• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا عدلیې وزارت: ښایي د پناه غوښتونکو د منلو بهیر بیا پیل ډېر وخت ونیسي

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۲۵ GMT+۰

د امریکا عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د پناه غوښتونکو د منلو بهیر ښایي د میاشتو لپاره وځندېږي. دا په داسې حال کې ده، چې یو فدرالي قاضي د ولسمشر ټرمپ اجرایوي فرمان لا دمخه لغوه کړی و.

د واشنګټن پوسټ د خبر له مخې، د امریکا عدلیې وزارت سیاټل محکمې ته د یوه غوښتنلیک په لېږلو سره ویلي چې د کډوالو د منلو په پروګرام کې د لویو خنډونو له امله کېدای شي دغه بهیر خپل عادي حالت ته د راستنېدو لپاره څو میاشتې وخت ونیسي.

یاد وزارت په دغه پروګرام کې د ځنډ لامل د دغه بهیر په جوړښت کې ستونزې او د بهرنیو چارو وزارت امنیتي څېړنې په ګوته کړې دي.

د بشري حقونو یوې ډلې واشنګټن پوسټ ته ویلي، نه یوازې دا چې د ټرمپ ادارې کړنو د محکمې حکم په پلي کېدو کې ځنډ رامنځته کړی؛ بلکې په حقیقت کې یې د پناه غوښتونکو د منلو پروګرام ګډوډ کړی دی.
د واشنګټن سټېټ د سیاټل فدرالي قاضي وایټ هېډ چې وړاندې یې د ولسمشر ټرمپ هغه اجرایوي فرمان چې له مخې یې په امریکا کې د پناه غوښتونکو بهیر ځنډولی و؛ د لغوه کولو امر کړی و.

هغه ویلي، چې د محکمې په راتلونکې غونډه کې به د حکومت له‌خوا د دغه فرمان د احتمالي سرغړونو په اړه څېړنې وکړي.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي، د نړۍوالو او کورنیو فشارونو سره، سره لا هم دا څرګنده نه‌ده چې د ټرمپ اداره به د محکمې حکم عملي کړي او که د پناه غوښتونکو د منلو بهیر به وځنډوي.

بل خوا تېره ورځ د امریکا د استازو جرګې د قوانینو کمیټې د افغان متحدینو لپاره ۲۰زره د کډوالۍ ځانګړې ویزې او د یاد پروګرام د دوه کلن تمدید مادې د دغه مجلس له پرېکړه لیک څخه اېستلې کړې دي.

زرګونه کډوال د هغو افغانانو په ګډون چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته په امریکا کې د بیا مېشتېدو لپاره په تمه دي؛ لا هم په یو پېچلي وضعیت کې په درېیمو هېوادونو کې شپې سبا کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د محتسبانو د واکونو پراخېدل؛ د امر بالمعروف مامورین تاریخ تېر شوي خوراکي توکي ټولوي

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۰۲ GMT+۰

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې د دغه وزارت محتسبانو د بازارونو او دوکانونو د څارنې پر مهال سلګونه کیلو ګرامه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي راټول کړي دي.

د دغه وزارت په وینا، محتسبانو د احتکار او د بیو د لوړوالي د مخنیوي لپاره پراخ او سرتاسري عملیات کړي دي او په هلمند، زابل، پروان، پنجشیر، کاپیسا، فراه او نورو ولایتونو کې یې د هټیو او مارکېټونو بررسي کړې ده.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر ویلي، چې محتسبان د روژې په میاشت کې ټول بازارونه تر څار لاندې لري، څو له بې عدالتۍ او ظلم څخه مخنیوي وشي.

هغه زیاته کړه: «د دې اقداماتو هدف د ښاروالۍ د نرخنامې پلي کول دي او دا څارنې د دې وزارت د مشرتابه په لارښوونه ترسره کېږي.»

د طالبانو دا اقدام د کارپوهانو له نیوکو سره مخ شوی دی.

د عامې روغتیا ارشد کارپوه خوشحال نبي‌زاده افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو محتسبان هغه دندې پر مخ وړي چې باید د ښاروالۍ، عامې روغتیا وزارت او د نورم او سټنډرډ ادارې له‌خوا ترسره شي.

هغه زیاته کړه: «د نورم او سټنډرډ اداره پالیسۍ ټاکي، د عامې روغتیا وزارت د خوراکي توکو کیفیت ارزوي او ښاروالۍ د بې‌کیفیته موادو د راټولولو مسوولیت لري، خو اوس طالبان دا ټول صلاحیتونه خپلو محتسبانو ته سپارلي دي.»

