تر ټولو توده مسله وه، چې د دواړه خواوو چارواکو څو ځلې په دې اړه سره خبرې اترې کړې دي.
څه موده وړاندې په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي افغانستان ته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وروستي سفر ته په اشارې سره ویلي و، د افغانستان او ایران ترمنځ د حقابې مسله د دواړو هېوادونو ترمنځ په وروستیو خبرو اترو کې حل شوې ده.
خو د سفیر بېکدلي دغو څرګندونو د طالبانو او ایراني چارواکو ترمنځ ناندرۍ راوپارولې، چې د سمون لپاره یې (د سلواغې په ۲۹مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په یوې خبري غونډه کې وویل، چې د سفیر دغه څرګندونې ناسمې دي او په وینا یې، د سفیر موخه دا وه چې «موږ به د حقابې په مسله کې هېڅ ډول جوړجاړي ته چمتو نشو».