• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پانامې د افغانانو په ګډون له امریکا څخه وروړل شوي لسګونه کډوال له پنډغالي خوشې کړل

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۴۶ GMT+۰

د بشري حقونو بنسټونو د څو اونیو له نیوکو او قانوني ستونزو وروسته د پانامې حکومت د تېرې شنبې په ورځ د افغانانو په ګډون لسګونه هغه کډوال خوشې کړي، چې له امریکا څخه تر اېستل کېدو وروسته د دغه هېواد په پنډغالو کې ساتل کېدل.

د پانامې حکومتي چارواکو دغو کډوالو ته ۳۰ ورځې وخت ورکړی، چې ژر تر ژره دغه هېواد پرېږدي.

په خوشې شویو کډوالو کې د حیات الله اېماق په نوم یو ۲۹کلن افغان ځوان هم شامل دی، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په ۲۰۲۲ زېږدېز کال کې یې خپل هېواد پرېښی و.

د نورو کډوالو په څېر هغه هم له خپل راتلونکي برخلیکه نه دی خبر چې څه به ورسره کېږي.

حیات الله د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل:« موږ پناه غوښتونکي یو، پیسې نه لرو، نه هوټل نیولی شو او نه هم دلته خپلوان لرو».

هغه زیاته کړه: «زه هېڅکله نشم کولی افغانستان ته ولاړ شم، هلته طالبان دي او که بېرته ولاړ شم ؛نو ما به ووژني».

د پانامې حکومت ویلي، کډوال کولای شي د ۶۰ نورو ورځو لپاره دلته پاتې شي؛ خو وروسته له هغې به د ډېرو برخلیک ناڅرګند وي.

حیات الله او ۶۵ نور کډوال چې له چین، روسیې، پاکستان، افغانستان، ایران، نیپال او نورو هېوادونو امریکا ته تللي وو؛ له یوې اوږدې مودې بند تېرولو وروسته د ټرمپ د پرېکړې له مخې پانامې ته ولېږدول شول.

پانامې مخکې ویلي و، چې دوی له امریکا سره کار کوي؛ ترڅو هغو کسانو ته «یو روښانه پېغام» ورکړي، چې غواړي امریکا ته ځان ورسوي.

هغه مهال چې پانامه کې دغه کډوال خوشې شول د بشري حقونو وکیلان او د کډوالو ملاتړې ډلې یې هرکلي ته ورغلې وې؛ څو ورسره مرسته وکړي؛ خو لا هم لسګونه کډوال په پنډغالو کې بند پاتې دي.

په خوشې شویو کسانو کې د پاکستان، ایران او روسیې کډوال هم شامل وو.

یو روسی ځوان، «نیکیتا ګاپونوف» چې د نرښخیانو ټولنې غړی دی وویل، چې د امریکا پر پوله ونیول شو او اجازه ورنه کړل شوه چې د پناه غوښتنه وکړي.

هغه وویل: «زه به نن شپه پر سړک ویده شم».

دغه کډوال د هغه تړون برخه دي، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له پانامې او کاستاریکا سره کړی و؛ ترڅو کډوال د دغو هېوادونو له لارې بېرته خپلې اصلي خاورې ته واستوي.

له امریکا څخه د دغه اېستل شویو کډوالو په تړاو اندېښنې وروسته له هغې ډېرې شوې، چې د هوټلونو له کړکیو یې پر سپینو پاڼو لیکل کړي وو او له خلکو یې د مرستې غوښتنه کړې وه.

د نړۍوال قانون له مخې، هغه کسان چې له جګړې، شکنجې یا د ګواښونو له کبله خپل هېوادونه پرېږدي حق لري چې د پناه غوښتنې وکړي.

هغه مهال چې دغو کډوالو خپلو هېوادونو ته د ستنېدو مخالفت وکړ، دوی د پانامې او کولمبیا پولې ته نږدې یوه پنډغالي ته ولېږدول شول.

دغو کډوال هلته له ټلېفوني اړیکو او حقوقي اړیکو څخه په اونیو، اونیو بې برخې پاتې شوي دي.

حیات الله او نورو خوشې شویو کډوالو وویل، چې دوی نشي کولای بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

حیات الله چې په افغانستان کې له هزاره توکم څخه دی؛ ځان بې دینه ګڼي او وایي، افغانستان ته بېرته تګ ورته د مرګ معنا لري.

