نوموړی وايي، هغه افغانان چې په غیر قانوني ډول په ایران کې اوسیږي، بېرته دې خپل هېواد ته ستانه شي او دوی کولای شي، بیا ځلې په قانوني ډول ایران ته داخل شي.
احمدي په ایران کې د شپږ ډوله کډوالو پاتې کېدو ته په اشاره وویل:« لومړۍ ډله هغه جوړه (خاوند او میرمن) چې یو له دوی د ایران د کډوالۍ کارت ولري او یو یې هم د سرشمیرنې سند ولري. په دویمه ډله کې هغه کسان شامل دي چې خاوند یا میرمن د سرشمېرنې سند ولري او یا یې هم د کډوالۍ کارت لپاره نوم لیکنه کړې وي او یا هم د دوی اولادونو څخه یو یې د سرشمېرنې سند ولري.»
د دغو کډوالو درېیمه ډله هغه کسان دې چې پاسپورټ او فعاله ویزه ولري. څلورمه ډله هغه کسان دې چې د کار د جواز کارت ولري او د سرشمېرنې قانوني سند هم ترلاسه کولی شي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو چارو د ریاست عمومي رییس وايي، په پنځمه ډله کې د تېر حکومت پخواني دولتي کارکوونکي او نظامیان شامل دي او شپږمه ډله کې هغه کسان شامل دي غواړي خپل پخوانی تابعیت لغو کړي او د ایران تابعیت واخلي.
سره له دې چې نږدې هره ورځ لسګونه کسان له ایران څخه په جبري ډول او خپله خوښه هېواد ته راستنېږي خو د ایران د کورنیو چارو وزارت دا نه ده په ډاګه کړي، چې په قانوني ډول د پاتې کېدو دغه تګلاره به څه وخت عملي کړي.
احسان وايي، پاکستان له اوږدې مودې راهیسې هڅه کړې په افغانستان کې خپل نفوذ وساتي، خو اوس د طالبانو او هند نږدېوالی د اسلام اباد لپاره د اندېښنې وړ موضوع ګرځېدلې ده.
احسان الله احسان زیاتوي، له هغه وروسته چې هند د کشمیر ځانګړی حیثیت لغوکړ، پاکستان ته د کشمیري مقاومت دوام لا ډېر ستونزمن شوی اوپه دې شرایطو کې، اسلاماباد یو ځل بیا جهادي ډلو ته مخه کړې، چې دده په باور، په کشمیر کې وسلهوال فعالیتونه وغځوي او پر هند فشار راوړي.
د طالبانو دغه پخوانی چارواکی، چې اوس د افغان طالبانو په ملاتړ لیکنې کوي، وايي، پاکستان له یو پلوه له سختو دیپلوماتیکو او اقتصادي فشارونو سره مخ دی او له بلې خوا د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه، چې اوس یې له داعش سره د ارتباط ادعاوې هم پکې شاملې دي، نور هم ډېر شوي دي.
نوموړی وايي، «د دې حالت په مقابل کې اسلاماباد غواړي د لشکر طیبه او جیش محمد په څېر ډلې بېرته فعاله کړي، څو له خپلو داخلي ناکامیو او نړیوالو نیوکو پام بل لور ته واړوي».
نوموړی وايي، چې پاکستان له اوږدې مودې راهیسې داعش د یوې نیابتي وسلې په توګه په افغانستان کې کارولې، څو پر طالبانو فشار راوړي او په سیمه کې ګډوډي رامنځته کړي.
د پاکستاني طالبانو یاد پخوانی ویاند وايي، په پاکستان کې د بهرني سیاست په جوړولو کې د پوځ او اسټبلشمنټ رول تل غالب پاتې شوی او دا پالیسۍ ډېر وخت د ملي ګټو پر ځای د یوې ځانګړې ډلې د مالي او ستراتیژیکو ګټو پر بنسټ طرح شوې دي.
د جرمني د اتحادي ګوندونو (CDU/CSU) او سوسیال دیموکرات ګوند (SPD) ترمنځ د کډوالۍمحدودولو پر سر د پرونۍ هوکړې جزئیات خپاره شول. شاوخوا درې زره افغانان لا هم جرمني ته د تګ رسمي ژمنلیکونه لري. سره له دې چې پروګرامونه ختمېږي، خو د بیلډ په وینا، دا کسان به لا هم جرمني ته ځي.
د شنبې په ورځ، د دې ګوندونو مشرانو اعلان وکړ چې د نوي حکومت له لومړۍ ورځې به د غیرقانوني مهاجرت پر ضد سخت تدابیر عملي شي، سرحدي کنټرول به پراخ شي او حتا د پناه غوښتونکو بېرته استول به ممکن شي.
د بیلد د رپوټ له مخې، د تازه هوکړې له مخې به حکومت د غیرقانوني مهاجرت د مخنیوي لپاره ټولې قانوني لارې وڅېړي.
له ۲۰۲۱ کال راهیسې ۳۶ زره افغانان د دغه پروګرام له لارې جرمني ته راغلي، خو اوس به دا پروسه محدوده شي.
په دوه اړخیزه پریکړه کې راغلي چې نوی حکومت غواړي د افغانانو لپاره د مهاجرت ځانګړي پروګرامونه د امکان تر حده پورې پای ته ورسوي او نور نوي پروګرامونه پیل نه کړي.
د بیلډ د رپوټ له مخې، یوه ستونزه دا ده، چې د راغلو کسانو هویت اکثره وخت نهشي کره کېدای او د هغو کسانو شمېر، چې واقعاً د مرستې مستحق دي، کمېږي، خو حکومت لا هم تر یوې قانوني ژمنې لاندې دی: شاوخوا درې زره افغانان لا هم جرمني ته د تګ رسمي ژمنلیکونه لري او دا ژمنلیکونه حقوقي حیثیت لري او دا په دې معنا ده، سره له دې چې پروګرامونه ختمېږي، دا کسان به لا هم جرمني ته ځي.
په پرېکړو کې، د اضافه کارۍ په برخه کې د اوورټایم معاشونه له مالیې معاف کیږي او د بیکارۍ مرستې (Bürgergeld) بدلېږي او د کار نه کولو په صورت کې به سختې جزاګانې وضع شي.