نبي‌زاده ټینګار وکړ، چې یادې ادارې د خوراکي توکو د کیفیت د ارزولو او د تاریخ‌تېرو اجناسو د پلور د مخنیوي لپاره تخنیکي او مسلکي ټیمونه لري، خو د طالبانو نا‌مسلکي محتسبان دا دندې د مسلکي پوهې او تجربې پرته ترسره کوي.

د هغه په وینا، د طالبانو محتسبان نه‌ یوازې په بازارونو کې مداخله کوي، بلکې د ډاکټرانو له‌خوا د ناروغانو د معاینه کولو په څرنګوالي کې هم لاسوهنه کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې ډاکټرانو ته اجازه نه‌شته چې ښځې له شرعي محرم پرته معاینه کړي.

د طالبانو محتسبان پراخ صلاحیتونه لري، چې یوازې د بازارونو او خوراکي توکو تر نظارت محدود نه دي.

د دوی واکونه د دولتي ادارو او مامورینو تر څارنې او حتی د خلکو د خصوصي ژوند تر مداخلې پورې غځېدلي دي.

نړۍوالې ادارې تل د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د صلاحیتونو او فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو استازي د افغانستان لپاره پرون د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون د افغانستان د بشري حقونو بحران لا پسې ژور کړی دی.

اېف‌بي‌ای: شریف‌الله د کابل هوايي ډګر د خونړي برید اصلي طراح نه‌ و

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۰۰ GMT+۰
•
خبرخونه

د اېف‌بي‌ای ځانګړي مامور سېټ پارکر محکمې ته ویلي، محمد شریف‌الله د کابل په هوايي ډګر کې د داعش د برید اصلي طراح نه و، خو زیاتوي چې هغه د۱۴۰۰کال په وږي میاشت پر امریکایي ځواکونو له ځانمرګي برید سره همکاري کړې وه.

پارکر د سې‌شنبې په ورځ (د کب ۲۱مه) زیاته کړې، چې شریف‌الله ته د داعش-خراسان د لوړپوړو کسانو له‌خوا دنده ورکړل شوې وه څو له برید څخه مخکې د کابل هوايي ډګر دروازې ته تلونکې لاره وڅاري او په وینا یې، بریدګر د امریکایي ځواکونو او طالبانو له کشف پرته خپلې موخې ته ځان رسولی و.

د کابل په هوايي ډګر کې د شریف‌الله وکیل د هغه د نه لاس‌لرلو له استدلال سره سم د اېف‌بي‌ای ځانګړې مامور سېټ پارکر هم په محکمه کې دا منلې، چې نوموړی په یاد هوايي ډګر د برید اصلي طراح نه و.

د شریف‌الله د تورونو د اورېدو په دویمه غونډه کې هغه ادعا کړې، چې د ځانمرګي برید پرمهال یې هلته حضور نه‌لرلو او د برید له اصلي جزیاتو څخه بې‌خبره دی.

پارکر ویلي، شریف‌الله د داعش-خراسان غړی و چې د ځانمرګو بریدونو په ترسره‌کېدو کې یې تجربه لرله او په وینا یې، نوموړی د پاکستان کوټې ته نږدې اوسېده.

د امریکا د عدلیې وزارت تېره اوونۍ ویلي و، چې شریف‌الله د اېف‌ بي ای له مامورانو سره په یوه مرکه کې اعتراف کړی، چې هغه د ۲۰۱۶ کال د جون په میاشت کې د کاناډا پر سفارت د برید لپاره یو ځانمرګی بریدګر کابل ته لېږدولی و.

شریف‌الله هم منلې، چې د داعش دوو بریدګرو ته یې روزنه ورکړې وه څو د مسکو په کروکس ښار کې د کنسرټ پر تالار برید وکړي.

په دغه برید کې شاوخوا ۱۳۰ کسان وژل شوي وو.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کانګرس کې د خپلې وینا پر مهال ویلي و، چې د پاکستان په مرسته یې د کابل نړۍوال هوایي ډګر د ځانمرګي برید مسوول نیولی دی.

په افغانستان کې ۱۸ روغتیايي مرکزونه د مرستو د کمېدو له امله وتړل شول

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۲۳:۲۰ GMT+۰

په افغانستان کې د ماشومانو د خوندي‌توب بنسټ خبر ورکړی، چې د بودیجې د کمښت له امله د دغه بنسټ او نورو بنسټونو له‌خوا ملاتړکوونکي ۱۸ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

دغه بنسټ د سې‌شنبې په ورځ (د کب ۲۱مه) په یوه بیان کې زیاته کړې، چې د سملاسي مرستو د نه‌رسېدو په صورت کې به راتلونکې اوونۍ ۱۴ نور روغتیايي مرکزونه هم وتړل شي.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې د بودیجې کمښت او د روغتیايي مرکزونو تړل‌کېدو افغان ماشومان له ګواښ سره مخ کړي دي.

