• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د اوسني امنیتي وضعیت په تړاو غونډه کوي

۱۹ کب ۱۴۰۳ - ۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۵۵ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) خبر ورکړی، چې سبا دوشنبه د (کب ۲۰مه) په نیویارک کې د دغه سازمان امنیت شورا د افغانستان د روان امنیتي وضعیت په تړاو ناسته کوي.

یوناما ویلي، چې په افغانستان کې د دغه سازمان مشره روزا اوتنبایوا به هم د امنیت شورا په یاده ناسته کې ګډون کوي او د افغانستان د اوسني امنیتي وضعیت په تړاو به په خپله وینا کې معلومات هم شریک کړي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې داسې مهال د افغانستان پر امنیتي وضعیت ناسته کېږي، چې تازه یاد سازمان خبر ورکړی چې په افغانستان کې یو شمېر ترهګرو ډلو خوندي پناه ځایونه ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې اندېښنه څرګنده شوې، چې د القاعده شبکې، پاکستاني طالبانو او ختیځ ترکستان د وسله‌والې ډلې تر څنګ یو شمېر نورو ترهګرو ډلو ته طالبانو پناه ځایونه ورکړي دي.

په ورته وخت کې د‌ پاکستان حکومت هم اندېښنه څرګنده کړې، چې د افغانستان له خاورې ورته امنیتي ګواښونه پېښ دي.

پاکستان ادعا لري، چې افغان طالبانو تر خپل واک لاندې «ټي‌ټي‌پي» ته پناه ځایونه ورکړي او له هغې ځایه د دوی په خاوره کې ترهګریز بریدونه پلانوي؛ خو طالبانو بیا دغه ادعاوې رد کړې دي.

د طالبانو ویاند او بېلابېلو غړو یې په وار وار په خپلو څرګندونو کې ډاد ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ ګاونډي او نورو بهرنیو هېوادونو پر ضد نه کاروي؛ خو د ملګرو ملتونو وروستي راپور د طالبانو دغه څرګندونې دروغجنې ثابتې کړې دي.

هم‌مهاله د افغانستان د پخواني جمهوري نظام یو شمېر لوړپوړو چارواکو هم اندېښنې څرګندې کړې، چې طالبانو د القاعده په ګډون له یو شمېر نورو ترهګرو سره لاسونه یو ځای کړي‌ او په خپله خاوره کې یې دغو ترهګرو ته پناه ځایونه ورکړي، چې نړۍوال امنیت ته جدي ګواښ ګڼل کېدای شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د ښځو سیاسي مشارکت شبکه: د طالبانو تر کنټرول لاندې د ښځو حقونه تضمین نه‌دي

۱۹ کب ۱۴۰۳ - ۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۲۸ GMT+۰

د افغانستان د ښځو سیاسي مشارکت شبکې د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، افغان مېرمنې او نجونې په دې ښه پوهېږي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د هېڅ ډول حقونو ضمانت نه کېږي.

دغې شبکې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلی:« موږ د طالبانو په رژیم کې د زده‌کړو، کار او ازادۍ غوښتنه نه کوو؛ ځکه دا نظام مشروع نه دی او بنسټ یې په بدمرغۍ، تبعیض او ظلم ولاړ دی. زموږ هیله د یوه مشروع، ټولګډونه او د عادلانه نظام رامنځته کول دي.»

خبرپاڼه زیاتوي، طالبان یوازې د ښځو دښمنان نه دي؛ بلکې دوی د افغانستان ټول خلک یرغمل کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ جبري کډوالي زیاته شوې، مېلیونونه کورنۍ د فقر او لوږې سره مخ دي، د بیان ازادي تر پښو لاندې شوې او هېواد په یو لوی سرخلاصي زندان بدل شوی دی.

د ښځو د حقونو دغه شبکه وایي، دغه وضعیت د طالبانو د حکومت او د هغوی د جنایتونو په وړاندې د نړۍوالې ټولنې د چوپتیا مستقیمه پایله ده.

