د امریکا پټو خدماتو ادارې سپینې ماڼۍ ته نږدې پر یو شکمن کس ډزې کړې

د امریکا د پټو خدماتو اداره وايي، چې له وړاندې د یوه شکمن کس په اړه معلومات ورکول شوي وو. د دغې پیښې پرمهال ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې نه و.

د امریکا د پټو خدماتو اداره وايي، چې له وړاندې د یوه شکمن کس په اړه معلومات ورکول شوي وو. د دغې پیښې پرمهال ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې نه و.
د امریکا د پټو خدماتو ادارې ویلي، په واشنګټن ډي سي کې یې پر یوه شکمن کس چې وسله هم ورسره وه، د یک شنبې په سهار سپینې ماڼۍ ته نږدې ډزې کړې دي.
دغې ادارې ویلي، چې سیمه ییزو پولیسو تېره ورځ د یوه کس په اړه معلومات ورکړي وو، چې ښايي د ځان وژنې پلان ولري.
د پټو خدماتو ادارې ویلي، یاد کس ښايي له انډیانا څخه راغلی و.
دغه اداره وايي، چې د پټو خدماتو ادارې کارکوونکي د سړي موټر ته نږدې ورغلي او یاد کس پر هغوی ډزې کړي او د ځوابي ډزو په پایله کې شکمن کس هم لګیدلی.
یاد کس نږدې روغتون ته لیږدول شوی او تر اوسه یې د وضعیت په اړه معلومات نه دي ورکول شوي.

د هند د کرناټکا ایالت د کوپال ولسوالۍ په انیګونډي سیمه کې، چې د خپلې طبیعي ښکلا او تاریخي ارزښت له امله مشهوره ده، درې ځايي ځوانانو د مارچ پر۶مه د شپې مهال پر سیلانیانو برید کړی، چې یوه اسراییلۍ اویوه هندوه سیلانیانې یې جنسي تیري ته اړ ایستې دي.
پولیسو د شنبې په ورځ وویل، چې د اډیشا ایالت د۲۶ کلن سیلاني بیباش مړی له کانال څخه ایستل شوی. دغه برید د یونسکو د تاریخي میراث سیمې «هامپي» ته نږدې د تونګابهادرا سیند بلې غاړې ته د ګنګاوتي ښار ترڅنګ شوی.
د کوپال پولیسو د شنبې په ورځ دوه تورن کسان، سای چیتن او مالیش، چې د ګنګاوتي سیمې اوسیدونکي دي، نیول شوي دي.
د پولیسو مشر ډاکټر رام ارسیدي ویلي، چې د درېیم کس د موندلو لپاره هڅې روانې دي.
پولیس وايي، د شپې شاوخوا لس نیمې بجې څلور سیلانیان؛ یو امریکایی سړی، یوه اسراییلۍ ښځه او دوه هندي نارینه له خپلې ځايي هندۍ لارښودې سره د تونګابهادرا کانال ته نږدې د ستوریو د لیدو لپاره راټول شوي وو.
ځايي لارښودې ښځې، چې د سیلانیانو د استوګنځای مسووله ده، پولیسو ته شکایت کړی، چې درې ځوانان په موټرسایکل راغلل، له سیلانیانو یې د ۱۰۰ هندي روپیو غوښتنه وکړه او کله چې هغوی ورنه کړې، برید یې پرې وکړ.
بریدګرو درې نارینه سیلانیان د کانال اوبو ته وغورځول، چې دوه یې له کانال نه په راوتلو بریالي شوي. له دې وروسته، بریدګرو پر اسراییلي ښځې او د سیمې پر لارښودې ښځې جنسي تیری وکړ او له سیلانیانو یې ۹۵۰۰ روپۍ او دوه موبایلونه هم تښتولي.
د ښځې شکایت لیک ښيي، چې کله هغوی چیغې وهلې نو بریدګر په موټرسایکل وتښتېدل.
امریکايي سیلاني توانېدلی و، چې د ناشیک ښار هندی سیلانی هم له اوبو وژغوري، خو د بیباش درک ونه لګید.
پولیس وایي، بریدګر د ۲۰ او ۲۵ کلونو ترمنځ عمر لري او په کنړا او تیلګو ژبې یې خبرې کولې.
د کرناټکا ایالت سروزیر سدارامیا په یوه پوسټ کې دا برید وحشیانه پېښه بللې، او ویلي یې دي، چې پولیسو ته یې امر کړی، څو ژر تر ژره عاملین ونیسي.
تر اوسه دوه کسان نیول شوي او پولیس د درېیم تورن د نیولو په هڅه کې دي.

