• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني رسنۍ: د بلوچستان د رېل ګاډي بریدګر افغانستان کې له خپلو ملګرو سره په اړیکه کې دي

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۴۲ GMT+۰

د پاکستان دولتي راډیو ادعا کړې ده، چې د بلوچستان د رېل ګاډي «بریدګر» په افغانستان کې له خپلو ملګرو سره په اړیکه کې دي. د دغه رسنۍ په وینا، د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغې پېښې لږ تر لږه ۱۵۵ برمته شوي کسان ژغورلي او ۲۷ بریدګر یې بیا وژلي دي.

لاتراوسه د بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو ډلې د پاکستان دولتي راډیو د دغې ادعا په تړاو څه نه دي ویلي.

د دغه رسنۍ د مالوماتو له مخې، د ژغورنې عملیات لاهم دوام لري؛ خو په وینا یې بریدګر په ځانمرګو واسکټونو سمبال دي، چې د ولسي مرګ ژوبلې د مخنیوي له امله یې عملیات ورو روان دي.
د پاکستان دولتي راډیو نن د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په دغو ژغورل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
راپور زیاته کړې، چې ۳۷ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

تېره ورځ د پاکستان په بلوچستان ایالات کې پر یوه رېل‌ګاډي د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله‌والو (بي‌اې‌اېل) د یوه خونړي برید په ترڅ کې لږترلږه شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۴۵۰ نور کسان برمته شوي وو.
اې‌بي‌سي خبري اژانس د سې‌شنبې پر ورځ (د مارچ ۱۱مه) د یوه امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړ، چې بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو وسله‌والو د بلوچستان ایالت په یوې غرنۍ سیمه کې لومړی د پټلۍ یوه برخه په بمونو الوزولې او ورسره جوخت یې د رېل‌ګاډي کنټرول په خپل لاس کې اخیستی دی.

د ژغورل شویو کسانو په وینا، ګڼ برمته شوي کسان مړه شوي دي.

له بل پلوه په خواله رسنیو کې د جعفر اېکسپرېس رېل ګاډي تمځای کې د تشو تابوتونو عکسونه هم لاس په لاس کېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

اېرلېنډ: طالبان باید د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د لمنځه وړلو کنوانسیون ته ژمن پاتې شي

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۵۷ GMT+۰

د اېرلېنډ د روغتیا وزیرې جینفر کرول مېک نل د افغان ښځو د حقونو فعالانو سره په لیدنه کې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو سرغړونه غندلې.

نوموړې پر اېکس پاڼه لیکي، چې طالبان باید د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د لمنځه وړلو کنوانسیون په ګډون د افغانستان نړۍوالو مکلفیتونو او ژمنو ته درناوی وکړي.

له بل پلوه په ملګرو ملتونو کې د اېرلنډ هېواد دایمي استازي فیرګل مېټین پر اېکس خواله رسنۍ د ښځو د حقونو په تړاو تېره ورځ لیکي و، چې هېواد به یې په افغانستان کې د ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د شاوخوا لسو هېوادونو استازو پرون د طالبانو له‌خوا د ښځو ځورول وغندل او ویې ویل، چې دوی د طالبانو دغه سیاستونه په کلکه غندي او پر طالبانو غږ کوي چې په سملاسي توګه د بشري حقونو په اړه خپلې روانې سیستماتیکې سرغړونې، په ځانګړې توګه هغه تبعیضي تګلارې چې د ټولو ښځو او نجونو بشري حقونه او بنسټیزې ازادۍ تر پښو لاندې کوي، ودروي.

دغو هېوادونو د ښځو او نجونو له بشري حقونو د پراخو او بنسټیزو سرغړونو لپاره د طالبانو د مشرانو له نيولو او د دغې ډلې د حساب ورکولو ملاتړ اعلان کړى دى.

طالبانو له درېیو کلونو راهیسې افغان نجونې او ښځې له زده‌کړو او کار بې برخې کړې او دارنګه له محرم پرته تګ راتګ نشي کولی، په عامه ځایونو کې په لوړ غږ خبرې کول، پارکونو، حمامونو، د وېښتانو او ښکلا سالونونو او تفریحي مرکزونو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

په ګردیز ښار کې وسله‌والو غلو د صرافۍ مارکېټ یو څوکیدار وژلی

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۲۹ GMT+۰

ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې بېګاه شپه د پکتیاولایت د ګردیز ښار صرافۍ مارکېټ (خالد مارکیټ) ته ۱۵ تنه وسله‌وال غله ورغلي او د یاد مارکېټ څوکیدار یې وژلی دی.

