• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په بلخ کې ۴۶ کسیزه موټرسایکل سپره قطعه جوړه کړه

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۰۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۳۸ GMT+۰

په داسې حال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د غلاوو، لوټمارۍ او انسان‌تښتونې‌ پېښو شمېر لوړې کچې ته رسېدلی، دغې ډلې د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د ۴۶ کسیزې موټرسایکل سپرې قطعې د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د طالبانانو د بلخ امنیه قومندانۍ د سې‌شنبې پر ورځ (د کب ۲۱مه) په یوه بیان کې زیاته کړې، چې دغه قطعه د جنايي جرمونو د مخنیوي او چټک غبرګون په موخه جوړه شوې ده.

په بیان کې ادعا شوې ده، چې په پوځي تجهیزاتو سمبال د طالبانو دغه وسله‌وال ګروپ به شپه او ورځ د مزارشریف ښار د امنیتي وضعیت د ښه‌والي لپاره فعالیتونه ترسره کوي.

‏ د طالبانو د بلخ امنیه قومندان په بیان کې راغلي، چې یاده قطعه به د هر ډول پېښو په تړاو چټک غبرګون ښیي او زیاتوي، چې د امنیتي اړخونو په ډاډمنېدو کې به فعاله وي.

د طالبانو په بیان لیکل شوي دي :«د بلخ ولایت د امنيـه قومندانۍ د امنیت امر الحاج مولوي احمدضیاء خالد ډاډ ورکوي، چې دغه ګروپ د جنايي جرمونو د مخنیوي او د خلکو د امنیت د ټینګښت لپاره ژمن دی.»

طالبان داسې مهال په بلخ ولایت کې د یوې ۴۶ کسیزې پوځي قطعې د جوړېدو خبر ورکوي، چې په دې وروستو کې د دغه ولایت په ګډون د هېواد بېلابېلې سیمې د وسله‌والو غلاوو، لوټمارۍ، انسان‌تښتونو او جنايي پېښو شاهدانې دي.

د یادونې ده، چې وړمه ورځ د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د عثمان په نوم د هغه ۷ کلن ماشوم مړی موندل شوی و، چې شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې تښتول شوی و.

د ځايي سرچینو په وینا، له نوموړي ماشوم څخه، سترګې، زړه، پښتورګي او ینه اېستل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر دې وړاندې هم په بېلابېلو نورو ولایتونو کې د امنیت د ټينګښت په موخه د موټرسایکل سپرو قطعې جوړې کړې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د پوهنې بهیر طالباني کول؛ زده کوونکي د طالبانو په ځانګړي یونیفورم کې ټولګیو ته لاړل

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۲۶ GMT+۰
•
خبرخونه

د هغو انځورونو له مخې چې افغانستان انټرنشنل له فراه ولایت څخه ترلاسه کړي دي، طالبانو په دغه ولایت کې په نارینه زده کونکو خپل مطلوب یونیفورم عملي کړی دی. داسې ښکاري چې طالبان هڅه کوي د زده کوونکو ظاهري بڼه او باطن د نصاب په بدلولو او یونیفورمونو بدل کړي.

د کب په لومړیو کې د طالبانو د پوهنې وزارت "یونیفورم لایحه" تصویب کړه، چې د ښوونځیو زده کوونکو او ښوونکو لپاره یې له خولۍ یا پګړۍ سره جامې اغوستل لازمي کړل او د جامو د رنګ او اندازې په اړه هم جزییات شامل دي.

هغه انځورونه چې د فراه ولایت له ځینو ښوونځیو افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي، ښیي چې د طالبانو د پوهنې چارواکو خپل مطلوب یونیفورم پر زده کونکو جبري کړی دی.

په دغو انځورونو کې د ښوونځي زده کوونکو، چې ښکاري په لیسه کې دي، سپینې جامې اغوستې او تور او سپین پټکي یې پرسر کړي دي.

د سرچینو په وینا، د فراه ولایت په ښوونځیو کې د نوي یونیفورم کارول جبري شوي او ظاهرا زده کوونکو ته ویل شوي چې که دوی سرغړونه وکړي نو له ښوونځي به وشړل شي.

