مسکو دوه بریتانوي ډیپلوماټان د جاسوسۍ په تور له دغه هېواده باسي

د عرب نیوز د راپور له مخې روسیې نن دوشنبه اعلان کړی، چې په مسکو کې د بریتانيا سفارت دوه ډیپلوماټان د جاسوسۍ په تور له دغه هېواده باسي.

د عرب نیوز د راپور له مخې روسیې نن دوشنبه اعلان کړی، چې په مسکو کې د بریتانيا سفارت دوه ډیپلوماټان د جاسوسۍ په تور له دغه هېواده باسي.
د روسیې د فډرالي امنیت ادارې د بریتانیا د سفارت دویم سکرټر او د لومړي سکرټر مېرمن د اېستلو له اعلان سره سم وویل، چې د فډرالي امنیت خدمتونو ضد استخباراتي عملیاتو په مسکو کې د دغه هېواد د سفارت تر پوښښ لاندې د بریتانیا استخباراتي حضور افشا کړی دی.
اېف اېس بي ویلي، چې د روسیې بهرنیو چارو وزارت د دوی اسناد لغوه کړي او دوی ته یې امر کړی چې په دوو اونیو کې له دغه هېواده ووځي.
د مسکو او لندن اړیکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د حکومت په څلورمه دوره کې هغه وخت خړې شوې، چې پر یو بل یې د جاسوسۍ تورونه پورې کړل.
بریتانې په ۲۰۰۶ کال کې په روسیه تور پورې کړ، چې د روسیې یو پخوانی کارکوونکی او د کرملېن سرسخته نیوکه کوونکی الکساندر لیتویننکو یې په لندن کې مسموم کړی دی.
له هغه وروسته په ۲۰۱۸کال کې بریتانیا او د هغې متحدینو د روسیې د سفارت لسګونه چارواکي وشړل، چې د دوی په وینا جاسوسان وو.
دا اعلان په داسې حال کې کېږي، چې روسیه د اوکراین د شخړې مسوولیت له متحده ایالاتو څخه د اروپا پر غاړه وراچوي؛ ځکه چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره له کرملېن سره د نږدې اړیکو په لټه کې ده.

پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري خبر ورکړی، چې د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې نامعلومه وسلهوالو د ترهګرۍ ضد دوه پولیس په ډزو وژلي دي.
د کوهاټ ولسوالۍ د ځایي پولیسو په وینا،دغه پېښه په نانډه بند سیمه کې شوې ده.
پولیسو زیاته کړې، چې په وژل شویو کې یو تن د پولیسو افسر او بل یې ساتونکی پولیس دی.
لاتراوسه د دغې پېښې پړه کومې ډلې پر غاړه نده اخیستې.
له بل پلوه بیا په پنجاب کې د تراویح لمانځه پر مهال په ډزو ۳ تنه وژل شوي دي.
د جیو نیوز د راپور له مخې، د پنجاب په نارووال ولسوالۍ کې تېره شپه د تراویح د لمانځه پر مهال د ډزو له امله ۳ تنه وژل شوي دي.
د پنجاب پولیسو جیو نیوز ته د دغې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې په وژل شویو کسانو کې یو تن یې چې عمران نومېږي؛ د خپلو ورورو لهخوا په وسلهوالو د پیسو په بدل کې وژل شوی دی.
د پولیسو په وینا، په لومړنیو څېړنو کې څرګنده شوې چې د وژل شوي کس ورور زمان نومېږي چې اوسمهال په کاناډا کې اوسېږي.
پولیسو دا هم ویلي، چې دغه وسلهوال د وزیرستان اصلي اوسېدونکي دي.
د نارووال پولیسو مشر طیب حفیظ چیما وایي، د وژل شوي عمران او د هغه د ورور زمان ترمنځ د موټرو د یوه تمځای د مالکیت پر سر پخوانۍ شخړه روانه وه.
طیب حفیظ زیاته کړي، چې د دغو وروڼو په تړاو د دوی د پولیسو په مرکز کې له پخوا ځینې قضیې ثبتې شوې وې.

اوکرایني او امریکايي چارواکي نن په سعودي عربستان کې غونډه کوي، چې له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړي.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، امریکایي پلاوی به هڅه وکړي چې ځان پوه کړي او وګوري چې ایا کیف د ډونالډ ټرمپ او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي تر منځ له لیدنې وروسته چې په لفظي شخړه بدله شوه؛ د "رېښتینې" سولې تړون سره لېوالتیا لري او که نه.
ویل کېږي، د یادې غونډې یوه مهمه موخه دا هم ده چې د امریکا او اوکراین اړیکو ته اوښتي زیانونه له سره ورغول شي.
په یاده غونډه کې به د امریکا استازیتوب د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د منځني ختیځ لپاره د ډونالډ ټرمپ استازی سټیو وېتکوف وکړي.
د اوکراین استازیتوب به په غونډه کې د ښاغلي زېلېنسکي د دفتر رییس اندري یرمک په غاړه ولري.
د اوکرین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د شپې ناوخته په یوې ویډیويي وینا کې وویل، چې هغه به د دوشنبې په ورځ سعودي عربستان ته سفر وکړي؛ ترڅو د سولې په برخه کې خپلو چارو ته دوام ورکړي.