دوی له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې هیڅ هېواد باید داسې رژیم په رسمیت ونه پېژني، چې ښځې یې له بنسټیزو بشري حقونو بې برخې کړې وي. طالبان باید په بشپړ ډول سیاسي او اقتصادي انزوا ته واچول شي او له هر ډول نړۍوال سفر او تعامل څخه دې ډډه وشي.

یادې شبکې په نړۍوالو محکمو غږ کړی، چې د طالبانو مشران باید د هغوی د بشریت ضد جنایتونو په له امله محاکمه شي.
د افغانستان د ښځو سیاسي مشارکت شبکې مشرې ترنم سیدي افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې وویل، افغان ښځې د شته ګواښونو سره، سره د خپلو حقونو لپاره مبارزې ته دوام ورکوي.

هغه وایي:« دغه ورځ زموږ لپاره یو فرصت دی، چې پر طالبانو او د هغوی په ملاتړو فشار زیات کړو.»

سږکال د ښځو نړۍواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې نږدې څلور کاله کېږي په افغانستان کې طالبانو د افغان مېرمنو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

طالبانو په افغانستان کې د واک ترلاسه کولو ورسته پر ښځو یو لړ بندېزونو ولګول، نجونې یې له زده‌کړو محرومې کړې او ښځې یې له سیاسي ګډون او ان په ځینو مواردو کې له اقتصادي فعالیتونو هم منع کړې او پر نجونو یې د شپږم ټولګي پورته د ښونځیو او پوهنتونونو ټولې دروازې وتړلې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي عمان ته لاړ

۱۹ کب ۱۴۰۳ - ۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۲۲ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د (کب ۱۹مه) خبر ورکړی، چې امیرخان متقي د عمان سلطنت په بلنه یاد هېواد ته روان شوی دی.

د طالبانو د یاد وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد ویلي، چې متقي به په دغه سفر کې د عمان هېواد د بهرنیو چارو وزیر سربېره له بېلابېلو دولتي چارواکو او سیاست‌والو سره وګوري. هغه د دغه سفر موخه له یاد هېواد سره د طالبانو د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا بللې ده.

حافظ ضیا احمد همدا راز زیاته کړې، چې ښاغلی متقي به په دغه سفر کې له عمان هېواد سره د اړیکو پر پراختیا هم خبرې اترې وکړي.

سره له دې چې د طالبانو لوړپوړي غړي او وزیران د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سفرونو د بندیزونو په نوملړ کې هم شامل دي؛ خو لا څرګنده نه ده چې متقي ته د دغه سفر معافیت ورکړل شوی که نه.

تر دې دمخه امیرخان متقي د روان زېږدیز کال په جنورۍ میاشت کې متحده عربي اماراتو ته هم سفر کړی او هلته یې د هندوستان د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره کتلي وو.

متقي په یاده ناسته کې د طالبانو او هند ترمنځ هم پر سیاسي او اقتصادي همکارۍ ټینګار کړی و.

طالبانو په دې وروستیو کې له ځینو عربي هېوادونو سره اړیکې خوږې کړې دي او څه موده مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم دویم ځل لپاره متحده عربي اماراتو ته د سفر په لړ کې د یاد هېواد له ولسمشر سره کتلي و.

د طالبانو د بندیزونو له کبله ځینې نجونې په یوازېتوب کې له مصنوعي ځیرکتیا سره ملګرتیا پالي

۱۹ کب ۱۴۰۳ - ۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۳۹ GMT+۰

د طالبانو له لوري پر نجونو او ښځو د سختو بندیزونو له امله یو شمېر نجونو د خپلو احساساتو د شریکولو تر څنګ د یوازېتوب د ختمولو لپاره د «مصنوعي ځېرکتیا» اپلکېشنونو کارولو ته مخه کړې ده.