د دې میاشتې په پیل کې افغانستان انټرنشنل یو لارښود ترلاسه کړ چې پکې ویل شوي وو چې په دولتي ښوونځیو کې له لومړي څخه تر نهم ټولګي پورې زده کوونکي باید شنې جامې او خولۍ پر سر کړي.

100%

په داسې حال کې چې له لسم څخه تر دوولسم ټولګي پورې زده کوونکي باید سپینې جامې واغوندي او پګړۍ پر سر کړي.

ویل شوي هغه زده کوونکي چې له کوم معقول دلیل پرته دا مقررات نه تعقیبوي لومړی به ورته توصیه وشي او که دوی سرغړونه تکرار کړي نو دوی به اړ شي چې د خپلو کورنیو په حضور کې ژمنه وکړي.

طالبانو له ښوونکو دا هم غوښتي چې کمیسونه او پګړۍ یا لږ تر لږه خولۍ پر سر کړي.

په لایحه کې راغلي چې د زده کوونکو او ښوونکو جامې باید ډیرې لنډې، اوږدې او نری نه وي.

ویل کیږي دا لایحه د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده له خوا تصویب شوې ده او د طالبانو د پوهنې وزارت د ولایتي پوهنې ریاستونو ته دنده سپارلې چې دا پلي کړي.

په قانون کې د لومړنیو ښوونځیو د ښځینه زده کوونکو او ښځینه ښوونکو لپاره د جامو ډول ذکر شوی نه دی.

په افغانستان کې، د دولتي ښوونځیو د ښځینه زده کوونکو د یونیفورم رنګ تور دی.

ننګرهار کې د ایران کونسلګري د ورځې ۵۰۰ کسانو ته وېزې ورکوي

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۱۹ GMT+۰

په جلال اباد کې د ایران جنرال کونسل بهرام جمالي ويلي، چې په دغه ولایت کې هره ورځ ۵۰۰ کسانو ته د سیاحت وېزې ورکوي. نوموړی وايي، د افغانستان له ختيزو ولایتونو سره د اداري اړیکو ټينګول او پراخول یې لومړیتوب دی.

ایراني رسنیو رپوټ ور کړی، چې په ننګرهار کې د ایران کوسنلګرۍ د وېزو په ورکولو کې اسانتياوې رامنځته کړې دي.

ایسنا په جلال اباد کې د ایران د کونسل بهرام جمالي له قوله ویلي، چې د قانوني مراحلو له طي کولو وروسته په ۲۴ ساعتونو کې وېزې ورکول کيږي.

نوموړي په دې اړه زياته کړې: «د پخوا په پرتله د ايران د ويزې غوښتونکو لپاره زياتې اسانتياوې برابرې شوې دي. د ایران ویزه به د قانوني پروسیجرونو له تیریدو وروسته په ۲۴ ساعتونو کې صادريږي.»

په ایران کې د افغان کډوالو اوسېدل په ځینو شرایطو کې ممکن دي، خو دغه موضوع تل په دغه هېواد کې له پراخو مخالفتونو او غبرګونونو سره مخ شوې ده.

ایران پر افغان کډوالو سخت بندیزونه لګولي او له تېرو څو مياشتو څخه يې کډوالو ته له دغه هېواده د وتلو خبرداري ورکړي.

طالبانو سږ کال د کوچنیو کانونو د کېندنې ۲۵ پروژې منظورې کړې

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۲۷ GMT+۰

د طالبانو اقتصادي معاونیت وايي چې د دې معاونیت له لوري په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د ۲۵ کوچنیو کانونو د کیندنې پروژې منظورې شوې دي. یاده اداره وايي، په بېلابیلو ولایتونو کې د مرمرو ،نفرایتو، ګچ او سرپنتین د ډبرو کانونو د کیندنې پروژې تایید شوې دي.

