• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نورستانیان د مخابراتي شبکو د خدمتونو له کمښته شکایت کوي

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۴۶ GMT+۰

د نورستان ولایت د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي نیوکې کوي، چې په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو د فعالیت کچه خورا ټيټه ده او یوازې په ډېرو کمو سیمو کې د مخابراتي شبکو د پوښښ خدمتونه شته.

د مرکز پارون یو شمېر اوسېدونکي هم نیوکه کوي، چې هلته دغه کوچني ښار ته نږدې سیمو کې هم د ټلېفوني اړیکو لپاره د مخابراتي شبکو پوښښ نشته، چې دوی یې د اړیکو په برخه کې له ستونزو سره مخ کړي دي.

له کونړه نورستان ته پر ورتلونکې لار هم په ډېرو سیمو کې مخابراتي شبکې خپل پوښښ نه لري.

د قیام الدین په نوم یو ځایي اوسېدونکی وایي، هر وخت چې د کونړـ نورستان پر لویې لارې سفر کوي؛ نو د مخابراتي شبکو د نشتوالي له کبله یې له کورنۍ سره په اړیکو کې خنډ رامنځته کېږي. هغه وویل:« زموږ خوا ته د شبکې ډېر زیات احتیاج دی. زموږ غوښتنه دا ده، چې دلته د شبکو فعالیت ډېر شي».

د فتاح الرحمان په نوم د پارون یو اوسېدونکی هم د مخابراتي شبکو د فعالیتونو له کموالي سرټکوي او ترې غواړي، چې دغه ولایت ته خپل فعالیتونه پراخ کړي.

هغه زیاته کړه: «که څه هم نورستان کې دوه شبکې موجودې دي؛ خو هغه هم سمې کار نه کوي».

نورستان کې د طالبانو والي زین العابدین عابد رسنیو سره په خبرو کې دغه ستونزه منلې؛ خو د مخابراتي شبکو د «۱۷نویو مخابراتي انتنونو» د جوړېدو خبر یې هم ورکړی دی.

هغه ویلي، چې د اتصالات مخابراتي شبکې هم په دې وروستیو کې دغه ولایت ته خپل فعالیتونه غځولي او د نویو مخابراتي انتنونو په جوړېدو سره به د نورستانیانو د مخابراتي اړیکو ستونزه حل شي.
د ښاغلي زین العابدین په خبره: «سږ کال ۱۷ پایې منظورې شوې، پر ۱۱ پایو عملا کار روان دی او شپږ پایو لپاره مو د ځایونو انتخابولو کار پیل کړی دی».

هغه ویلي، چې ځینو مخابراتي شبکو ته یې بلنه ورکړې؛ څو یاد ولایت ته خپل خدمتونه وغځوي.

نورستانیان همدا راز نیوکې لري، چې به دغه ولایت کې یوازې دوه مخابراتي شبکې خورا محدود فعالیتونه لري او د «ټري جي یا درېیم نسل انټرنېت» په نوم خدمتونه یې هم په نشت حساب دي.

نورستان د هېواد په کچه یو له هغو ولایتونو ګڼل کېږي، چې د پخواني جمهوري نظام پر مهال هم ورته چندان پاملرنه نه وه شوې او اوس نیوکه دا ده چې طالبانو هم له پامه غورځولی دی. ځايي اوسېدونکي نیوکې لري، چې په تېرو لسیزو کې هم پر کابل واکمنو رژیمونو ورته لازمې پاملرنې نه دي کړي.

نورستان د هېواد ملي پارک په توګه هم نومول شوی؛ خو ورته غځېدلې لاره خورا کنډ و کپر ده، چې له کبله یې سېلانیان دغه ولایت ته د ورتګ لپاره زړه نه ښه کوي.

باورونه دا دي، که له کونړه نورستان ته غځېدلې لاره په اساسي توګه ورغول شي او په یاد ولایت کې د سېلانیانو لپاره اسانتیاوې برابرې شي؛ نو د سېلانیانو په ورتګ سره به د ځایي اوسېدونکو په روزګار او اقتصادي ژوند کې د پام وړ بدلونونه رامنځته شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د افغان ښځو د همغږۍ بنسټ: د طالبانو رژیم باید ړنګ او پر ځای یې ډېموکراتيک حکومت جوړ شي

۱۹ کب ۱۴۰۳ - ۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۵۹ GMT+۰

په اسلام اباد کې د افغان ښځو د همغږۍ بنسټ غړي وایي، چې د طالبانو رژیم باید ړنګ او پر ځای یې د خلکو او ډېموکراتیک حکومت جوړ شي. د دوی په خبره، نړۍ د دې ترڅنګ چې افغان ښځې یوازې پریښي، هېرې کړې یې هم دي.

