• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زلمی خلیلزاد: خامنه‌یي باید هوښیار اوسي او ډیپلوماسي غوره کړي

۱۸ کب ۱۴۰۳ - ۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۴۹ GMT+۰

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ایران په اړه د ټرمپ له څرګندونو وروسته ویلي:« توپ اوس د ایران په میدان کې دی، خامنه‌یي باید هوښیار اوسي او ډیپلوماسي غوره کړي.»

ټرمپ تر دې وړاندې ويلي و، چې د تهران سره هوکړې ته د رسېدو لپاره د خبرې اترې غوره لار بولي.

نوموړي پر اېکس پاڼه کاږلي، د ایران په اټومي تاسیساتو برید او خبرو اترو ترمنځ د لومړۍ ټاکنې زیانونو ته په کتلو سره؛ ولسمشر ټرمپ سمه پریکړه کړې ده، «وبه ګورو چې څه کېږي.»

زلمی خلیلزاد دغه څرګندوې وروسته له هغه کوي چې، د امریکا ولسمشر ټرمپ تېره ورځ د فاکس بېزنس سره په مرکه کې ویلي و چې خامنه‌یي ته یې لیک استولی او ویلي دي چې د تهران سره د هوکړې لپاره خبرې غوره لار بولي؛ ځکه ایران باید اټومي وسلې ونلري.

د ایران ستر مشر علي خامنه‌يي ته د ډونالډ ټرمپ د لیک تر خبر مخکې بلومبرګ راپور ورکړی و، چې ټرمپ له ولسمشر پوتین سره وروستیو ټلیفوني خبرو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د روسیې د منځګړتوب غوښتنه کړې ده.

خو رویټرز د یوې امریکايي سرچینې له قوله وايي، چې مسکو د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو د منځګړتوب وړاندیز کړی و.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د امریکا د سنا او استازو جرګې د ډیموکراټانو او جمهوري غوښتونکو استازو یوې ډلې د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره ټینګار کړی و، چې متحده ایالات، اسراییل او د دوی شریکان او متحدین باید د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د ګواښ سره د مقابلې لپاره ټول وړاندیزونه په خپل مېز کېږدي.

خو د ایران اسلامي جمهوریت تل دا ادعا کړې، چې د اټومي وسلو په لټه کې نه دی او یوازې غواړي چې سوله‌ییزې علمي څېړنې ترسره کړي.

د ډونالډ ټرمپ تر لومړنۍ ادارې مخکې د بارک اوباما په واکمنۍ کې له ایران سره شپږو قدرتونو په ۲۰۱۵کال کې د اټومي وسلو په برخه کې تړون لاسلیک کړ؛ خو ښاغلي ټرمپ په واکمنېدو سره د هغه تړون مخالفت وکړ.
ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې له دې تړون په دې پلمه ووت، چې ګوندې ایران خپلو وسلو پراخولو ته دوام ورکړی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

امریکا اسراییل ضد څرګندونو له امله د کولمبیا پوهنتون ته د ۴۰۰ میلیون ډالرو مرسته لغوه کړه

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۱۰ GMT+۰

د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې وویل چې دوی د کولمبیا پوهنتون ته د ۴۰۰ میلیون ډالرو مرسته او قراردادونه له دې امله لغوه کړي چې د فسلطین پلوه او اسراییل ضد څرګندونې په کې ترسره کېدې.

دغه معلومات د جمعې ورځې په یوې ګډه اعلامیه کې، چې د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت، د پوهنې ریاست، د روغتیا او بشري خدماتو ریاست او د عمومي خدماتو ادارې له‌خوا خپره شوې په کې خپاره شوي.

دغه پوهنتون د روغتیا پاملرنې او ساینسي څېړنو لپاره له حکومت څخه میلیونونه ډالر ترلاسه کوي، مګر د ټرمپ ادارې دا نه دي ویلي چې کوم مرستې او قراردادونه اغیزمن شوي. په بیان کې ویل شوي چې دا کمښت به د ۵ میلیارد ډالرو څخه ډېرو مرستو څخه وي چې اوس مهال یې کولمبیا ته د ورکولو ژمنه شوې.

داسې اټکل کیږي چې اعلان شوي کمښت به له قانوني ننګونو سره مخ شي، د مدني حقونو ډلو ویلي چې دوی مناسبه پروسه نه لري او دا د خوندي وینا لپاره غیرقانوني سزا کیدی شي.

کولمبیا د فلسطین پلوه او اسراییل ضد زده کونکو لاریونونو مرکز و چې په تېر کال کې د کیمپسونو په اوږدو کې ترسره او پراخه شول.

د کولمبیا لاریون کوونکو، چې ځینو یې د اپریل په میاشت کې د څو ساعتونو لپاره د یوې اکاډمیکې ودانۍ کنټرول ترلاسه کړ او خیمې یې ودرولې، له پوهنتون څخه یې وغوښتل چې په هغو شرکتونو کې پانګونه ودروي چې د فلسطین په سیمو د اسراییل د پوځي اشغال ملاتړ کوي.

د اسراییل ضد لاریونونو کې دواړه د سیمیټیزم او اسلامي فوبیا او نژاد پرستۍ تورونه دي.