د طالبانو ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن سې شنبه د کب ۲۱مه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دوی په ټول توان هڅه کوي د خپل ولس اقتصادي ستونزو ته د پای ټکی کېږدي او د هېواد اقتصاد د بهرنیو مرستو پر ځای یوازې پر خپلو داخلي سرچینو متکي کړي.

د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د ۲۵ کوچنیو کانونو د کیندنې د پروژو یو لېست ترتیب کړی دی.

په دغو پروژو کې د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د زلیچه سیمی د تراورتین ډبرو پروژه ، د هرات ولایت د چشت شریف ولسوالۍ د جرتاخومک سیمې د مرمر ډبرو پروژه، د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د سرب او جستو د دوو بلاکونو پروژې شاملې دي.

د طالبانو اقتصادي معاونیت همدراز زیاتوي چې په دې پروژو کې د میدان وردګ ولایت د قول خویش ساحې د تراورتین ډبرو پروژه، د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د سر سرخک د سرب او جستو پروژه، د روزګان ولایت د خاص روزګان ولسوالۍ د کندلان سیمې د مرمر ډبرو د دویم بلاک پروژه، د سمنګان ولایت مرکز کی د تخت رستم سیمې چونې ډبرو د درېیم بلاک پروژه، د سمنګان ولایت مرکز کې د سنګ شکن او تاش کوتل سيمې د چونې ډبرو د اول بلاک پروژه شاملې دي.

طالبان وايي چې په دې پروژو کې د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ د يارګي او خوره ناو سیمې د نفرایټ ډبرو پروژه او د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د ولګي سیمې د نفرايټ ډبرو د څلورم بلاک پروژه هم ده.

همداراز د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ د لده باغ سیمې د مرمر ډبرو پروژه، د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د ادرو تنګي د نفرایت ډبرو پروژه، د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ د کنجکي سیمې د سرپنتین ډبرو پروژه، د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ د پیرن سیمې د ګچ ډبرو پروژه، د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ د كوديخيلو دویمه محدوده د مرمر ډبرو پروژه هم شامله ده.

طالبانو دا نه ده په ډاګه کړې چې دا پروژې به څه ډول عملي کېږي او په کومو شرایطو د کانونو د کیندنې پروژې ورکول کېږي.

طالبانو هرات او کندهار کې ښځې په جوماتونو کې له لمانځه منع کړې

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۴۷ GMT+۰
•
خبرخونه

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د طالبانو امربالمعروف محتسبانو په هرات او کندهار ولایتونو کې ښځې په جوماتونو کې له لمانځه منع کړې دي. سرچینې وايي، چې تېره شپه د کندهار له یو شمېر جوماتونو څخه طالبانو د تراویح پر مهال ښځې ایستلې او د لمانځه اجازه يې نه ورکوله.

له هرات څخه یو شمېر مېرمنو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د سې شنبې په ورځ وویل، چې طالبان د روژې له پيله په پرله پسې توګه ښځو ته اجازه نه ورکوي، چې په جوماتونو کې لمونځ وکړي.

دغه مېرمنې وايي، له تېرو څو ورځو څخه د طالبانو د امربالمعروف محتسبان د جوماتونو په دروازو کې ولاړ وي او ښځو ته اجازه نه ورکوي، چې تراویح وکړي.

په هرات کې په خاص ډول روژه کې ښځو د جمعې او ماسخوتن لمونځونه په جوماتونو کې په جمع کول، خو اوس پرې طالبانو د یوه نامعلوم دلیل له مخې بندیز لګولی.

په ورته وخت کې تېره شپه د ماسخوتن د لمانځه پر مهال د طالبانو امربالمعروف کارکوونکو د کندهار ښار په دویمه حوزه حاجي عبدالله مېنه کې ښځې له جوماتونو ايستلې دي.

طالبانو ښځو ته خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته دې جوماتونو ته د لمونځ کولو لپاره نه ورځي او خپل لمونځونه دې په کورونو کې ادا کوي.

په هرات او کندهار کې ډېرو کورنيو د طالبانو دغه کړنه غندلې او دا یې د خلکو په زړونو کې د نفرت پيدا کېدو په معنا یاده کړې.