هغه وویل: «زه پاکستان، ایران او نورو هېوادونو ته ولاړم؛ خو هیچا راته ویزه رانکړه، نو بیا امریکا ته لاړم. هلته مې پناه وغوښته؛ خو رد شوه».

حیات الله زیاته کړه: «زما یوازینۍ هیله ازادي وه؛ خو هغوی دا چانس رانکړ».

د هغه په ګډون نورو کډوالو شکایت وکړ، چې په پنډغالي کې یې خواړه کم وو، هوا ګرمه وه او چارواکو ورسره بد چلند کاوه.

د پانامې چارواکو دغه تورونه رد کړي؛ خو خبریالانو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې د کډوالو پنډغالي ته لاړ شي.

نړۍوالې مرستندویه ادارې وايي، دوی هڅه کوي د هغو کډوالو لپاره درېیم هېواد پیدا کړي چې بېرته خپلو هېوادونو ته ستنېدل نه غواړي؛ خو پانامې ویلي، خوشې شویو کډوالو دغه مرسته رد کړې ده.

د حیات الله په وینا: َ«ما څو ځله وغوښتل، چې په پانامه کې پناه واخلم؛ خو راته وویل شول چې پناه منونکي نه دي».

د پانامې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کارلوس روییز-هرناندز ویلي، هېڅ کډوال نه غواړي دلته پاتې شي او ټول بېرته امریکا ته تلل غواړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ذبیح الله مجاهد: په افغانستان کې پاتې امریکایي وسلې او پوځي تجهیزات د طالبانو ملکیت دی

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۳۰ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اېراف په نامه ایراني رسنۍ سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا پاتې وسلې او پوځي تجهیزات د طالبانو ملکیت دی او په هېڅ صورت به یې امریکا ته ونه سپاري؛ ان که د پوځي جګړې په بیه هم تمام شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه څرګندوې داسې مهال کړې دي، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ څه موده وړاندې ویلي و چې د متحده ایالاتو پوځ به "ټول هغه تجهیزات چې په افغانستان کې پاتې دي، بېرته ترلاسه کړي.

بل خوا د ( کب په ۱۶مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو څرګندونو چې له طالبانو څخه د امریکایي وسلو د اخیستلو په تړاو یې کړې وې، هرکلی کړی و.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان په یوه خبري غونډه کې ویلي و:« له امریکا څخه پاتې دغه وسلې په ترهګریزو بریدونو کې کارول شوې او دا زموږ لپاره د اندېښنې وړ ده. که امریکا وکولای شي د دغو وسلو د اخیستلو لپاره اقدام وکړي، دا به په سیمه کې د ټولیز امنیتي وضعیت له ښه‌والي سره مرسته وکړي.»

ذبیح الله مجاهد په دغه مرکه کې د بګرام هوایي اډې په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي:« بګرام د افغانستان خاوره ده او زموږ په کنټرول کې ده. طالبان هېڅ کوم بهرني هېواد ته دا اجازه نه ورکوي، چې خپل یو پوځي هم هلته راولېږي او یا و اوسېږي.»

په مرکه کې طالب ویاند په توندې لهجې امریکا اشغالګره بللې او زیاته کړې یې ده، چې امریکا په افغانستان کې د خپل تېر شل کلن حضور پر مهال افغانانو ته ګڼ زیانونه اړولي دي او دوی به د امریکا هېڅ ډول فشار ته تسلیم نشي.

ذبیح الله مجاهد د په افغانستان کې د داعش د حضور په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د افغانستان خاوره په بشپړه توګه د داعش له حضوره پاکه شوې ده.

هغه ادعا کړې، چې اوس‌مهال یاده ډله د پاکستان له خاورې خپل فعالیتونه پلانوي.

په دغو تجهیزاتو کې شاوخوا ۴۰۰۰۰ زغره‌وال او پوځي وسایط" هم شامل دي، چې دا مهال د طالبانو ادارې په واک کې دي.