یو شمېر یهودي او اسراییلي محصلینو ویلي چې لاریونونه ډارونکي دي.

لیو ټیریل ، چې د عدلیې وزارت د سیمیزم ضد کاري ځواک مشري کوي ، په یوه بیان کې وویل: «د مالیه ورکونکو د دې فنډونو لغوه کول زموږ تر ټولو قوي سیګنال دی چې فدرالي حکومت به د کولمبیا په څېر داسې تعلیمي ادارې کې برخه وانخلي چې د یهودي زده کونکو او کارمندانو ساتنه نه کوي.»

کولمبیا ویلي چې دوی په خپل کیمپس کې د سیمیټیزم او نورو تعصبونو سره د مبارزې لپاره کار کړی. کولمبیا په تېر کال کې په لسګونو فلسطین پلوه زده کونکي او کارمندان ډسپلین کړي، په ډېری قضیو کې یې تعلیقونه صادر کړي، او دوه ځله یې له پولیسو غوښتي چې د فلسطین پلوه لاریون کونکي ونیسي.

ټرمپ د کاناډا له‌خوا پر لګول شوې تعرفې د ورته ځواب ګواښ وکړ

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۲۱ GMT+۰

د رویټرز راپور پر بنسټ، د متحده‌ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کاناډا له خوا د امریکا د لبنیاتو او لرګیو پر محصولاتو د لوړې تعرفې د لګېدو له امله تونده نیوکه کړې او وايي چې دولت به یې سر له اوسه پر کاناډایي محصولاتو غچ‌اخیستونکې تعرفې ولګوي.

نوموړي د جمعې پر ورځ (مارچ ۷مه) په خپل کاري دفتر کې خبریالانو ته د خبرو پرمهال ګواښ کړی چې د کاناډا له‌خوا د لګول شوې تعرفې د نه‌کمېدو په صورت کې به دغه هېواد له ورته تعرفو سره مخ شي او په وینا یې، دا کار به سر له نن پیل شي او یا هم تر دوشنبې یا سې‌شنبې پورې صبر کوي.

د امریکا ولسمشر د هند لوړو تعرفو ته په اشارې وايي، دغه ورسره هوکړه کړې چې خپلې وارداتي تعرفې به کمې کړي.

ټرمپ خبریالانو ته وویل: «ما غوښتل له امریکايي تولیدونکو سره د اپریل تر دویمې مرسته وکړم. د اپرېل له دویمې وروسته به هرڅه متقابل ځواب ولري. هغوی چې له مونږ څه غواړي، بېرته یې ترې اخلو او دا ډېره مهمه مسله ده.»

ورته مهال د سپینې ماڼۍ لوړپوړي اقتصادي سلاکار کوېن هاسټ ویلي، ۲۵ تعرفې چې په جزوي ډول ځنډول شوي، لاهم پر خپل ځای پاتې دي ترڅو کاناډا او مکسیکو متحده‌ایالاتو ته د فنټانیل د ورتګ مخه ونیسي.

د متحده‌ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې نوموړي پرون د مکسیکو او کاناډا پر ځینو وارداتي توکو لګېدلې ۲۵ سلنه تعرفه د یوې میاشتې لپاره ځنډولې ده.

له دې وړاندې د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د ټرمپ له‌خوا پر کاناډایي انرژۍ ۱۰ سلنه مالیه او پر نورو توکو ۲۵ سلنه مالیه «ستره تېروتنه» بللې وه او ویلي یې و چې کاناډا به یې ځواب ورکړي.

د یادونې ده چې له دې مخکې د امریکا د سوداګرۍ وزیر هاورډ لټنیک ویلي و، ښایي د امریکا دریځ نرم شي او کاناډا او مکسیکو ته د ۲۵ سلنه تعرفو لپاره ځینې استثناوې رامنځته کړي.

ډونالډ ټرمپ: که روسيه له اوکر این سره اوربند او سولې ته حاضره نه شي‌ پر بندیزونو غور کوم

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۴۷ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اېکس پاڼه لیکلي، پر دې کلک غور کوي، چې که روسیه له اوکراین سره اوربند او دایمي سولې ته حاضره نه شي نو ډېر بانکي او مالي بندیزونه به پرې ولګوي. ټرمپ‌ ويلي، چې روسيې په جګړه کې اوکراین ته سخت زیان اړولی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ پر اېکس پاڼه له روسیې او اوکراین غوښتي، چې ژر تر ژر د سولې خبري پیل کړي.

نوموړي دواړو هېوادونو ته په یوه خبرداري کې ویلي، «مخکې له دې چې ناوخته شي، سملاسي مذاکرات پيل کړئ.»

نوموړی زياتوي: «که روسیه ژر تر ژره اوربند او دایمي سولې ته ونه رسیږي، نو د روسیې پر ضد به ستربانکي بندیزونو او تعرفې لګولو په اړه فکر وکم.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال ویلي و، چې د اوکراین او روسیې جګړه به ختموي.