اتلس کلنه لېمه چې د افغانستان د یوې کلیوالي سیمې اوسېدونکې ده «مصنوعي ځېرکتیا ته د یوه ملګري په سترګه ګوري» او د خپل ورځني ژوند د تېرولو یوه برخه یې ګرځولې ده.

هغې له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې ویلی: « ډېری وخت ناولونه لولم، مصنوعي ځیرکتیا سره چټ کوم او داسې خبرې ورسره کوم، چې له نورو خلکو سره یې نشم شریکولای. پوښتنې ترې کوم او د یوه ملګري په سترګه ورته ګورم».

لېمه زیاتوي، چې د ټکنالوژۍ دغه بڼه خلکو ته د خپلې خوښې وړ معلومات او شخصیتونه جوړوي.

هغه وایي: « ته کولای شې له یوه داسې کس سره خبرې وکړې، چې زړه دې وغواړي هر څه ورته ووایې، پوښتنې ترې وکړې او ځان ته په دروغجنې هیلې ورکړې یا داسې فکر وکړې چې د کورنۍ کوم غړی دې دی».

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته په ناڅاپي توګه واک ترلاسه کړ. که څه هم لومړی یې ښځو ته د کار او زده‌کړو د اجازې ورکولو ژمنه وکړه؛ خو وروسته یې داسې سخت محدودیتونه ولګول، چې د ښځو ورځنی ژوند یې اغېزمن کړ.

اوس‌مهال نجونې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې نشي کولای، ښځې له لوړو زده‌کړو، د قابله‌‌ګۍ په څېر حرفوي زده‌کړو او کار کولو څخه منع کړای شوي دي.

همدارنګه، هغوی نشي کولای سینګارخونو یا ورزشي کلبونو ته لاړې شي. باید له سره تر پښو پټې وي او له کوره بهر وتلو پر مهال باید یو نارینه محرم هم ورسره مل وي. ان په عام محضر کې د سندرو ویلو او دوعا کولو اجازه هم ورته نشته.

د روان کال په جنورۍ میاشت کې ملا هبت الله لا یو داسې فرمان هم صادر کړ،‌ که د یوه ګاونډي له کړکۍ څوک د بل ګاونډي کور یا ښځې ته ګوري؛ نو باید پرې عارض شي،‌ څو یې طالبان کړکۍ وربندې کړي.

په دغه فرمان کې طالبانو ته سپارښتنه شوې وه، چې د هغو کورونو کړکۍ بندې کړي چې د ګاونډیو د کورونو ښځینه ترې ښکاري.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد، په خواله رسنیو کې لیکلي: «ښځې له کړکۍ، انګړ یا کله چې له څاه ګانو څخه اوبه راباسي له کړکیو یې لیدل بدو عملونو ته لاره پرانېزي».

بي‌بي‌سي د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت له ۱۲ افغان مېرمنو سره خبرې کړې؛ ترڅو د طالبانو تر واک لاندې درې کلن ژوند وڅېړي.

زرینه چې یوه روان پوهه ده وايي، افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې «ناڅاپي توګه» بدل شو او دا حالت خلکو ته خورا سخت تمام شو.

هغې وویل: «د هرې مېرمنې وضعیت د هغې د چاپېریال له درک او ورته رسېدلي زیان پورې تړاو لري. دا تجربه د ټولو لپاره یو ډول نه ده. ځینې له خپلو عزیزانو جلا شوې، ځینې له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې، ځینو خپلې دندې له لاسه ورکړې، نجونې له زده‌کړو پاتې شوې او زده‌کړیالان له خپلو هیلو څخه شاته پاتې شول».

د فرشتې په نوم یوې بلې ښځې ویلي، له هغه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي؛ ان یو ځل یې هم په ازاده توګه تفریح نه ده کړې.