دغو مېرمنو د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت وویل، چې په افغانستان کې ښځې د خپل ژوند له یوه تر ټولو تور تاریخي دور څخه تېرېږي.

د افغان ښځو د همغږۍ بنسټ غړې یاسمین نبي زاده افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «موږ، افغان مېرمنې اعلان کوو، چې هېڅکله به تسلیم نه شو! موږ د ژوند، زده کړې، کار او د ځان بسیاینې د حق لپاره مبارزه کوو او له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کوو، چې د طالبانو د ظلم په وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي».

یادو مېرمنو په افغانستان کې د طالبانو د رژيم د ړنګېدو او په د ډېموګراتيک حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د دوی په وینا، داسې نظام باید رامنځته شي چې د عدالت، اساسي ازادیو او د جنسیت برابرۍ ته ژمن وي او د طالبانو له رانسکورېدو وروسته په ټولو اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د ښځو د کار حق باید تامین شي.

دوی دغه راز زیاتوي، چې ټول ښوونځي او پوهنتونونه باید له تبعیض پرته د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

د یاد بنسټ یوې بلې غړې فریده راقي صوفي زاده په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «ښځې او نجونې ښوونځيو او پوهنتونونو ته له تلو منع شوي، په زرګونو ښځې له دندو ګوښه شوي او د ښځو لاريونونه په بې رحمانه ډول ځپل شوي، نيول شوي، شکنجه شوي، جبري اعترافونه او جنسي تيري پرې شوي دي، خو بیا هم افغان مېرمنې د ازادۍ، برابرۍ، عدالت او ډېموکراسۍ لپاره مبارزې ته دوام ورکوي».

دغو مېرمنو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نیول شویو افغان ښځو او مدني فعالانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

د دوی په وینا، د ښځو له اساسي حقونو څخه انکار د افغانستان راتلونکې تباه کوي او هېڅ هېواد د ښځو له شتون او مشارکت پرته ثبات او پرمختګ نشي کولای.

یادو مېرمنو له نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتنه وکړه، چې د افغان مېرمنو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.

د طالبانو د بیا واکمنېدو سره په افغانستان دغې ډلې په ښځو سخت قوانین وضع کړي، د دوی پر وړاندې یې د زده کړو دروازې تړلي، د کار او سیاسي ګډون مخه یې نیولې او همدا ډول د تفریح او سفر په برخه کې پرې سخت محدودیتونه وضع شوي دي.

د طالبانو دغه چاره په کور دننه او په نړۍواله کچه له سختو غبرګونو سره مخ شوې، خو دغو غبرګونو د طالبانو دریځ نرم نشو کړی.

ایران سږ کال له یزد ولایت څخه ۳۶ زره افغان کډوال ایستلي

۱۹ کب ۱۴۰۳ - ۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۴۳ GMT+۰

د ایران د یزد د کډوالو مرکز مشر وايي چې سږ کال لږ تر لږه ۳۶ زره افغان کډوال چې د استوګنې جواز یې نه درلود، له دغه ولایت څخه ایستل شوي دي. ایراني چارواکي وايي، سږکال د کډوالو د ایستلو په برخه کې اصلي ننګونه په ولایت کې د کډوالو د ټول شمېر په اړه د کره احصایې نشتوالی دی.

د یزد ولایت د کډوالۍ د څانګې عمومي رییس محمد جواد برزګر د یکشنبې په ورځ، د کب په ۱۹مه وویل چې ایران ته د استوګنې له اسنادو پرته د کډوالو ننوتل بند دي او امنیتي ځواکونه شپه او ورځ بې اسناده کډوال نیسي او کمپونو ته یې سپاري.

د ایران دغه سیمه ییز چارواکي وویل چې د استوګنې اسنادو پرته د کډوالو د نیولو او شړلو له زیاتوالي سره سره، یزد ولایت لاهم د نویو کډوالو د راتګ شاهد دی. هغه زیاته کړه، چې د شړل شویو کډوالو د ګوتو د نښو او بایومیټریک پروسه اوس مهال روانه ده، او د دوی هویت به د پېژندلو وړ وي حتا که د دوی نومونه بدل شي.

محمد جواد برزګر ومنله چې ځینې کډوال د دوی د هویت له تایید وروسته ایران ته له ننوتلو منع شوي دي او دا پلان په جدي توګه پلي کیږي.

هغه وويل، ځينې قانوني محدوديتونه د هغو کډوالو د شړلو مخه نيسي چې د ايراني هويت اسناد لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو د مرکز مشر نادر یار احمدي نن اعلان وکړ چې د افغان کډوالو له شپږو کټګوریو پرته چې په صادرو شویو لارښودونو کې تشریح شوي، پاتې نور کډوال به په ایران کې د اوسیدو اجازه ونه لري.