د سرچینو په وینا، دغه غله د طالبانو په جامه کې یاد مارکېټ ته ورغلي او د یاد مارکیټ د څوکیدارانو تر تړلو وروسته یې د صرافۍ هټۍ لوټلې دي.

سرچینې زیاتوي، چې وسله‌والو غلو د تګ پر مهال د دغه مارکیټ څوکیدار صفي الله زندۍ کړی او د هغه ورور یې ټپي کړی دی.

یوې بلې سرچینې بیا افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د غلو دغه وسله‌واله ډله د شپې پر ۸ بجو خالد صرافۍ مارکېټ ته د وسله‌والو طالبانو په نوم ننوتي؛ د هټۍګانو لوټلو او د صفي الله تر وژلو ورسته له سیمې تښتېدلي دي.

لا تر اوسه په دغه پېښه کې د صرافانو ته د اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.

د پکتیا ځایي طالب چارواکو لا تر دې دمه د یادې پېښې په تړاو څه نه‌دي ویلي.

په دې ورستیو کې له ډېرو ولایتونو د وسله‌والو غلاوو خبرونه خپرېږي، چې په ځینو کې يې د طالبانو د غړو د لاس لرلو ادعا هم کېږي.

چین: طالبان دې د ترهکرو ځالو د لمنځه وړلو لپاره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۲۵ GMT+۰

چینایي رسنۍ سینهوا راپور ورکړی، چې په ملګرو ملتونو کې د چين هېواد دایمي استازي فو کانګ امنیت شورا ته په خپله وینا کې پر طالبانو غږ کړی چې د ترهګرو ځالو د لمنځه وړلو لپاره دې د ټولو ترهګرو پر وړاندې مبارزه وکړي.

هغه د طالبانو سره د اړيکو د ټينګښت پر اهميت ټينګار وکړ او ويې ويل، چې چين له طالبانو سره د متقابل باور د ټينګولو او د خبرو اترو له لارې د يو بل د اندېښنو د حلولو په برخه کې د نړۍوالې ټولنې ملاتړ کوي.

فو کانګ په افغانستان کې روان بشري ناورین ته په اشارې سره ويلي، سترو مرستندويانو له افغانستان سره خپلې مرستې په ناڅاپي توګه درولې او يا يې کمې کړې دي، چې د دغه هېواد پر روغتيايي خدمتونو، ښوونې او روزنې، خوراکي او کرنيزو برخو يې جدي اغېزه کړې او د افغانانو ژوند يې لا ستونزمن کړى دى.

فو ویلي:« چین تل د خپل هېواد د سولې، ټیکاو، پرمختګ او هوساینې په برخه کې د عمل پر لور ولاړ دی. موږ چمتو یو، چې د امنیت شورا د یووالي او اجماع د پیاوړتیا لپاره له ټولو خواوو سره کار وکړو؛ څو د افغانستان د مسلې په حل کې پراخه ونډه واخلو.»

په افغانستان کې واک ته د طآلبانو له بیا رسېدو وروسته، چین له دغې ډلې سره د نړۍوالې سیالۍ او په سیمه کې د خپل نفوذ د ساتلو لپاره ښې اړیکې پاللې دي.

د امریکا عدلیې وزارت: ښایي د پناه غوښتونکو د منلو بهیر بیا پیل ډېر وخت ونیسي

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۲۵ GMT+۰

د امریکا عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د پناه غوښتونکو د منلو بهیر ښایي د میاشتو لپاره وځندېږي. دا په داسې حال کې ده، چې یو فدرالي قاضي د ولسمشر ټرمپ اجرایوي فرمان لا دمخه لغوه کړی و.

د واشنګټن پوسټ د خبر له مخې، د امریکا عدلیې وزارت سیاټل محکمې ته د یوه غوښتنلیک په لېږلو سره ویلي چې د کډوالو د منلو په پروګرام کې د لویو خنډونو له امله کېدای شي دغه بهیر خپل عادي حالت ته د راستنېدو لپاره څو میاشتې وخت ونیسي.

یاد وزارت په دغه پروګرام کې د ځنډ لامل د دغه بهیر په جوړښت کې ستونزې او د بهرنیو چارو وزارت امنیتي څېړنې په ګوته کړې دي.