د بشري حقونو بنسټونو د څو اونیو له نیوکو او قانوني ستونزو وروسته د پانامې حکومت د تېرې شنبې په ورځ د افغانانو په ګډون لسګونه هغه کډوال خوشې کړي، چې له امریکا څخه تر اېستل کېدو وروسته د دغه هېواد په پنډغالو کې ساتل کېدل.
د پانامې حکومتي چارواکو دغو کډوالو ته ۳۰ ورځې وخت ورکړی، چې ژر تر ژره دغه هېواد پرېږدي.
په خوشې شویو کډوالو کې د حیات الله اېماق په نوم یو ۲۹کلن افغان ځوان هم شامل دی، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په ۲۰۲۲ زېږدېز کال کې یې خپل هېواد پرېښی و.
د نورو کډوالو په څېر هغه هم له خپل راتلونکي برخلیکه نه دی خبر چې څه به ورسره کېږي.
حیات الله د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل:« موږ پناه غوښتونکي یو، پیسې نه لرو، نه هوټل نیولی شو او نه هم دلته خپلوان لرو».
هغه زیاته کړه: «زه هېڅکله نشم کولی افغانستان ته ولاړ شم، هلته طالبان دي او که بېرته ولاړ شم ؛نو ما به ووژني».
د پانامې حکومت ویلي، کډوال کولای شي د ۶۰ نورو ورځو لپاره دلته پاتې شي؛ خو وروسته له هغې به د ډېرو برخلیک ناڅرګند وي.
حیات الله او ۶۵ نور کډوال چې له چین، روسیې، پاکستان، افغانستان، ایران، نیپال او نورو هېوادونو امریکا ته تللي وو؛ له یوې اوږدې مودې بند تېرولو وروسته د ټرمپ د پرېکړې له مخې پانامې ته ولېږدول شول.
پانامې مخکې ویلي و، چې دوی له امریکا سره کار کوي؛ ترڅو هغو کسانو ته «یو روښانه پېغام» ورکړي، چې غواړي امریکا ته ځان ورسوي.
هغه مهال چې پانامه کې دغه کډوال خوشې شول د بشري حقونو وکیلان او د کډوالو ملاتړې ډلې یې هرکلي ته ورغلې وې؛ څو ورسره مرسته وکړي؛ خو لا هم لسګونه کډوال په پنډغالو کې بند پاتې دي.
په خوشې شویو کسانو کې د پاکستان، ایران او روسیې کډوال هم شامل وو.
یو روسی ځوان، «نیکیتا ګاپونوف» چې د نرښخیانو ټولنې غړی دی وویل، چې د امریکا پر پوله ونیول شو او اجازه ورنه کړل شوه چې د پناه غوښتنه وکړي.
هغه وویل: «زه به نن شپه پر سړک ویده شم».
دغه کډوال د هغه تړون برخه دي، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له پانامې او کاستاریکا سره کړی و؛ ترڅو کډوال د دغو هېوادونو له لارې بېرته خپلې اصلي خاورې ته واستوي.
له امریکا څخه د دغه اېستل شویو کډوالو په تړاو اندېښنې وروسته له هغې ډېرې شوې، چې د هوټلونو له کړکیو یې پر سپینو پاڼو لیکل کړي وو او له خلکو یې د مرستې غوښتنه کړې وه.
د نړۍوال قانون له مخې، هغه کسان چې له جګړې، شکنجې یا د ګواښونو له کبله خپل هېوادونه پرېږدي حق لري چې د پناه غوښتنې وکړي.
هغه مهال چې دغو کډوالو خپلو هېوادونو ته د ستنېدو مخالفت وکړ، دوی د پانامې او کولمبیا پولې ته نږدې یوه پنډغالي ته ولېږدول شول.
دغو کډوال هلته له ټلېفوني اړیکو او حقوقي اړیکو څخه په اونیو، اونیو بې برخې پاتې شوي دي.
حیات الله او نورو خوشې شویو کډوالو وویل، چې دوی نشي کولای بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.
حیات الله چې په افغانستان کې له هزاره توکم څخه دی؛ ځان بې دینه ګڼي او وایي، افغانستان ته بېرته تګ ورته د مرګ معنا لري.
هغه وویل: «زه پاکستان، ایران او نورو هېوادونو ته ولاړم؛ خو هیچا راته ویزه رانکړه، نو بیا امریکا ته لاړم. هلته مې پناه وغوښته؛ خو رد شوه».
حیات الله زیاته کړه: «زما یوازینۍ هیله ازادي وه؛ خو هغوی دا چانس رانکړ».
د هغه په ګډون نورو کډوالو شکایت وکړ، چې په پنډغالي کې یې خواړه کم وو، هوا ګرمه وه او چارواکو ورسره بد چلند کاوه.
د پانامې چارواکو دغه تورونه رد کړي؛ خو خبریالانو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې د کډوالو پنډغالي ته لاړ شي.
نړۍوالې مرستندویه ادارې وايي، دوی هڅه کوي د هغو کډوالو لپاره درېیم هېواد پیدا کړي چې بېرته خپلو هېوادونو ته ستنېدل نه غواړي؛ خو پانامې ویلي، خوشې شویو کډوالو دغه مرسته رد کړې ده.
د حیات الله په وینا: َ«ما څو ځله وغوښتل، چې په پانامه کې پناه واخلم؛ خو راته وویل شول چې پناه منونکي نه دي».
د پانامې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کارلوس روییز-هرناندز ویلي، هېڅ کډوال نه غواړي دلته پاتې شي او ټول بېرته امریکا ته تلل غواړي.