ایراني چارواکي وايي «شپږ ډوله افغان کډوال» په ایران کې پاتې کیدای شي

۱۹ کب ۱۴۰۳ - ۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۴۰ GMT+۰

د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو ادارې ویلي، چې د تېر حکومت د دولتي کارکوونکو او نظامیانو په ګډون په شپږو کټګوریو کې افغان کډوال کولی شي په ایران کې پاتې شي.

د ایران رسنیو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د کډوالو چارو ریاست عمومي رییس نادر یار احمدي له قوله راپور ورکړی، چې ایران په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو لپاره تګلاره جوړه کړې.

د ایران د کورنو چارو وزارت د یادې تګلاري د عملي کېدو لپاره د افغان کډوالو سرشمېرنه کوي.

نادر یاراحمدي وايي:«د سرشمیرنې په فورمه کې په هیواد کې د کډوالو د شتون د قانوني کیدو لپاره د دې ډلې د برخلیک ټاکلو اړتیا ته په پام د لوړې کچې تصویبونو پراساس یو اجرایوي لارښود چمتو شوی دی. د دې لارښود پراساس او د مسولو ادارو په اختیار کې موږ د هغو کډوالو لپاره یو میکانیزم تعریف کړی چې خپل هېواد ته نه شي ستنېدای.»

نوموړی وايي، هغه افغانان چې په غیر قانوني ډول په ایران کې اوسیږي، بېرته دې خپل هېواد ته ستانه شي او دوی کولای شي، بیا ځلې په قانوني ډول ایران ته داخل شي.

احمدي په ایران کې د شپږ ډوله کډوالو پاتې کېدو ته په اشاره وویل:« لومړۍ ډله هغه جوړه (خاوند او میرمن) چې یو له دوی د ایران د کډوالۍ کارت ولري او یو یې هم د سرشمیرنې سند ولري. په دویمه ډله کې هغه کسان شامل دي چې خاوند یا میرمن د سرشمېرنې سند ولري او یا یې هم د کډوالۍ کارت لپاره نوم لیکنه کړې وي او یا هم د دوی اولادونو څخه یو یې د سرشمېرنې سند ولري.»

د دغو کډوالو درېیمه ډله هغه کسان دې چې پاسپورټ او فعاله ویزه ولري. څلورمه ډله هغه کسان دې چې د کار د جواز کارت ولري او د سرشمېرنې قانوني سند هم ترلاسه کولی شي.

احمدي وايي:«دا کسان کولای شي د قانوني سند ترلاسه کولو وروسته په ایران کې خپلو دندو ته دوام ورکړي.»

د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو چارو د ریاست عمومي رییس وايي، په پنځمه ډله کې د تېر حکومت پخواني دولتي کارکوونکي او نظامیان شامل دي او شپږمه ډله کې هغه کسان شامل دي غواړي خپل پخوانی تابعیت لغو کړي او د ایران تابعیت واخلي.

سره له دې چې نږدې هره ورځ لسګونه کسان له ایران څخه په جبري ډول او خپله خوښه هېواد ته راستنېږي خو د ایران د کورنیو چارو وزارت دا نه ده په ډاګه کړي، چې په قانوني ډول د پاتې کېدو دغه تګلاره به څه وخت عملي کړي.

سنډې ګارډین: پاکستان پر طالبانو د نفوذ کمېدو له امله کشمیري جهادي ډلو ته مخه کړې

۱۹ کب ۱۴۰۳ - ۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۳۰ GMT+۰

د پاکستان د طالبانو غورځنګ پخوانی ویاند وايي، پاکستان خپله پالیسي بېرته پخوانیو ناکامو تګلارو ته ګرځوي، چې د کشمیر په شخړه کې د جهادي ډلو کارول پکې شامل دي.

احسان الله احسان د هند سنډې ګارډین ته په یوه مقاله کې لیکلي « د پاکستان په پالیسو کې یو خطرناک بدلون رامنځته شوی، دولت د خپلو جیوپولیټیکي موخو لپاره په رسمي ډول د نیابتي جهادي ډلو د بیا فعالولو اسانتیا برابروي».

نوموړی په دې مقاله کې وايي، «پاکستان پخوانیو جهادي سازمانونو، لکه لشکر طیبه او جیش محمد ته لارښوونه کړې، چې په کشمیر کې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي. دا اوپه افغانستان کې د نیابتي ډلې په توګه دداعش ګومارل، د پاکستان د ستراتیژیکو ناکامیو تسلسل ښکاري».

