طالبانو په کاپیسا ولایت کې د یوې ښځې په ګډون شپږ تنه په درو وهلي دي

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په کاپیسا ولایت کې یې د بېلابېلو جرمونو په تور د یوې مېرمنې په ګډون شپږ کسه په درو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په کاپیسا ولایت کې یې د بېلابېلو جرمونو په تور د یوې مېرمنې په ګډون شپږ کسه په درو وهلي دي.
د دغې محکمې لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کاپیسا ولایت په حصه دوم ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د «نامشروع» اړیکو په تور او څلورو نورو ته د «لواطت» په تور سزا ورکړل شوې ده.د خبرپاڼې له مخې، په دغه ولایت کې د طالبانو ابتدایه محکمې یو تورن کس ته د لس میاشتو تنفیذي بند او ۳۵ درو، دویم کس ته د اتو میاشتو تنفیذي بند او ۲۰درو، دوه تورنو کسانو ته د دوه، دوه کالو تنفیذي بند او ۳۹-۳۹ درو او دوه نورو تورنو کسانو ته بیا د یو کلن تنفیذي بند او د ۱۵-۳۵ درو سزا ورکړل شوې ده.خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه سزاوې د دغه ولایت په ابتدایه محکمې کې ورکړل شوې دي.واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دغې ډلې ستره محکمه وخت نا وخت په بېلابېلو ولایتونو کې د دغه ډول سزاوو د ورکړې خبر ورکوي.که څه هم د طالبانو دغه سزاوې د نړۍوالو بشري سازمانونو له نیوکو سره مخ دي؛ خو طالبان ادعا کوي، چې د شرعي حکمونو او د خپل مشر ملا هبتالله د امر او لارښوونې له مخې خلکو ته په عام محضر کې سزاوې ورکوي.طالبان په دې تړاو د نړۍوالو غبرګونونه د دوی په چارو کې لاسوهنه ګڼي.


پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز راپور ورکړی، چې د ( کب په ۱۶مه) د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په وروستي برید کې د ۱۶ وژل شویو برید کوونکو له ډلې دوه تنه یې افغان وګړي دي.
په دغه راپور کې راغلي، چې دغه دواړه وسلهوال د افغانستان د پکتیا ولایت اصلي اوسېدونکي دي چې یو یې د درویزو کلي اړوند دی.
راپور زیاتوي، چې د ۱۴ پاتې وژل شویو بریدګرو د هویت او کورنیو په اړه د معلوماتو راټولول لاهم روان دي.
(د کب په ۱۴مه) د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې لومړی دوه ځانمرګو بریدګرو د بنو پوځي چاوڼۍ کوهاټۍ دروازې ته څېرمه ځانونه والوزول او بیا وروسته نور وسلهوال چاوڼۍ ته ننوتل او جګړه یې پیل کړه.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې هم تر دې وړاندې ویلي و، چې د بنو په وروستي برید کې افغان وګړي ښکېل وو.
دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، اسناد ښیي چې برید په افغانستان کې پلان شوی و او مشري یې هم د افغانستان دننه د «ټيټيپي» مشرانو کړې ده.
دغې ادارې ویلي و، د طالبانو له حکومته تمه لري چې خپل مسوولیتونه ادا کړي او اجازه ورنهکړي چې د دوی خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي.
د دغې برید پړه د پاکستاني طالبانو د حافظ ګل بهادر اړوند فرسان محمد ډلې په غاړه اخیستې وه.
د پاکستان د پوځ د رسنیو مرکز د خبرپاڼې د شمېرو له مخې، په دغو بریدونو کې د پنځو سرتېرو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي او ۳۲ تنه نور ټپیان دي.
د پوځ په خبرپاڼه کې د عاصم منیر له حوالې لیکل شوي و، چې د ټيټيپي په ګډون ترهګرې ډلې له افغانستان څخه د پاکستان په وړاندې فعالیتونه ترسره کوي.
نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې «په وروستیو ترهګریزو بریدونو کې د بهرنیو وسلو کارول د دې ثبوت دی، چې افغانستان د ترهګرو لپاره خوندي پټنځای دی».