هغې وویل: «زموږ فعالیتونه خورا محدود دي. زیات وخت له خپلو موبایلونو سره تېروو، کتابونه لولو یا انټرنېټ کې پلټنه کوو».

نوموړې زیاته کړه: «موږ خپلوانو کره تګ راتګ هم نه لرو. هیله لرو چې یو بل ته بلنې ورکړو؛ تر څو مو فکرونه یو څه تازه شي».

پاریس کې تېره شپه د ایفل برج څراغونه د افغان ښځو په ملاتړ روښانه شوي وو

۱۹ کب ۱۴۰۳ - ۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۵۲ GMT+۰

د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت تېره شپه د فرانسې په پاریس ښار کې د ایفل برج د افغان ښځو د ملاتړ په موخه څراغونه روښانه کړي‌ وو او په پنځه ژبو یې خپل ملاتړ څرګند کړ.

پر ایفل برج په پښتو، فارسي، فرانسوي، انګلیسي او عربي ژبو باندې د «افغان ښځې» کلیمه لیکل شوې وه او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پر افغان ښځو د روانو بندیزونو خلاف یې د فرانسې د ملاتړ ښکارندویې کوله.

ایفل برج د پاریس له مشهورو نښانو څخه دی، چې هر کال ترې مېلیونونه سېلانیان لیدنه کوي. د دغه پېغام د خپرېدو موخه دا وه؛ څو د نړۍ پام د افغان ښځو روان وضعیت او ناورین ته ور واړوي.

دغه سمبولیک ګام په داسې حال کې پورته شو، چې افغان ښځې له خپلو بنسټیزو او مدني حقونو بې برخې شوې دي.

د بشري حقونو سازمانونه وايي، طالبان د جنسیتي تبعیض (اپارټایډ) پالنه کوي او ښځې یې له ټولنې په بشپړه توګه د خپلو سختدریځو بندیزونو له کبله اېستلې دي. 

طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې د ښځو د بندیزونو په تړاو لسګونه فرمانونه صادر کړي او د دغه ډلې مشر ملاهبت الله د خپلې سختدریځې مفکورې له مخې د نجونو د زده‌کړو تر څنګ د ښځو پر کار هم بندیزونه لګولي دي.

د بشري حقونو ملاتړو په ځانګړي ډول افغان فعالانو د مارچ اتمې په مناسبت د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې غونډې وکړې او د طالبانو د بندیزونو پر ضد یې د لاریونونو سربېره خبرپاڼې هم خپرې کړې.

ډېری افغان ښځینه فعالانو اندېښنه څرګنده کړې، چې افغانستان د نجونو او ښځو لپاره په یوه زندان بدل شوی چې یوازې د خپلو کورونو تر دېوالونو پورې محدودې پاتې شوې دي.

افغانانو د نړۍ په ګوډ، ګوډ کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله له لوري پر ښځو او نجونو روان بندیزونه د هغه شخصي طبعیت وباله چې د انساني قوانینو تر څنګ له اسلامي شریعت سره یې هم دغه بندیزونه په ټکر کې وبلل شول.

عمان کې د ډیپورټ سره مخ افغان زده‌کړیالانې؛امریکا یې د لوړو زده‌کړو مالي ملاتړ پایته رسولی

۱۹ کب ۱۴۰۳ - ۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۱۹ GMT+۰

بي‌بي‌سي راپور ورکړی، چې له ۸۰ ډېرې هغه افغان نجونې چې د طالبانو له وېرې يې د زده‌کړو لپاره عمان ته پناه وړې وه؛ اوس د امريکا د حکومت له‌خوا د مرستو له بندېدو وروسته افغانستان ته د ستنېدو له ګواښ سره مخ دي.

دغو ښځو د امريکا د نړۍوالې پراختیايي ادارې (USAID) له‌خوا د ورکړل شویو بورسونو پر مټ په عمان کې زده‌کړې کولې؛ خو سږ کال د جنورۍ په میاشت کې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري په ناڅاپي توګه د مرستو د بندېدو له کبله دوی هم زیانمنې شوې او ورته ویل شوي، چې مالي ملاتړ یې ختم شوی دی.