د سوریې د انتقالي حکومت ولسمشر احمد الشرع ټینګار کړی، چې حکومت به یې هېڅ کورني یا بهرني ځواک ته اجازه ور نه کړي چې سوریه ګډوډۍ او کورنۍ جګړې ته ټېل وهي.
الشرع د یکشنبې په ورځ د «کب ۱۹مه» په یوه ویډیویي وینا کې وویل، چې ځینو کړیو هڅې پیل کړې؛ څو سوریه کې کورنۍ جګړې رامنځته کړي.
له دې وړاندې د سوریې یوه امنیتي چارواکي ساجد الدیک د لبنان حزبالله او ځیني بهرني هېوادونه تورن کړي و، چې د سوریې وروستیو ناکراریو ته لمن وهي.
ساجد الدیک چې د لاذقیې د امنیت مسوول دی، العربیه ټلوېزیون ته ویلي چې حزبالله او بهرني هېوادونه د بشار الاسد د رژیم له پاتې شونو سره مرسته کوي.
د سوریې د اطلاعاتو وزارت هم د «کب ۱۸مه» اعلان کړی و، چې ایران د اسد د پلویانو تحریک ته دوام ورکوي.
د احمد الشرع تازه څرګندونې داسې مهال راځي، چې لا هم د سوریې په ساحلي سیمو کې وسلهوالې نښتې روانې دي چې پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
احمد الشرع په خپله وینا کې زیاته کړه، چې د «پخواني رژیم پاتې شوني» بله لار نه لري؛ پرته له دې چې بې قید و شرطه تسلیم شي.
هغه ټینګار وکړ، هر هغه څوک به محاکمه کېږي چې ملکي وګړو ته یې زیان رسولی وي.
همدارنګه الشرع وویل، چې یو «خپلواکه کمېټه» به جوړېږي؛ څو د سوریې په ساحلي سیمو کې د وروستیو خونړیو نښتو پلټنه وکړي.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې (سوري څارونکي) په وینا، په دې وروستیو نښتو کې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان وژل شوي چې ډېری یې ملکي وګړي دي.
د سوریې د نوي حکومت ځواکونه د «کب ۱۶مه» وروسته له هغې له علوي لاریونوالو سره په جګړه اخته شول، چې د بشار الاسد د رژیم اړوند ملېشو پرې مرګوني بریدونه وکړل.
دغه جګړه لا هم له څلورو ورځو تر تېریدو وروسته دوام لري.
رویټرز خبري اژانس د «کب ۱۹مه» راپور ورکړی، چې دغه تاوتریخوالی د سوریې د اوسني اسلامپال حکومت وړتیا تر پوښتنې لاندې راولي چې ایا دا حکومت کولای شي هېواد په سولهییزه بڼه اداره کړي او ټول خلک یو موټی وساتي.
ویل شوي، چې په دغه تاوتریخوالي کې لسګونه علوي نارینه په یوه کلي کې وژل شوي دي.
احمد الشرع لا له وړاندې د «کب ۱۷مه» د علویانو پر ضد د عملیاتو ملاتړ کړی و؛ خو ټینګار یې کړی و چې امنیتي ځواکونه باید له حده زیات عکسالعمل ونه ښيي.
هغه وویل: «هغه څه چې موږ له دښمنانو جلا کوي، خپلو ارزښتونو ته زموږ ژمنتیا ده».
الشرع دا هم ویلي و، چې له ملکي وګړو او اسیرانو سره باید هیڅ ډول بد چلند ونه شي.
د سوریې د اطلاعاتو وزارت د «کب ۱۸مه» اعلان وکړ، چې حکومتي ځواکونو د لاذقیې او طرطوس ښارونه تر خپل کنټرول لاندې راوستي او په کلیوالو سیمو کې یې د تصفیې عملیات دوام لري.