د پولیټیکو د راپور له مخې؛ د امریکا په استازو جرګه کې جمهوري غوښتونکي پلان لري، د هغو افغان همکارانو لپاره د ویزو شمېره او بودجه راکمه کړي چې د امریکایي ځواکونو تر څنګ یې په افغانستان کې کار کړی دی.
د استازو جرګې جمهوري غوښتونکي غواړي، چې په دغه جرګه کې د غیر حاضرو غړو ملاتړ هم ترلاسه کړي؛ ترڅو د دغه بهیر د لګښتونو قانون بیاکتنه وکړي او د هغو افغان متحدینو لپاره چې د متحده ایالاتو د ځواکونو تر څنګ جنګېدلي دي؛ د ویزو په شمېر کې د پلان شوي زیاتوالي مخه ونیسي.
انډي اوګلس چې د امریکا په استازو جرګه کې یو له غیر حاضرو غړو څخه دی؛ د دوشنبې په ورځ په یوه مرکه کې وویل، چې هغه په متحده ایالاتو کې د مېشتو افغانانو د ارزونې په اړه اندېښنه لري او غواړي، چې د افغانانو لپاره د کډوالۍ ځانګړو ویزو په شرایطو کې د بدلون لپاره کار وکړي.
اوګلس زیاتوي:« دا زما لپاره خورا مهمه ده، د دوشنبې په شپه چې کله زه د ښاغلي مایک جانسن له دفتره ووتم؛ نو یو بل جمهوري غوښتونکی کوري مېلز هم د افغانانو لپاره د ځانګړو ویزو په اړه خپلې اندېښنه راسره شریکه کړه.»
له ۸ څخه تر ۱۰ قانون جوړوونکي جمهوري غوښتونکي استازي به تر هغې د دغې بودجې قانون ته رایه ورنکړي؛ ترڅو د افغانانو لپاره په ځانګړو ویزو کې بدلون رانشي.
سره له دې چې توماس میسي د دغو لګښتونو د قانون او دیموکراتانو مخالفت کوي وایي، چې مایک جانسن نشي کولای د دغې موضوع څخه تېښته وکړي.
په دغه قانون کې د بدلون راوړلو وروستۍ نېټه د جمعې په ورځ پوره کېږي؛ خو لاتر اوسه یو شمېر نورو جمهوري غوښتونکو د افغانانو لپاره د امریکا د ځانګړو ویزو لګښت په اړه خپله پرېکړه نده کړې.
ویل کېږي، چې دغه بدلون به د افغانانو لپاره د ځانګړو ویزو اندازه په یوه کال کې له ۷۰۵۰۰ څخه ۵۰۵۰۰ ته راټیټه کړي؛ په دغه بدلون کې یو شرط دا هم دی، چې د غوښتنلیک موده دې دوه کالو ته پورته شي.
خو د جمهوري غوښتونکو د رهبرۍ یو بل لوړپوړي غړي ویلي، چې د افغانانو لپاره د امریکا د ځانګړو ویزو پروګرام به د روان کال تر پایه پورې په پخوانیو شرایطو دوام ومومي؛ تر څو اداره د یاد پروګرام بیاکتنه بشپړه کړي.

د پاکستانۍ ورځپاڼې «پاکستان ډېلي» په راپور کې راغلي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیلوي او دغه پرېکړه به مېلیونونه هغه افغان کډوال اغېزمن کړي؛ چې ډېری یې له ۴۰ کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي.
په راپور کې راغلي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو اعلان کړی، چې په کې له ناقانونه مېشتو بهرنیانو او د اې سي سي کارت لرونکو افغان کډوالو غوښتل شوي چې په خپله خوښه (د مارچ تر ۳۱مې پورې) له پاکستانه ووځي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت لهخوا (د مارچ په ۷مه نېټه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بهرنیانو اېستل به د ۲۰۲۵ کال د اپریل له لومړۍ نیټې پیل شي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر خان افریدي ویلي، چې اوسمهال شاوخوا ۸۰۰ زره کډوال په پاکستان کې د اې سي سي کارتونه لري.