د بشري حقونو یوې ډلې واشنګټن پوسټ ته ویلي، نه یوازې دا چې د ټرمپ ادارې کړنو د محکمې حکم په پلي کېدو کې ځنډ رامنځته کړی؛ بلکې په حقیقت کې یې د پناه غوښتونکو د منلو پروګرام ګډوډ کړی دی.
د واشنګټن سټېټ د سیاټل فدرالي قاضي وایټ هېډ چې وړاندې یې د ولسمشر ټرمپ هغه اجرایوي فرمان چې له مخې یې په امریکا کې د پناه غوښتونکو بهیر ځنډولی و؛ د لغوه کولو امر کړی و.

هغه ویلي، چې د محکمې په راتلونکې غونډه کې به د حکومت له‌خوا د دغه فرمان د احتمالي سرغړونو په اړه څېړنې وکړي.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي، د نړۍوالو او کورنیو فشارونو سره، سره لا هم دا څرګنده نه‌ده چې د ټرمپ اداره به د محکمې حکم عملي کړي او که د پناه غوښتونکو د منلو بهیر به وځنډوي.

بل خوا تېره ورځ د امریکا د استازو جرګې د قوانینو کمیټې د افغان متحدینو لپاره ۲۰زره د کډوالۍ ځانګړې ویزې او د یاد پروګرام د دوه کلن تمدید مادې د دغه مجلس له پرېکړه لیک څخه اېستلې کړې دي.

زرګونه کډوال د هغو افغانانو په ګډون چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته په امریکا کې د بیا مېشتېدو لپاره په تمه دي؛ لا هم په یو پېچلي وضعیت کې په درېیمو هېوادونو کې شپې سبا کوي.

پاکستان کې امنیتي سرچینې: امنیتي ځواکونو ۸۰ برمته شوي کسان بېرته خوشې کړل

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۵۹ GMT+۰

په پاکستان کې امنیتي سرچینې وایي، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په بلوچستان کې ۸۰ برمته شوي کسان د وسله‌والو له منګولو خوشې کړي دي. د امنیتي سرچینو په وینا، په دغه خوشې شویو کسانو کې ۴۳ نارینه، ۲۶ ښځې او ۱۱ ماشومان شامل دي.

تر دې وړاندې بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو هم د ټېلګرام له لارې په یوه پیغام کې ادعا کړې وه، چې هغوی ۱۸۲ پاکستاني پوځي او امنیتي ځواکونه یرغمل کړي؛ خو ګڼ شمېر ملکيان یې بېرته خوشې کړي دي.
تېره ورځ د پاکستان په بلوچستان ایالات کې پر یوه رېل‌ګاډي د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله‌والو (بي‌اې‌اېل) د یوه خونړي برید په ترڅ کې لږترلږه شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۴۵۰ نور کسان برمته شوي وو.
اې‌بي‌سي خبري اژانس د سې‌شنبې پر ورځ (د مارچ ۱۱مه) د یوه امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړ، چې بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو وسله‌والو د بلوچستان ایالت په یوې غرنۍ سیمه کې لومړی د پټلۍ یوه برخه په بمونو الوزولې او ورسره جوخت یې د رېل‌ګاډي کنټرول په خپل لاس کې اخیستی دی.
امنیتي سرچینو ویلي، چې امنیتي ځواکونه د پاتې برمته شویو کسانو د خوندي خوشې کولو په لټه کې دي.
امنیتي سرچینې زیاتوي، چې وسله‌وال یې کلابند کړي دي او پر وړاندې به یې عملیات تر هغه دوام وکړي چې وروستی وسله‌وال له منځه نه وي تللی.
له بل پلوه د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور دغه پېښه په کلکه غندلې او په دې تړاو یې اندېښنه څرګنده کړې ده.
ښاغلي ګنډاپور ویلي:« د بې ګناه مساپرو په نښه کول او د هغوی ژوند ګواښل، یوه بزدلانه او وحشيانه کړنه ده.»

تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم دغه برید په کلکه غندلی و او ویلي یې و، چې مرکزي دولت به «هغو کسانو ته چې بې‌ګناه مساپر وژني» هېڅ ډول امتیاز ور نه‌کړي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې د پاکستان امنیتي ځواکونه به د دغه برید د مخنیوي او د برمته شویو کسانو د ژغورنې لپاره هڅې وکړي.