په داسې حال کې چې منځګړو په غزه کې د ۴۲ ورځو اوربند د غځولو لپاره خبرو اترو ته دوام ورکړی؛ اسراییل او د حماس ډلې د اوربند د خبرو بل پړاو ته چمتووالی اعلان کړی دی.
حماس څو ورځې وړاندې په قاهره کې د مصر له امنېتي چارواکو سره د خپلو استازو خبرو ته په اشارې په غزه کې د اوربند د دویم پړاو او د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو لپاره د خبرو د سملاسي پیل غوښتنه وکړه.
د حماس ویاند عبداللطیف القانو ویلي:« موږ د خبرو اترو په دویم پړاو کې د ګډون لپاره خپل چمتووالی په داسې حال کې منو، چې زموږ د خلکو غوښتنې پوره شي او موږ غواړو د غزې د تړانګې د مرستو او د خپلو ځورېدلو خلکو د کلابندۍ د ختمولو لپاره هڅې ګړندۍ کړو.»
بل خوا د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر هم اعلان کړی، چې هېواد یې د امریکا په ملاتړ د منځګړو بلنه منلې او د دوشنبې په ورځ به د خبرو اترو پرمخ وړلو لپاره شل کسیز پلاوی دوحې ته واستوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د حماس ډلې یو پلاوی له مصري منځګړو سره په خبرو بوخت دی.
د قطر ترڅنګ مصر هم د دغه خبرو اترو په برخه کې مرسته کړې ده.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي مخکې ویلي و، چې قاهرې د اسراییل او غزې تر منځ د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د غزې د حکومتولۍ لپاره د خپلواکو، مسلکي فلسطیني تخنیکرانو د یوې اداري کمېټې د جوړولو په برخه کې له فلسطینیانو سره په همکارۍ کار کړی دی.
مذاکره کوونکي اړخونه په پام کې لري، چې د غزې د اوربند د هوکړې بل پړاو ته ننوځي چې د غزې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.
په غزه کې د اوربند تړون د جنورۍ میاشتې په ۱۹مه جګړه ودروله او په دویم پړاو کې باید په غزه کې پاتې ۵۹ یرغمل شوي بندیان خوشې شي او د جګړې د پای ته رسولو پر وروستي پلان خبرې وشي.
د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، د اسراییل په بریدونو کې تر دې دمه له ۴۸ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
دغه بریدونه وروسته له هغه پیل شول، چې د حماس په مشرۍ وسلهوالو د ۲۰۲۳کال د اکتوبر په ۷مه نېټه په سویلي اسراییل برید وکړ چې د اسراییل د شمېرو له مخې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او۲۵۱ یې یرغمل کړل.

د امریکا د بهرنیو چار وزارت خپلو وګړو ته د سفري لارښوونو په ترڅ کې خبرداری ورکړی، چې په پاکستان کې د زیاتېدونکې ترهګرۍ او نا امنۍ له امله دې دغه هېواد ته له سفر کولو ډډه وکړي.
په دغه خبرداري کې ویل شوي، چې امریکایان باید بلوچستان او خېبر پښتونخوا ته په ځانګړي ډول قبایلي سیمو ته له سفرونو بېخي ډډه وکړي؛ ځکه هلته وسلهوال بریدونه او نا امنۍ ډېرې شوې دي.
دغه راز امریکايي وګړو ته ویل شوي، چې د هند او پاکستان پولې ته نږدې سیمو ته هم ولاړ نه شي؛ ځکه هلته هم د جګړې او ترهګرۍ ګواښونه شته.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي: «ترهګر لا هم په پاکستان کې د بریدونو پلانونه لري. په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې وخت ناوخت لوی بریدونه کېږي او کوچني بریدونه هم ډېر عام دي.»
دغه وزات زیاته کړې: «ترهګر پاکستان کې اکثره ملکي خلک، پولیس او امنیتي ځواکونه په نښه کوي. هغوی پرته له خبرتیا پر بازارونو، هوایي ډګرونو، ښوونځیو، روغتونونو، جوماتونو او دولتي دفترونو بریدونه کوي. ان امریکايي ډېپلوماټان هم له دغو بریدونو سره مخ شوي دي».
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي، چې د پاکستان امنیتي وضعیت بې ثباته دی او هر وخت بدلېدای شي؛ خو په لویو ښارونو لکه اسلام اباد کې امنیتي ځواکونه شته، چې بېړنیو حالاتو ته ځواب ورکولی شي.
امریکایانو ته همدا راز لارښوونه شوې، چې د هند او پاکستان پولې ته نږدې سیمو ته ولاړ نه شي؛ ځکه چې وسلهوالې ډلې هلته هم فعالې دي او د دواړو هېوادونو د کرښې د کنټرول(LoC) پر سر یې ډېر شمېر پوځیان ځای پر ځای کړي دي.
امریکا خپلو وګړو ته ویلي، چې یوازینۍ رسمي سرحدي لاره د واګه پوله ده چې پاکستان د پنجاب ایالت له لارې له هندوستان سره نښلوي.
همدا راز د بلوچستان په اړه د امریکا خبرداری وايي: «بلوچستان ته مه ځئ. هلته وسلهوالې ډلې بریدونه کوي او ملکي خلک، مذهبي لږکي، دولتي دفترونه او پاکستاني ځواکونه په نښه کوي.»
همداراز د امریکا وګړو لپاره په دې امنیتي خبرداري کې ویل شوي، چې وسلهوالې ډلې په پاکستان کې د پولیو واکسین ټیمونه، پولیس او پوځیان هم په نښه کوي او د انسان تښتونې پېښې هم ډېرې کېږي.

پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري خبر ورکړی، چې د خېبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ په چنارک سیمه کې وسلهوالو پر پاکستاني ځواکونو برید کړی چې درې عسکر یې وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
په راپور کې راغلي، چې وسلهوالو بریدګرو د یکشنبې سهار د (کب ۱۹مه) پر پاکستاني ځواکونو مخامخ بریدونه وکړل.
دغه بریدونه د کورمې ولسوالۍ د علیزۍ او پاړه چنار سیمې ترمنځ په چنارک سیمه کې شوي دي. که څه هم لا تر اوسه پورې کومې وسلهوالې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی؛ خو په دې وروستیو کې «ټيټيپي» په یاد ایالت کې خپل بریدونه ډېر کړي دي.
هممهاله په کورمه کې د سنیانو او شعیه مذهبو ترمنځ هم د ځمکو او غرونو د وېش پر سر له تېرو څلور میاشتو راهیسې وخت ناوخت شخړې کېږي.
دغه کړکېچ هم په سیمه کې د نا امنیو د پراخېدو یو لوی لامل بلل کېږي.
د شمالي او سویلي وزیرستان په ګډون د خېبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو څخه هره ورځ د «ټيټيپي» وسلهوالو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو خبرونه ترلاسه کېږي او دواړه لوري یو بل ته د مرګ ژوبلو د اوښتو ادعاوې کوي.
له دې سره هممهاله د پاکستان پوځ تازه ادعا کړې، چې د خېبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې یې د «ټيټيپي» درې وسلهوال په یو لړ استخباراتي عملیاتو کې وژلي دي.
«ټيټيپي» د مارچ په ۷مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی د وسلهالو بریدونه موخه یوازې پاکستاني امنیتي ادارې او د دوی لاسپوڅي دي.
خبرپانه کې زیاته شوې، چې د پاکستان دننه سیاسي او مذهبي ګوندونه د دوی په وسلهوالو هدفونو کې نه راځي.
وروسته له هغې چې طالبانو په افغانستان واګی ترلاسه کړ او ورسره هممهاله پاکستاني طالبانو هم سترګې وکړې او د خېبر پښتونخوا په ګډون یې په بلوچستان کې خپل وسلهوال فعالیتونه چټک کړل.
د خېبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور ویلي، چې غواړي په خپل ایالت کې د نا امنیو د مخنیوي او کمېدو لپاره له افغان طالبانو سره مذاکرات وکړي؛ خو د پاکستان مرکزي حکومت ورسره همکاري نه کوي.
د خېبر پښتونخوا ځیني سیاستوال د پاکستان مرکزي حکومت تورنوي، چې په دغه ایالت کې یې نا امنیو ته په لوی لاس زمینه برابره کړې او د پوځ د ناکاره تګلارو له کبله پښتونخوا د ترهګرۍ په اور کې سوځي.
د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر اېمل ولي خان هم تازه خبرداری ورکړی، چې د پاکستان له لوري امریکا ته د داعش ترهګرې ډلې د یوه غړي «محمد شریف الله» سپارل کېدل به یو ځل بیا پښتونخوا د ترهګرۍ قرباني کړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي د شنبې په ورځ له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې پر روسیې نور سخت بندیزونه ولګوي. دغه غوښتنه وروسته له هغې وشوه، چې د روسیې د هوایي بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۱۴ اوکراینیان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
د اوکراین د بېړنیو خدمتونو ادارې ویلي، د جمعې ناوخته د روسیې یو برید د اوکراین د ختیځ دونتسک ولایت په دوبروپیلیا ښار کې شوی چې ۱۱ کسان پکې وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
همداراز د ختیځ خارکیف ولایت د پوځي ادارې مشر اولېګ سینه ګوبوف ویلي، چې د شنبې سهار د روسیې یو ډرون برید د بوګودوخیو ښار کې ۳کسان وژلي او ۷ تنه یې ټپیان کړي دي.
راپورونه کاږي، چې روسیې پر بوګودوخیو ښار ۲ توغندي او ۱۴۵ ډرون الوتکې وېشتلې دي.
دغه بریدونه وروسته له هغې شوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ وکړ چې پر روسیه به نور بندیزونه او تعرفې ولګوي؛ خو په ورته وخت کې یې ویلي، چې له مسکو سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې کول د اوکراین پرتله «اسانه» دي.
ولسمشر زېلنسکي د خپل ټیلیګرام کانال له لارې ویلي: «دغه ډول بریدونه څرګندوي، چې د روسیې موخې نه دي بدلې شوې؛ نو ځکه دا مهمه ده چې د خلکو د ژغورنې لپاره خپل هوایي دفاعي سېسټم پیاوړی کړو او پر روسیې نور بندیزونه هم ولګول شي».
بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې وزیر مارکو روبیو د جمعې په ورځ له خپل اوکرایني سیال اندري سیبیها سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
روبیو دغو ټلېفوني خبرو کې ویلي، ولسمشر ټرمپ هوډ لري چې د روسیې او اوکراین جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي.