د ښاغلي افریدي په وینا، دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱.۴ مېلیونه راجستر شوي افغانان هم مېشت دي چې د پی او ار کارتونه لري چې دوی اجازه لري د روان کال د جون تر ۳۰مې نېټې پورې په پاکستان کې پاتې شي.
حکومتي سرچینو "پاکستان ډیلي" ته ویلي، چې د پي او ار کارت لرونکو کډوالو په اړه پرېکړه ممکن په درېیم پړاو کې وشي.
ولې پاکستان غواړي، چې کډوال وباسي؟
د پاکستان سرپرست حکومت د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د ناقانونه بهرنیانو اېستل اعلان کړل؛خو هغه مهال دغه پرېکړه یې د پاکستان د امنیتي ستونزو سره اړوند وبلله..
پاکستاني چارواکي وايي، چې افغانان اوس په دغه هېواد کې په بریدونو کې ښکېل دي.
سربېره پردې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف د دوو لویو احتجاجي غونډو وروسته وویل، چې لسګونه افغانان د تحریک انصاف په لاریونونو کې د ګډون له امله نیول شوي دي.
د نومبر په میاشت کې نوموړي اعلان وکړ، چې ټول افغان اوسېدونکي به له اسلام اباد او راولپنډۍ وباسي.
له هغه افغانانو چې د امریکا او اروپايي هېوادونو ته د تګ په تمه دي، هم غوښتل شوي چې د مارچ تر ۳۱مې پورې له اسلام اباد او راولپنډۍ ووځي.
دغو پرېکړو دا روښانه کړه، چې د افغان کډوالو په اړه د پاکستان پالیسي بدله شوې ده، چې د بدلون چانس یې ډېر کم دی.
په درېیو اونیو کې د ۸۰۰زره افغانانو اېستل
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي، که د اې سي سي کارت لرونکي افغانان د مارچ تر ۳۱مې پورې نه له دغه هېواده وه وځي؛ نو د دوی د اېستلو لړۍ به د اپرېل په لومړۍ نیټې پیل شي.
د اې سي سي کارت لرونکو ډېری هغه کډوال دي، چې له ۴۰ کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي.
د دغو کډوالو له اېستنې سره ښایي، د طالبانو پر حکومت فشار زیات شي.
د طالبانو د حکومت دریځ څه دی؟
د طالبانو د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د مارچ په شپږمه په کابل کې د پاکستان د شارژدافیر عبید الرحمان نظاماني سره په یوه لیدنه کې له پاکستانه وغوښتل، چې د کډوالو په مسله کې له زغم کار واخلي.
د هغه په وینا، د طالبانو حکومت د بېرته ستنېدو لپاره کډوال هڅوي؛ خو کوربه هېواد باید د کډوالو په جبري توګه اېستلو پرځای له یوې منظمې تګلارې کار واخلي.

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا د دایمي استازي مرستیال جیمز کاریوکي د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې وویل، طالبان د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د لمنځه وړلو له کنوانسیون څخه سرغړونه کوي.
هغه زیاته کړې، چې لندن د طالبانو لهخوا د بشري حقونو څخه د سرغړونې قضیه د عدالت نړۍوالې محکمې ته د لېږلو ملاتړ کوي.
د جرمني، اسټرالیا، کاناډا او هالنډ هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د روان زېږدیز کال په مې میاشت کې ویلي و، که د افغان ښځو او نجونو وضعیت بدل نه شي؛ نو دوی به د عدالت نړۍوالې محکمې ته د طالبانو پرضد عریضه وکړي.
ورسته بیا له دغې طرحې څخه شاوخوا شلو نورو هېوادونو هم خپل ملاتړ اعلان کړ.
جیمز کاریوکي ویلي، کله چې طالبانو د نجونو لپاره له شپږم ټولګي څخه پورته ښونځي وتړل؛ نو دوی وویل، چې دغه پرېکړه د لنډمهال لپاره ده؛ خو له درېیو کالو هم ډېره موده تېره شوه، چې افغان نجونې له زدهکړو بې برخې دي.