په داسې حال کې چې د ماشومانو د خوندي‌توب بنسټ د ۳۲روغتیايي مرکزونو له‌خوا تر ۱۳۴زرو ډېر افغان ماشومان تر پوښښ لاندې دي، دغه بنسټ وايي چې د بهرنیو مرستو وروستیو کمښتونو له امله اړ شوي، چې د خوارځواکو ماشومانو لپاره خپل پروګرامونه وځنډوي.

د افغانستان په شمال کې د ماشومانو د خوندي‌توب یو مرکز چې هره میاشت له دوه زرو څخه د ډېرو ناروغو ماشومانو درملنه کوي، په راتلونکو څو اونیو کې به د بودیجې د نشتوالي له امله بند او په دې سره به «سلګونه خوارځواکي ماشومان بېړنیو خدماتو ته له لاس‌رسي څخه بې برخې شي.»

ډاکټر حنیف چې په دغه مرکز کې کار کوي، وویل: «زموږ کلینیکونه د دې سیمې د خلکو لپاره یوازینی انتخاب دی. دلته ځايي ډاکټران یا نرسان نه شته.»

حنیف لږترلږه ۱۳۵ خوارځواکه ماشومانو لپاره د روغتیايي پاملرنې چمتووالي ته په اشارې زیاته کړې: «که کلینیک وتړل شي، نو د دوی کورنۍ به ونه‌شي کولای چې په عامه یا خصوصي کلینیکونو کې د درملنې لګښتونه پرې کړي.»

د یادونې ده، چې د ټرمپ دولت د وروستۍ پرېکړې له‌مخې، د افریقا، اسیا، لاتینې امریکا، اروپا او منځني ختیځ شاوخوا ۴۰ هېوادونو کې اړمن خلک له مرستو څخه بې‌برخې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې د امریکا د بهرنیو مرستو د بندېدو په ترڅ کې به شاوخوا ۹ مېلیونه افغانان له روغتیايي خدمتونو څخه بې‌برخې شي.

د ملي امنیت مخکېنی رییس: سراج‌الدین حقاني د هبت‌الله پر خلاف د «کودتا پلان» لرلو

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۲۳ GMT+۰
•
خبرخونه

د افغانستان د وروستي جمهوري نظام د ملي امنیت مخکېني رییس احمدضیا سراج له افغانستان انټرنشنل سره په یوې ځانګړې مرکه کې ادعا کړې، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني او یو شمېر نورو طالب چارو د دغې ډلې د مشر ملا هبت‌الله پر خلاف د «کودتا» پلان لرلو.

نوموړي د سې‌شنبې پر ورځ (د کب ۲۱مه) په خپلې مرکه کې زیاته کړې، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د خپلې وژنې د اندېښنې له امله ځان پټ کړی.

د هغه په خبره، حقاني وېرېږي چې هبت‌الله یې ونه‌وژني.

سراج په خپلې مرکه کې ویلي، هبت‌الله اخوندزاده فکر کوي چې ځینو بهرنیو هېوادونو هم د نوموړي کودتا په پلان کې د حقاني ملاتړ کړی دی.

د هغه په ​​وینا، د طالبانو مشر د دغه ګواښ د له‌منځه وړلو لپاره له حقاني څخه خپل واک اخیستی او د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال صدر ابراهیم ته یې سپارلی دی.

نوموړي همداراز زیاته کړې، د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب چې له حقاني سره پر همکارۍ تورن دی، بې‌صلاحیته شوی او واک یې د طالبانو د مشر نږدې کس قیوم ذاکر ته سپارل سپارل شوی دی.

د مخکېني نظام د ملي امنیت رییس احمدضیا سراج ټینګار کړی، چې د کودتا په تړاو د ګواښونو او اندېښنو له زیاتېدو وروسته، ملا هبت‌الله په کابل کې ځینې ستراتیژیکې ادارې د هغه وفادارو کسانو ته سپارلې دي.

سراج د هبت‌الله له خوا پر طالب چارواکو بهرنیو سفرونو بندیز ته په اشارې ادعا کړې، چې دا سفرونه باید یوازې او یوازې د هغه د ​​اجازې او مستقیمې لارښوونې له مخې ترسره شي.

