تهران: د ایران، روسیې او چین سمندري ځواکونه به په چابهار کې ګډ پوځي تمرینات پیل کړي

د ایران تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی، چې روانه اونۍ به د ایران، روسیې او چین هېوادونو سمندري ځواکونه خپل پوځي تمرینات ترسره کړي؛ ترڅو خپلمنځي همکاریو ته وده ورکړي.

د ایران تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی، چې روانه اونۍ به د ایران، روسیې او چین هېوادونو سمندري ځواکونه خپل پوځي تمرینات ترسره کړي؛ ترڅو خپلمنځي همکاریو ته وده ورکړي.
تسنیم خبري اژانس که څه هم د دغو تمریناتو نېټه نه ده په ډاګه کړې؛ خو ویلي یې دي چې کېدای شي دغه پوځي تمرینات د راتلونکې سې شنبې په ورځ د ایران په سوېل ختیځ په چابهار بندر کې پیل شي.
د دغه اژانس په وینا، تمه کېږي چې په دغه پوځي تمریناتو کې د چین او روسیې د سمندري ځواکونو جنګي بېړۍ او همدارنګه د ایران د سمندري ځواکونو او د سپاه پاسداران انقلاب جنګي بېړۍ ګډون وکړي.
اژانس زیاتوي، د دغه تمریناتو موخه په سیمه کې د امنیت ټینګښت او د ګډون کوونکو هېوادونو ترمنځ د څو اړخیزو همکاریو پراخول دي.
بل خوا د چین دفاع وزارت ویلي، چې له تمریناتو وروسته به یو ویجاړونکې او اکمالاتي بېړۍ هم ځای پر ځای کړي.
د ایران پوځ تر دې وړاندې هم د فبرورۍ په میاشت کې په ورته سیمه کې پوځي تمرینات ترسره کړي وو، چې موخه یې د هر ډول ګواښ په وړاندې دفاعي وړتیا پیاوړي کول وو.

په حماس د اسراییل د فشارونو په دوام د اسراییل د انرژۍ وزیر ایلی کوهن د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې هېواد به یې غزې ته د برېښنا رسولو مخه ونیسي. دا پرېکړه یوه اونۍ وروسته له هغه کېږي، چې اسراییل په جګړه ځپلې سیمه کې له دوه میلیون څخه زیاتو خلکو ته ټولې مرستې بندې کړې.
د اسراییل د انرژۍ وزیر په یوه نوي لیک کې د دغه هېواد د برېښنا له شرکته غوښتي، چې غزې ته د برېښنا د پلور مخه ونیسي.
اسراییل تر دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې د غزې خلکو ته د ټولو مالونو د لاسرسي له بندولو وروسته ښايي اوبه او برېښنا هم پرې شي.
دا عمل د غزې په خلکو باندې ژوره اغېزه لري، چې د څښاک اوبو رسولو او برېښنا ته اړتیا لري.
دا اقدام په داسې حال کې کېږي، چې اسراییل هڅه کوي څو په حماس فشار راوړي چې دغه ډله مجبوره کړي، د اوربند د لومړي پړاو تمدید ومني.
دا په داسې حال کې ده، چې دا پړاو تېره اوونۍ پای ته ورسېد.
اسراییل غواړي، چې د حماس څخه د پاتې نیمایي یرغمل خوشې کړي او په بدل کې د دایمي اوربند د رامنځته کولو لپاره خبرو اترو ته داخل شي.
له بلې خوا حماس د اوربند د دویم پړاو په اړه د خبرو اترو د پیل غوښتنه کړې، چې په کې د ټولو پاتې یرغمل شویو خوشې کول، له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو وتل او د دایمي سولې لاس ته راوړل شامل دي.
اټکل کېږي، چې حماس ۲۴یرغمل شوي او د ۳۵ نورو جسدونه هم له ځان سره لري.
حماس د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د مصر په منځګړیتوب د اوربند د خبرو وروستی پړاو بې پایلې پای ته رسېدلی دی.
دغه ډله لا هم د اوربند د دویم پړاو پر سمدستي پیل ټینګار کوي.
غزه د جګړې له امله ویجاړه شوې او دا مهال د اړتیا وړ برېښنا له جنراتورونو او لمریزې برېښنا څخه چمتو کوي.
اوسني اوربند د اسراییل او حماس تر منځ تر ټولو خونړۍ او ویجاړونکې جګړه بنده کړې ده.
دا جګړه وروسته له هغه پیل شوه، چې حماس د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه د اسراییل پر سوېلي سیمو برید وکړ.
د اوربند په لومړي پړاو کې ۲۵ ژوندي یرغمل شوي او د اتو تنو جسدونه اسراییل ته وسپارل شول او په بدل کې یې شاوخوا دوه زره فلسطینیان د اسراییل له خوا خوشې شول.
اسراییلي ځواکونه د غزې دننه د بفر زونونو ته شا شوي او په سلګونو زره بې ځایه شوي فلسطینیان د جګړې له پیل راهیسې د لومړي ځل لپاره شمالي غزې ته راستانه شوي دي.
په دې موده کې هره ورځ سلګونه لارۍ چې بشري مرستې یې لېږدولې غزې ته راتلل، خو اسراییل اوس دغه مرستې هم بندې کړې دي.

ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ وویل، چې د سوریې په شمال لوېدیځ کې د ټولو کورنیو د وژل کېدو راپورونه "ډېر اندېښمنونکي" دي. دوی د ملکي کسانو د وژنې د مخنیوي او په سمه کې د تاوتریخوالي د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ولکر ترک د وژنو په اړه د چټکو پلټنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې مسوول کسان باید محاکمه شي.
د سوریې د امنیتي ځواکونو او د پخواني حکومت د وفادارانو تر منځ د پنجشنبې په ورځ د علوي اقلیت په زړه کې چې له واکه لرې شوي ولسمشر بشارالاسد پورې اړه لري، نښتې پیل شوي او له هغې وروسته د ډله ییزو وژنو راپور ورکړل شوی.
ترک په یوه بیان کې وویل: "د ناپېژندل شویو مرتکبینو، د سرپرست چارواکو د امنیتي ځواکونو د غړو او همدارنګه د پخواني حکومت سره د تړلو عناصرو له خوا په فرقه ییزه توګه د اعدامونو راپورونه شتون لري."
هغه وویل، چې "موږ د ښځو، ماشومانو او د جنګیالیو په ګډون د ټولو کورنیو د وژل کېدو ډېر اندېښمنونکي راپورونه ترلاسه کوو" او غوښتنه یې وکړه چې "د سوریې په شمال لوېدیځ ساحلي سیمو کې د ملکي وګړو وژنه باید سمدستي ودرول شي."
د سوریې ولسمشر احمد الشرع د یکشنبې په ورځ د ملي یووالي او سولې غوښتنه وکړه، خو ترک وویل چې د هېواد د چارواکو له خوا د قانون د درناوي په اړه اعلانونه باید د سوریې د ساتنې لپاره د عمل تعقیب شي او د سرغړونو لپاره حساب ورکول یقیني کړي.
په همدې حال کې د روغتیا د نړۍوال سازمان مشر دغه نښتې د ژورې اندېښنې وړ بللي او ویلي یې دي، چې دې نښتو په مستقیم ډول د خلکو پر روغتیا اغېز کړی، ځکه روغتیايي مرکزونه او امبولانسونه زیانمن شوي دي.