احمد الشرع: ځینې کړۍ هڅه کوي چې سوریه کورنۍ جګړې ته ټېل وهي

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۱۰ GMT+۰

د سوریې د انتقالي حکومت ولسمشر احمد الشرع ټینګار کړی، چې حکومت به یې هېڅ کورني یا بهرني ځواک ته اجازه ور نه کړي چې سوریه ګډوډۍ او کورنۍ جګړې ته ټېل وهي.

الشرع د یکشنبې په ورځ د «کب ۱۹مه» په یوه ویډیویي وینا کې وویل، چې ځینو کړیو هڅې پیل کړې؛ څو سوریه کې کورنۍ جګړې رامنځته کړي.

له دې وړاندې د سوریې یوه امنیتي چارواکي ساجد الدیک د لبنان حزب‌الله او ځیني بهرني هېوادونه تورن کړي و، چې د سوریې وروستیو ناکراریو ته لمن وهي.

ساجد الدیک چې د لاذقیې د امنیت مسوول دی، العربیه ټلوېزیون ته ویلي چې حزب‌الله او بهرني هېوادونه د بشار الاسد د رژیم له پاتې شونو سره مرسته کوي.

د سوریې د اطلاعاتو وزارت هم د «کب ۱۸مه» اعلان کړی و، چې ایران د اسد د پلویانو تحریک ته دوام ورکوي.

د احمد الشرع تازه څرګندونې داسې مهال راځي، چې لا هم د سوریې په ساحلي سیمو کې وسله‌والې نښتې روانې دي چې پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

احمد الشرع په خپله وینا کې زیاته کړه، چې د «پخواني رژیم پاتې شوني» بله لار نه لري؛ پرته له دې چې بې قید و شرطه تسلیم شي.

هغه ټینګار وکړ، هر هغه څوک به محاکمه کېږي چې ملکي وګړو ته یې زیان رسولی وي.

همدارنګه الشرع وویل، چې یو «خپلواکه کمېټه» به جوړېږي؛ څو د سوریې په ساحلي سیمو کې د وروستیو خونړیو نښتو پلټنه وکړي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې (سوري څارونکي) په وینا، په دې وروستیو نښتو کې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان وژل شوي چې ډېری یې ملکي وګړي دي.

د سوریې د نوي حکومت ځواکونه د «کب ۱۶مه» وروسته له هغې له علوي لاریونوالو سره په جګړه اخته شول، چې د بشار الاسد د رژیم اړوند ملېشو پرې مرګوني بریدونه وکړل.

دغه جګړه لا هم له څلورو ورځو تر تېریدو وروسته دوام لري.

رویټرز خبري اژانس د «کب ۱۹مه» راپور ورکړی، چې دغه تاوتریخوالی د سوریې د اوسني اسلامپال حکومت وړتیا تر پوښتنې لاندې راولي چې ایا دا حکومت کولای شي هېواد په سوله‌‌ییزه بڼه اداره کړي او ټول خلک یو موټی وساتي.

ویل شوي، چې په دغه تاوتریخوالي کې لسګونه علوي نارینه په یوه کلي کې وژل شوي دي.

احمد الشرع لا له وړاندې د «کب ۱۷مه» د علویانو پر ضد د عملیاتو ملاتړ کړی و؛ خو ټینګار یې کړی و چې امنیتي ځواکونه باید له حده زیات عکس‌العمل ونه ښيي.

هغه وویل: «هغه څه چې موږ له دښمنانو جلا کوي، خپلو ارزښتونو ته زموږ ژمنتیا ده».

الشرع دا هم ویلي و، چې له ملکي وګړو او اسیرانو سره باید هیڅ ډول بد چلند ونه شي.

د سوریې د اطلاعاتو وزارت د «کب ۱۸مه» اعلان وکړ، چې حکومتي ځواکونو د لاذقیې او طرطوس ښارونه تر خپل کنټرول لاندې راوستي او په کلیوالو سیمو کې یې د تصفیې عملیات دوام لري. 

ګراهام: پر اوکراین د مرستو بندول له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتنې هم بدتره کړنه ده

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۵۶ GMT+۰

امریکایی سناتور لیندسي ګراهام خبرداری ورکړی، چې د اوکراین لپاره د پوځي او استخباراتي مرستو بندېدل به له «افغانستانه د امریکایي ځواکونو» تر وتلو هم بدتره چلند وي.