د افغانستان د وروستي جمهوري نظام د ملي امنیت ريیس وویل: «په کندهار کې د طالبانو مشر دې پایلې ته رسېدلی چې د هغه د مخالفانو کلیدي غړی سراج‌الدین حقاني دی او د هغه له منځه وړل کولای شي د کودتا دسیسه په بشپړه توګه شنډ کړي.»

د ملي امنیت پخواني مشر دغه راز ادعا کړې، چې سراج‌الدین حقاني د هبت‌الله د ګواښ له خبرېدو وروسته، له سعودي عربستان څخه مستقیم خوست او بیا پاکستان ته لاړ او په وینا یې، هغه اوس مهال شمالي وزیرستان او خوست ته تګ‌راتګ کوي.

د ده په ​​وینا، هبت‌الله د حقاني د کابوکېدو لپاره د طالبانو د کورنیو چارو د مرستیال ورور د خوست ولایت د پولیسو امنیه قومندان هم له دندې ګوښه کړی او زیاتوي، چې حقاني دا اقدام د ځان پر وړاندې یوه دسیسه بللې او خوندي احساس نه‌کوي.

تر دې وړاندې په کابل کې سرچینو د افغانستان انټرنشنل ته راپور ورکړی و چې هبت‌الله اخوندزاده خپل ځانګړي ځواکونه له کندهار څخه کابل ته لېږلي دي. د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، دا ځواکونه د کابل په هوايي ډګر کې دېره دي او په پلازمېنه کې فضا کړکېچنه او امنیتي بڼه خپله کړې ده.

هماغه وخت، د کابل په هوايي ډګر کې سرچینو هم منلې وه چې له کندهار څخه د طالبانو یوه راغلې ځانګړې قطعه په هوايي ډګر کې دېره شوې ده.

د یادونې ده چې د طالب چارواکو ترمنځ ناندرۍ وروسته له هغې پراخې شوې چې د جرمنو نړۍوالې محکمې (هاګ) په ګډون یو شمېر نړۍوالو سازمانونو او بنسټونو د هبت‌الله اخوندزاده له ځپونکو فرمانونو وروسته پر نوموړې ډلې فشار ډېر کړی دی.

طالبانو په بلخ کې ۴۶ کسیزه موټرسایکل سپره قطعه جوړه کړه

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۰۴ GMT+۰

په داسې حال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د غلاوو، لوټمارۍ او انسان‌تښتونې‌ پېښو شمېر لوړې کچې ته رسېدلی، دغې ډلې د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د ۴۶ کسیزې موټرسایکل سپرې قطعې د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د طالبانانو د بلخ امنیه قومندانۍ د سې‌شنبې پر ورځ (د کب ۲۱مه) په یوه بیان کې زیاته کړې، چې دغه قطعه د جنايي جرمونو د مخنیوي او چټک غبرګون په موخه جوړه شوې ده.

په بیان کې ادعا شوې ده، چې په پوځي تجهیزاتو سمبال د طالبانو دغه وسله‌وال ګروپ به شپه او ورځ د مزارشریف ښار د امنیتي وضعیت د ښه‌والي لپاره فعالیتونه ترسره کوي.

‏ د طالبانو د بلخ امنیه قومندان په بیان کې راغلي، چې یاده قطعه به د هر ډول پېښو په تړاو چټک غبرګون ښیي او زیاتوي، چې د امنیتي اړخونو په ډاډمنېدو کې به فعاله وي.

د طالبانو په بیان لیکل شوي دي :«د بلخ ولایت د امنيـه قومندانۍ د امنیت امر الحاج مولوي احمدضیاء خالد ډاډ ورکوي، چې دغه ګروپ د جنايي جرمونو د مخنیوي او د خلکو د امنیت د ټینګښت لپاره ژمن دی.»

طالبان داسې مهال په بلخ ولایت کې د یوې ۴۶ کسیزې پوځي قطعې د جوړېدو خبر ورکوي، چې په دې وروستو کې د دغه ولایت په ګډون د هېواد بېلابېلې سیمې د وسله‌والو غلاوو، لوټمارۍ، انسان‌تښتونو او جنايي پېښو شاهدانې دي.

د یادونې ده، چې وړمه ورځ د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د عثمان په نوم د هغه ۷ کلن ماشوم مړی موندل شوی و، چې شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې تښتول شوی و.

د ځايي سرچینو په وینا، له نوموړي ماشوم څخه، سترګې، زړه، پښتورګي او ینه اېستل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر دې وړاندې هم په بېلابېلو نورو ولایتونو کې د امنیت د ټينګښت په موخه د موټرسایکل سپرو قطعې جوړې کړې دي.