ښاغلي کاریوکي وویل، بریتانیا د نورو هېوادونو ترڅنګ د زدهکړو بندیز او ټول هغه بندیزونه په کلکه غندي چې د افغان مېرمنو او نجونو له بنسټیزو حقونو او ازادۍ څخه سرغړونه کوي.
هغه دا هم وویل، که طالبان غواړي له نړۍوالې ټولنې سره یو ځای شي؛ نو باید د بشري حقونو، سیاسي ګډون او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې خپلو نړۍوالو مسوولیتونو ته غاړه کېږدي.
بریتانیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت «یوناما» د کار ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې دغه ملاتړ ډېر حیاتي ارزښت لري؛ ځکه چې لا هم افغان مېرمنې او نجونې له یو لړ ځپونکو بندیزونو سره مخ دي.
د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه د دوشنبې په ورځ د یوناما د مشرې روزا اوتنبایوا په راپور سره پیل شوه.
په دغه انتقادي راپور کې راغلي و، چې طالبانو په افغانستان کې د وضعیت د ښه والي او د نړۍوالې ټولنې سره د یو ځای کېدو لپاره اړین ګامونه نه دي پورته کړي او د دغې ډلې په مقابل کې د نړۍ د صبر کاسه مخ پر ډکېدو ده.

په ملګرو ملتونو کې راغونډ شوو خبریالانو د یوې غونډې په ترڅ کې د طالبانو واکمنۍ پر مهال د ازادو رسنیو پر وضعیت خبرې کړې او ویلي یې دي، چې نړۍواله ټولنه باید د طالبانو تر کنټرول لاندې د معلوماتو په جال کې راګیره نشي.
دغه خبریالانو دارنګه له ازادو خبریالانو څخه د نړۍوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
دغه غونډه د «طالبانو په واکمنۍ کې د ازاده رسنیو او خبریالانو زوال» تر عنوان لاندې د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په سازمان کې د «دشتي» بنسټ په کوربهتوب جوړه شوې وه.
په دغه غونډه کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق، د کاناډا او هالنډ استازو، د بشري حقونو فعالانو او یو شمېر خبریالانو برخه اخیستې وه.
ګډونوالو د خپلواکو خبریالانو د ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ، چې نړۍواله ټولنه باید د طالبانو تر کنټرول لاندې د معلوماتو په جال کې راګیر نه شي.
د دشتي بنسټ مشرې سیاره دشتي وویل: «زموږ لومړیتوب او دنده دا ده، چې د افغانستان د خلکو معلوماتو ته د لاسرسي حق خوندي کړو. موږ باید د هغو ژورنالیستانو تر څنګ ودرېږو، چې د حقیقت ویلو لپاره له جدي ګواښونو سره مخ دي؛ خو ملګري ملتونه او نړۍواله ټولنه باید د رسنیو د جبر مشروعیت له پامه ونه غورځوي.»
د غونډې ګډونوالو له نړۍوالې ټولنې په ایران، ترکیې او پاکستان کې د افغان خبریالانو د بد وضعیت د حل غوښتنه وکړه.
د غونډې د ګډونوالو په وینا، خبریالان د افغانستان دننه له پراخو ګواښونو سره لاس او ګرېوان دي او هغه جلاوطنه خبریالان چې نورو هېوادونو ته یې پناه وړې ده؛ هم له سختو شرایطو سره مخ دي.
دغه غونډه داسې مهال جوړېږي، چې په افغانستان کې طالبانو د بیا ځلي واک ترلاسه کولو وروسته ډېری رسنۍ وتړلې، لسګونه خبریالان یې بندیان او شکنجه کړل او له هېواده یې وتلو ته اړ اېستل.
نړۍوالو سازمانونو په وار، وار په افغانستان کې د بیان ازادۍ د ځپلو په اړه اندېښنه ښودلې؛ خو طالبان په پراخه کچه د رسنیو سانسور او پر خبریالانو محدودیتونه وضع کوي.