د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي ادم بوهلر د اسلامي جمهوریت د اټومي پروګرام د له منځه وړلو لپاره د متحده ایالاتو او اسراییل ترمنځ د احتمالي همکارۍ اعلان کړ.
د ټرمپ د ادارې دغه چارواکي د یکشنبې په ورځ (د کب ۱۹مه) له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، چې د ایران د اټومي پروګرام د له منځه وړلو لپاره به د اسراییل او امریکا ترمنځ په همکارۍ کې کومه ستونزه نه وي.
هغه زیاته کړه: «دا زموږ لپاره ستونزمنه نه ده چې له اسراییل سره همکاري وکړو او د ایران اټومي توان له منځه یوسو. "موږ باید دا کار وکړو."
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې د ایران د اسلامي جمهوریت مشر علي خامنه يي یو ځل بیا له امریکا سره د خبرو احتمال رد کړ.
خامنه یي د کب په اتلسمه نېټه د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره په کتنه کې وویل: «د خبرو اترو لپاره د ځینو زورورو حکومتونو ټينګار د مسایلو د حلولو لپاره نه، بلکې د خپلو هیلو د تسلط او تحمیل لپاره دی. د ایران اسلامي جمهوریت به خامخا د دوی هیلې ونه مني.»
هغه زیاته کړه، چې مذاکرات د دوی لپاره د نویو توقعاتو د ټاکلو لپاره یوه لاره ده، چې د اسلامي جمهوریت د اټومي پروګرام څخه بهر ځي او د ایران د حکومت "دفاعي وړتیا"، "د توغندیو رینج" او "نړۍوال ظرفیتونه" پکې شامل دي.
بوهلر له فاکس نیوز سره د خپلې مرکې په دوام کې د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیماني وژل کېدو او همدارنګه د ایران حکومتي چارواکو ته د هغه وروستیو اخطارونو ته په اشارې سره وویل، چې ټرمپ ښايي د هغه ګواښ تر عملي کېدو پورې یو تش ګواښ وي.
ټرمپ د کب په ۱۷ مه له فاکس بزنس سره په مرکه کې خامنه يي ته په یوه لیک کې اعلان وکړ، چې هغه د اسلامي جمهوریت د اټومي پروګرام پر وړاندې د پوځي اقدام پر ځای د خبرو اترو هیله څرګنده کړې ده.
د ټرمپ په وینا، دا لیک د کب په ۱۵ د اسلامي جمهوریت مشر ته استول شوی و.
همداراز د کب په ۱۷مه په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره په خبرو کې د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ، چې د اسلامی جمهوریت له ګواښونو سره مقابله «وروستیو پړاوونو» ته رسېدلې ده او دا مسله به یا د خبرو اترو او یا هم د پوځی اقدام له لارې حل شي.
ټرمپ زیاته کړه: "موږ اجازه نه ورکوو چې دوی اټومي وسلې ترلاسه کړي." موږ له ایران سره د جګړې په وروستیو شېبو کې یو. ډېر ژر به یو څه پېښ شي."
څارونکي په دې باور دي، چې د اسلامي جمهوریت د اټومي پروګرام په اړه د خبرو اترو سره د خامنه يي مخالفت د محرک میکانیزم د فعالولو او حتی په ایران کې د اټومي تاسیساتو د برید لامل کېدای شي.

روسیې د یکشنبې په ورځ ادعا وکړه، چې د کرسک او همدا ډول د اوکراین په ځینو ختیځو سیمو کې یې د روانو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د درېیو مېشت ځایونو کنټرول ترلاسه کړی دی.
د روسیې د دفاع وزارت د یوې اعلامیې له مخې، روسي ځواکونو د کرسک په سرحدي سیمه کې د لیبیدیفکا کلی بېرته نیولی، چېرې چې اوکراین د تېر کال په اګست کې یرغل پیل کړ.
دا کلی د سودزا ښار د شمال لوېدیځ په لس کیلومترۍ کې موقعیت لري.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې د دوی ځواکونو د اوکراین په شمال ختیځ سومي سیمه کې د نوینکي کلي کنټرول هم ترلاسه کړی، چې د لیبیډیفکا سویل لوېدیځ شاوخوا شپږ کیلومټره او د روسیې له پولې شاوخوا یو کیلومتر لرې موقعیت لري.
تر دې مخکې د اوکرایین لوی درستیز ادعا کړې وه، چې د کوستیانتینوپیل په ګډون دوو مېشت ځایونو ته نږدې د نووپاولیوکا په محاذ کې یې شپږ بریدونه شنډ کړي.
د شنبې په ورځ د روسیې دفاع وزارت ادعا وکړه، چې ځواکونو یې د کرسک په سیمه کې د ویکتوروفکا، نیکولایفکا او ستارایا سوروچینا کلي بېرته نیولي دي.
اوکرایني چارواکو تر اوسه د روسیې د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا د پټو خدماتو اداره وايي، چې له وړاندې د یوه شکمن کس په اړه معلومات ورکول شوي وو. د دغې پیښې پرمهال ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې نه و.
د امریکا د پټو خدماتو ادارې ویلي، په واشنګټن ډي سي کې یې پر یوه شکمن کس چې وسله هم ورسره وه، د یک شنبې په سهار سپینې ماڼۍ ته نږدې ډزې کړې دي.
دغې ادارې ویلي، چې سیمه ییزو پولیسو تېره ورځ د یوه کس په اړه معلومات ورکړي وو، چې ښايي د ځان وژنې پلان ولري.
د پټو خدماتو ادارې ویلي، یاد کس ښايي له انډیانا څخه راغلی و.
دغه اداره وايي، چې د پټو خدماتو ادارې کارکوونکي د سړي موټر ته نږدې ورغلي او یاد کس پر هغوی ډزې کړي او د ځوابي ډزو په پایله کې شکمن کس هم لګیدلی.
یاد کس نږدې روغتون ته لیږدول شوی او تر اوسه یې د وضعیت په اړه معلومات نه دي ورکول شوي.