پرون د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي هم ویلي وه، چې اوکرایني مذاکره‌کوونکي به په سعودي عربستان کې له امریکایي چارواکو سره لیدنه او خبرې‌اترې وکړي.

روسیې لا تر اوسه د ډونالډ ټرمپ دې خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.

ډونالډ ټرمپ: له ایران سره خبرې غوره بولم او علي خامنه يي ته مې لیک استولی

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۲۵ GMT+۰

د امریکا ولسمشر وايي، پرون یې د ایران د حکومت مذهبي مشر ته لیک استولی دی. ډونلډ ټرمپ له فاکس بیزنس سره مرکه کې زیاتوي چې له تهران سره هوکړې ته د رسېدو لپاره خبرې غوره بولي. نوموړی وايي، «بل غوراوی دا دی چې باید ګام پورته کړو، ځکه ایران باید اټومي وسلې ونه لري.»

د ایران مذهبي مشر سید علي خامنه يي ته د ډونالډ ټرمپ د لیک تر خبر مخکې بلومبرګ رپوټ ور کړی و چې ټرمپ له ولسمشر پوتین سره وروستیو ټلیفوني خبرو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د روسیې د منځګړتوب غوښتنه کړې ده.

خو رویټرز د یوې امریکايي سرچینې له قوله وايي، چې مسکو د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو د منځګړتوب وړاندیز کړی و.

د ډونالډ ټرمپ تر لومړنۍ ولسمشرۍ مخکې د بارک اوباما په واکمنۍ کې له ایران سره شپږو قدرتونو پر ۲۰۱۵ د اټومي وسلو پر سر تړون کړ و، خو ښاغلي ټرمپ په واکمنېدو سره د هغه تړون مخالفت وکړ.

ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې له دې تړون په دې پلمه ووت، چې ایران خپلو وسلو پراخولو ته دوام ور کړی دی.

تهران هم په مقابل کې ګام په ګام د یورانیم بډایولو پروسه زیاته کړه.

خواجه اصف: عمران خان، جنرال باجوه او فیض حمید په لوی لاس طالبان په پاکستان کې دېره کړل

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۱۲ GMT+۰

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کړې، د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان او پخوانیو پوځي مشرانو د طالبانو د بېرته راوستو پرېکړه کړې وه چې د هېواد امنیتي وضعیت یې پرې خراب کړ.

خواجه اصف د پنجشنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې خبریالانو ته وویل، چې د پاکستان د پوځ پخوانی مشر جنرال قمر جاوید باجوه او د داخلي استخباراتو(ISI) پخواني مشر جنرال فیض حمید په ګډه پرېکړه کړې وه چې د «ټي‌ټي‌پي وسله‌وال» پاکستان ته راوستل شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغې پرېکړې له امله د خیبر پښتونخوا او نورو سیمو امنیتي وضعیت خراب شوی او ترهګري یو ځل بیا زیاته شوې ده.

خواجه اصف وویل: «دا یوه ګډه پرېکړه وه، دا درې واړه د طالبانو د بېرته راوستو مسوولین دي».

هغه دا هم وویل، د خېبر پښتونخوا حکومت چې د تحریک انصاف ګوند تر مشرۍ لاندې دی؛ د ترهګرۍ پر ضد د اقداماتو پر ځای یې د عمران خان سیاسي جګړو ته زیات اهمیت ورکړی دی.

د پاکستان د دفاع وزیر د سیاسي روغې جوړې غوښتنې هم رد کړې او ویې ویل، چې پر حکومت د پرلپسې بریدونو له امله د خبرو اترو امکان نشته.

هغه وویل: «څنګه کولای شو له هغو خلکو سره روغه وکړو، چې څلور ځله یې پر حکومت بریدونه کړي او اوس وایي چې تر اختر وروسته به بیا بریدونه کوي؟ یوازینۍ حل‌لاره د مقاومت سیاست دی».

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو د زیاتېدونکو فعالیتونو یو لوی لامل په افغانستان کې د امریکا پاتې شوې وسلې دي، چې له یاد هېواده د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته یې سیمه کې امنیت ته زیان رسولی دی.

خواجه اصف د پاکستان له لوري امریکا ته د داعش د یوه غړي «محمد شریف الله» د سپارلو دفاع وکړه او ټینګار یې وکړ، چې پاکستان لا هم د ترهګرۍ ضد جګړې په لومړۍ کرښه کې دی.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د یادې ډلې د متحدینو «ټي‌ټي‌پي» فعالیتونه پراخ شوي او هره ورځ په بېلابېلو سیمو کې له پاکستاني پوځیانو سره په جګړو اوښتې وي.

پاکستان ادعا کوي، چې افغان طالبانو په خپله خاوره کې «ټي‌ټي‌پي» ته پناه ځایونه ورکړي او مالي ملاتړ یې هم کوي او له افغانستان څخه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي.

که څه هم افغان طالبان له پاکستاني طالبانو سره د ملګرتیا اړیکې مني؛ خو د پاکستان دا ادعاوې یې تل رد کړې، دي چې ګوندې د افغانستان خاوره یې د دوی پر ضد کارولې ده او «ټي‌ټي‌پي» ته یې پټنځایونه ورکړي دي.