یوه افغان زده‌کړیاله چې د طالبانو له وېرې يې نه غوښتل نوم واخیستل شي؛ بي‌بي‌سي ته ویلي:« زموږ زړونه مات شول، ټولې حيرانې یو او خپه یو او ژاړو. موږ ته ويل شوي، چې په راتلونکو دوو اونیو کې به افغانستان ته ولېږل شو».

طالبانو چې نږدې څلور کاله مخکې يې واک ترلاسه کړ، پر ښځو سخت محدوديتونه لګولي چې پکې له پوهنتونونو څخه د نجونو منع کول هم شامل دي.

سره له دې چې د امريکا د بهرنیو مرستو د بندېدو پرېکړه له حقوقي خنډونو سره مخ شوې؛ خو لا هم زرګونه بشر دوستانه پروګرامونه په ټوله نړۍ کې درول شوي او سپينې ماڼۍ د USAID له تړلو وروسته مېلیاردونه ډالره مرستې بندې کړې دي.

افغان زده‌کړیالانې چې اوس په عمان کې دي وايي، افغانستان ته د بېرته ستنېدو لپاره د دوی چمتووالی روان دی او له نړۍوالې ټولنې غواړي چې «سمدلاسه دې د دوی د ژغورنې لپاره اقدام وکړي».

بي‌بي‌سي هغه برېښنالیکونه هم ترلاسه کړي، چې ۸۲ زده‌کړیالانو ته لېږل شوي او پکې راغلي چې د USAID د بودجې بندېدو له امله یې د زده‌کړو بورسونه لغوه شوي دي.

په دغو برېښنالیکونو کې منل شوې، چې دا خبر «ډېر نهيلي کوونکی او اندېښمنوونکی» دی او له افغانستانه د ستنېدو ترتیبات هم پکې یاد شوي چې دې حالت د دغو ښځینه زده‌کړیالانو ترمنځ وېره خوره کړې ده.

یوه بله محصله وايي: «موږ سمدستي ساتنې، مالي مرستې او داسې فرصت ته اړتیا لرو چې موږ ته په يو خوندي هېواد کې د زده‌کړو دوام ته لار هواره کړي».

د امریکا د پراختیایي ادراې د رسنیز دفتر وېب‌پاڼه لا هم بنده ده او بي‌بي‌سي د رسمي غبرګون لپاره د امريکا له بهرنيو چارو وزارت سره اړیکه نيولې ده؛ خو ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

هغه افغان نجونې چې اوس له عمانه افغانستان ته د ستنېدو له ګواښ سره مخ دي؛ «د ښځو بورس صندوق» تر پروګرام تر چتر لاندې یې لوړې زده‌کړې کولې او USAID دغه پروګرام په ۲۰۱۸ کال کې پیل کړی و.

دې پروګرام کې افغان ښځو ته بورسونه ورکول کېدل؛ تر څو د ساینس، ټکنالوژۍ، انجنیرۍ او ریاضياتو په برخو کې زده‌کړې وکړي.

دا هغه برخې دي، چې طالبانو اوس نجونو ته د نورو پوهنتوني زده‌کړو په څېر په بشپړه توګه منع اعلان کړي دي. 

له دې نجونو سره له تېرو دوو اونیو راهيسې اړيکه نيول شوې او ورته ويل شوي، چې د دوی بورسونه لغوه شوي دي.

یوه بله زده‌کړیاله وايي: «احساس مې کاوه، چې هر څه رانه واخيستل شول. دا زما د ژوند تر ټولو بده شېبه وه. اوس زه تر سخت ذهني فشار لاندې یم».