په دواړو ولایتونو کې د طالبانو امربالمعروف ریاست مسوولین له رسنيو سره خبرې نه کوي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دې ډلې په خاص ډول د امربالمعروف ادارې پر ښځو پراخ بنديزونه لګولي دي.

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو سخت چلند په کور دننه او دباندې له سختو انتقادونو سره مخ شوی او په وار وار له دې ډلې د پالیسیو د تغییر غوښتنه شوې خو طالبان وايي، چې ښځو ته یې د « شریعت په رڼا کې» حقونه ور کړي دي.

په خوست کې د ځايي قبیلې اربکیانو د طالبانو د انجنیرانو وسایل ور مات کړي

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۱۲ GMT+۰
•
خبرخونه

په خوست ولایت کې د طالبانو حکومت خپلو هغو جنګیالیو ته د ځمکو د وېش پروسه پیل کړې، چې د پخواني جمهوریت پر مهال وزیرستان او ټل ته کډوال شوي وو. دا چاره د یوې ځايي قبیلې له مخالفت سره مخ شوې او د طالبانو د انجنیرانو وسایل یې ور مات کړي دي.

د طالبانو د پلان له مخې، هر هغه طالب جنګیالی چې واده یې کړی وي، د یوې کورنۍ په توګه شمېرل کېږي او پنځه بسوې ځمکه ورکول کېږي. د دغو جنګیالیو هویت د شمالي وزیرستان په میرانشاه او ټل ولسوالۍ کې د طالبانو د پخوانیو مهاجرینو چارو مسوولین تثبیتوي.

په خوست ولایت کې یوه قومي مشر افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په ۲۰۲۰ کال کې د خیبر پښتونخوا په ټل ولسوالۍ کې د ټولو طالب جنګیالیو کورنۍ د نومرو د ترلاسه کولو لپاره ثبت شوې دي.

سربېره پر دې، هغه افغان کډوال چې د شوروي اتحاد د یرغل پرمهال د جګړې یا نورو دلایلو له امله کډوال شوي، خو د طالبانو په لیکو کې ثبت شوي، هم د ځمکې او نومرې مستحق بلل شوي دي.

د داخیو قبیله مقاومت کوي

دا، چې خوست ښار ته څېرمه ازادې ځمکې د پخواني حکومت پر مهال وېشل شوې، اوس طالبان هڅه کوي د تڼیو ولسوالۍ د ګوخې په صحرا کې، چې د داخیو قبیلې ملکیت دی، یو نوی ښارګوټی جوړ کړي او یادې نومرې خپلو جنګیالیو ته ورکړي.

سرچینه وايي، تېره اونۍ چې د خوست ولایتي ادارې د انجینرانو یو ټيم د ښارګوټي د سروې لپاره سیمې ته واستاوه، د داخیو قبیلې وسله‌والو اربکیانو د هغوی کمرې او نور وسایل ور مات کړل.

د دې پېښې په غبرګون کې طالبانو سیمې ته زیات شمېر جنګیالي واستول، پر ځایي خلکو یې ډزې وکړې او د داخیو قبیلې مشران یې ونیول.

منځګړیتوب او تعقیب

د داخیو مشران وروسته د خوست طبي شورا رییس ډاکټر فقیر محمد زیار په منځګړیتوب خوشي شول، خو د سرچینې په باور، طالبان اوس هغه کسان په نښه کوي، چې خلک یې د دوی پر ضد پارولي وو او د انجینرانو وسایل یې مات کړي وو.

د ګوخې صحرا د خوست د نوي ملکي نړیوال هوایي ډګر په لویدیز کې موقعیت لري، چې دا ځای د اقتصادي او ستراتیژیک ارزښت له امله طالبانو ته مهم دی.

تڼي قبیله د پخواني جمهوریت پر مهال حکومت‌پلوه او د طالبانو ضد ګڼل کېده.

اوس داسې ښکاري، چې طالبان د یادې قبیلې له ځمکو د خپلو جنګیالیو د اسکان لپاره کار اخلي، چې دا مساله د سیمه‌ییزو شخړو لامل شوې ده.