احسان وايي، پاکستان له اوږدې مودې راهیسې هڅه کړې په افغانستان کې خپل نفوذ وساتي، خو اوس د طالبانو او هند نږدېوالی د اسلام اباد لپاره د اندېښنې وړ موضوع ګرځېدلې ده.

احسان الله احسان زیاتوي، له هغه وروسته چې هند د کشمیر ځانګړی حیثیت لغوکړ، پاکستان ته د کشمیري مقاومت دوام لا ډېر ستونزمن شوی اوپه دې شرایطو کې، اسلام‌اباد یو ځل بیا جهادي ډلو ته مخه کړې، چې دده په باور، په کشمیر کې وسله‌وال فعالیتونه وغځوي او پر هند فشار راوړي.

د طالبانو دغه پخوانی چارواکی، چې اوس د افغان طالبانو په ملاتړ لیکنې کوي، وايي، پاکستان له یو پلوه له سختو دیپلوماتیکو او اقتصادي فشارونو سره مخ دی او له بلې خوا د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه، چې اوس یې له داعش سره د ارتباط ادعاوې هم پکې شاملې دي، نور هم ډېر شوي دي.

نوموړی وايي، «د دې حالت په مقابل کې اسلام‌اباد غواړي د لشکر طیبه او جیش محمد په څېر ډلې بېرته فعاله کړي، څو له خپلو داخلي ناکامیو او نړیوالو نیوکو پام بل لور ته واړوي».

نوموړی وايي، چې پاکستان له اوږدې مودې راهیسې داعش د یوې نیابتي وسلې په توګه په افغانستان کې کارولې، څو پر طالبانو فشار راوړي او په سیمه کې ګډوډي رامنځته کړي.

د پاکستاني طالبانو یاد پخوانی ویاند وايي، په پاکستان کې د بهرني سیاست په جوړولو کې د پوځ او اسټبلشمنټ رول تل غالب پاتې شوی او دا پالیسۍ ډېر وخت د ملي ګټو پر ځای د یوې ځانګړې ډلې د مالي او ستراتیژیکو ګټو پر بنسټ طرح شوې دي.

مولانا فضل الرحمان: کوم ټوپک چې د اسلام خلاف کاریږي هغه جهاد نه بلکې ترهګري ده

۱۹ کب ۱۴۰۳ - ۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۴۱ GMT+۰

د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د حقانیه مدرسې د مشر حامدالحق حقاني له وژل کیدو وروسته لومړی ځل یادې مدرسې ته ورغلی او په دې مدرسه کې یې ځانمرکی برید غندلی دی. مولانا فضل الرحمان وايي، «کوم ټوپک چې د اسلام خلاف کاریږي هغه جهاد نه دی بلکې ترهګري ده».

د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند رسنیز دفتر د مولانا فضل الرحمان په حواله لیکلي چې نوموړي ویلي، «د حقانيه مدرسې پر مشر حامدالحق حقاني برید زما په کور او مدرسې برید دی».
مولانا فضل الرحمان وویل:«مولانا حامدالحق یو بې ضرره دیني عالم و، له حقانيه سره یې تړاو جرم و».

مولانا فضل الرحمان د خپلې وینا په یوه برخه کې وايي چې حضرت محمد «ص» په یوه حدیث کې ویلي دي چې د انسان وینه د الله له کور څخه غوره ده.

مولانا فضل الرحمن وايي چې دوه ورځې وړاندې هم په بلوچستان کې د تراویح د لمانځه پر مهال په یوه جومات کې یو دیني عالم په نښه شو. هغه زیاتوي چې دا تور توپان دی، راځي او تېرېږي، خو دا مدرسې به پاتې وي.

د مولانا فضل الرحمان په باور، هغه کسان چې داسې اعمال ترسره کوي ظالمان او ترهګر دي. نوموړی زیاتوي، «ایا زه باید خپل ښوونکي ته شهید ووایم او قاتل ته هم مجاهد ووایم؟ دا نه شي کېدای.»

مولانا فضل الرحمان په ټینګار سره وویل چې دا مدرسې، جوماتونه او علماء به ژوندي او خوندي پاتې شي او دښمن به پښېمانه وي.

تر اوسه کومې ډلې په پښتونخوا کې د اکوړه خټک حقانیه مدرسې پر جومات د برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

مولا فضل الرحمان په داسې حال کې په پاکستان کې دغه بریدونه ترهګري ګڼي، چې نوموړي او « دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک» له دې وړاندې په افغانستان کې د جمهوري دولت خلاف د طالبانو د وسله والو جګړو او ځانمرګو بریدونو ټینګ ملاتړ کاوه، چې ډېری وخت پکې ملکي کسان، دیني عالمان او جوماتونه په نښه کېدل.