امریکایی سناتور لیندسي ګراهام خبرداری ورکړی، چې د اوکراین لپاره د پوځي او استخباراتي مرستو بندېدل به له «افغانستانه د امریکایي ځواکونو» تر وتلو هم بدتره چلند وي.
له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د بې مسوولیته وتو په تړاو په ناندریو کې تازه د یکشنبې په ورځ دغه امریکایي سناتور ویلي، اندېښمن دی که امریکا پر اوکراین پوځي او استخباراتي مرستې بندې کړي؛ نو دا چاره به له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو هم بدتره تمامه شي.
نوموړي وویل: «موخه دا ده، چې د اوکراین جګړه په درناوي او عدالت پای ته ورسېږي. زه پوهېږم چې زېلنسکي په سپینه ماڼۍ کې ښه عمل ونه کړ؛ خو اوس موږ په دې حالت کې یو.»
لیندسي ګراهام همدا راز زیاته کړه: «زه فکر نه کوم، چې ولسمشر ټرمپ به دا کار وکړي؛ خو تر هغې چې اوربند نه وي شوی، زه باور لرم چې موږ باید اوکراین ته لازمي وسلې او استخباراتي معلومات ورکړو؛ تر څو وکولای شي خپل ځان څخه دفاع وکړي».
دغه څرګندونې وروسته له هغې وشوې، چې ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ د اوکراین لپاره استخباراتي او پوځي مرستې ځکه ځنډوي؛ تر څو کېیف د سولې هوکړې ته اړ کړي.
ګراهام د افغانستان یادونه وکړه او د اګست ۲۰۲۱ کې د امریکایي ځواکونو له وتلو سره یې پرتله کړ، چې «پکې ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو تر څنګ ۴۵ نور ټپیان شول او ۱۷۰ تنه افغان ولسي وګړي» هم پکې ووژل شول.
د ټرمپ او زېلنسکي ترمنځ په سپینه ماڼۍ کې تر لفظي ناندریو وروسته اوس د امریکایي او افغان سیاستوالو تر څنګ لوېدیځوال د اوکراین برخلیک له افغانستان سره پرتله کوي. اندېښنې دا دي، چې متحده ایالات که خپل متحدین همداسې په سپین میدان پرېږدي؛ نو د دغه هېواد نړۍوال باور ته لوی زیان اړولی شي.
امریکا سناتور ګراهام همدا راز وویل: «زه به راتلونکې اونۍ د روسیې د بانکي او انرژۍ برخو پر ضد بندیزونه په تړاو هم وړاندیزونه وکړم؛ تر څو هغوی هم اړ شي د سولې خبرو ته کېني. که روسیه د اوربند له خبرو اترو سره همکاري ونه کړي، باید سخت بندیزونه پرې ولګوو».
دغه څرګندونې وروسته له هغې وشوې، چې ډونالډ ټرمپ روسیې ته خبرداری ورکړ؛ که د سولې هوکړه ونه شي، نو سخت اقتصادي بندیزونه به پرې ولګوي.
ټرمپ په خپله خواله رسنۍ تروټ سوشال کې لیکلي: «مخکې له دې چې ناوخته شي، روسیې ته وایم چې ژر تر ژره د سولې خبرو ته کېني».
دا په داسې حال کې ده، چې (د فبرورۍ په ۲۸مه) د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي له ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې ملاقات وکړ؛ خو دغه لیدنه په لفظي شخړه پای ته ورسېده.
ټرمپ زېلنسکي تورن کړ، چې "د درېمې نړۍوالې جګړې لوبه" کوي او زیاته یې کړه: "ستا پرېکړې زموږ هغه هېواد ته بې احترامي ده، چې تر ډېره یې له تا ملاتړ کړی."
تمه وه، چې دغه لیدنه به د اوکراین د نادره کانونو په اړه یوې هوکړې سره پای ته ورسېږي؛ خو داسې ونه شول.
زېلنسکي له دې لیدنې وروسته وویل: «اوس وخت دی، چې حالات سم کړو. موږ غواړو راتلونکي کې له امریکا سره رغنده همکاري وکړو».
نوموړي ټینګار وکړ، چې د سولې لپاره د ټرمپ تر مشرۍ لاندې کار ته چمتو دی.
زېلنسکي زیاته کړه: «اوکراین ژمن دی، چې د سولې او امنیت لپاره له خپلو نړۍوالو شریکانو سره ګډ کار وکړي.»