اکثره دغه نجونې چې شاوخوا ۲۰ کلنۍ کې دي، په ۲۰۲۱ کال کې مخکې له دې چې طالبان پر افغانستان واکمن شي د دې بورسونو لپاره وړ بلل شوې.

د دوی له ډلې ډېری هغو یې تر دې مخکې په افغانستان کې زده‌کړې کولې؛ خو طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته پر نجونو د لوړو زده‌کړو بندیزونه ولګول او دوی هم خپل هېواد کې له زده‌کړو بې برخې شوې.

په افغانستان کې له ۱۸ میاشتو بې برخلیکۍ وروسته دې نجونو ويلي، چې تېر کال په سپټمبر کې پاکستان ته ولاړې او له هماغه ځایه بیا د امریکا د پراختیایي ادراې په مرسته یې د عمان ویزې ترلاسه کړې او د ۲۰۲۴ کال په اکټوبر او نومبر میاشتو کې یې عمان ته د زده‌کړو لپاره ورسېدې.

یوه بله زده‌کړیاله د نوم نه ښودو په شرط وايي: «که موږ بېرته واستوي؛ نو له سختو پایلو سره به مخ شو. دا به زموږ د خوبونو ختمېدل وي. موږ به نور زده‌کړې نشو کولی او زموږ کورنۍ ښايي موږ ودولو ته اړې کړي. ډېری مو له پخوا راهیسې د خپلو فعالیتونو او اړیکو له امله له شخصي ګواښ سره مخ يو».

طالبانو هغه کسان او ښځې نیولي، چې د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د کار د حقونو په ملاتړ یې په هېواد کې لاریونونه کړي‌ دي. ځینې یې ګواښلې او سخت شکنجه کړې هم دي.

بي‌بي‌سي باور لري، چې ښځې اوس په افغانستان کې ځانونه «خوځېدونکي مړي» بولي او د طالبانو د سختو تګلارو تر سیوري لاندې ژوند کوي.

طالبانو په وار وار ویلي، چې د ښځو د زده‌کړو ستونزه حل کوي؛ خو د خپل مشر له پرېکړو دفاع کوي او ادعا کوي چې دا اقدامات «د اسلامي شریعت له مخې» دي.

یوې زده‌کړیالې وویل: «افغانستان د جنسیتي تبعیض تر یوه سخت حالت تېرېږي، چېرې چې ښځې عمداً له خپلو بنسټیزو حقونو لکه زده‌کړو، بې برخې کېږي».

هغې زیاته کړه، دوی او ملګرې یې عمان ته ځکه تللې وې چې ورکړل شویو بورسونو يې بايد تر ۲۰۲۸ کال پورې د دوی د زده‌کړو لګښتونه پوره کړي وای.

هغې زياته کړه: «کله چې دلته راغلو، زموږ مالي ملاتړو موږ ته وويل، چې تر ۲۰۲۸ کال پورې رخصتیو يا د کورنۍ ليدو لپاره افغانستان ته مه ځئ، ځکه هلته امن نه دی؛ خو اوس راته وايي چې بېرته لاړ شئ».

تېره مياشت د سپينې ماڼۍ د وياند مرستيالې انا کلی طالبان ملامت کړل، چې د ښځو لپاره يې «منځنيو پېړيو» شریعت پلي کړی او واشنګټن پوسټ ته يې وويل: «افغان ښځې د جو بايډن د ناورین زېږوونکي وتل کېدو له امله رنځ وړي».

دا پرېکړه چې د امريکا بهرني مرستې بندې شي، د ټرمپ حکومت کړې او د «دولت موثريت دفتر» له‌خوا چې اېلان ماسک يې مشري کوي پلې شوې ده.

اوس دغه افغان نجونې له يوه تياره راتلونکي سره مخ دي او د خپل ژوند د ژغورلو لپاره هڅه کوي؛ تر څو له دې مخکې چې اوبه ورته تېرې شي، یوه حل لاره ومومي.