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د بې مسوولیته وتو په تړاو په ناندریو کې تازه د یکشنبې په ورځ دغه امریکایي سناتور ویلي، اندېښمن دی که امریکا پر اوکراین پوځي او استخباراتي مرستې بندې کړي؛ نو دا چاره به له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو هم بدتره تمامه شي.

نوموړي وویل: «موخه دا ده، چې د اوکراین جګړه په درناوي او عدالت پای ته ورسېږي. زه پوهېږم چې زېلنسکي په سپینه ماڼۍ کې ښه عمل ونه کړ؛ خو اوس موږ په دې حالت کې یو.»

لیندسي ګراهام همدا راز زیاته کړه: «زه فکر نه کوم، چې ولسمشر ټرمپ به دا کار وکړي؛ خو تر هغې چې اوربند نه وي شوی، زه باور لرم چې موږ باید اوکراین ته لازمي وسلې او استخباراتي معلومات ورکړو؛ تر څو وکولای شي خپل ځان څخه دفاع وکړي».

دغه څرګندونې وروسته له هغې وشوې، چې ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ د اوکراین لپاره استخباراتي او پوځي مرستې ځکه ځنډوي؛ تر څو کېیف د سولې هوکړې ته اړ کړي.

ګراهام د افغانستان یادونه وکړه او د اګست ۲۰۲۱ کې د امریکایي ځواکونو له وتلو سره یې پرتله کړ، چې «پکې ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو تر څنګ ۴۵ نور ټپیان شول او ۱۷۰ تنه افغان ولسي وګړي» هم پکې ووژل شول.

د ټرمپ او زېلنسکي ترمنځ په سپینه ماڼۍ کې تر لفظي ناندریو وروسته اوس د امریکایي او افغان سیاست‌والو تر څنګ لوېدیځوال د اوکراین برخلیک له افغانستان سره پرتله کوي. اندېښنې دا د‌ي، چې متحده ایالات که خپل متحدین همداسې په سپین میدان پرېږدي؛ نو د دغه هېواد نړۍوال باور ته لوی زیان اړولی شي.

امریکا سناتور ګراهام همدا راز وویل: «زه به راتلونکې اونۍ د روسیې د بانکي او انرژۍ برخو پر ضد بندیزونه په تړاو هم وړاندیزونه وکړم؛ تر څو هغوی هم اړ شي د سولې خبرو ته کېني. که روسیه د اوربند له خبرو اترو سره همکاري ونه کړي، باید سخت بندیزونه پرې ولګوو».

دغه څرګندونې وروسته له هغې وشوې، چې ډونالډ ټرمپ روسیې ته خبرداری ورکړ؛ که د سولې هوکړه ونه شي، نو سخت اقتصادي بندیزونه به پرې ولګوي.

ټرمپ په خپله خواله رسنۍ تروټ سوشال کې لیکلي: «مخکې له دې چې ناوخته شي، روسیې ته وایم چې ژر تر ژره د سولې خبرو ته کېني».

دا په داسې حال کې ده، چې (د فبرورۍ په ۲۸مه) د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي له ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې ملاقات وکړ؛ خو دغه لیدنه په لفظي شخړه پای ته ورسېده.

ټرمپ زېلنسکي تورن کړ، چې "د درېمې نړۍوالې جګړې لوبه" کوي او زیاته یې کړه: "ستا پرېکړې زموږ هغه هېواد ته بې احترامي ده، چې تر ډېره یې له تا ملاتړ کړی." 

تمه وه، چې دغه لیدنه به د اوکراین د نادره کانونو په اړه یوې هوکړې سره پای ته ورسېږي؛ خو داسې ونه شول.

زېلنسکي له دې لیدنې وروسته وویل: «اوس وخت دی، چې حالات سم کړو. موږ غواړو راتلونکي کې له امریکا سره رغنده همکاري وکړو».

نوموړي ټینګار وکړ، چې د سولې لپاره د ټرمپ تر مشرۍ لاندې کار ته چمتو دی.

زېلنسکي زیاته کړه: «اوکراین ژمن دی، چې د سولې او امنیت لپاره له خپلو نړۍوالو شریکانو سره ګډ کار وکړي.»

د ښاروالیو نوي همکاران؛د طالبانو د امربالمعروف وزارت محتسبان اوس د توکو نرخونه هم کنټرولوي

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۲۵ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت تازه په یوه پېغام کې محتسبانو ته امر کړی، چې د روژې په میاشت کې دې بازارونو کې پر دوکانونو وګرځي او د توکو پر بیو دې هم څارنه وکړي؛ څو د لوړو نرخونو مخنیوی وکړي.

سره له دې چې ښاروالۍ په بازارونو کې د توکو د نرخونو د کنټرول او څارنې مسوولیت لري، تازه یې په دې برخه کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت محتسبین هم همکاران شوي دي.

د طالبانو یاد وزارت خپلو محتسبانو ته امر کړی، چې په روژې په میاشتې کې دې په بازارونو کې وګرځي او د خوراکي توکو ترڅنګ دې باید پر سوداګریزو چارو هم څارنه ترسره کړي.

محتسبانو ته امر شوی، چې په بازارونو کې د احتکار مخنیوی وکړي؛ څو د توکو د لوړو او ټیټو بیو څخه مخنېوی وکړي.

تر دې مخکې د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزیر هم خپلو ولایتي رییسانو ته امر کړی و، چې په روژې میاشت کې دې په بازارونو وګرځي او د توکو نرخونه دې کنټرول کړي.

خو نیوکې دا دي، چې د توکو له بیو څخه څارنه د ښاروالیو مسوولیتونو کې راځي او د طالبانو بېلابېلو ادارو له لوري دغه ډول څارنې د هټۍوالو تر څنګ سوداګر له ستونزو سره مخ کولای شي. باورونه دا دي، چې د طالبانو په داخلي جوړښت کې ادارې د یو بل مسوولیتونو ته ارزښت نه ورکوي او د امربالمعروف ډله بیا د امنیتي چارو څخه نیولې، په دیني، سوداګریزو، اقتصادي او ان سیاسي مسایلو تر څنګ په بېلابېلو برخو کې پراخه مداخله لري.

د یاد وزارت په خپاره شوي پېغام کې وړاندې راغلي، چې محتسبان باید په دې کار سره خپل دیني مسوولیت هم ادا کړي.

محتسبانو ته طالبانو همدا راز سپارښتنه کړې، چې په عامه توګه له روژه خوړونکو سره دې قانوني چلند هم وکړي.

په دغو سپارښتنو کې راغلي، چې د امربالمعروف کارکوونکي باید د هغو ځایونو څخه جدي څارنه وکړي چې روژې ته پکې سپکاوی کېږي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت کارکوونکي پر ښځو د بندیزونو په برخه کې هم خورا فعال دي او د خپلې سختدریځې مفکورې له مخې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خپل مشر ملا هبت الله فرمانونو پر پلي کېدو جدي اقدامات کړي‌ دي.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو ویډیوګانو کې ښکار‌ي، چې د امربالمعروف وزارت د خپل مشر هغه حکم له مخې ټکسي موټر چلوونکي په څپېړو وهي او ځوروي یې چې له محرم پرته یې ښځینه سورلۍ کېنولې وې.

دغه محتسبان په بازارونو کې په دوکانونو ګرځي او حتی ښځینه د توکو اخیستلو پر مهال د نارینه دوکاندارانو سره له خبرو کولو منع کوي‌ او شړي یې.

د طالبانو دننه د بېلابېلو ادارو غړي هم د دغه ډلې د امربالمعروف کارکوونکو څخه پوزې ته راغلي او ان د خپلې ډلې له وسله‌والو څخه هم دوی پوښتنې ګروېږنې کوي.

د طالبانو دننه هم د یادو محتسبانو څخه کرکه شتون لري او ورته ورکړل شوي ډېر واکونه یې ځانونو ته یو لوی سرخوږی ګڼي.

د طالبانو د دغه وزارت وزیر خالد حنفي یو له هغو کسانو دی، چې په خورا افراطي توګه د ملا هبت الله د فرمانونو له پلي کېدو څخه ملاتړ کوي او د طالبانو د کابینې یو شمېر غړي‌ هم بیا له دغه وزیر ژور اختلافات لري.

د طالبانو مشر د امربالمعروف متحسبانو ته پراخ واکونه ورکړي او له همدې کبله د طالبانو پر ډېری برخو څارونکي ګڼل کېږي.

نورستانیان د مخابراتي شبکو د خدمتونو له کمښته شکایت کوي

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۴۶ GMT+۰

د نورستان ولایت د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي نیوکې کوي، چې په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو د فعالیت کچه خورا ټيټه ده او یوازې په ډېرو کمو سیمو کې د مخابراتي شبکو د پوښښ خدمتونه شته.

د مرکز پارون یو شمېر اوسېدونکي هم نیوکه کوي، چې هلته دغه کوچني ښار ته نږدې سیمو کې هم د ټلېفوني اړیکو لپاره د مخابراتي شبکو پوښښ نشته، چې دوی یې د اړیکو په برخه کې له ستونزو سره مخ کړي دي.

له کونړه نورستان ته پر ورتلونکې لار هم په ډېرو سیمو کې مخابراتي شبکې خپل پوښښ نه لري.

د قیام الدین په نوم یو ځایي اوسېدونکی وایي، هر وخت چې د کونړـ نورستان پر لویې لارې سفر کوي؛ نو د مخابراتي شبکو د نشتوالي له کبله یې له کورنۍ سره په اړیکو کې خنډ رامنځته کېږي. هغه وویل:« زموږ خوا ته د شبکې ډېر زیات احتیاج دی. زموږ غوښتنه دا ده، چې دلته د شبکو فعالیت ډېر شي».

د فتاح الرحمان په نوم د پارون یو اوسېدونکی هم د مخابراتي شبکو د فعالیتونو له کموالي سرټکوي او ترې غواړي، چې دغه ولایت ته خپل فعالیتونه پراخ کړي.

هغه زیاته کړه: «که څه هم نورستان کې دوه شبکې موجودې دي؛ خو هغه هم سمې کار نه کوي».

نورستان کې د طالبانو والي زین العابدین عابد رسنیو سره په خبرو کې دغه ستونزه منلې؛ خو د مخابراتي شبکو د «۱۷نویو مخابراتي انتنونو» د جوړېدو خبر یې هم ورکړی دی.

هغه ویلي، چې د اتصالات مخابراتي شبکې هم په دې وروستیو کې دغه ولایت ته خپل فعالیتونه غځولي او د نویو مخابراتي انتنونو په جوړېدو سره به د نورستانیانو د مخابراتي اړیکو ستونزه حل شي.
د ښاغلي زین العابدین په خبره: «سږ کال ۱۷ پایې منظورې شوې، پر ۱۱ پایو عملا کار روان دی او شپږ پایو لپاره مو د ځایونو انتخابولو کار پیل کړی دی».

هغه ویلي، چې ځینو مخابراتي شبکو ته یې بلنه ورکړې؛ څو یاد ولایت ته خپل خدمتونه وغځوي.

نورستانیان همدا راز نیوکې لري، چې به دغه ولایت کې یوازې دوه مخابراتي شبکې خورا محدود فعالیتونه لري او د «ټري جي یا درېیم نسل انټرنېت» په نوم خدمتونه یې هم په نشت حساب دي.

نورستان د هېواد په کچه یو له هغو ولایتونو ګڼل کېږي، چې د پخواني جمهوري نظام پر مهال هم ورته چندان پاملرنه نه وه شوې او اوس نیوکه دا ده چې طالبانو هم له پامه غورځولی دی. ځايي اوسېدونکي نیوکې لري، چې په تېرو لسیزو کې هم پر کابل واکمنو رژیمونو ورته لازمې پاملرنې نه دي کړي.

نورستان د هېواد ملي پارک په توګه هم نومول شوی؛ خو ورته غځېدلې لاره خورا کنډ و کپر ده، چې له کبله یې سېلانیان دغه ولایت ته د ورتګ لپاره زړه نه ښه کوي.

باورونه دا دي، که له کونړه نورستان ته غځېدلې لاره په اساسي توګه ورغول شي او په یاد ولایت کې د سېلانیانو لپاره اسانتیاوې برابرې شي؛ نو د سېلانیانو په ورتګ سره به د ځایي اوسېدونکو په روزګار او اقتصادي ژوند کې د پام وړ بدلونونه رامنځته شي.